نښه/ شبانه پوپلزۍ

2022-11-16
لنډه کیسه

په بېړه موټر ته را وخته هره ګړۍ به یې د موبایل پر سکرین ساعت ته کتل، بیا به یې د موټر سورلۍ تر نظر تېره کړه. داسې اسېده لکه ډېره بېړه چې لري او د موټر حرکت ته په تلوار وي؛ خو موټر حرکت نه کاوه ځکه دوه تنه سورلۍ یې کمه وه.

شېبه وروسته دا دوه تنه هم پیدا شوه، موټر حرکت وکړ. د موټر له حرکت سره د نجلۍ تور ویښته شمال د هغې پر مخ دانه دانه را توې کړه. نجلۍ په بېړه ګوتې ور اوږدې کړې او له مخ څخه یې ویښتان ټول کړه. په دې وخت کې کیلینر پرې ورغږ کړ. کرایته بتې؟

نجلۍ د ویښتانو له سمولو سره سم خپلې تورې بټوې ته لاس کړ او پیسې یې ترې را وویستې؛ له پیسو سره سم ترپ شوه، څه ولویدل.

کیلینر ته یې کړه واخله کرایه دې!

بیا یې له ځانه سره شونډې وخوځېدې، چې عجله دې وي هر څه به خراب شي؛ بیا د لویدلي څیز په لټه کې شوه، خو په موندلو یې بریالۍ نه شوه. نجلۍ ډېره ولټېده، بیا به یې وویل: نه! باید ورک نه شي؛ هغه راته ډېر ارزښت لري. کله چې پیدا نه شو، نا هیلې کښېناسته، بیا یې لاندې پښو ته وکتلو تر پښو لاندې یې د مات شوی بنګړي ټوټه پرته وه. له خولې یې ناڅابه چیغه ووته اوه! خدایه شکر…

لاس یې کړ په بېړه یې د بنګړي ټوټه را واخیسته بیا یې مچ کړه وۍ خدایه شکر ډېر شکرونه، چې بیدا شو.

په سیټ کې ناستو ښځو حیران حیران ورته کتل! ستا ارزښت ناک څیز همدا و!؟

نجلۍ د سر په خوځولو سره د هو ځواب ورکړ.

ښځې مسکۍ شوې یو بل ته یې وویل د مات بنګړي د ټوټې ارزښت به څه وي!؟ هغه هم د شیشو د بنګړي، څه طلا خو نه وه.

نجلۍ بیا د بنګړي ټوټه په لاس کې ټینګه ونیوله، مچ یې کړه او ویې ویل

  •  اړینه نه ده چې یوازې طلا او قیمتي څیزونه دې ارزښت ولري، ځینې شیان پرته له قیمته هم  ډېرارزښت لري. دا مې د مور د لاس وروستۍ نښه ده، دا مې د هغې له قبر نه راوړې؛ زه په دې مات شوي بنګړي کې د مور بوی او مینه احساسوم.

لیکواله شبانه پوپلزۍ            

 ۲۰۲۲ د جون ۲۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو