کنډه سپرغه (فولکلور)/ لېمه ودان

2022-12-24
پښتنې


کله چې د ځمکې له مخه سپين واورين حجاب لرې شي، په دښتو او غرونو کې یو لنډ عمره ګل سر راپورته کوي، چې زموږ د سیمې خلک یې کنډه سپرغه بولي. یاد ګل د پسرلي د راتګ زېری دی، موږ د دې ګل اړوند یو دود لرو. په کلي کې چې هر ماشوم دا ګل لومړی ځل وليد او کور ته یې راووړ؛ نو د کور مېرمنې/ مور یا خور ماشوم ته غونډارۍ( غوړه او خوږه ډوډۍ) پخوي. له همدې کبله ټول ماشومان په همدې هڅه کې وي چې تر ټولو مخکې کنډه سپرغه راوړي. د غونډارۍ د ګټلو تر څنګ د کنډې سپرغې راوړونکی په ټول کلي کې ښه نوم هم ګټي، ټول وايي:

  • پلاني کنډه سپرغه راوړې.
    د پسرلي راتګ د طبیعت بیا زوکړه ده، د هر چا ورته سترګې وي؛ نو ځکه خو کنډه سپرغه د فولکلور برخه ګرځېدلې.
    یاد دود تر اوسه زموږ په سیمه کې ژوندی دی او د خلکو له خوا پالل کېږي. یو پخوانی باور دا دی، چې ګنډه سپرغه هر کال یو ځل له ځمکې سر راپورته کوي او ګوري چې قیامت شوی که نه.
    ښایي کنډه سپرغه یوازې زموږ په سیمه کې ځانګړې نه وي، کېدای شي په ډېری پښتنو کې زموږ د سیمې په څېر یا دې ته ورته دود ورسره تړلی وي. دا او دې ته ورته کوچني دودونه ښایي اوس زموږ د پام وړ نه وي؛ مګر کالونه وروسته به د خلکو لپاره جالب وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو