ټکسټ او پاراټکسټ/ نجیب منلی

2022-11-09
د پاراټکسټ کلمه په خپل جوړښت کې یو ډول ابهام لري: د یوناني ژبې «پارا» مختاړی د «سره»، «ورته، مشابه» «ترې تېر» «تېروبېر» «څنګ ته» «نېږدې، ورسره نښتی» او «مخالف» ماناوې ښندي. لکه مخکې چې یاده شوه د پاراټکسټ مفهوم ساده مفهوم نه دی نو ځکه یې د نومولو له پاره هم همداسې یو مبهم توری ټاکل شوی دی. په پښتو کره کتنه کې دغه مفهوم لا تر اوسه ډېر

یو متن چې لیکل کېږي، ډېر کم په همغه بڼه لوستونکي ته وړاندې کېږي. په حقیقت کې هر متن له ځان سره څنګ ته یو لړ نور شیان هم لري چې لوستونکي ته یې د اخیستلو وړ کړي. صحافت، د پاڼو شمېره، عنوان، د لیکوال نوم او ډېر نور داسې شیان شته چې په خپله د متن برخه نه شي ګڼل کېدای خو پرته له هغې لوستونکی نه شي کولای چې متن «راواخلي»، کټ مټ لکه اوبه چې د لوښي شکل پیدا نه کړي، د اخیستلو وړ نه ويٍ. دا بیا مهمه نه ده، یا بېل اهمیت لري، چې لوښې تشه لپه ده که په غمیو ښکلل شوی د سرو زرو جام.

فرانسوي ادبپوه، نقاد او د ادب تیوریسین ژېرار ژونېت (Gérard Genette) ۱۹۳۰ زوکړه، په ۱۹۸۷ کال کې په خپل کتاب «درشلونه» کې هغه څه په ګوته کړل چې د «متن» او «نه متن» تر منځ پولې په کې څېړل شوي دي. ژېرار ژونت په خپل دغه اثر کې دې ټکي ته په پام سره چې یومتن ډېر کم لوڅ (د یو لړ نورو تولیداتو له مرستې پرته) میدان ته راوځي. د متن  او د ورسره ملو تولیداتو تر منځ بېلوونکې کرښه لټوي. دغه دویمه ډله تولیدات په خپل وار یا د وینا په بڼه کې وي او یا بې وینا بیان وي. د لیکوال نوم، عنوان، سریزه، انځورونه داسې څه دي چې اکثره سړی نه پوهېږي چې د متن برخه یې وبولي که نه خو په هر صورت ورسره مله وي، متن (Text) وړاندې کوي…دا هغه څه دي چې ژونېت یې پاراټکسټ (Paratext) بولي.

د پاراټکسټ کلمه په خپل جوړښت کې یو ډول ابهام لري: د یوناني ژبې «پارا» مختاړی د «سره»، «ورته، مشابه» «ترې تېر» «تېروبېر» «څنګ ته» «نېږدې، ورسره نښتی» او «مخالف» ماناوې ښندي. لکه مخکې چې یاده شوه د پاراټکسټ مفهوم ساده مفهوم نه دی نو ځکه یې د نومولو له پاره هم همداسې یو مبهم توری ټاکل شوی دی. په پښتو کره کتنه کې دغه مفهوم لا تر اوسه ډېر نه دی څېړل شوی، که د اصلي نامه له تاریخچې څخه په الهام یې په پښتو کې «پورې متن» و بولو زیاتی به مو نه وي کړی.

د «پورې متن» د جوړښت په هکله ژېرار ژونت دوه برخې سره بېلوي:

پاراټکسټ (پورې متن)

Paratext

 له دوو برخو جوړ دی:

۱ – پېري ټکسټ (پرې متن)

Peritext  قطع او صحافت، د کتابونو لړۍ، ضمیمې، د لیکوال نوم، عنوان، وړوکی عنوان، سریزه، پایلیکنه، انځورونه، خبرتیا، نقل قول، اهدا، یادښتونه، د پوښتۍ وروستی مخ، …

اېپي ټکسټ (پر متن)

Epitext

 کره کتنې، له لیکوال سره مرکې، د لیکوال یا د لیکنې په اړه مراسلات، شخصي یادښتونه،…

ژېرار ژونېت په خپل کتاب «درشلونه» کې ګڼو ټکو ته اشاره کړې ده چې دلته یوازې د یو څو موضوعاتو یادونه کوو:

– د خپروونکې «پرې متن» (صحافت، د خپرونو لړۍ، پوښتۍ، کمپوز، تیراژ….)

o د لیکوال نوم (د پوښتې پر مخ ځای، اصلي نوم، بې نومه، مستعارنوم)

o عنوانونه (تعریفونه، مخاطب، نقش، د توجه جلبول، …)

o ډالۍ

o نقل قول او تضمین

o سریزې او د هغوی نقش

o واړه (منځني) عنوانونه

o یادښتونه

– عام (پرمتن)

o د خپروونکي له خوا

o غیر رسمي یادونې

o د لیکوال عام اظهارات

o په عام محضر کې ویل شوي ځوابونه

o رسنۍ

o مرکې

o سیمینارونه، کنفرانسونه، بحثونه

o د لیکوال وروستۍ تبصرې

– شخصې (پر متن)

o لیکونه

o شفاهي څرګندونې

o شخصي یادلیکونه

د دغو ټولو موضوعاتو راسپړل او پرې هر اړخیز بحث د افغانستان د ادب د تیورۍ له پاره یو پرانستی میدان دی چې ډېر څه په کې ویل کېدای شي او باید هم وویل شي.

په دې لیکنه کې، که څه هم ما غوښتي دي چې په عملي ډول ډېرو هغو توکيو ته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اشاره وکړم، زما د خبرو اساسي ټکی په افغانستان کې په دې وروستیو څو کلونو کې د چاپېدونکیو کتابونو د پوښتۍ لومړي مخ ته یوه انتقادي کتنه ده.

د کتاب د پوښتۍ پر لومړي مخ عموماً څو، محدود خو اساسي معلومات لوستونکي ته وړاندې کېږي:

– – د لیکوال نوم (اصلي یا مستعار نوم)

– – د کتاب سرلیک

– د موضوع په اړه ابتدایي معلومات (ناول، لندې کیسې، تاریخ، شعري ټولګه)

– که کتاب ژباړل شوی وي د ژباړن نوم (یا مستعار نوم)

– د خپروونکي هویت

د پوښتۍ د لومړي مخ له پاره کوم خاص معیار نه شته او خپرندویې ټولنې په دې برخه کې کامله ازادي لري. تر اوسه لا په افغانستان کې د کتابونو د لړیو د خپرولو فرهنګ نه دی عام شوی نو د یوې مشخصې خپرنیزې پالیسۍ پر بنسټ د یو واحد ډیزاین لرونکي ګڼ کتابونه لا تراوسه ډېر لږ تر سترګو کېږي . د پوښتۍ د معلوماتو د ترتیب او تنظیم له پاره هم تر اوسه منل شوي قواعد نه شته. کله د ژباړن نوم د لیکوال تر نوم لا ډېر ځلول کېږي، کله د یو شاعر یا لیکوال د اثارو د راټولوونکي نوم د اصل شاعر او لیکوال تر نامه ډېر جوت وي، بې ځایه یادونې (لکه شعري ټولګې ته لیکل «شاعر: **** ») هم ډېرې لیدل کېږي.

په وروستۍ لسیزه کې چې په دري ژبه کوم کتابونه چاپېږي ګڼ شمېر یې د یو ایراني رسم د تقلید پر بنسټ د کتابونو په عنوانونو کې د دري ژبې د لیکلو عادي لاره ماتوي، د ترکیبي عنوانونو جوړوونکې کلمې د ډیزاینوونکي له ذوق سره سم وړاندې، وروسته او لاندې باندې راځي.

دې رسم په تېروو دوو یا دریو کلونو کې په پښتو او اوزبېکي ژبو خپرېدونکو کتابونو ته هم سرایت کړی دی.

   [انځور : د پښتو کتابونو د پوښتیو نمونې]

دا هنري تمایل تر کومه د کتاب لوستلو له فرهنګ سره مرسته کولای شي او څومره د دغه فرهنګ په مخ کې خنډ کېدای شي؟ په لویه کې دغه هنري لار د کتاب په لوستونکي او د کتاب پر لوستلو د ټولنې نظر ته څرنګه انعکاس ورکوي؟

په ایراني خپرندویه پالیسۍ کې د دغه هنري، نشراتي «موډ» د پیدا کېدلو او ودې شرایط ما ته نه دي معلوم نو پر دې برخه نظر نه شم ورکولای خو د سېمیولوژيکو اصولو په رڼا کې، په افغاني چاپېریال کې، دغه موډ ته یو انتقادي نظر را ته ممکن برېښي.

د انځورګرۍ له هنر سره د ځینو فقهاوو ښکاره دښمني د دې موجب شوه چې ډېر ژر اسلامي هنر د تمثیلي انځورونو پر ځای هندسي شکلونو او د خطاطۍ هنر ته ډېره توجه وکړي. د سترو ودانیو د ښکللو له پاره یوازې هندسي شکلونه هنرمندانو ته د هنري تخلیق د ځغل کافي میدان نه و. ګلکاري هغه لومړۍ انځوریزه تېښته وه چې مسلمانو هنرمندانو په کې خپل خلاقیت و ازمېیه، خو د دې تر څنګ پر سپېڅلو ځایونو د سپېڅلو ویناوو لیکل هم یو خورا مناسب ډګر و. د لویانو او مخورو ښکلیو ماڼیو هم دا ایجابوله چې کله کله پرې د تاریخ مادې یا منل شوې مقولې ولیکل شي. د هندسي شکلونو تقاطع او د ودانیو د دېوالونو سمو او کږو څنډو خطاطانو ته د نویو ښکلاوو د پنځلولو یوه بله لویه لار پرانیستله. څرنګه چې په معمارۍ او تذهیب کارۍ کې کارېدونکي متنونه اکثره د سپېڅلي قرآن آیتونه او د مشهورو شاعرانو هغه مسرې او بیتونه وو چې ډېرو لوستونکو ته په یادو یاد وو نو ځکه خطاط کولای شول چې په متن کې د کلمو ځای یا په کلمو کې د توریو ځای وړاندې وروسته کړي، پرته له دې چې د متن په ظاهري شکل (Gestalt) کې د پام وړ بدلون راشي . سره له دغو هنري لاس وهنو اصل متن د لوستو وړ و.

[انځور : پر څلي لیکل شوی متن]

دلته د منار په لاندینۍ دریمه برخه کې،  کړکۍ د متن د لامونو، الفونو او هـ ځای ټاکلی دی

د کتابونو د ښکللو له پاره، او کله هم په خپله یوه د خطاطۍ ټوټه د بشپړ هنري اثر په بڼه بیا هم د اثر مجموعي نما ته توجه کوي.

[انځور: د «قل هوالله» خطاطي]

دلته په غبرګو هېندارو کې د متن لیکل د ټول انځور د هندسي شکلونو له جوړښت سره په ترکیب کې د روحي ارامۍ تداعي کوي. د انځور په پورتنۍ برخه کې ګلکاري د روحاني پرمختګ ښکارندویه ده او د اخلاص ترصورت لاندې د دوو مثلثونو د څوکو یو پر بل راتلل تعادل او د «ان یکاد» مبارک آیت چوکاټ د ثبات او ټینګښت نخښې دي. د استاد قمرالدین چشتي د دې هنري اثر د لیدلو پر مهال لوستونکي ته کافي ده چې لومړی «قل» ولولي، نور سورت یې لا د مخه زده. د «ان یکاد» مبارک آیت هم د ډېرو لوستونکو زده دی نو که د «یکاد» دال او حتی د «الذین» الف د «یکاد» له الف څخه وړاندې هم راشي، لوستونکی چې ټول انځور ته د یو واحد هنري ترکیب په سترګه ګوري په لوستلو کې له ستونزې سره نه مخ کېږي. که کوم لوستونکی ستونزه هم ولري د اثر ښکلا یې دې ته اړباسي چې ورته تم شي او د غوټو د سپړلو هڅه یې وکړي.

که به احیاناً د کتابونو په تذ‌هیب کې یا په کوم خاص ځای کې داسې یو متن وکارېده چې شهرت به یې دومره نه و چې د ټولو لوستونکیو له پاره د درک وړ وي نو هنرمن به په یو خاص هنري طرز په خپل ترکیب کې هماغه متن په داسې یو لیکدود هم ځایاوه چې لوستل یې اسانه وي

[انځور : د تاووس د بڼکې په بڼه د حافظ د بیت خطاطي]

د استاد چشتي په دې اثر کې کارول شوی د حافظ بیت دومره مشهور نه دی چې د هرچا دې زده وي.

کمتر از ذره نیی پست مشو مهر بورز

تا به خلوتگه خورشید رسي چرخ زنان

د لته هنرمند غواړي چې د مینې په مرسته د لمر «خلوتکدې» ته په «څرخېدلو» رسېدل وښیي. هغه ژبني عناصر چې د هنري اثر موخه څرګندوي په واضح ډول لیکل شوي، نور د هنرمن کار له متن سره نه د متن د وړاندې کولو له طرز (پرې متن) سره دی، خو بیا هم د دې له پاره چې د اثر کتونکی له ستونزې سره مخ نه شي د پاڼې په پورتنۍ برخه کې یې ټول بیت په واضح نستعلیق لیک لیکلی دی.

دا د خطاطۍ د هنر منل شوي اصول دي، په هېڅ پخواني متن کې دغه ډول د «پرې متن» هنري ایفکټ لوستونکی له ستونزې سره نه مخ کوي. په اصل کې هنرمن نه غواړي چې لوستونکی دې «متن» ولولي، د هغه لومړۍ موخه دا ده چې د خطاطۍ نزاکتونه وښیي. یا په بل عبارت د هنري اثر محموعي جوړښت (Gestalt) کتونکي ته وړاندې کړي.

کله چې د صنعتي تولیداتو له پاره تبلیغات پیل شول نو اکثرو اعلان جوړوونکو هڅه کوله چې هغوی هم له یو محصول سره یو سمبولیک انځور (لوګو) و تړي چې په لیدلو یې اصلي محصول د لیدونکي ذهن ته راشي. مانا دا چې په دغه ډول کړنو د مارکټنګ متخصصین غواړي چې د مصرفوونکي د عواطفو او د هغه د اخیستلو د شوق تر منځ د عقل او منطق کړۍ وشلوي.

د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې چې په افغانستان کې کوم کتابونه چاپېږي د هنري تخلیق د پورته یاد شوي فرهنګي چاپېریال سره هېڅ ډول تړاو نه لري. د کتاب بازار هم دومره خوځښت نه لري چې د پرمختللیو تبلیغاتي تخنیکونو په کارولو د اخیستونکو توجه له یوې متاع څخه بلې ته ورواړوي. د کتابونو د عنوانونو په برخه کې د خطاطۍ د دهنر تخنیکونه که سم وکارول شي د لوستونکي پام به په خورا ښه توګه ځان ته راواړوي خو که چېرته د کتاب د چاپوونکو له خوا داسې تخنیکونه و کارول شي چې د لوستونکي او د دکتاب د محتوا تر منځ ګردجنه پرده و غوړوي نو پایله به یې هغه څه نه وي چې ویل کېږي.

 د ژونت په وینا عنوان د هر بل پیغام په څېر یو استوونکی او یو اخیستونکی لري. دلته زموږ اخیستونکی د اثر یو عادي افغان لوستونکی دی چې کېدای شي د نوو ادبیاتو له ټولو نازکیو سره اشنا هم نه وي. ژونت د عنوان له پاره دغه عمده وظایف بیانوي: ۱ – د اثر پېژندنه، ۲ – د اثر د محتوا څرګندول ۳ – د لوستونکي جلبول.

لومړي دوه وظایف دا خبره ضروري کوي چې لوستونکی دې په لومړي نظر، پرته له کومې ستونزې یا اضافي هڅې لازم معلومات حاصل کړي. د عنوان دریم نقش له ښکلا سره تړلی دی چې هم لفظي ښکلا په کې مطرح ده او هم شکلي ښکلا. هغه عنوانونه چې د شکلي ښکلا په خاطر د عنوان توري او کلمې داسې سره ګډوډ کړي چې لوستونکي ته پرې پوهېدل یو خاص زیار وغواړي نو دغه ډول عنوان جوړونه په څلورو موخو کې یوې ته رسېږي.

په افغانستان کې که موږ ډېر کمال وکړو، د هېواد په ټولو ژبو کې هر کال د زرو عنوانو شاوخوا کتابونه چاپوو. دا رقم له هغو هېوادونو سره اصلاً د پرتلې وړ نه دی چې په خپله هره متداوله ژبه په لسګونو زره عنوانه کتابونه خپروي. افغان لوستونکی چې له لویه سره له کتاب لوستلو سره ډېر روږدی نه دی، د معنوي ښکلاوو په درک کې که ستونزه و نه لري د ادب له نازکیو سره هومره اشنا نه دی چې موږ ورته په لوی لاس مصنوعي ستونزې هم ایجاد کړو.

یوه بېلګه به یې یاده کړو

[انځور : د یو کتاب سرلیک : «ما د کونړ له سینده ځار کړې»]

يو پښتون لوستونکی که څه هم ډېره مطالعه ولري نه شي کولای چې دغه عنوان په خپله اصلي بڼه ولولي (ما د کونړ له سینده ځارکړې…).

د خطاطۍ د پخواني هنر سره هغه د «پرې متن» تړلي عناصر چې د تورو او کلماتو د ترتیب له ړنګېدلو سره سره بیا هم متن د اخیستلو وړ پاتې کېده، دلته نه شته. نه د کتاب د پوښتۍ حدود داسې دي چې لوستونکي سره د توریو په تړلو کې مرسته وکړي، نه هغه هندسي شکلونه شته چې یوه لار ورته جوړه کړي او نه بل کوم داسې څه شته چې لوستونکي ته لارښوونه وکړي.

د دې له پاره چې د پورته عنوان لوستونکی دومره تم شي چې دغه ګډوډ ټکي خپل ځای ته راولي نو باید چې د کتاب پر پوښتۍ داسې څه وي چې یو څو شېبې یې له ځان سره مشغول وساتي. که دا هم نه وي نو دغه عنوان د ژېرار ژونت د تعریف په ټولو معیارونو یو ناکام عنوان دی.

په هنر کې تقلید ډېر لږ د توجیه وړ دی خو که هنري تقلید د دې پر ځای چې خپل هنري اصالت وساتي د چاپېریال هنري اصالت ته هم زیان ورسوي نو دلته بیا یو څه دقت ضرور دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو