له استاد حبيبي نه څه زده کولی شو؟ | دوکتور اجمل ښکلی

2024-05-09
پښتو کې د استاد حبیبي‌

د ثور تر انقلاب وروسته افغانستان يوازې له مادي پلوه زيان و نه ليد، بلکې له علمي پلوه هم لوی زيانونه ورواوښتل، ځکه د جګري په کلونو کې د علم ارزښت کم شو. 

د ثور تر انقلاب مخکې د علم تقريبا يوازني مرکزونه پوهنتونونه او پښتو ټولنه وو، خلکو به چې د علمي توليد خبره کوله، دې مرکزونو ته يې مخ اوښته؛ خو د سياستونو او جګړو له امله د علمي توقع لوری هم واوښت. ځينې نور لاملونه به هم د دې لوري په بدلون کې لاس ولري، لکه په مارکيټ د چاپ د کلچر بدلون او بهر د فرهنګي مرکزونو جوړېدل؛ خو اوس که د علم، په تېره د ادبياتو او ژبپوهنې خبره راشي، د لوستونکو پام پوهنتونونو ته هغومره نه اوړي لکه ازادو ليکوالو ته او دا يو واقعيت دی. 

د دې واقعيت تر شا ځينې نور لاملونه هم دي او په دې لاملونو کې څېړنو ته د رسمي مسؤوليت په سترګه د پوهنتونونو او اکاډميو کتل هم دي. بهر خلک په خپل شوق په ادبياتو کې کار کوي؛ خو په رسمي مرکزونو کې خلک يو ډول ځان اړ بولي، چې د ارتقا لپاره آثار وليکي او دا شوق وژني. 

علمي بحثونه او څېړنې د پخوانو استادانو ذوق او نشه وه، چې د استاد حبيبي، استاد رښتين، استاد مجروح، استاد تږي، استاد الهام، استاد زيار او استاد دوست شينواري غوندې خلک پيدا کېدل. اوس علمي کارونه په يو ډول مکلفيت او سيالۍ بدل شوي دي  او دا ستونزه په رسمي علمي مرکزونو کې ډېره ده، چې د يوه اصيل علمي کتاب موندل پکې د مرغۍ پۍ شوي. د يوې ټولنې د بربادۍ لپاره همدا بس دي، چې د علمي توليد پالي دې داسې شي، ځکه د ارتقا پوړۍ ده. 

د استاد حبيبي په اړه د سيمې پوهان په دې اند دي، چې دقيق کار يې کړی، د استاد خپل آثار هم د خپل وخت شتو سرچينو ته په پام سره دقيق دي؛ خو د دي دقت تر شا ذوق ولاړ دی. څوک چې علم د تشهير لپاره کاروي، د هغوی کارونه دقت نه لري، ځکه د علم زده کړه او توليد لومړی ذوقي او بيا علمي مسؤوليت دی، چې څېړونکی د خپلې څېړنې له هره پړاوه او هرې کلمې خوند اخلي. په کتابتونونو ګرځي، متون سره پرتله کوي، بحثونه کوي او بيا يوه خبره کوي؛ نو دا دومره زيار ګنې زموږ اوسني څېړونکي ګالي؟ له استاد حبيبي نه بايد دقت او له څېړنې سره مينه زده کړو. 

استاد حبيبي د خپل وخت تر ډېرو افغان څېړونکو ډېر کار کړی. هغه له کتابونو سره د درېدو عکس يې ښايي تاسو هم ليدلی وي. هغه عکس په ډېرو افغان څېړونکو کې هم د ډېرو کتابونه د ليکول هوس پيدا کړ، چې د استاد حبيبي غوندې خوله په خوله شي؛ خو د هغه دقت او زيار يې هېر کړ. 

د ښه څېړونکي نښه دا نه ده، چې دوه سوه کتابه يې ليکلي وي، بلکې دا ده، چې ښه کتابونه يې ليکلي وي. هغه وخت چې سرچينو ته د اوس په پرتله لاسرسی اسانه نه و، هغومره کتابونه ليکل رښتيا هم يوه کارنامه وه؛ خو تر دې لويه کارنامه د استاد حبيبي دقت او نوښت و. 

استاد حبيبي په افغانستان کې د نوي څېړنې بنسټ کېښود او د خپل تاريخ د راژوندي کولو لپاره د خپل وطن په ډېرو جوماتونو، شړو، مقبرو او کنډوالو وګرځېد؛ خو زموږ اوسني څېړونکي ګنې دا کړاو ګالي، چې د يوه اثر د ليکلو لپاره په اړوندو سيمو وګرځي؟ دا د ثور تر انقلاب مخکې زموږ د افغان څېړونکو ترمنځ دود و، چې له استاد حبيبي نه ورته پاتې و، چې په اوسنيو څېړونکو کې يې نادر وينو. که د استاد حبيبي پل واخلو، ښايي د پټې خزانې او تذکره الاولياء غوندې نور آثار هم ومومو. 

استاد حبيبي د وخت د واکمن له خوا تبعيد شو؛ خو په پردي ديار کې يې هم د څېړنې شوق يوازې پرېنښود، بلکې له برسېرن سياست سره يې ګډ نه کړ. له استاد حبيبي نه بايد زده کړو، چې څرنګه خپل علمي کارونه د وخت له واکمن نظام سره د دوښمنۍ او دوستۍ له سيوري بچ وساتو. 

استاد ته وطن مهم و، د شاه په واکمنۍ کې د ملي هويت خبره ګرمه وه، د استاد کهزاد او استاد حبيبي غوندې خلکو خپل کارونه په همدې محور وڅرخول او په هره برخه کې يې کار وکړ. د افغاني هويت په پار يې تاريخونه وليکل، د پښتو او دري د پيوستون هڅه يې وکړه، د ملي فرهنګ روحيه يې پياوړې کړه؛ خو په دې ټولو کې يې د څېړنې پر غوښتنو سترګې پټې نه کړې، بلکې د تاريخي حقايقو په تار يې سره وپېيل. د استاد کار يوازي څېړنه نه ده، بلکې د ملي پيوستون تار دی. له استاد نه راپاتې دا روايت د استاد هېوادمل او استاد رفيع غوندي څېړونکو وپاله؛ خو ايا زموږ نسل ګنې د ملي فرهنګ دا محور هېر نه کړ؟

د پښتو څېړنو د تاريخ له مخې د استاد حبيبي کارونه د منځپانګې او بڼې له پلوه د شلمې پېړۍ د پيل په معاصرو څېړنو کې راځي، چې له يوه پلوه يې د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې پېړۍ له ديوان پرستۍ نه آثار رااويستل او هڅه يې وکړه، چې د متنپوهنې د نوي متېودولوژۍ پر بنسټ منظوم او منثور آثار پرتله او خپاره کړي او له بله پلوه يې دقيق کړل. 

استاد حبيبي هڅه وکړه، چې د خپل وخت له حاکمې مېتودولوژۍ سره سم د ادبياتو تاريخونه وليکي، خپله ولسي پانګه راټوله کړي او پښتنو د قوميت مساله د وهمونو او ناسمو نظريو له دوړو راوباسي او يو لوری ورکړي. په همدي لړ کې يې د پښتو د ايټمولوژۍ بحثونه تاوده کړل، چې وروسته نورو پښتنو د پړي سر ونيو او د پښتو او پښتنو تاريخ د اسراييلتوب له ګومانه راووتې او علمي شوې. 

استاد حبيبي په خپل وخت کې د څېړنيزو بحثونه فضا رامنځته کړه او نويو څېړنو ته يې لوری ورکړ. 

له استاده بايد زده کړو، چې څرنګه د څېړنې په نړۍ کې نوي بحثونه راپيدا کېږي او څرنګه ورته ځوان څېړونکي متوجه کړو، چې و يې پالي. استاد له همدې امله د افغانستان په څېړونکو کې اغېزناکه څېره ده. 

له استاد حبيبي نه بايد د نقد چل زده کړو. د استاد تقريبا په هر اثر کې د نورو پوهانو پر نظرونو نقد وينو؛ خو دا نقد دومره نرم او علمي دی، چې په اسانه ورته د لوستونکي نه پام کېږي. په دې نقد کې يوازې د علمي واقعيت سترګو ته کتل شوي. دا هغه روايت و، چې په ورپسې نسل کې زموږ ځينو پوهانو وپاله؛ خو ځينې بيا د سيمې او سمت په کنډوکپر سر شول او د استاد حبيبي دا روايت يې ونه پاله. په اوسنيو څېړونو کې د استاد حبيبي د نقد ژبه او ډول ورک شوی غوندې دی. موږ اړ يو، چې خپل دا دود يو ځل بيا راژوند کړو. 

د استاد حبيبي د ښايست ګلونه ډېر دي، راټولول يې د يوه ډېزرټېشن هومره کار غواړي. نن د دې لوی عالم ورځ ده، چې د افغانستان غوندې فقير هېواد ته يې په علمي ډګر کې نه يوازې ډېر څه ورکړي، بلکې څېړنو ته يې لوری ورکړی. اروا دې يې ښاده وي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو