ګناه/ نصیر احمد احمدي

2022-11-15
لنډه کیسه

په اوړني کې تړلې وړه نجلۍ وچونګېده، مور يې په بېړه اوړنۍ خلاص کړ، نرۍ غاړه، څلور هډوکي ډنګره کوچينۍ يې ترې را وايسته، د نجلۍ غټې، تورې سترګې بې سېکه وې.

ښځې په خواره خوله وويل:

_وه سړيه! دا نجلۍ له خولې او لمنې ده، خير دی! ډاکټر ته يې بوځه! له بېګاه راهيسې مې څو ځله پاکه کړه.

په چوتره کې غزېدلې سړي ور وکتل، د وړې نجلۍ د مخ هډوکي راوتلي ول، له خولې يې لاړې بهېدې.

سړي بېرته سر ولګاوه، ورو يې وويل:

_بلا يې نه وهي! څه بارتنګ_ مارتنګ ورکه، په خپله به ښه شي.

ښځې ماشومه ور واخيسته، کوټې ته ننوته.

اوه کلن هلک راغی، د سړي تر څنګ زړېدلی سر کېناست، په رېږدېدلي غږ يې وويل:

_ابا! يو پنځه ګون خو راکه، مکتب ته ځم، قلم نه لرم.

سړي په بېړه ور وکتل، د ماشوم زاړه بکس ته يې لاس ور واچاوه، پورته يې کړ، له ځمکې يې وويشت.

چيغه يې کړه!

_پيسې، پيسې پيسې! وه د سپي زويه! موټرې خو مې نه چلېږي، له کومه يې کم!

بېرته اوږد وغزېد.

ماشوم لړزې اخيستی و.

سړي چيغه کړه!

_له قلمه به څه زده کې! هه؟ مردار مخ دې راته نيولی دی، ورک شه!، غوا نه وينې! وږې ولاړه ده.

ماشوم لور او د وښو راوړلو څادر ور واخيست. له کوره ووت.

سړي د چيلم پر سر خانه تنباکو کېښودل، د سدرۍ له جېبه يې اورلګيت را وايست. څررررر… شو، د اورلګيت تر خلي سره لمبه راوګرځېده.

سړي خپل سږي له لوګي ډک کړل، خړې شونډې يې سره راټولې کړې، له خولې يې د لوګي ګردې سپېرې دايرې راووتې.

د انګړ له خلاصې دروازې يې د باندې وکتل، ليرې په پټي کې تراکتور ګرځېده.

سړي يوه سترګه پټه کړه، په بله سترګه يې د لوګي په حلقه کې د تراکتور موټروان راووست. په خوند يې وويل:

_چيووووووو…. ډز! اخ! تربره ! څه وخت به دې بوڅ راواړوم!

بېرته اوږد وغزېد، د راډيو ستن يې تاو کړه، سندره وه (( چې رټلی زه د هر دور قانون يم_ زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…..زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…..)).

له کوټې د ښځې وارخطا چيغې راغلې!

_اه! خدايه! په لورکۍ مې څه وشول. سترګې رڼې که!

سړي خپل سر خوځاوه، پر شونډو يې دوامداره سندره پرته وه:

(( ….زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم…زما ..)).

( پای )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو