د شعر لیکلو لپاره شپږ ټکي/ ګل رحمن رحماني

2023-03-19
د شعر

که غواړی شعر ددې لپاره ولیکئ چې د زړه بوج مو سپک شي او خپرېدو ته یې زړه نه ښه کوي، بیا نو دا ټکي درته په درد نه خوري، خو که له شعر لیکلو مو یوه موخه پر مخاطب اغېز او ورسره اړیکه وي، هوډ لری چې د هغه احساسات وپاروئ، بیا نو راځئ چې دا په ګډه ولولو.

لومړی: دا خو طبیعي ده چې د هر کار لپاره باید هدف مشخص وي، که چېرته موږ منزل معلوم نه وي، بیا نو څنګه کولی شو چې خپل مسیر مشخص کړو، د شعر لیکنه هم له دې قاعدې مستثنی نه ده. شعر ددې لپاره لیکو چې ذهن مو ازاد شي؟ د اعتراض لپاره یې لیکئ که د کشف یا هم ښکلاوو د ستاینې لپاره؟ له دې وروسته باید د شعر ټول عناصر خپلې مطلوبې موخې سره تطبیق کړو.

هوشنگ ابتهاج په دې باره کې لیکي: زما لپاره له یادو شوو مواردو څخه یوه هم هنري اړخ نه درلود، د رعایت او تنظیم لپاره یې هم راسره څه نه و. زما لپاره خبرې کول، د خپل زړه درد شریکول مطرح وو، یاني ما واقعا هېڅ وخت شعر نه دی ویلی او نه مې ادعا کړې چې شعر مې وویل. دا اصلا د خپلو خبرو د بیان لپاره یوه وسیله وه، څو درد بیان شي او د شعر د چارو دا ټول هنرونه او تخنیکونه زما د کار وسایل وو چې د خپلې خبرې په کولو کې یې راسره مرسته کوله.

دویم: له کلیشو باید لرې وتښتو، یاني تکراري او پخواني قیاسونه، استعارې او تشبېهات باید ها خوا وغورځوو او هڅه مو دا وي چې نوې استعارې وپنځوو. زموږ مخاطب پر خلاقیت پوهېږي، دده زړه هغه کار غواړي چې دی حیران او متعجب کړي، کله چې د خیال تصویرونه اشنا او ساده وي، نو لوستونکي ته جذابیت نه لري، نه غواړي چې ورسره پاتې شي او ذهن یې هم له ننګونې سره د مخامخ کېدو لېوالتیا نه نه لري. موږ باید داسې پنځونه وکړو چې شعر مو د معاني ژورې را ونغاړي. د حسین منزوي په نامه یو شاعر وايي:

د شپې په ستر بڼ کې

زموږ د وصل وخت وي

کله چې د میاشتې نقره يي مڼه رسېږي

له شپې سره زموږ د وصل وخت راغلی دی

په دې بېلګه کې د میاشتې نقره يي مڼه ترکیب یوه بکره او ښکلې استعاره ده

درېیم: له بدیعي تصویرونو سره ژوره اشنايي مهمه ده او د ایجاد لپاره یې باید نوې زاویې او اړخونه وپلټل شي.

څلورم: د عیني او ذهني کلماتو په کارونه کې باید دقت وکړو. له مخاطب سره د ژورې او اغېزناکې اړیکې لپاره او له خپل ذهن څخه د لا کره تصویر پنځولو لپاره باید وپوهېږو چې کوم وخت له ذهني او کله بیا له عیني کلماتو څخه استفاده وکړو. عیني کلیمات هغه دي چې کله ورسره مخامخ شو، زموږ ټولو په ذهن کې یو مشخص تصویر جوړوي. مثلا قلم، موبایل، نجلۍ

خو ذهني کلمې بیا هغه دي چې د هر کس لپاره جلا او ځانګړی مفهوم ولري. لکه پرتم، رنګ، مینه او نور..

کله چې وایو هغه خوشحاله دی، دا خوښي ممکن زما لپاره حد او حدود ولري او تاسې ته هم همداسې، خو هغه پېشو چې د دېوال په څنګ کې تېره شوه، په اړه یې د ټولو تصویر یو ډول دی. زما په فکر د تصویر جوړونې لپاره ذهني کلمات غوره دي. مثلا ددې پر ځای چې ووایو هغه خوشحال شو، کولای شو ووایو چې په سترګو کې یې د خوښۍ رڼا وځلېده.

پینځم: بدیهیاتو ته بې اعتنايي ونه کړو، ځينې خبرې لکه په لاره تلل، ویده کېدل، غذا خوړل او… عادي خبري دي، د شاعر ځواک په دې کې دی چې ورځنۍ پېښې چې عادي خلک ورسره په راحتۍ مخ کېږي، له تازه لید لوري وګورو. د اسماعیل امیني په قول: شاعران باید د دنیا مسایلو ته په یوه بل ډول وګوري او د بدیهیاتو په اړه شک وکړي. که چېرته داسې وي چې دوی هم په معمول او عادي موضوعاتو پسې ولاړ شي، نو له نورو سره یې توپیر څه شو؟ حال دا چې د شاعر کار بار له نورو سره توپیر ولري او د پېښو نور اړخونه له هنري انداز را برسېره کړي.

شپږم: هېڅ شعر وروستی نه دی، فکر مه کوئ چې شعر بشپړ شو، هر شعر له سره لیکل کېدی شي، د شعر صورت او سیرت مو بیا بیا په نوو ښکلاوو سینګار کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو