شعر د معاصرې ژبپوهنې په رڼا کې | ګل رحمن رحماني
د شعر په باب له پخوا نه دا خبره مطرح کېږي، چې شعر له نحوي او په ټوله کې له ګرامري خپلواکۍ څخه برخمن دی. په همدې امتیاز ګڼ شاعران ځان د خپلې اړوندې ژبې له ګرامري جوړښت څخه څه ناڅه لوړ بولي او فکر کوي چې د نثري ژبې په څېر د ګرامر رعایت د شعري ژبې ښکلا او تصویر تر سیوری لاندې راولي او شعریت ته زیان رسوي.
دا ډله شاعران دا خبره هم ځان ته دلیل ګرځوي، چې شاعر د علمي- ګرامري ژبې نه، بلکې د هنري او ادبي ژبې تابع دی او ادبي ژبه خپل چاپېریال او جوړښت لري. که د پښتو ژبې لرغونې او منځنۍ دوره او په ځینو موردونو کې د معاصرې دورې ټولو پړاوونو کې شعر په دقیق ډول وکتل شي؛ نو څرګندېږي چې د عربي او پارسي ژبې ګڼې کلمې په کې راغلې دي او په ځینو موردونو کې د خپلې ژبې د کلمو یا بدیلونو پر شتون سربېره هم د بلې ژبې کلمې ته ارزښت ورکړل شوی دی.
اوس پوښتنه داده چې شاعر تر کومه حده له دغه جواز څخه په کومه مانا برخمن دی؟ د شعر کره کتونکي وايي چې ددغه امتیاز په بدل کې شاعر ته یوه بله مهمه دنده ور په غاړه ده او هغه د شعري دنیا ښایستونو، ژبې او هغو تصویرونو ته پام دی چې د یوه حساس انسان د ذهني او عیني لید پر مټ پنځول کېږي او د شعر مخاطب تر ژور اغېز لاندې راولي.
که چېرته یو شاعر دغه دنده تر سره نه کړلی شي، په بدل کې یې د خپلې ژبې له ګرامري جوړښت څخه هم سر وغړوي او یوازې کلمې په منظومه او وچه ژبه کې کلابندې کړي، یاني غیر شعر، چې شعار هم ورته وايي، ولیکي؛ نو بیا هم ددې حق لري چې د شعري ژبې پر وړاندې یې مسوولیت معاف شي؟
بله مهمه موضوع داده چې معاصره ژبپوهنه د شعري ژبې او رغښتونو پر وړاندې څه دریځ او ځواب لري، ایا همغه چلند چې له نثري یا عادي ژبې سره یې لري، پر شعر یې هم تطبیق کولی شو، که نه شعر بیا هم له لړ امتیازونو څخه برخمن دی؟ په دې کنفرانس کې هڅه کېږي چې د معاصرې ژبپوهنې په رڼا کې هغه دریځ مشخص کړو چې ددې ژبپوهنې مخکښو څېړونکو ورته د بېلابېلو ژبنیو نظریو په رڼا کې په مستقیم او نا مستقیم ډول اشارې کړې دي. د معاصرې ژبې پیل، شعر او مخاطب، لانګ پارول او شعر، شعر دال او مدلول، شعر، سیمبول او نښه، ژبنۍ استعارې او شعر، شعر او ادراک، شعر او مفهوم، شعر او د فعل پروسس سربېره نورې خبرې هم کېدلی شی. د موضوع له لویوالي د مخنیوي په پار هرې څنګزنې موضوع ته د شعر جلا بېلګه نه ده راوړل شوې، خو له شعر سره اشنا لوستونکی دا تړاو په ښه ډول ټینګولی شي.
ژبپوهنیز انقلابونه: شلمه پېړۍ د ژبپوهنې پېړۍ ده، مخکنۍ پېړۍ، د فلسفې، ټولنپوهنې، سیاست پوهنې او اقتصادي نظریو پېړۍ وې. له ژبې سره لرغونی چلند پر کلاسیک دود ولاړ دی، په لرغوني یونان کې سیسرون داسې یو کس و چې د ژبې د سمون او نږه کولو کار ورسره پیدا شو او ده د کره کتنې د اصولو په وضعه کولو کې هڅه وکړه چې د لاتیني ژبې ګرامر هم ترتیب کړي او بې عیبه ژبه رامنځته کړي. په دې برخه کې بل کار د ژبې د تخصصي ګرامر لیکنې په برخه کې د پاڼیڼي ګرامر دی چې له ۵ مېلادي پېړۍ وړاندې یې د سانسګریت ژبې لپاره رامنځته کړ.
لومړی انقلاب (تاریخي): ویلیام جونر انګریزي حقوقپوه و چې په ۱۷۸۶ کال کې یې سانسګریت متنونه له اریایي ژبو سره پرتله کول او دې پایلې ته ورسېده چې ژبې یو له بل سره ژورې اړیکې او سره ګډې رېښې لري. ځکه یې دا نظریه ورکړه چې ټولې ژبې له هندو اروپايي ژبو سره رېښې لري، یا هندو اروپايي ژبې د ټولو ژبو اساس جوړوي. دې انقلاب ته تاریخي انقلاب وايي، ژبپوهانو په تاریخ تکیه کوله. ددې ژبپوهنې ژبپوهانو ځانونو ته نوي ژبپوهان ويل. خو د تاریخ په دایره کې راګیر وو.
دویم انقلاب (ماناپوهنیز): مانا پوهنیز انقلاب ، چې نحوي انقلاب هم ورته وايي، سویسي عالم فردیناند دوسو سور رامنځته کړ. ده کلمې او مانا ته ارزښت ورکړ، ژبه یې د ارښتونو خپلواک نظام وباله. که څه هم ددې ژبپوهنیزې تیوري بنسټ له ده وړاندې الکساندر فون هومبولټ ته منسوب دی. خو په ۱۹۶۷ کال کې دده د مشهور کتاب (a short story of linguistics) په خپرېدو سره ، چې شاګردانو یې له دې درسونو وروسته د هغه بحثونو د ټولګې په توګه خپور کړ، دا نظر ده ته منسوب شو. په دې کې هم شک نشته چې تر دې وړاندې سوسور د تاریخي ژبپوهنې پلوی او د تاریخي انقلاب تر اغېز لاندې و، خو وروسته ورڅخه په شا شو. ژبه یې د مانا ټولګه وګڼله. پر دال او مدلول زیاته تکیه کوي. د سوسور نظریاتو یا رغښتوالې پنځوس کاله دوام وکړ. له دې سره هم مهاله د پراګ مکتب هم فعالیت درلود چې د متني ژبپوهنې دوره ورته وايي.
درېیم (نحوي انقلاب): دې ته د زېږنوونکې یا پیدا کوونکې ژبپوهنې نوم ورکړل شوی دی، بنسټګر یې نوام چامسکي دي چې په ۱۹۵۷ کال کې یې ژبه د نحوي واحد یا جملې پر محور مطالعه کړه. دلته اختلاف هم شته چې اصلي پیلونکی یې ویلیم ماتسیوس دی چې ۱۹۱۹ کې یې دا انقلاب پیل کړی و. تر ډېره یې په ارواپوهنه تکیه کوله.
څلورم ( خبرو اترو انقلاب): دا انقلاب په ۱۹۶۰ کې شهرت مومي، په دې انقلاب کې چې د پراګ پوهنتون د فلسفې څانګه کې یې وده وکړه، مخکښ یې د فلسفې استاد فرانست و، پر ټولنپوهنه او فلسفه زیاته تکیه کېدله او اصلي نظر دا و چې که کومه ژبه د مکالمې وړ نه وي، ژبه نه ده او ژبپوهان باید پر خبرو اترو یا مکالمې حساب وکړي. په دې وخت کې یوه بله نظریه هم شته چې پارډایم ورته وايي. دلته داسې ژبپوهان وو چې هم یې پر نحوي انقلاب او هم پر مکالمه باور درلود.
د معاصرې ژبپوهنې پیل، انګیزه او اړتیا
شلمه پېړۍ په اصل کې د ژبپوهنې پېړۍ ده، د ژبپوهنې په اړه داسې نوې څېړنې وشوې، چې ژبه په هر څه کې شامله وبلل شوه، بلکې فلسفه، ادبیات او ارواپوهنه هم د ګډ څانګیز میتود پر اساس ژبې ته ورنږدې شول او د ویتګنشتاین ( د ژبې تصویري نظریې ایجادونکی)، هیدګر او دریدا غوندې لویو فیلسوفانو فلسفه په ژبه کې دننه ولیده.
د هیدګر دا وینا مشهوره ده چې موږ په ژبه کې زنداني یوو او ژبه له ځانه بهر پر واقعیت باندې دلالت نه کوي. همداسې رغښتواله چې له ژبپوهنې پیل شوې وه، خپل پلو پر ادبیاتو، فلسفه، تاریخ او اسطورو هم وغوړاوه او دا ټول د سوسور د رغښتي نظریې برکت و چې ژبه یې د ارزښتونو یو خپلواک نظام وباله.
د معاصرې ژبپوهنې یو مخکښ فردیناند دسو سور دی، هغه له تاریخي ژبپوهنې سره خپله لار بدله کړه، د سوسوري نظریې له مخې د ژبې په اړه پخوانی تصور سم نه دی. د ژبې په اړه پخواني تصور د نومولو تصور و، د دې تصور له مخې ژبه د خپلو توکیو په مټ شیان او تصورات نوموي. که ځير شو په دې نظریه کې شیان او تصورات له نومونو او کلمو خپلواک دي. سوسور هم د ژبني یوون دا ټوټه کېدا ومنله، خو له ژبنیو توکیو د تصوراتو پر بېل ګڼلو نظریې یې کاري ګوزار وکړ .
د معاصرې ژبپوهنې د پیلیز زمان، محتوا او له پخوانۍ یا کلاسیکې ژبپوهنې سره توپیرونه او نظریې د اوسني ژبپوهه لپاره اهمیت لري، ځکه چې له دغه بدلونونو سره هم مهاله مزل کړی دی او هېڅ وخت یې د ژبنیو یا ګرامري تحولاتو په بهیر کې خپله ژبه نه ده بنده کړې، خپل استقلالیت او اغېز یې ساتلی دی او دا هم د خپل مخاطب د هغه اعتبار له مخې چې د مینې تر کچې یې ورباندې لري.
بله مهمه خبره داده چې معاصر شعر هم د خپلې لرغونې او کلاسیکې بڼې پر وړاندې د ژبې او شکل یا فورم له مخې ګڼ امتیازات لري، هم په کې نوي ژانرونه ور زیات شوي او هم یې ژبه سوچه او روانه شوې ده، د ادبي صنعتونو، تصویرونو او خیالونو د کارونې پر مټ یې د ژبې چاپیریال پراخه شوی دی، د شعری اړتیاوو له مخې پر ژبه هم د شاعر د بر لاسي اړتیا زیاته ده، ځکه چې په یوه ژبه عادي حاکمیت یا پوهېدل موږ ته ددې وړتیا نه شي راکولی چې د همغه ژبې پر شعر دې وپوهېږو او یا دې هم شعر ولیکلی شو، بلکې دا پوهاوی د اړتیا دویم پړاو دی او د یوې فوق العاده مهارت په توګه هم پر ژبه جلا برلاسی لري او هم د خپل ذوق له مخې تر نورو ویونکو یو جلا انسان دی.
شعر او مخاطب
که څه هم د ادبپوهنې له موضوع د مخاطب پېژندل اسانه دي، خو که شعر ته له معاصرې ژبپوهنیزې زاويې وګورو، نو له شک پرته چې د مخاطب څېره راڅخه د یو لړ ابهامونو په لړو کې ورکېږي، دا ځکه چې یو خپله د شعر پراخ مانیز والی او ګنې زاویې، له بلې خوا له بېلابېلو پوهنو لکه وینا، ادراک، ارواپوهنې، مانا پوهنې او نورو سره د ژبپوهنې د اړیکو پراخ والی ددی سبب شوی چې له مخاطب سره مو د معرفت اړیکه تته شي.
تر ټولو وړاندې که شعري ژبه د متکلم، مخاطب او غائب له اړخه تم شو. په پښتو شاعرۍ کې له دې درېیو واړو صیغو او ضمیرونو څخه کار اخیستل شوی دی. شاعر هم ځان متکلم، هم مخاطب او هم غائب ګرځولی دی. مثلا
متکلم: زه څه یم ننداره یم د ایرو اوبو او اور
له ځان سره تر ګوره وړم د ښه ژوند تصور
زه هم یو وخت سیمبول ومه د ژوند، تلاش او مینې
خو چا راڅخه ولوټل، خوښي، مستي او شور
مخاطب:
ملایان به دې کافر کړي، رندانه غزلې وایې
لږ خو لاس واخله کاروانه! له سرزورو غزلونو
کاروان
غائب:
د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډېر عالم
خوشحال بابا
ډېر ځله د جمع متکلم له ضمیر څخه هم استفاده شوې ده:
موږ په دې نه یوو چې فایده ده که تاوان دی په کې
اور ته ور دانګو که چا وویل چې تاوان دی په کې
سایل
د زمان او مکان له اړخه هم اوسنی شعر په درېیو زمانو کې محدود دی، هم د تېرې زمانې خبرې لري، هم د اوسمهال او هم د راتلونکي زمانې صیغي لري.
تېر: شپې د خوښۍ وې هر بېګاه به ګډېدې نکریزې
زما له لاس به څاڅکي څاڅکي څڅېدې نګریزې
رحماني
حال: بیا و د سیند په غاړه ناست بیا یې لمبو ته ژړل
یوه لاروي مخکې ولاړو فاصلو ته ژړل
ښار کې باران دی او شېبې ستا تصویرونه مینځي
زه چې ماشوم وم ما به ماتو ایینو ته ژړل
رحماني
راتلونکی: وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
یا:
خاونده داسې وخت به په نږدې موده کې راشي
چې پورته افغانۍ وي او کلداره ښویېدلې
کاروان
په اوسمهال پښتو شعر کې ډېر کارېدلی ضمیر مفرد متکلم دی، د زمانې په لحاظ تر ډېره پورې د حال زمانې خبرې کوي، خو د نوستالژي یا تېر مهال ارمان اغېز هم کله کله په کې شته دی، وړاندوینې یا راتلونکې زمانه په کې کمه ښکاري، حال دا چې د کلاسیکې دورې شعر تر ډېره د مخاطب او بیا ورسره د مفرد او متکلم فرد له ضمیر سره بیان شوی دی، د حال پر ځای یې د تېر او راتلونکې زمانې سره تړاو موندلی، یوازې خوشحال خان داسې څوک موندلی شو چې د خپل ژوند خبرې یا د هغه مهال د نن خبرې یې زیاتې کړې دي.
لانګ، پارول او شعر
په نولسمه پېړۍ کې دا فکر موجود و، چې پر یوه ژبه د پوهېدو یوازینۍ لار داده، چې د هغې ژبې پر غږیز، شکلي، مانیز او ګرامري بدلون پوه شو. لکه وړاندې چې یادونه وشوه، د تاریخي ژبپوهنې سویسی عالم فردیناند دو سوسور، چې په پوهنتون کې یې د هندو اروپايي ژبو پر تاریخ څېړنه او تدریس کاوه، خو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې نظر بدل شو او خپلو محصلانو ته یې د ژبپوهنې په لکچرونو کې نوې نظریه وړاندې کړه، د تاریخي ژبپوهنې نیمګړتیاوو ته ځير شوو او پر خلاف یې نوې نظریه وړاندې کړه.
دې نظریې ته سټرکچرلېزم وايي چې سوسور یې د ارزښتونو نظام بولي، سټرکچرلېزم (رغښتواله) داسې دروني نظام دی چې د ژبې او ادب په بیروني اړخ کې نه، بلکې په تل کې پټ وي. سو سور وايي چې ژبه د توپیرونو نظام دی، تقابل یې هم یوه بڼه ده او ده هم د تقابل له طبیعي ځانګړنې څخه په خپله تیوري کې ګټه اخیستې ده. ده خپله نظریه د تشریحي ژبې پوهنې په بڼه وړاندې کړه چې د ژبې پر نظام د پوهېدو یوازني لار یې بولي.
دی ژبه دوه ډوله بولې چې یوې ته لانګ او بلې ته پارول وايي. لانګ هغه بالقوه عمومي قاعده منه ژبه ده چې د یوې ژبې د یونکي په ذهن کې موجوده وي او پر بنسټ یې یو ویناوال خبري کوي او څرنګه چې مخاطب هم په خپل ذهن کې لانګ لري، د وینا وال په خبرو پوهېږې.
خبرې یا فردي بالفعل وینا یې بیا پارول ده چې د لانګ پر بنسټ رامنځته کېږي. سو سور لانګ اصل او وینا فرعه ګڼي. لانګ یو پټ سیسټم دی، خو خبرې چې فردیت په کې ښکېل وي او ممکن یوه کلمه یا ان یو غږ د یوې جملې کار ترسره کړي، تنوع لري چې د سو سور په اند تر څېړنه لاندې نه راځي، ځکه چې سیسټمایټکه نه ده او علم یا معرفت سیسټماټیک وي چې په لانګ کې دا ځانګړنه شته ده. سو سور وايي چې کلمې په لانګ کې له یو بل سره توپیر اړیکه لري او ددې اړیکې پر بنسټ یوه کلمه مانا لري او دا توپیر یو نظام جوړوي.
شعر، دال او مدلول
لکه د نښو بحث کې چې یادونه وشوه، د شعر نړۍ پر کلمو ولاړه ده، کلمې نښې دي او د سو سور په اند ژبه د نښو یو نظام دی او ژبپوهنه د نښپوهنې یوه څانګه ده، نښې دوې برخې لري چې یوې ته دال او بلې ته مدلول وايي. نښه یوې پاڼې غوندې ده چې یو مخ یې دال او بل مدلول دی، یو له بل څخه نه جلا کېږي. د نښو بحث کې درې شیان ډېر زیات مهم دی، یو دال، دویم مدلول او درېیم هم مصداق دی. دال د کلمې تلفظ دی، مدلول د یوه شي یا یو څه مفهوم او ذهني تصویر دی او مصداق بیا واقعي شي ته وايي.
د کلمو په اړه تصور دا دی چې شیانو یا مصداقونو ته کتل شوي بیا نومول شوې دي چې د نومونې نظریه ورته وايي، خو سو سور د مدلول او مصداق توپیر کړی دی، دی وايي چې ژبه یو خپلواک نظام دی، په مصداقونو یا واقعي نظام تکیه نه کوي، یاني دال مستقیما مصداق باندې دلایت نه کوي او نه پر مصداق ولاړ دی، بلکې دال پر مدلول دالت کوي او داسې دال د مدلول په لار تېرېږي او په نا مستقیمه توګه مصداق ته اشاره کوي.
شعر، سیمبول او نښه
په ژبه کې داسې مفاهیم هم کم نه دي چې مصداق نه لري لکه کرکه، باور او نور مفاهیم، د مدلول ځای زموږ ذهن دی او یو انتزاعي مفهوم دی چې ګڼ ارزښتي ټوکونه لري. مثلا قلم د چالاکۍ، علم، ځواک او نورې ماناوې لري، چې په مصداق کې نشته
امریکايي نښپوه چارلز پیرس نښې درې ډوله راوړې دي.
۱- هغه چې د دال او مدلول تر منځ یې د ورته والي او مشابهت اړیکه موجوده وي، مثلا د یوه عکس د مشابهت په سبب پر هغه دلالت کوي، چې دې نښو ته ایکن (icons) وايي، په تبلیغاتو او کمپیوټر کې کارېږي.
۲- هغه نښې چې د دال او مدلول تر منځ په کې د علت اړیکه وي چې ګڼې یې طبیعي نښې دي او (index) بلل کېږي لکه لوګی چې پر اور دلالت کوي، برېښنا پر باران او درد پر ناروغۍ دلالت کوي. که ژبه له لفظي محدودیت وباسو او د نښو یوه ټولګه یې وبولو، نو بیا هر شی په نښه اوړي او له موږ سره خبرې کوي. لوګی د اور خبر را کوي او راته وايي چې هلته مه ځئ او ځان وساتئ. باران راته وايي چې پر تناب جامې را ټولې کړئ، د یوه کس په جیب کې قلم راته وايي چې دا سړی لوستی دی او پوهېږي. معاصره ژبپوهنه پر ټولو هغو ژبنیو او نا ژبنیو چېنلونو بحث کوي چې د ژبې پر تولید کې نقش لري. شعر ژبه تولیدي وي.
د سو سور له لیده ژبنۍ نښه یوازې یو شی له یوه نوم سره نه تړي، بلکې یوه مفهوم ته له یوه تصور سره تړاو ورکوي او په ټوله کې د دال او مدلول تر منځ له اړیکې څخه را پیدا شوی کلیت دی. دده له نظره دال یا Significant یو صوتي تصویر او مدلول یا Signify هغه مفهوم دی چې دال ورباندې دلالت کوي.
د نښې مفهوم د سوسور له لیده یوه دوه مخې الګو ده، هغه یادونه کوي چې د نښې دغه دوې وجهې یو له بل سره متقابلې اړیکې لري، خو تر منځ یې یو پر بل کوم مخکې والی نشته. دال له مدلول پرته بې مفهومه کېږي یا په بل عبارت هغه دال چې پر هېڅ کوم مفهوم دلالت ونه کړي، له یوه خاموش یا ګونګي غږ پرته بل څه نه دي او کوم مدلول چې پر وجود یې هېڅ دال (صورت) پیدا نه شي، د موندنې او پېژندنې وړ نه دی.
په حقیقت کې دا شونې نه ده چې د لفظ کومه نښه له معني پرته او معنی له لفظ پرته تشکیل شي. د نوموړي پر وینا دال او مدلول رواني جنبه لري او کوم مادي وجود یې نشته، دواړه د جوهر نه، د صورت بڼې دي، چې دا په حقیقت کې په داسې انتزاعي او ټولنیز نظام پورې اړوندېږي چې سو سور ورته د langue نوم ورکړی دی.
لکه مخکې چې یادونه وشوه ژبنۍ نښه یوازې د یوه شي او نوم خپل منځ اړیکه نه ده، بلکې د یوې صوتي الګو او مفهوم تر منځ اړیکه ده. دا صوتي الګو اصلا د صوت بڼه ده، ځکه چې صوت مادي (فزیکي) دی، حال دا چې صوتي الګو له صوت څخه یوه رواني یا اروايي اخیستنه ده چې د حواسو له لارې موندل کېږي، البته صوتي الګو یوازې هغه مهال مادي بللی شو چې زموږ د حسي موندنو ښکارندوی شي.
له نښې څخه د سو سور په الګو کې هېڅ مصداق ځای نه لري، په دې الګو کې مدلول یو ذهني مفهوم دی. په دا ډول ژبني نظام کې نښې پر څیزونو نه، بلکې پر مفاهیمو دلالت کوي او کله چې د شیانو یا څيزونو په اړه خبرې کوو؛ نو څيزونه د مفهومي مقولو په کچه یو له بل سره اړیکې جوړوي، په دې اساس د سو سور له لیده نښه په کلي ډول غیر مادي ده او دې ټکي ته باید پاملرنه وشي.
اوس پوښتنه داده چې نښه د ژبني نظام په اډانه یا کلیت کې د سو سور له نظره کوم ځای لري؟ د سو سور په باور نښې یوازې د یوه صوري، کلي او انتزاعي واحدونو په حالت کې مانا پیدا کوي. له مانا څخه د هغه اخیستنه په بشپړ ډول رغښتي یا جوړښتي او پر اړیکه ولاړه ده. سو سور نښې د ذاتي یا جوهري ماهیت د بڼې پر بنسټ تعرفوي چې په اصل کې نښې یو بل ته ارجاع کېږي. دی وايي چې د ژبې په نظام کې هر څه پر روابطو پورې تړلي دي، هېڅ داسې کومه نښه نشته چې یوازې پر خپل ځان د تکیې له اړخه دې مانا ورکړي، بلکې ارزښت یې له نورو نښو سره له اړیکو سرچینه اخلي.
سو سور د ارزښت په نامه مفهوم ته اشاره کوي او وايي چې د هرې نښې ارزښت د نظام په دننه د نورو نښو سره د هغه نښې له اړیکې سره تړلی دی. سو سور د ارزښت د مفهوم ښودلو لپاره د شطرنج لوبې مثال ورکوي او وايي چې په شطرنج کې د هرې مرۍ ارزښت په هغه ځای یا موقف پورې تړلی دی چې مرۍ په کې د شطرنج پر تخته د نورو مريو پر وړاندې موقیعت لري او د مریو جنس او شکل د هغو مریو پر ارزښت اغېز نه لري چې هرې مرۍ ته شطرنج لوبې پر انتزاعي نظام کې ور په برخه دی.
نښه د خپلو اجزاوو له ټولګې وړاندې نه ده. سربېره پر دې چې د دلالت پروسه په ښکاره ډول د نښې د دوو برخو تر منځ اړیکه پورې تړلې ده، د نښې ارزښت د نظام په دننه د نورو نښو سره اړیکه ټاکي. په بل عبارت موږ له یوې خوا د نښې دروني اړیکه لرو او له بلې خوا بیا د نظام له نورو نښو سره د نښې د بیرونۍ اړیکې شاهدان یوو.
سو سور وايي: د ارزښت مفهوم څرګندوي چې دا به ستره تېروتنه وي که نښه یوازې غږیز په ځانګړي ډول په مفهوم پورې ځانګړی وبولو، که چېرته نښه ددې ترکیب حاصل وبولو، نو دا مو منفرد تلقي کړی او له هغه نظام څخه مو جلا کړ چې ورسره تړاو لري، یاني په یوه بله بڼه مو منلې ده چې له منفردو نښو پیل وکړو او ددغه نښو د یو ځای کولو له لارې نظام جوړ کړو، په داسې حال کې چې برعکس نظام د یوه کل او واحد په توګه د پیل ټکی دی او دلته ده چې کولی شو د تحلیلي بهیر له لارې جوړونکي اجزا او عناصر ورغوو.
۳- سیمبول: د پیرس له نظره د نښو درېیمه بڼه سیبمول دی چې په شعر کې خورا زیات کارېږي او ډېر ژبپوهان د شعر نا اشنايي او خوږلت د هغو سیمبولونو په سبب ګڼي چې په شعر کې کارېږي.
نوموړی توپیري او تقابلي نښ هم یادوي، سو سور د نښو تر منځ پر توپیر ټینګار لري او له مانا څخه یې اخیستنه (چې د دروني نظام د اړیکو شبکې حاصل دی) هم افتراقي اخیستنه لري. دی په دې اند دی چې ژبه د نقش لرونکي تمایز او تقابل څخه جوړ نظام دی.
د نظام په درون کې یو له بل سره په اړیکه کې د نښو نسبي هویت د رغښتوالې بنسټيز اصل دی او دې ته په پام سره چې پر رغښتوالیزو تحلیلونو کې پر رغښتي اړیکو ډېر ټینګار کېږي، اصل دوه ګوني تقابل یا تضاد ته ورکړل شوی دی، چې سو سور ورڅخه پراخه استفاده کړې ده، لکه مرګ او ژوند، تور او سپین، لاندې باندې او نور…
سوسور په دې باره کې لیکي: مفاهیم په اثباتي او ایجابي بڼه د خپلو محتویاتو په سبب نه تعریفېږي، بلکې په سلبي بڼه او د همغه نظام له نورو اجزاوو سره د تقابل له لارې ارزښت مومي.
ژبنۍ استعارې او شعر
استعاره د شعر بل پراخه کارېدونکی ادبي صنعت دی په معاصره ژبپوهنه، په ځانګړي ډول ادارکي ژبپوهنه استعاره جلا ځای لري. ژبپوهانو چامسکي، لیکاف او جانسن په ژبه کې د استعارو پر ارزښت زیات نظرونه ورکړي دي.
لیکاف او جانسن وايي چې استعارې خپلسرې نه دي او نه ناڅاپي را پیدا شوې دي، بلکې قراردادي وي او په یوه فرهنګ کې له یو بل سره توپیر کوي، خو دا چې د انسانانو عیني تجربې چې په حواسو درک کېږي، لکه حرکت، مکان، تنفس او … همدارنګه انتزاعي تجربې لکه مهال، عواطف او نور ګډ دي، نو په ادراک او ژبه کې یې ورته والی وینو. انسان د دویم ډول انتزاعي تجربو د بیان لپاره له عیني تجربو استفاده کوي، مثلا زمان د مکان پر مټ بیانوي. د انسان د ادراک مهمه ستن استعاره ده.
دا چې استعاره یوازې تر ادبیاتو پورې محدوده نه ده او ان د ژبې لویه برخه په استعارو ولاړه ده، نو موږ ولې دې استعارو ته ځير کېږو نه؟ ځکه چې موږ ورسره عادي شوي یوو یا په ادبي ژبه راته کلیشه شوي دي. لیکاف او جانسن استعارې په درېیو ډلو وېشي.
۱- لوریزي (طرفي) استعارې: هغه استعارې چې د لوري په ورکولو مفاهیم مفهومي کوي. څرنګه چې د انسان بدن په فضا کې واقع دی، نو له فضا نه ماورا مفاهیم له جسم سره په تړاو کې درک کوي. لکه غم او خوښي، ښکلی او بدرنګ، لوړ او ټیټ
۲- وجودي استعارې: هغه استعارې دي چې مفاهیمو ته د عیني شیانو په سترګه ګوري، د مادي شیانو د خصوصیت په مټ وجود ورکوي او بیا یې موږ د جوهر خاوند مادي څيز ګڼو.
ژوند رانه بې حده اوچت شوی دی
قد ورته سعوده زما نه رسي
۳- رغښتي استعاره: هغه استعاره ده چې یو رغښتی مفهوم د بل مفهوم لپاره کاروي.
بریالي ژمنه ماته کړه، هغې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه، زړه یې را مات کړ، لمر پرېوت، لمر ووژل شو او نور…
د استعارې له بڼو یوه هم مکنیه استعاره ده چې شاعر په کې شیان انساني کوي او انساني شخصیت ورکوي. ډېر ډبر زړی یې، د زړه کلکوالی انتزاعي مفهوم دی، د ډبرې په مرسته د ویلو جوګه شوی، خو خوږېدل بیا حسي تجربه ده.
شعر او ادراک
د ادبیاتو په اړه دا خبره ډېره مشهوره ده چې « ادب یوازې تخیل نه دی، د نړۍ په اړه د شاعر ادراک دی»، د شلمې پېړۍ په اتمه لسیزه کې د ژبپوهنې په برخه کې یو نوی علم رامنځته شو چې ادراکي ژبپوهنه ورته وايي. څرنګه چې ادراک یوه اساسي موضوع وه، په ارواپوهنه او فلسفه کې هم مطرح شوه او په دې توګه یو ګډ نوم (ادراکي علوم) ورته وویل شول.
اداري ژبپوهنه دې پوښتنې ته ځواب وايي چې انسان پر ژبه څرنګه پوهېږي؟ په دې لړ کې د انسان هغه وړتیاوې او فعالیتونه را اخلي چې په ادراک او پوهېدا کې کاروي. د انسان د ادراک یوه مهمه وسیله استعاره ده. د لیکاف او جانسن د ادراکي ژبپوهنې په مهم اثر « هغه استعارې چې موږ په ژوند کوو» کې په دې بحث شوی چې د انسان د ادراک لویه برخه استعاره ده. د لیکاف او جانسن په اند، انسان څو عیني مفاهیم د انتزاعي مفاهیمو د مفهومي کولو او پوهېدا وړ ګرځولو لپاره پور کوي. مثلا که دوه مینان خبري کوي، د مینې غوندې انتزاعي مفهوم د سفر د مفهوم په مټ وړاندې کوي. یاني د سفر د مفهومي دایرې توکي د مینې د مفهومي دایرې د توکیو لپاره پوروي:
مینه یو سفر دی
څومره لرې راغلي یوو، اوس بېرته د ستنېدلو امکان نشته
زه او ته په څلور لارې کې واقع یوو
زموږ مینه کوم منزل نه لري
د ادراکي ژبپوهنې له نظره ژبه د انسان د بدن او ذهن تر منځ اړیکه پیدا کوي او استعارې ددې اړیکې مهمې وسیلې دي. انسان په فیزیکي نړۍ کې حسي تجربې کوي. د انسان په ذهن کې دا تجربې له نورو مفاهیمو سره یو ځای کېږي او له دې سره نور مفاهیم ژبه مومي او د درک وړ ګرځي.
زموږ سترګې ماورا بنفش رنګونه نشي لیدای او د جسم دا محدودیت زموږ تجربه را محدودوي، چې بالاخره دا محدودیت په ژبه کې را ښکاره کېږي او دا راته د جسم، ژبې او ذهن تعامل ښيي. د انسان د ادراک یوه لاره عمومیت دی، انسان د جسم محدودې تجربې د انتزاعي مفاهیمو د مفهومي کولو لپاره تعمیموي.
د انسان جسم لوري لري، عیني نړۍ زموږ د حواسو مخې ته پرته ده. انسان انتزاعي مفاهیم هم د استعارو په مټ د درک وړ ګرځوي. یوه انتزاعي مفهوم ته وجود، لوری ورکوي او رغوي یې. مثلا وخت انتزاعي مفهوم دی، انسان وخت ته لوری ورکوي او په دې توګه یې د درک وړ ګرځوي. ماضي ورته تر خپل بدن د شاته څيز او راتلونکې ورته سترګو ته مخامخ ښکاري، ځکه وايي اختر راغی، اختر را نږدې شو. دلته انسان خپل جسم ساکن ساتلی او وخت یې د موټر په څېر روان کړی دی، یو خوځنده شي ته یې داېروي بڼه ( ر روان دی، را نږدې شو، او تېر شو) ورکړې ده. داسې هم کېږي چې کله کله وخت ددې خلاف د غره په څېر ساکن څيز ته ورته کړي او خپل جسم متحرک کړي.
ورځ په ورځ مرګ ته ور نږدې کېږو
ددې پېړۍ په پای کې به مو حالت څنګه وي؟
د لیکاف او جانسن په اند استعارې خپل سرې او ناڅاپي نه وي، بلکې قراردادي وي او په یوه فرهنګ کې له بل سره توپیر لري. خو دا چې د انسانانو عیني تجربې چې په حواسو کې درک کېږي، لکه حرکت، مکان تنفس او … همدا راز انتزاعي تجربې لکه مهال، عواطف او نورو ګډ دي، نو په ادراک او ژبه کې ورته والی وینو. همدا سبب دی چې شاعري عام فهمه شوې ده او هر مخاطب یې د خپل درک له مخې مانا او مفهوم پیدا کولی شي.
انسان د دویم ډول انتزاعي تجربو د بیان لپاره له عیني تجربو څخه استفاده کوي، مثلا مهال د مکان په مټ بیانوي. لیکاف او جانسن د استعارې دوه اړخه یا مفهومي قلمروه را پېژني:
سرچینه: هغه مفهومي دایره چې ویناوال ترې یو مفهوم پوروي
موخه: هغه مفهوم چې ویناوال ورته له سرچینې نه یو څه پوروي
(وینا ژبپوهنه – ۱۴۱ مخ)
که ووایوچې «ویاله بهېږي» دا جمله موږ د یوه بشپړ مفهوم په توګه درک کوو او کومه نیمګړتیا په کې نه احساسوو. د ګشتالت ارواپوهنې له نظره که یوه بڼه داسې وي چې یوه برخه یې پرېوتې یا ورانه شوې وي؛ نو د انسان ذهن په خپل سر هغه بشپړوي او همغه نیمګړی څيز د یوه بشپړ کل په توګه ویني. ددې جملې بشپړه بڼه داسې ده:
په ویاله کې اوبه بهېږي
د هغه د ارواپوهنې له لیده د انسان ادارک په ډلبنډۍ ولاړ دی. انسان په ژبه کې هم مفاهیم د بېلابېلو اړیکو پر بنسټ ډلبندي کوي او په دې ډول یې درک کوي او بیانوي. (وینا ژبپوهنه – ۱۳۲ مخ)
د ادراکي ژبپوهنې له اړخه ځینې لومړنۍ حسي تجربې بنسټي او ابتدايي دي چې انسان یې په ژبه کې پراخوي او د مفاهیمو یو جال جوړوي. په دې مفاهیمو کې انتزاعي مفاهیم هم دي. د انسان جسم لري لکه پاس – لاندې، مخکې – وروسته، ښي – کیڼ چې له دې سره د انسان جسم یو مکان مومي. انسان د خپل همدې مکاني موقعیت په رڼا کې هغو مفاهیمو ته هم ګوري چې عیني نه دي، خو دانسان په ادراک کې د حرکت او سکون یو اساسي مفهوم شته. مثلا دی زمان ته د یوه داسې مکان په سترګه ګوري چې تر ده مخکې، وروسته، پاس او لاندې واقع دی، ځکه وايي چې روژه تېره شوه، مرګ ته ورنږدې شوم، اختر را روان دی.
د انسان ددې مفاهیمو د بیان یوه وسیله استعاره ده. موږ پخوا فکر کاوه چې استعاره، مرسل مجازه او کنایه یوازې د ادب او بلاغي علومو بحث دی، خو لیکاف او جانس ثابته کړه چې د انسان ادراک پر استعاره ولاړه دی. انسان د مفاهیمو د بیان لپاره له دغه درېیو وسیلو نه کار اخلي.
شعر او مانا پوهنه
د مانا پوهنې د نویو تیوریو له مخې په ادراکي ژبپوهنه کې د مانیزو بڼو تیوري هم راځي، چې د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د کادیو ویزیتي په لاس وغوړېده او د کلمو په مانا کې پر درېیو وجهو تکیه کوي.
۱- انګیزه (Motive): هغه محرک ته وايي چې د یوه بیان تر شاه موجود وي او زیاتره وخت ناشعوري وي. مثلا: کله چې ماشومانو ته وایو شوخي مه کوئ، دلته له موږ سره انګیزه د نظم ساتلو، واک او امر چلولو انګیزه وي.
۲- ښکارند(Profile): په پارسي کې ورته نما وايي، د موضوع او انګیزې تر منځ اړیکه ټینګوي، یوه کلمه د بېلابېلو انګیزو په پایله کې ګڼې ماناوې درلودای شي، خو ښکارند ددې ټولو بېلابېلو او متزلزلو ماناګانو تر منځ د ټیکاو او وحدت راوستلو هڅه کوي. مثلا کور کلمه چې کله په بېلابېلو قرینو کې وکارېږي، ګڼې ماناوې پیدا کوي.
۳- موضوع(Theme): انګیزه موضوعیت ته لوری ورکوي او موضوع انګیزې ته ژبنی/ فیزیکي چوکاټ برابروي. انګېزه په بېخ او موضوع پر سطحه ده. موضوع د نحوې برخه ده چې د کلمو په رسۍ د ژبنیو توکیو لاسونه او پښې تړي او مانا یې را ایساروي. مثلا د زړه کور مې وران دی جمله کې یوه صریحه مانا وینو چې د زړه او کور له پیوستون څخه را پیدا شوې ده.
دلته هدف دا دی چې د بېلابېلو دالونو څخه بېشمېره شاعرانه او علمي ماناوې پیدا کولی شو، خو باید مدلولونه یې سره د ګډون امکان ولري او د ادبي او علمي منطق له اصطلاح سره ډېر نېږدې وي. (وینا ژبپوهنه: ۱۸۱ مخ)
شعر او مفهوم
په شعر کې مفاهیم د ساده او مرکبو کلمو شاته پراته دي، په پخوانیو کتابونو کې کلمه یوه بڼه ده، چې تلفظېږي او مانا ددې بڼې ماحصل یا مضمون دی. په لرغوني یونان کې د کلمې او مانا تر منځ تړاو طبیعي ګڼل کېده، خو د شلمې پېړۍ په سرک ې سو سور د ژبنیو نښو په لړ کې د کلمې د بڼې (دال) او مانا ( مدلول=ذهني تصور) تر منځ تړاو خپل سری وباله.
دده په اند دا ټولنیز تړون دی چې د یوه دال او مدلول تر منځ اړیکه جوړوي. د سو سور په اند دال یا د غږونو ټولګه نېغ په نېغه پر یوه مصداق (فیزیکي نړۍ کې موجود څيز) دلالت نه کوي، بلکې دا له ذهنه تېرېږي. په ذهن کې د مصداقونو تصورات را ټول دي، چې مدلول ورته وايي او چې کله موږ د یوه څيز نوم واخلو، دا تصور را ویښ شي. داسې د دال او مدلول او مصداق تر منځ درې اړخیزه اړیکه موجوده ده. یاني د ذهني تصور، مصداق او نښې مثلث.
انسان له هرې پدیدې نه یو مفهوم اخلي او مانیز کوي یې. مثلا لوږه د انسان په دروني حواسو کې راځي، خو چې دا احساس کله بل ته لېږدوي، نو دې احساس ته یوه مانا ورکوي. همداسې ونه یو فزیکي موجود دی، خو دا په انساني ذهن کې د یوه مفهوم په بڼه موجوده ده، ځکه چې د انسان د ادراک په دایره کې ورته څو صفتونه منسوب شوي: له لرګي جوړه وي، وده کوي، څانګې، ښاخونه او پانې کوي، میوه نیسي، خلک یې سیوري ته کیني، ماشومان په کې ټالونه اچوي، سوځول کېږي او د کور جوړولو توکو ورڅخه سازېږي.
شعر او د فعل پروسس
د لندن ژبپوهنیز مکتب مشهور ژبپوه یلمزلف فعل ته د یوه پروسس په سترګه ګوري. دده په اند مانا چې کله له ذهن څخه ژبې ته راځي، له یوه لېږنده حالت (transitivity) څخه تېرېږي. دا لېږد په بېلابېلو پروسسونو کې تر سره کېږي او دا پروسسونه په فعلونو کې ځان ښيي:
۱-مادي پروسس: انسان چې په حواسو کې کومه تجربه کوي، هغه پروسس کېږي او بیا د ماتېدل، تلل، خوړل او په نورو بڼو تکرارېږي. هغه پیاله ماته کړه. دا یو مادي پروسس دی، چې فعال(هغه) ته یې عامل یا کونکی، مفعول (پیالې) ته یې اغېزمن او ماتول ته یې عمل وايي.
۲-ذهني پروسس: مینه، کینه لرل، انتظار کول او نور انتزاعي مفاهیم د ذهني پروسس په پایله کې په ژبه کې را ښکاره کېږي: هغه یې غږ واورېد، دلته هغه (حسګر)، غږ (ښکارنده) او واورېد (ذهني پروسس) دی.
۳-اړیکن: وضعیت او مالکیت ښيي: ول او لرل په فعلونو کې ځان ښيي، د مادي او ذهني پروسسونو تر منځ دي: زه کور لرم
پورتني اصلي پروسسونه دي، خو درې نور فرعي پروسسونه هم شته دي
۱-چلنوال: چې د انسان چلن ښيي: لکه ژړل، خندل، چې د یلمزلف د لېږند مفهوم پر بنسټ غم پروسس شوی او د اوښکو په بڼه د ژړا په چلند کې را ښکاره شوی.
۲-کلامي پروسس: هغه وویل
۳-وجودي پروسس: هغه احمد دی
د پروسس په یوه سر کې مادي او بل کې رابطه يي (اړیکن) دی، په منځ کې یې ذهني دی. چلنوال بیا د مادي او ذهني او کلامي د رابطه يي او ذهني تر منځ دی. وجودي د رابطه يي او مادي تر منځ دی.
پایله
په پایله کې ویلی شو، څنګه چې معاصرې ژبپوهنې د ژبې کارنیزه ساحه خورا پراخه کړې او ګڼو نورو پوهنو ته یې په خپله لمن کې ځای ورکړی، رنګارنګي او ښکلاوې یې ورکړې، د ژبې د کاروونکو لپاره یې د مفاهیمو پر وړاندې هم ذهني او عیني کړکۍ پرانېستې دي، همداسې یې په معاصره شاعرۍ کې هم خورا زیات بدلونونه رامنځته کړي، د شعر ماهیت او مسیر ته یې نوې لارې ټاکلې، ژبه یې د یوه شاعر لپاره پسته او نرمه کړې ده.
ددې تر څنګ یې د شعر د دروني جوړښت او بیروني جوهر په باب هم د اوسني شاعر لپاره د پوهنو یوه غني ټولګه وړاندې کړې ده، ددې تر څنګ بله مهمه خبره دا ده چې د یوه شاعر لپاره یې د هغه د ژبنیو مسوولیتونو یا له ژبې سره د هنري چلند په تړاو هم لارې ټاکلې دي. اړینه ده چې د معاصرې ژبې په رڼا کې یو معاصر شاعر هم د شعري ژبې معاصریت ته پام وکړي او د خپل لوستونکي د پوهاوي کچه او ذوق لوړ کړي.
په دې څېړنه کې پر یادو شوو موضوعاتو یاني د معاصرې ژبې پیل، شعر او مخاطب، لانګ پارول او شعر، شعر دال او مدلول، شعر، سیمبول او نښه، ژبنۍ استعارې او شعر، شعر او ادراک، شعر او مفهوم، شعر او د فعل پروسس سربېره نورې خبرې هم کېدلی شی. د موضوع له لوی والي د مخنیوي په پار هرې څنګزنې موضوع ته د شعر جلا بېلګه نه ده راوړل شوې، خو له شعر سره اشنا لوستونکی دا تړاو په ښه ډول ټینګولی شي.
ماخذونه
- بوداګوف، ر. ا. (۱۳۹۵ لمریز). ادبي ژبې او ژبنیز سبکونه. (د څېړنپوه ډاکټر دولت محمد لودین ژباړه). جلال اباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
- سمون، مصطفی. (۱۴۰۲لمریز). مانا او ادراک. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
- ساپی، اربازخان. (۱۴۰۲لمریز). ژبپوهنه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
- ښکلی، اجمل. (۱۴۰۰ لمریز). وینا ژبپوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
- ښکلی، اجمل. (۱۴۰۱ لمریز). د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتویس خپرندویه ټولنه.
- رحماني، ګل رحمن. (۱۴۰۰ لمریز). تر غبار لاندې چینه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
- کاروان، پیر محمد. (۱۳۹۸ لمریز). نغمه زېږدې زمانې. کابل: د ولسمشرۍ ماڼۍ.
ځواب دلته پرېږدئ