له لیکلو وېره/ شفیق امیرزی

2022-08-26
که لیکلو وېره لرئ نو دا لیکنه درسره مرسته

شفیق امیرزی

څه چې زه لیکم ښايي په علم ثابته شوې خبره نه وي خو یوه تجربه هرو مرو ده. په دې لیکنه زه غواړم د هغو محصلینو ځينو اضطرابونو ته د نورو لیکوالانو څو تجربې شریکې کړم، چې دوی د نوې لیکوالۍ پر مهال ورسره مخ دي. له ما سره چې ډیر کله ملګري مخامخ کېږي همدا یوه خبره کوي، چې لیکوالي له کوم ځایه پیل کړم؟ څه وکړم؟ کله چې د لیکوالۍ د پيل لارې ورته وښيې، بیا وايي اوس څه ولیکم؟ دا چې څه ولیکې بېله خبره ده او د انسانانو د فکر او زاویې له بدلون سره سم د څه لیکلو پوښتنې ته هم بېل ځوابونه پيدا کېږي. خو ډیر کله زما ملګري له دې پورته پوښتنو پرته یوه بله ستونزه لري، دوی تل وايي ډارېږم، څه چې لیکم باور ورباندې نه لرم، د خپرولو جرات یې نه کوم.

زه په خپله هم داسې یوه تجربه لرم. کله مې چې د لومړي ځل لپاره له لیکلو سره مینه پيدا شوه ورسره سم زما په ذهن او فکر یوه وېره پیدا شوه. هسې نه چې لیکنه دې خلک خوښه نه کړي. هسې نه چې څوک در پسې ملنډې ووهي یا هسې نه چې په همدې لومړنیو لیکنو کې داسې څه وکړې چې بیا به د تل لپاره لیکل بس کړې. ښايي ډيرې لیکنې مې له همدې وېرې غورځولې وي. خو وروسته مې چې د مشرانو استادانو په تېره د بهرنیو لیکوالو لیکنې په همدې اړه ولوستې پوه شوم چې ډار مې بېځایه و.

نړیوالو ښايي ستونزه له یوې زاویې څېړلې وې. خو راځئ له لیکوالۍ د وېرې مسله له خپلې زاویې وګورو. په نړۍ کې نن لیکوالي په تېره د نثر برخه ډیره پر مخ روانه ده، هره ورځ سلګونه سیمنارونه په دې اړه دایرېږي. لسګونه مقالې په دې اړه لیکل کېږي او په دې ټولو کې د دوی موخه دا ده چې خلکو ته د لیکلو نوې لارې چارې وښيي. د ډیری پرمختللو هېوادونو په وګړو کې لیکل یوه عادي خبره ده. تاسې که د ساینس استاد ته ودرېږئ، یوه سیاستوال ته ودرېږئ، یوه ولسمشر ته ودرېږئ او د یوې ښې مقالې د لیکلو غوښتنه ترې وکړئ یا ورته ووایئ چې د ژوند یوه ښکلې کیسه دې راته ولیکه ښايي ډير ژر یې درته ولیکي؛ ځکه دوی لیکوالي عادي ګڼلې او ورځنۍ چاره یې ده. خو دلته بیا لیکوالي خلکو ته سخته ښودل شوې ده، ځوانان په تېره بیا محصلین وېرول کېږي چې لیکوالي خو سخت کمال دی او زده کول یې د هر چا د وس خبره نه ده.

لیکوالي به هله سخته وی چې مینه دې ورسره نه وی. کله چې ستا له لیکوالۍ سره مینه ده، غواړې په دې پوه شې چې لیکوالي څنګه زده کړم؟ له کومه ځایه یې پیل کړم نو پوه شه چې ستا لپاره لیکوالي سخته نه ده؛ ځکه ستا په ذهن کې د لیکلو لپاره هرو مرو څه شته دي.

د لیکوالۍ مشهور روزونکی امریکایی جیف جاینس وايي لیکوالي جادو نه دی، روحاني او الهامي عمل نه دی، یوازې حرکت وکړئ قلم را واخلئ، یا د لپ تاپ شا ته ورشئ او ټايپ پيل کړئ.

هغه د لیکوالۍ د پيل لپاره ځينې لارې چارې ښودلې دي.

جاینس وايي، لیکوالي له ورځنیو لیکنو پیل کړئ. هره ورځ یوازې ۲۰۰ کلیمې ولیکئ، خو دا شمېره ورځ تر بلې زیاته کړئ. یو وخت کې مې د استاد اسد الله غضنفر په یوه لیکنه کې هم لوستي و، چې ما به کله خپلو شاګردانو ته لیکوالي ښودله نو له دوی به مې غوښتل چې هره ورځ خپله یوه خاطره ولیکې، مهمه نه ده چې خاطره مو نوې ده که زړه، خو لیکل یې مهم دي. په دې توګه تاسې کولی شئ خپل فکر او قلم له یو بل سره آشنا کړئ.

تاسې به ډير کله لیدلي وي چې غواړئ په یوه مجلس کې خبره وکړئ، خو په هغه وخت کې یې په کولو بریالي نشئ. وروسته له ځان سره فکر وکړئ چې دا خبره خو مې داسې کولی شوای درېغه کړې مې وی. علت یې دا دی چې ستاسې ژبه تر اوسه له فکر سره په داسې یوه چاپېریال کې نه ده عادت شوې.

دې ته ورته تاسې فکر کوئ چې دا شی به لیکم، خو همدا چې قلم ته ګوتې ور وړئ هر څه به مو هېر شي. په دې اړه تشویش مه کوئ، فکر وکړئ چې دا شی به لیکم، ټول چوکاټ یې په ذهن کې جوړ کړئ، کېدای شي یو پرګراف په ذهن کې جوړ کړئ اوس نو قلم را واخلئ، که ستاسې پرګراف لس جملې و، نو ښايي تاسې یې د درېیو جملو په لیکلو بریالي شئ؛ همدا ولیکئ په تللو اوو نورو جملو پسې مه ګرځئ. همدا کار سبا هم وکړئ خو دا ځل ښايي تاسې څلور جملې ولیکلی شئ، په دې توګه به مو څلور لیکلې وې او شپږ جملې به مو بایللې وې. خپل تمرین مه هېروئ ورځ په ورځ به ستاسې له لاسه وتلې جملې کمې او لیکلې جملې ډېرې شي. اوس که تاسې لومړئ درې جملې و نه لیکلې عادت به مو شې او همداسې به لیکل پرېږدئ.

لیکوالي داسې یو هنر دی چې په ورځني تمرین پیاوړی کېږي. الفت صیب وايي له څا چې څومره اوبه را وکاږې همدومره یې اوبه ډېرېږې اوبه را ایستل چې له څا بند کړئ څه موده پس به څا وې خو اوبه پکې وچې وي لیکوالي هم ورته یو کار دی.

که غواړئ چې لیکوال شئ نو منفي فکرونه مو له ذهن وباسئ، باور ولرئ چې تاسې لیکل کولئ شئ. بیا هم د جیف جاینس خبره کوم، هغه په خپله یوه مقاله کې لیکلي: (( کله دې چې د لیکوالۍ ډګر ته مټې را بډ وهلې بیا نو ځینې خطرونه په ځان ومنه او باور ولره چې ته لیکوالي کولی شې. که پر ځان باور نه لرې لیکوال به هم نه شې. ته باید په دې پوه شې چې ستا په ذهن کې شته سوژه لیکلو ته اړتیا لري، هغه باید ولیکل شي او په دې توګه خلک له هغه ګټه پورته کړي. هغه څه چې ستا په ذهن کې دي هرو مرو مهم دي، هغه ته د مهم شي په سترګه ګوره، داسې فکر مه کوه چې ښايي خلکو ته تکرار وي، که تکرار هم دي زاویه یې بدله کړه په نوې بڼه یې وړاندې کړه. یوازې په ځان باور ولره، ته کولی شې داسې څه ولیکې چې هغه ډیرو خلکو ته مهم دي.))

په لومړي سر کې ځان له نورو سره مه پرتله کوئ. مه وایئ چې پلانی ستر لیکوال دی نو زه خو د هغه په څير لیکل نه شم کولئ. دا کار ستاسې وړتیا ټکوي او دې ته یې نه پرېږدي چې وده وکړي. باید باور ولرئ چې کولی شئ. وايي (د یوه کار د پیلولو لپاره مهمه نه ده چې عالي وې، مهمه د هغه کار پیل کول دي، په دې توګه وروسته ځان عالي پکې ښودلی شئ.) نو په لومړي سر کې ځان له نورو سره پرتله کول مو ښايي ملا ماته کړي. په لومړي سر کې یوازې ولیکئ پرته له دې چې وډار شئ.

(کیلي مک ګم) د لیکوالۍ تکړه امریکايی روزونکې ده. هغه وايي که تاسې لیکوالي کوئ او په لومړي سر کې د عاليتوب غوښتونکي یی یا له نورو سره ځان پرتله کوئ نو تېروتنه کوئ. تاسې ولیکئ، ولیکئ، بیا هم ولیکئ تر هغه چې عالي شئ. تاسې باور ولرئ چې ډیرو سترو لیکوالانو هم په لومړي سر کې خپلې لیکنې پټې کړې، سوې او یا یې غورځولې دي.

که یې امکان و، تاسې هم خپلې لومړنئ لیکنې مه خپروئ، خو خپل یوه نیږدې ملګري، استاد یا روزونکي ته یې هرو مرو وښيي څو هغه ستاسې تېروتنې درته وښيي. هغه به مرسته درسره وکړي چې په کومو کومو برخو کې بدلون راوستلی شئ. خو یوه شي ته مو پام وي چې ملګری مو تاسې و هڅوي نه دا چې وړتیاوې مو مړې کړي.

ځینې ملګري بیا د خپلې املا یا د جملو د سم والي او ناسموالي په برخه کې ستونزه لري. دا ستونزه دومره جدي نه ده، تاسې خپلې لیکنې داسې کس ته وښيي چې هغه په دې برخه کې مهارت لري هغه به هر څه درته وښيي. بله لاره ده دا چې تاسې ډېره مطالعه وکړئ د نورو لیکوالو لیکنې ولولئ، په دې توګه به مو له یوې خوا حافظه غني شوې وي او له بلې خوا به د متن په سم لیکلو پوه شوي وی، هلته به ووینئ چې یوه لیکوال یوه جمله، یوه کلمه او یا یو فعل څه ډول لیکلی او کارولئ دی نو تاسې یې په هغه بڼه وکاروئ.

یوازې خپل ډار لرې کړئ. لیکل پيل کړئ، هره ورځ لیکل وکړئ تر څنګ یې د نورو لیکوالو د اثارو لوستل مه هېروئ. د جاینس خبره لیکوالي جادو نه دی، هغه یو الهامي یا روحاني عمل نه دی. پورته شئ همدا اوس قلم را واخلئ او لیکل پيل کړئ. په یاد ولرئ چې هېڅوک له تېروتنو خالي نه دي، خو له تېروتنو ډیر ډار به مو د پرمختګ په لار کې خنډ شي. ښايي زما پورته لیکنه ګڼې تېروتنې ولري، خو که د تېروتنو له ډاره ما څه نه وی لیکلي دا لیکنه به نه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو