د مارکېز پینځه کلن یادښتونه/ عاقب عمر

2022-12-11
د مارکز د پنځه کلن یادښتونو کتاب ته

دا څو ورځې کېږي چې د لاتینې امریکې تر ټولو مشهور لیکوال «ګابریل ګارسیا مارکېز» پینځه‎‎کلن یادښتونه لولم. دوه کاله مخکې مې د شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني خاطرې او ژوندلیک لوستلی و او فیس‎بوک پرون رایاد کړل چې دوه کاله یې ووتل. یوه ملګري راته لیکلي وو چې خاطرې او ژوندلیک د لویو کسانو خوند کوي. خبره یې بالکل پر ځای وه ځکه د لویو خلکو د ژوند تجربې ډېرې پخې وي او په دېر زحمت لاسته راغلې وي. خو د مارکېز دا خپل یادښتونه دي او خاطرې نه شو ورته ویلی. هو، ځينې شخصي تجربې او خاطرې یې هم په کې بیان کړې دي. کتاب درې‎نیم‎سوه مخه دی. مارکېز دا کتاب له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۴ کلنو پورې لیکلی دی. د کتاب لومړي دوه بحثونه د نوبل جایزې په اړه شوي دي. دی وایي اسپانوی لیکوال خورخه بورخس چې کله دې جایزې ته نوماند و؛ نو په اکثره تلویزوني بحثونو کې یې دا اعتراضونه کړي چې د جایزې داوران او د اکاډمۍ غړي موږ ولې په انتظار وژني او دوې میاشتې مخکې یې اعلانوي او بیا دې چې نوم هم په‎کې نه وي. بورخس دې جایزې ته لس ځله نوماند شوی و. انګلیسي لیکوال سامویل بکت چې کله په ۱۹۶۹م کال کې خبر شو چې د نوبل جایزه یې ګټلې نو ډېر غوسه شو او ویل یې، «خدایه! څه بلا راباندې نازله شوه» کله چې په ۱۹۵۸ کال کې بوریس پاسترناک د نوبل جایزه وګټله، نو له اخیستلو یې ډډه وکړه. ځکه وېرېده چې هسې نه د جایزې له اخیستلو وروسته اجازه ورنه کړي چې هېواد ته داخل شي. بیا په ۱۹۶۵ کال کې چې میخائیل شولوخوف د دې جایزې ګټونکی شو، ټولو هېوادوالو یې غېږه ورته پرانیسته. برعکس، پنځه کاله وروسته چې الکساندر سولژنیتزین چې د شوروي اتحاد د کمونستي رژيم سرسخت مخالف و دا جایزه وګټله، نو شوري اتحاد اعلان وکړ چې دا جایزه یوازې د امپریالیستانو نښانه ده.

  مارکېز وايي چې د تولستوی په ژوند کې لس ځله دا جایزه اعلان شوه او نورو لیکوالانو واخسته او تولستوی په ۱۹۱۰ کال کې له دې نړۍ وکوچېده. د تولستوی په ژوند چې کومو لیکوالانو دا جایزه واخیستله، له هغې ډلې یوازې یو کس دی چې خپل شهرت او نوم یې ساتلی هغه کس رودیارد کېکپلېنګ دی، د نورو هغو هېڅ نوم او نښان نه دی پاتې. خو تولستوی او د هغه تل‎پاتې شهکار جګړه او سوله اوس هم واک چلوي او لا هم نړیوال مینه‎وال لري. د نړۍ ستر او مشهور پنځه تنه لیکوالان د نوبل جایزې پرته د مرګ په خوب ویده شول: هنري جمیز ۱۹۱۶، مارسل پروست ۱۹۲۲، فرانتس کافکا او جوزف کنراد ۱۹۳۶ او راینر ماریا ریلکه په ۱۹۲۶کال کې. په دې وختونو کې نور نابغه لیکوال هم وو لکه جیمز جویس ۱۹۴۱، چې اولیس کتاب یې د ناول لیکنې مېتود ته تغییر ورکړ. د دې جایزې په اړه بله مشهوره خبره دا ده چې هر ګټونکی يې اووه کاله وروسته مري. البته، دا په خلکو کې مشهوره شوې ده. خو ځینې داسې لیکوالان هم شته لکه کېپلېنګ چې په ۴۶ کلنۍ کې یې جایزه وګټله، په ۷۶ کې مړ شو… جالبه دا ده چې ژان پل سارتر هم په دې عقیده و چې دا جایزه تیاره د مرګ وېزه ده. ده دې خبرو ته اهمیت نه ورکاوه خو یو ځل یوه خبریال ترې وپوښتل چې د دې جایزې له اخیستلو مو ولې ډډه وکړه، ده ورته کړل چې ما خپل ژوند وژغوره. بېخي د باور وړ نه ده چې د دې خبرې نه شپږ میاشتې وروسته مړ شو.

په یوه بله خاطره کې لیکي چې د ايټالیا مرکز آرتزو ښار کې، د خپل یوه ملګري میګل اوترو سیلوا لیدلو ته لاړو. دغه ملګري يې په یوې پخوانۍ ماڼۍ کې ژوند کاوه. موږ چې ورتلو؛ نو لاره رانه غلطه شوه او په لاره کې مو له یوې بزګرې ښځې نه پوښتنه وکړه چې پته راکړي. هغه ښځې وروسته له پتې راښوولو پوښتنه رانه وکړه چې شپه هم تېروئ که غواړئ یوازې ورځ تېره کړئ. ما ورته کړه چې نه، یوازې ورځ تېره وو او شپې ته ځان بل ځای ته رسوو. ویل یې ښه ده، ځکه چې هغه ماڼۍ ډېره درنه ده، «ارواوې/پېریان» په‎کې دي. وروسته د لیدلو کتلو زه او مرسدس «مېرمن یې» همدلته د ملګري په ماڼۍ کې پاتې شوو. د شپې موږ په یوه کوټه کې ویده شوو او بچیان مو په‎څنګلوري خونه کې. د شپې ناوخته زنګ وکړنګېده او دوولس بجې یې وښودې او ډېر زر بېرته خوب راباندې غالب شو او ویده شوم. سهار چې راکېناستم که ګورم چې د خپل ملګري په خونه کې یم، وچ حیران شوم او بیا هغه خونه کې چې ملګري مې خپله معشوقه هم په‎کې وژلې وه او د وینو خاپونه لا تر اوسه  پر تخت او دېوالونو ښکارېدل.

د «بې‎ځوابه سوال» تر عنوان لاندې په خاطره کې لیکي: (المانی هانس کنوسپه چې زما د اثارو لوستونکی دی، په یوه یاداښت کې یې راته لیکلي دي: د سل کاله یوازیتوب، د المانۍ نسخې په ۲۳۹ مخ کې مو لیکلي دي چې دویم آئورلیانو به درې درې ورځې وروسته خپلې جامې او کالي د پراکتوس کره د پرېمینځلو لپاره لېږل او دی به یوه نېکر کې ورته منتظر و. زما سوال دا دی چې دویم آئورلیانو به خپل نېکر/شورټ څه وخت بدلاوه او پرېمینځه؟

په دې یادښتونو کې له ډېرو رازونونه پرده اوچته شوې ده،  لکه د «ارنسټ همينګوې» په اړه چې اکثره تاریخ پوهانو یوازې هغه مشهورې پېښې او واقعات رااخیستي او نور یې پرې ايښې دي. د روسي لیکوال «بوریس پاسترناک» په اړه یې ډېرې جالبې خبرې کړې دي چې هغه په تاریخونو کې نه شته او وایي زموږ د دور لیکوالان او هغه خلک پوهېږي چې پاسترناک، په څومره ډک زړه له نړۍ وکوچېده. لیکوال خپلې تجربې لیکلې، په ځانګړي ډول د خپلې لیکوالۍ په اړه چې کوم داستانونه یې په کومه انګېزه ليکلي او کومه رښتنې پېښه یې په کومه کتاب او داستان کې را اخیستې ده. د ژباړې په اړه وایي چې یوه کس ویل چې د کتاب لوستلو تر ټولو غوره لاره، د هغه ژباړل دي. وایي یوه ايټالیايي اصطلاح ده چې: «ژباړن یعنې خیانت کار.» خو دا د ټولو په اړه صدق نه کوي. دی وايي چې داسې ژباړونکي هم شته چې هغه وخت چا نه پېژندل، ځوانان وو لکه: ( ویلیام فاکنر، جان دوس پاسوس، ارنسټ همینګوې او جان شټاین بک) چې اروپایي لیکوالان هم ترې اغېزمن وو لکه: ژان پل سارتر او البرټ کامو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو