د کیسو د کرکټرونو نومونه / اسدالله غضنفر

2023-01-22
د کیسه لیکلو مهارت

په واقعي دنیا کې اول په نوزېږي ماشوم نوم ږدول کېږي، بیا د نوم څښتن د خپلې ذهني او جسمي ودې په بهیر کې خاص فکري، اخلاقي او اجتماعي شخصیت پیدا کوي؛ خو د کیسې په دنیا کې لیکوال معمولا داسې چا ته نوم غوره کوي چې په روحي، فکري ، اخلاقي او نورو لحاظونو یو حد ته رسېدلی او د ښه یا بد شخصیت خاوند وي.

 که په واقعي دنیا کې نوم د ماشوم د ټولنې او کورنۍ له غوښتنو سره سم انتخابېږي، په کیسه کې په دې سربېره چې دغو غوښتنو ته پام کېږي، ممکن د کرکټر خوی خصلت، تقدیر او شخصیت ته هم پکې پام وشي. بله دا چې د کیسې نوعیت د کرکټر د نوم په انتخاب اثر پریباسي. په یوه طنزیه کیسه کې لیکوال ممکن د خپل بدخویه کرکټر نوم نیک محمد کېږدي. دغه راز، په یوه کیسه کې چې د ټاکلي زمان او مکان په پولو کې ایساره نه وي، شاید په لوی لاس کرکټرونو ته داسې نومونه انتخاب شي چې نااشنا وي او له خاصې سیمې یا زمانې سره تړاو ونه لري.

 په واقعي دنیا کې د الفبا توري د وګړیو د نومونې لپاره تقریبا رواج نه لري ( ما په پښتنې ټولنه کې  صرف الف خان اورېدلی دی چې زموږ په ادبیاتو کې له خدای او توحید سره تړاو لري.) خو کافکا د خپلو ځینو کیسو د کرکټرونو لپاره د ( ک) نوم غوره کړی دی. مثلا د هغه د ماڼۍ (The Castle) په نوم ناول اصلي کرکټر ( ک ) او د هغه محاکمې (Thrial ) په نوم ناول اصلي کرکټر جوزوف ( ک) نومېږي. دا نومونې د کافکا د کیسو د دنیا په څېر نااشنا او مرموزې دي. په واقعي دنیا کې رمزي نومونه په هغو ځایونو کې استعمالېږي چې رازونه یې باید  پټ وساتل شي، لکه د جاسوسي په ادارو کې . د کافکا د کیسو دنیا هم د جاسوسانو د دنیا په څېر له ویرې، شک او بدګومانۍ ډکه ده. د هغه د کیسو کرکټرونه بې هویته او بې تشخصه وګړي دي او نومونه یې شخصیت ته ورته دي.

 د کرکټر له خوی او تقدیر سره د هغه د نوم د معنا تړاو په ظاهره جذاب معلومېږي خو د دې کار کامیابي هغومره اسانه نه ده، لکه څومره چې اسانه ښکاري. په واقعي ژوند کې چې څوک شریف نومېږي، دغه نوم د هغه د شریفوالي ضمانت نه کوي. لوستونکي له داسې تصادفه خوند نه اخلي چې له لیکوال سره یې د یوه شي د اثبات لپاره مرستندوی احساس کړي. د دې ډول نومونې بل عیب کلیشه والی دی. دا رنګه نومونې د نکلونو له زمانې راهیسې تکرار شوې او د تذکره نګارانو په افسانه ډوله لیکنو کې یې لوستونکي ستومانه کړي دي. پخوانو تذکره لیکونکو به د شاعر د ژوند یا شعر خصایص د هغه له نوم سره تړل او مثلا لیکل به یې : چنانچه از اسمش پیدا و از تخلص اش هویداست…

 له بلې خوا د کیسې د یوه کرکټر د شخصیت د احساسولو لپاره پکار ده چې لوستونکی د هغه د پېژندلو لټون وکړي خو کله چې د کرکټر د نوم معنا د هغه اصلي شخصیت افشا کړي، نو لوستونکي ته د لټون نتیجه په اسانۍ سره ګوتو ته ورشي او له تجسس سره یې دلچسپي کمه شي.

  د دې لپاره چې د کرکټر له خوی یا تقدیر سره د کرکټر د نوم تړاو بېخي شلېدلی نه وي او ذکر شوې ستونزې هم پېښې نه شي، د کیسو لیکوال کولای شي دغو دوو ټکو ته پام وکړي:

 د کیسې د کرکټر لپاره په ټاکل شوې ټولنه کې د هغه د نوم رواج په دومره حد کې وي چې لوستونکی یې نومېدا د کرکټر د نوم د معنا او خوی تر منځ د تړاو په خاطر نه بلکې طبیعي انتخاب وګڼي.

  بله دا چې د کرکټر د نوم د معنا او خوی خصلت ارتباط دې مستقیم یا کامل نه وي. مثلا که په قهرجن سړي قهار نوم کېږدو، دا مستقیم ارتباط دی. حال دا چې که د قادر نوم ورکوو، هم به یې ( قاف ) او ( رې) د قهر له تداعي کولو سره مرسته وکړي او هم به د قادر د قدرت لرونکي معنا زموږ پام قهرجن سړي ته واړوي. زموږ په ټولنه کې قدرت لرونکي هسې هم قهرجن تصور کېږي او سیاست پټکو کولو ته وایو.  د قادر د نوم بل امتیاز دا دی چې په افغانستان کې تر قهار ډېرعام دی، لوستونکی یې طبیعي انتخاب ګڼلی شي.

  یو نوم، هغه اثر ته له پامه پرته چې د خپل څښتن په خاطر یې په لوستونکي اچولی شي، فی نفسه څو ډوله اثر لري:

  نوم موږ ته د کیسې د صحنې ( زماني او مکاني موقعیت، ځایزمان) او د کرکټر د کورنۍ او چاپېریال په باب تصور راکولی شي. جمال، غزیز، جاوید یا زلمی موږ ته اکثره وخت د افغانستان د ښار اوسېدونکي رایادوي. ګلاب، طلامحمد، حسن خان یا الله داد د وطن په کلیو کې ډېر پیدا کېږي. ځونډی، مونجی او کابل خان کوچیاني نومونه دي. لونا ممکن د یوې داسې افغانې نوم وي چې پلار یې د شوروي اتحاد پلوی و. یاسر، بلال یا سمیه ممکن د جهاد په کلونو کې په شمشتو کې زېږېدلي وي. د عبدالباقي پلار شاید نه کوچی وي او نه روشنفکر. جوره قل د میمنې معلومېږي، حسین علي د جاغوري، عبدالخالق د کندهار. جمروز او شمروز د پېښور په کلیو کې دهقاني کوي. بسم الله جان د ملا صاحب لومړی زوی دی. خاتمه د خان صاحب اوومه لور ده. شیرین جانه د مامور صاحب مېرمن ده. شیرین اغا د کابل د یوې اشرافي کورنۍ د یوه بوډا کورنی لقب دی خو شیرین اغا د یو چا نوم هم دی چې اته ویشت کلن دی او په پلخمري کې د  موټر د ټایرونو پنچري نیسي. هغه لیکوال چې د امیر دوست محمد خان د زمانې اوسېدونکی احمد ضیا نوموي، بل کار نه کوي ،خپله کیسه ژوبلوي.

  مونږ دمخه د قادر نوم یو قهرجن سړي ته انتخاب کړ خو شاید د لوستونکي ډېر مهربان دوست قادر ونومېږي او دغه نومېدا ورباندې ښه اثر ونه کړي. دا هم ممکنه ده چې لوستونکی په دې نوم یو قهرجن سړی وپېژني او نومېدا ورباندې ډېره ښه ولګېږي. د نوم د  رنګه اثر،چې د لوستونکي له شخصي ژونده زېږي ، په رامنځ ته کولو یا ختمولو کې لیکوال هیڅ رول نه شي لرلی.

 که چیرې د قهرجن قادر کیسه د افغانستان د څو لسیزو له خونړیو پېښو سره تعلق ولري نو لوستونکي ته ممکن د وینو د روان سیلاب یو عامل یعنې ډګروال قادر وریاد کړي او په دې ډول د نوم مخینه د کیسې په ګټه تمامه شي. البته، که زموږ د کیسې موضوع له تصوف سره اړونده وي، بیا نو د قهرجن کرکټر لپاره د قادر نوم د کیسې په ګټه نه دی، ځکه قادر د خدای نوم دی او بل دا چې تصوف مونږ ته شیخ قادر ګیلاني رایادولی شي چې له قهر سره یې تعلق نشته.

  لیکوال کولای شي د نوم دغسې مخینه چې د مشهورو کسانو له نومونو سره تړاو لري، د کرکټرونو د نومېدا په وخت پام وساتي.

  نومونه د خپل آهنګ او معنا په لحاظ په لوستونکي اثر پریباسي. ما د خپلې یوې کیسې ( په عبدالباقي رستورانت کې) په اصلي کرکټر باندې د عبدالباقي نوم ایښی دی. عبدالباقي یو چاغ کافي والا دی. د ( عب ) د ویلو په وخت له ستوني راوتلې هوا د شونډو د بندېدو په وجه په خوله کې ایسارېږي چې ممکن د خولې د پړسېدلو او چاغ سړي تصور راکړي. د دوهمې ( بې) د ویلو په وخت شونډې دوباره سره ورځي او د قاف په باره کې خو ګومان کوو چې تر خپل ګاونډي یعنې تر کاف غټ توری دی. د پېښور خلک چې قاف نه شي تلفظ کولی، غټ کاف یې بولي. منظور دا چې د عبدالباقي کلمه ممکن د یوه چاغ او پرېړ سړي د تداعي کولو لپاره مفیده وي.

د کیسې عبدالباقي په دخل ناست دی. نور خلک ځي راځي خو دی له خپله ځایه نه خوځي. یعنې د ده نوم ( باقي) او د ده حالت د یو بل ملګرتوب کوي. د دې کیسې نور کرکټرونه یا د فکر و ایدیولوژۍ او خیالي حیثیت په ټالونو زانګي، یا اخلاقي او اجتماعي اقدارو ته اهمیت ورکوي، خو عبدالباقي د فکر، ایدیولوژي او اخلاقو سړی نه دی، دی یوازې ګټه او پیسه پېژني او دا هغه خصلت دی چې په راتلونکو وختونو کې هم ( د کیسې زمان د داوود خان د جمهوریت کلونه دي.) د عبدالباقي باقي والی تضمینوي.

  د کیسې راوي که د رواي او لیدلوري امکاناتو ته پام وکړي( او په کار ده چې ویې کړي.) په نوم ایښودلو کې به یې ډېرو باریکیو ته پام شي. راوي که زموږ د ټولنې نارینه وي، ممکن د پردۍ میرمنې نوم یې نه وي زده او خپل مشر وررر لالا وبولي.

 استاد سعدالدین شپون په خپله یوه کیسه کې چې ( باړه ماما- درې زاړه ماشومان) نومېږي، د کیسې د کرکټرونو نومونه داسې اخلي: ( باړه ماما د تګاوو و. اصلي نوم یې خدازده څه و خو په پشه اي ژبه باړه زلمي ته وایي او جنجه کټي ځوانې ښخې ته. شمایله مړه شوه او ورپسې یې ځوان زوی جمعه خان چې زموږ دهقان و، هم ځوانیمرګ شو.)

 د دې کیسې راوي ( د بنګي غاړې ) د اکثرو کیسو غوندې د ماشوموالي او هلکوانې د وخت خاطرې راته بیانوي. زموږ په کلیوال او ان ښاري کلچر کې هلکان ، سپین ږیري په خپل نوم نه یادوي او په همدې خاطر ضرور نه ده چې هلک دې د سپین ږیري نوم زده وي. بله دا چې باړه ماما په کلي کې خورا بې وسه او بې کسه سړی دی. دغسې کسان چې اهمیت نه ورکول کېږي، د نوم د زده کولو ضرورت یې هم ممکن احساس نه شي. راوي د باړه معنا ځکه زده ده چې د هرې نااشنا کلمې د معنا پوښتنه کېږي. څرنګه چې  کلیوال د داسې کورنۍ پروا نه ساتي نو د کور د ښځو نوم یې هم ممکن واورېدل شي. زموږ په کلیوال کلچر کې د ښځې نوم د هغې د ستر یوه برخه ده. کله چې کلیوال په نس موړ، په تن پټ شي او پوله پټې پیدا کړي، بیا یې ښځه چادري پوښه شي، خو د ډېرو بې وسو او کوچیانو مېرمنې په صحرا او  پټو کې کار کوي، له چا مخ نه پټوي. مطلب دا چې زموږ په کلیواله ټولنه کې اقتصادي قدرت او اجتماعي حیثیت د ښځو د حجاب د زیاتېدا سبب ګرځي او په همدې وجه پوهېږو چې راوي ولې د پردۍ ښځې نوم زده دی او اخلي یې. د باړه ماما زلمی زوی د راوي دوی دهقان و،طبعا هغه په خپل اصلي نوم یادوي.

  د نکلونو شمایله د خونکار پاچا لور او د ماڼیو ښکلې پېغله ده خو د بنګي د غاړې شمایله یوه د پاخه عمر بیوزله ښځه ده. په دغه نومېدا کې یو پټ طنز هم پروت دی چې د بنګي غاړې له طنزي سبک سره سمون خوري. که د شمایلې نوم مثلا رابعه وای نو راوي ( لیکوال ) چې د کلیوالو په خویونو، دودونو او  فکرونو باندې همېشه طنز کوي، د هغې نوم ممکن نه وای اخیستی. شمایله د مرګ په وخت د پاغه عمر ښکاري خو لیکوال یې دخپل طنزي انداز په سلسله کې جنجه کټي بولي. دغه طنز د باړه ماما د نوم په معنا هم کې هم پروت دی.

 په دې ډول وینو چې د ( باړه ماما- درې زاړه شیان ) په روایت کې د یو چا د نوم اخیستل یا نه اخیستل یا بدل نوم ذکرول د یو منطق په اساس شوي دي چې زموږ د ټولنې له واقعیتونو او د کیسې د لیدلوري له غوښتنو سرچینه اخلي. دغسې کامیابه نومېدا د کیسې د اثر په زیاتولو او د ټولنې د پټو اړخونو په معرفي کولو کې برخه لري.

  ځینې لیکوال د خپلې خوښې په کرکټرداسې نوم ږدي چې خپل اولاد ته یې ممکن غوره کړي: وږمه ، زرغونه، موسکا، سپوږمۍ ، میرویس او ایمل په هغو نومونو کې شامل دي چې زموږ د وطن روڼاندي کورنۍ یې خوښوي او څرنګه چې لیکوال هم روڼاندی دی نو د خپلې خوښې په څېرې ممکن دغسې نوم کېږدي، حال دا چې د ده د کیسې اتل به د ننګرهار د خوږیاڼو د یو بزګر زوی وي. دغه بزګر په خپل زوی ولې ګلاجان یا والاجان نوم نه ږدي چې ایمل انتخابوي؟

  د کیسو لیکوال کولای شي چې د خپلو کیسو د څېرو د نومونو فهرست جوړ کړي او وګوري چې د ده نومونې د فن د غوښتنې په اساس شوي که نه دي شوي. د ارواښاد امین افغانپور د ایلبند( د لنډو کیسو ټولګه) د څېرو نومونه دا دي: غمی، لنډک، بنګړۍ، اوږۍ،  شیرین دل، کوکۍ، بادام ګل، زین الدین، انځرګل، زینو، شیرینو، ګل بشره، خمټ، سرلوڅ، ګل میر، شامیر، شېرباز، مامک، پردل،زرکه، شاه اعلم، ښایسته ګل، رحمت اکا، پیرک، زرلښته، یارګل، برات، موسکا، تازه ګل، میرخان، پیرو، پستکۍ، جمدر، شمروز، وږمه، جمالو، سپېلنۍ ، صالح ګل، ځمرک ، لونګین.

 دغه لست ته، چې په بیړه مې استخراج کړی دی او شاید بشپړ نه وي، یوه برسېرنه کتنه راښیي چې عربي کلمې پکې ډېرې لږې دي، حال دا چې زموږ اکثره نومونه د عربي کلمو دي.

 موږ کولای شو د خپلو کیسو د کرکټرونو نومونه په یوه فهرست کې ولیکو او بیا وګورو چې د کومو تمایلاتو ښکار شوي یو.

 په دې بحث کې د فامیلي نومونو، تخلصونو او لقبونو موضوع ته هم اشاره پکار ده. زموږ په ټولنه کې تخلص یا کورنی نوم د تخلص د خاوند یا د کورنۍ د مهموالي نخښه ده. که لیکوال د خپلې کیسې یوه داسې کرکټر ته چې نه د مشهورې کورنۍ او نه د تعلیم یافته کورنۍ غړی دی، تخلص ورکړي، دغه کار یې ممکن طنزي اړخ ولري. د ښار شتمنو کورنیو به یو نیم ځل خپل نوکر ته مثلا د خان لقب ورکاوه چې هم په نوکر پورې وخاندي او هم خاني بې اهمیته کړي، ځکه دوی به د خانانو غوندې پیسې لرلې خو د خانانو دا امتیاز به ورسره نه وو چې په خپل اصل ونسب وویاړي. په ټولنه کې داسې ډېر القاب شته چې اجتماعي واقعیتونه او طبقاتي اختلافونه منعکسوي.

 په نوم کې طنز اکثره وخت لفظي وي، یعنې د اسم د معنا او مسما تر منځ تضاد وي. زموږ په راډیویي، تلویزیوني یا داستاني طنزونو کې ډېر ځله لیدل شوي دي چې مثلا بدرنګی سړی به ښایسته ګل نومېږي. دغه طریقه اسانه ده او کامیاب استعمال یې جدت و ظرافت غواړي. د استاد شپون ( شمایله) د دا رنګه جدت یوه بېلګه ده.

 په یوه لیکنه کې چې سر تر پایه طنز وي، خندوونکي نومونه پروا نه کوي، ځکه لوستکي دا منلې وي چې داسې متن لولي چې مطالب پکې تر عادي حالت خندوونکي دي.

 ځینې لیکوال د کیسې له پیله تر پایه د کرکټر د نوم په ځای ضمیر استعمالوي. دغه کار که خاص دلایل ولري، پروا نه کوي. مثلا که راوي د ځان ذکر کوي، که په کیسه کې یوازې یو کرکټر وي او د نوم ذکرولو ته یې ضرورت احساس نه شي، که د کیسې د نوعیت او یا هغه تفکر غوښتنه وي چې کیسه یې په رڼا کې لیکل کېږي او یا که لیکوال غواړي چې د نوم د نه ذکرولو له لارې کرکټر ته عمومیت وروبخښي او دغه عمومیت ته اړتیا وي، نو ضمیرد زغملو دی او کنه نو اسم تر ضمیر په مراتبو خیال پاروونکی دی، نوم له لوستونکي نه غلطیږي، او نوم له واقعیت سره سمون خوري، یعنې په واقعي ژوند کې چې څوک یادوو، نوم یې اخلو.

  په یو شمیر کیسو کې وینو چې بې ضرورته اول ضمیر راځي، بیا نوم ذکر کېږي. د عبیدالله محک د (زمرده) ناول په پیل کې لولو: ( د ده به سترګې په هغو کې ښخې شوې. ټولو ته به یې په وار وار وکتل او ان د ډېرو سره به سترګې په سترګې شو. خو یوې ورته نه کتل. هغې د غرور نه ورته نه کتل. هغه په نورو کې ډېره مغروره وه. ده داسې فکر کاوه. ده په وارو وارو دا پرېکړه کړې وه چې باید له هغې سره وګوري. په همدې دلیل به په هر ځای کې په دې هڅه کې و چې د هغې سره سترګه په سترګه شي. خو هغه دې کار ته تیاره نه وه. نورو سره یې دا کار په اسانۍ سره کولای شو. هغوی په اسانه په ګوتو هم ورتلې او دا خو د انسان خصلت دی چې په اسانه په ګوتو ورتلونکي شي ته لږ ارزښت ورکوي. څومره چې د یوه شي د لاس ته راوړنې بیه لوړه وي، هغومره یې ارزښت ډېر وي او ده هم هڅه کوله چې هغه قیمت لاس ته راوړي. خو قیمتې لاس نه ورکاوه. له دې چې په نوم یې نه پوهېده نو یې د قیمتې نوم پرې ایښی و. هر چېرې چې به ورسره مخ شو، هڅه یې کوله ورسره سترګه په سترګه شي.خو، خدای مکړه زمردې دا کار نه کاوه.)

 د زمردې د نوم په ځای هغه او هغې ویل، ممکن د لوستونکي زړه په تنګ کړي.  موږ د هغه چا لپاره یوه نوم ته ضرورت لرو چې فکر ورباندې کوو. شاید همدا روحي اړتیا وي چې راوي یو ځای په هغې باندې د ( قیمتې ) نوم ږدي.

 د زمردې ناول لومړی ټوک په اوله کې داسې لیکل شوی و چې له یو کس پرته چې ( لاجورده) نومېده، نورو نوم نه درلود. اصلي څېره یعنې زمرده پکې د هغه او هغې په بڼه یادېدله. دغه ټوک په همدې بڼه ارواښاد استاد روهي لوستی و چې مقدمه ورباندې ولیکي. استاد روهي په دې مقدمه کې لیکلي دي چې د ناول د اصلي څېرې ( زمردې ) لپاره یې په خپل ذهن کې د زمردې نوم ټاکلی و.

 د ارواښاد استاد روهي د سپوږمۍ یا اوسنۍ زمردې د پلار په باب په ناول کې لولو چې لوستی سړی دی، ډ ېر معلومات لري، ډېر شتمن دی، په یوه لوکس ښاري کور کې اوسي، نور اولاد نه لري، ځان ته په لوړ حیثیت قایل دی.

 موږ دا اټکل کولای شو چې د دغسې سړي د لور نوم به د نومونو په هغه ګروپ کې شامل وي چې د سپوږمۍ نوم هم پکې دی. د دې نجلۍ جذاب والی، د خوی خصلت او ذوق استثنایي توب او د خور و ورور نشتوالی ، هغه ټکي دي چې په اسمان کې یې سپوږمۍ ته ورته کوي. سپوږمۍ چې شاعرانو د اسمان پېغله بللې ده، یوازې ده، ښکلې ده، جذابه ده او طلایي رنګ یې د شتمنو نجونو ډېرې طلاوې رایادولای شي.

   په دې ډول پوهېږو چې د استاد روهي په زړه کې د داسې کس لپاره ولې د سپوږمۍ نوم ګرځېده. البته، زمرده هم مناسب انتخاب دی، په تېره بیا دا چې د داسې نوښت امتیاز لري چې منل کېدای شي.

 زه د یوه کیسه لیکوال په توګه دې شي حیران کړی یم چې ښاغلي محک څنګه اول ناول لیکلی دی بیا یې د کرکټرونو لپاره نومونه غوره کړي دي. زما تجربه خو دا ده چې نومونه د خپل خیال پاروونکي او تداعي کوونکي په برکت د کیسې له لیکلو سره مرسته کوي او داسی هم کېدای شي چې تش نوم په لیکوال باندې سلامته کیسه ولیکي. د غلام غوث نوم زه څو ځله د کیسې لیکلو ته چمتو کړی یم. دغه نوم ما هڅوي چې د یوه ساده سړي په باره کې کیسه ولیکم. البته، له ځان سره چې هرڅومره فکر کوم، په تېر ژوند کې مې په دې نوم کوم احمق سړی نه یادېږي خو بیا هم د غلام غوث په نوم کې زما لپاره یو تاثیر پروت دی.

د بشر په بدوي معرفت یعنې اساطیرو کې د یو چا نوم د هغه د رازونو کونجي او د هغه د تسخیرولو وسیله ده. دغه بدوي باور د کوډګرو او تعویذګرو په کارکسب کې تر اوسه پورې ژوندی دی. زه یو کوډګر پیژنم چې په بل چا باندې د جادو کولو لپاره د هغه په خپل نوم سربېره د هغه د مور د نوم تپوس کوي. په کندز کې مې یوه مېرمن پیژندله چې په چم ګاونډ کې یې خپل اصلي نوم ځکه پټ ساته چې جادو ورباندې ونه شي.

 د پوهانو په نظر که بدوي باورونه له شعوره وشړو، په لاشعور کې به پټ شي او د خوبونو او خیالونو په لاره کې بیا هم راسره وي.

 که یوه کیسه د لیکلو په منځ کې په پټه ودرېږي، د هغې د خوځولو یوه لاره دا ده چې لیکوال دې د کرکټرونو نومونه وربدل کړي. د نوم بدلېدا ممکن د لیکوال خیال ته نوې لارې پرانیزي او کیسه یې بشپړه شي.

 دغه بحث به د ډېرو ضمني کرکټرونو د نوم په اړه په څو خبرو پای ته ورسوو. هغه کرکټرونه چې په اصطلاح د سیاهي لشکر کار ورکوي او ډېر ضمني دي، معمولا یې د نوم اخیستلو ته اړتیا نشته. بهتره ده چې د یو لنډ توصیف په بڼه یې ذکر وشي. مثلا: په دې منځ کې یو دنګ توربخون سړی راغی، ویې ویل… دا کار ځکه ښه دی چې په لوستونکي باندې د نومونو د زده کړې فشار کمېږي او بله دا چې د ( دنګ توربخون سړي) کلمې د هغه تر نوم ډېرې روښانې دي. موږ د هغه چا د نوم له زده کولو سره چندان دلچسپي نه لرو چې شتون او نه شتون یې چندان توپیر سره ونه لري. هغه څوک چې له موږ سره په ښاري بس کې سپور دی، د هغه نوم ولې زده کړو. له هغه سره به مو دلچسپي همدومره وي چې  رنګ ته یې یو نظر وګورو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو