ګلاجان او شېرګل، د پښتو داستان اتلان/ عتیق امید

2023-09-09
د پښتو کیسو

کرکټرایزېشن یا کرکټر کښنه د کیسې یو اصل دی. بلکې کرکتر دی چې له فعالیت یې کیسه جوړېږي. کیسه د کرکټر تولید دی چې تر پایه یې پر مخ وړي. دا تولید د دوو یا څو کسو د پېښو له توافق رامنځته کېږي. دا کسان په ګډه يا یو دې بل په مخالفت کیسه پر مخ وړي. البته مخالفت د کیسې یو مهم عنصر دی چې کشمکش او غوټه رامنځته کوي. مخالفت که د انسان په بڼه نه وي د طبیعي پېښو، اسطوروي موجوداتو، کلتوري مجبوریتونو او نورو په بڼه راڅرګندېږي. کیسه ډېر کرکټرونه لري. اتل، بډ اتل، فرعي او یو شمېر نور چې خپلې ځانګړنې لري. د کیسې پیل د یو پېچلي هدف په لور تګ دی چې سپړل غواړي یا غوټه خلاصول دي. یو څوک دا غوټه خلاصوي. دې ته مرکزي کرکټر، اتل یا پروټیګنیسټ وایي. د غوټې خلاصولو بخت ازمویي. کامیابي او ناکامي پېښېږي، ستونزې پیدا کېږي او دا ستونزۍ هواری غواړي؛ چې دې ته پېښې وایي. یو څوک باید اجازه ورنکړي چې اتل په اسانه بریالی شي، په لاره کې یې خنډونه رامنځته کړي او له اتل سره خپل سنګر تود وساتي چې دې ته ضد کرکټر، بډ اتل یا انټګنیسټ وایي. دی د اصلي کرکټر په پرتله کمې ځانګړنې لري خو یو فعال کرکټر وي. یو شمېر نور له دوی سره د پېښو په جوړولو کې مرسته کوي چې فرعي کرکټرونه ورته وایي.

د کرکټرونو خواص په عموم کې یوشان دي. د ټولو ژبو کرکټرونه د کرکټر کښنې عمومي خواص تعقیبوي. خو د کرکټر عمل بیا له یوې ژبې تر بلې توپیر کوي. د ژبو ترشا فرهنګونه پراته دي او د هرې ژبې کرکټر د خپل فرهنګ او کلتور نماینده دی. بېنوایان د ويکورهوګو ناول دی، د ناول مرکزي کرکټر ژان‌والژن نومېږي. شېرمحمد د نصیراحمد احمدي د (یوه خبره درته وکم؟) ناول مرکزي کرکټر دی. دواړه فعال کرکترونه دي، خوځنده دي د کرکټرونو فعالې ځانګړې لري خو ژان والژن د ۱۸مې پېړۍ فرانسه تفسیروي او شېرمحمد د غزني په قره باغ کې د حاکیمې وضعې د ترسیم دنده په غاړه لري. شېرمحمد له خپلې ساده‌ګي سره په فرانسه کې له حلاتو سره مقابله نشي کولی. د کلیسا له کشیش سره به صادقه وي خو د پولیسو افسر ته دوکه نشي ورکولی. او نه ژان والژن ببر، لوڅ سر له تورپېکۍ سره په یوه موټر کې هرات ته تللی شي. ژان والژن باید د شېرمحمد لونګۍ وتړي، کلیوالي حیا ولري، بیا که د قره باغ د یو کور له دالانه یو پاستی مړۍ پته کړي هم څوک یې لس کاله نشي بندي کولی. بلکې په خپله څېره هم که په کلي کې وګرځي خلک به په پاستو، پاستو مړۍ خیرات ورکړي.

کلتوري او ټولنیز مفاهیم له یوې ټولنې تر بلې توپیر کوي. د بېنوایان پیغام درککولی شو، له ژان والژن سره شوې بې عدالتي لیدلی شو، د هغه وخت فرانسه تصور کولی شو خو هغه خوند نشو ترې اخیستلی لکه له تورپېکۍ سره په شوې بې عدالتي، چې دا او شېرمحمد په نیمه شپه منډو ته اړ کوي.

د لیکوال لوستونکي مالوم وي او لیکوال باید د خپلو لوستونکو تبعې ته وګوري. په داستان کې کرکټرونه د لیکوال د ارمانونو د تفسیر لپاره عمل کوي. نو په کار ده چې کرکټر هماغه خواص ولري کوم چې لوستونکي یې غواړي. د لوستونکې په لاس کې چې د کره کتنې قلم او د خوند د اندازې تله ده، نو تر لیکوال دې چارې ته ډېر متوجه دي.

پښتو کیسې له هغه حالته راوتي دي چې زوم باید د واده په شپه مړ شي. عاشق د سپوږمۍ په رڼا کې د معشوقې د کور دیوالونه ننداره کوي. د خان قواره وحشي ده او ملا په حلوا پسې ګرځي. اوسنۍ کیسې ريښتیا غوندېتوب غواړي. د کرکټر نه یو مخ تک تور حالت خوښوي نه تک سپین، بلکې څنګه چې باید وي هماغسې واقع شي.

تر کومه چې ماته مالومه ده په پښتو داستان او ناولونو کې د نصیر احمد احمدي او استاد شپون داستانونه ډېر لوستونکي لري یا یې لوستونکي ډېر خوښوي. د دوی په نورو ځانګړنو سربېره د کامیابي یو لوی لامل عالي کرکټر کښنه ده. موږ چې د کرکټرونو له اعمالو سره توافق کوو نو له کرکټرونو مو غوښتنې هماغسې وي کوم چې موږ یې په واقعي دنیا کې وينو. مثلا: شادګل موږ په خپلو ځانګړونو پېژنو، اوس که په یوه کیسه کې فضايي موجود راشي او شادګل بلې سیارې ته یوسي موږ له شادګل هم په بله سیاره کې هماغه ځانګړنې غواړو کوم چې شادګل یې په دې سیاره کې لري. د هغې سیارې له موجوداتو بیا د ځمکې خواص نه غواړو. دا مثال موږ په جوجو ناول کې ښه پلټلی شو. تواب خپلې ځانګړنې لري او جوجو خپل. د جوجو او تواب پېژندګلوي چې په څه ډول وشوه د لوستونکو له غوښتنې سره سمه وه. په تواب هغه ټول حالات راغلل چې څوک یې باید د یو نابلده مخلوق په لیدو تجربه کړي. داسې د هرې ژبې داستاني کرکټرونه د خپلې ژبې، فرهنګ او ځایزمان له ځانګړنو پیروي کوي.

د پښتو داستان کرکټرونه هم خپلې ځانګړنې لري. چې په لرلو یې لوستونکي په اساني توافق کوي، حالت او تجربې یې درک کوي. دا ځانګړنې د نصیراحمد ‌‌‌احمدي او استاد شپون په ناولونو کې ډېرې دي. ګلاجان د استاد شپون د ((ګټيالي)) ناول مرکزي کرکټر او شېرمحمد د نصیراحمد احمدي د ((یوه خبره درته وکم؟)) ناول مرکزي کرکټر دی. د پښتو داستان اتل ځانګړنې په شېرمحمد او ګلاجان کې شته. ویلی شو چې دوی د پښتو داستان ټيپيک(نمونه‌یي) کرکټرونه دي.

پښتو کرکټرونه کلتوري سټېروټیپ دي. سټیروټيپ د کرکټر منفي ځانګړنه ده او سټېروټيپ هغه کرکټر ته وایي چې خواص یې په اساني تغیر نکوي او دا تر ډېره د فرعي کرکټرونو خواص دي. خو په داستان کې له ټولو کرکټرونو دا غوښتنه ده چې په اساني خپل خواص بدل نکړي. په پښتو داستان کې بیا کرکټر ته دا لازم دی چې په خپلو خواصو د داستان تر پایه پاتې شي. که په یوه کیسه کې یو څوک هره شېبه د ځان سپین ښوولو کوشش وکړي، ځان نېک او صادقه وښيي ممکن دا مثبته ځانګړنه نه وي او سټېروټيپ خاصیت وي. خو شېرمحمد چې تورپېکۍ ته د یوې، یوې افغانۍ حساب ورکوي، د هرې خبرې وضاحت ورکوي نو د هغه خواصو له مخې یې ورکوي چې د قرباغ وضعې په شېرمحمد کې ټوکولي دي. دی د ځان نېک ښوولو په خاطر دا کار نکوي بلکې په دې خاطر چې تورپیکۍ د غله ګومان پرې ونکړي. یا که څوک په خان اباد کې لوی شوی وي، د هغه ځای دود او د وخت تېرېدا یې په زړه کېنستي وي، هغه که امریکا ته ولاړ شي هم نو هلته به یې زړه د کندز شولې غواړي، او د خټکو په کښت پسې به ملا تړي. یو څوک که ډېرې پيسې یو دم ترلاسه کړي نو له خوشالي به اتڼ وکړي، نوی موټر به واخلي او کور به جوړ کړي. خو  پښتون کرکټر باید په خپلو غوښتنو پسې ولاړ شي. د خټکو د کښت او د کندز د کروندې په شوق د رډیو لوبې شل زره ډالرو نه هم تېر شي او نه د دلالانو له غوړه مالي سره سره دا قبوله کړي چې په دې لوبه کې به بزنس شروع کړي او زر به د میلونونو خاوند شي. پښتون کرکټر ته به له هرڅه تېرېدل اسانه وي خو له پښتونولي تېرېدل یې د ناممکن تر حده دي. پښتونولي يې سټېروټيپ خاصیت دی.

د هر کرکټر لپاره دا اړینه ده چې منفعل نه وي. البته اصل کې خو ټول کرکټرونه منفعل دي مګر پېښې یې فعالیت ته اړباسي او له پېښو سره مقابله کرکټر فعالوي چې دا باید هر کرکټر ولري او مثبته ځانګړنه ده. د پېښو ترشا دلایل موجود وي. د پښتو کرکټر د فعالیت لپاره خپلو دلایلو ته اړتیا ده. د یوې بې وسه جینۍ مرستې ته ملاتړل شاید باتوري وي او هر ځوان ورته رامخته شي. خو د شېرمحمد مرسته له تورپېکۍ سره د خپلو دلایلو له مخې ده. شېرمحمد یو دم په ځان کې متمدنه خواص نه پیدا کوي بلکې ده ته خپله له پردۍ ښځې سره یوازې لیدل کفر ښکاري. اوس هغه دلایلو ته اړتیا ده چې د شېرمحمد له ټولنې پیروي وکړي او شېرمحمد مثبت فعالیت ته هم تیار کړي. په بې کسي او بې وسي کې هرات ته د تورپېکۍ رسولو ذمه واري واخلي.

د مینې سرښندنه په ټولو فرهنګونو کې په لږ و ډېر توپیر هماغسې ده. خو په پښتني ټولنه کې د مینې په سرښندنه سربېره مينه کول – چې د جرم په سترګه ورته کتل کېږي- هم سرښندنه ده. پښتون کرکټر د مینې د ډګر  په دوو سنګرونو کې جنګېږي. یو مینه کول، دویم د مینې لاسته راوړل. پښتون کرکټر د معشوقې لاسته راوړل هم باید د پښتو له اصولو تېر شي. لومړی جرګې وشي، د جینکۍ په کور کېني، وروسته له هغه نورې لارې چارې ولټوي. ګلاجان او روهیلی په امریکا کې سره مینېږي. د دوی لپاره هلته هیڅ خنډ نشته، مګر بیا هم دوی باید پښتو وکړي. ګلاجان افغانستان ته په روهیلۍ پسې راځي. له پیسو تېرېږي، کوچیانو سره سفرونه کوي، جرګې کوي، له روسانو سره جنګېږي او بلاخره مرګ ته غاړه ورکوي چې روهیلۍ خپله کړي.

ښه کرکټرونه ټول جامع یا رونډ کرکټرونه دي. جامع کرکترونه هغه دي چې د یو واقعي انسان خواص ولري. منفي او مثبت دواړه خواوې لري. دا حالت باید په کرکټر کې په طبیعي ډول درک شي. په لوی لاس په کرکټر کې ښه او بد پیدا کول مصنوعيتوب دی. شېرمحمد او ګلاجان له مصنوعيتوب وتلي دي. د دوی خواص د دوی له طبیعته درک کېږي. شېرمحمد لومړی له مړې پیسې پټوي، د سرو زرو ګوته ترې اخلي. دا یې منفي خوی دی. خو د تورپېکۍ ژغورلو په خاطر ځان بلا ته ورکول مثبت خوی دی. جامع کرکټر په اړه وړاندوینه نشته، پېچلي وي او دا نشي درک کېدای چې دی به څه کوي. باید کیسې ته انتظار وباسې. د داستان تر وروستي وخته د شېرمحمد او ګلاجان په اړه نظر نشي ورکول کیدای چې دوی به اوس څه کوي باید پېښه په پېښه پسې ولاړ شې چې ځان حل ته ورسوې.

د پښتو داستان اتل بدلون باید د خپلو دلایلو په اساس وي. شېرمحمد د داستان په پای کې تورپېکۍ په غېږ کې نیسي. د ناول په بهیر کې د شېرمحمد په اړه داسې پرېکړه کول غیر منطقي ده. شېرمحمد ښه انسان دی، که یو دم یې په زړه کې ورتېره شي او تورپېکۍ په غېږ کې ونیسي، لوستونکي يې نه مني. که لیکوال ووایي چې د خدای پاماني پرمهال شېرمحمد تورپېکۍ په غېږ کې ونیوله د باور وړ نده. خو د شېرمحمد اوږده جریان د ده ښه والی ثابت کړ. تورپېکۍ تر ده زړوره ده، شېرمحمد د تورپېکۍ په نوم بدنام شو، تورپېکۍ هم بې کسه ده او د شېرمحمد هم له دې وروسته په ټولنه کې بې کسي ته ورمخه ده. ځکه تور پېکۍ په ده پسې منډه راخلي او په ټټر یې سر ږدي.

هر داستان د پېښېدو خپله ځمکه لري. د پښتو داستان په صحنو کې موږ د هغو پېښو په تمه یو چې داستان پښتني کړي. کرکټرونه چې پېښې رامنځته کوي، نو د پښتو داستان اتل باید داسې عمل وکړي چې د داستان ځمکه پښتني کړي. د یوه خبره درته وکړم ناول په یوه برخه لولو:

«شېرمحمد وویل:

جومات ته ځم.

سړي غولي ته کتل. شېرمحمد تبر ور واخیست ولاړ شو. سړی یې یو دم مخې ته ودرېد، په خندا یې وویل:

ـ چېرته؟

ـ جومات ته.

سړي وخندل، دوه مخکیني غاښونه یې د سرو زرو ول، په خندا کې یې وویل:

کېنه زوروره! پښتانه یو. په دې ماښام کې خو څوک د دښمن له کوره هم نه ځي.»

د افغانستان په جنوبي ولایاتو کې مسافر د کليو په جوماتونو کې شپه کوي. لوستونکی پوهېږي چې داستان په کومه ځمکه واقع دی. په ماښام د پښتون له کوره په نه تګ داستان پښتني کېږي.

کرکټرونه باید پښتني متره ولري. د کرکټر عامې ځانګړنې درک کولی شو. خو لیکوال باید په کرکټر کې هغه ځانګړنې وپنځوي چې له امله یې یو څوک پښتون معریفي کېدلی شي. د پښتون خوی او کلتور بارزې ځانګړنې باید په کرکټر کې پیدا شي. د پښتني مترې تر ټولو ډېر مثالونه او ځانګړنې په ګلاجان کې پیدا کولی شو. که یو پښتون په امریکا کې اوسي او خپل کلي ته په چکر راشي جومات ته د تلو په وخت کې باید خولۍ په سر کړي. شېرمحمد له تورپېکۍ سره په مرسته کې یوازې له دې ډارېږي چې مور او کلیوال یې له جینکۍ سره ونه ویني. ګلاجان په امریکا کې له خپلو خویونو نه اوړي او د راوي په خبره:« د ګلاجان پورې د امریکا جامه داسې ناشولته ښکارېده لکه د ښځې پورې ږیره.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو