اوسنی او پخوانی ادب

2022-07-22
د کابل بحثونو کړۍ په دې غونډه کې د پخواني‌ او اوسني ادب پر توپیرونو بحث شوی دی. وخت: ۵

وړاندې کوونکی: پوهنیار ضیاألاسلام شیراني

خپروندوی: (KDC)

کابل د بحثونو کړۍ دا ځل پر پخواني او اوسني‌ ادب او د دې دواړو وختونو د ادبیاتو ترمنځ پر توپیرونو او ورته والي بحث وکړ. په دې غونډه کې لومړی د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار ضیاألاسلام شیراني کنفرانس ورکړ او تر هغه وروسته د بحث غړو ددې مهمې موضوع پر بېلو اړخونو رڼا واچوله. هغه وویل چې پخوانی ادب تر ډېره پر اخلاقي مسایلو راڅرخېده او داسې مسایل یې رانغاړل چې نن سبا تر ډېره له ادبي دود لوېدلي‌ دي. هغه په دې برخه کې د تشبهیاتو، فورمونو، مفکورو،‌ باورونو او نورو دې ته ورته بدلونونو بېلګې راوړې.

استاد شیراني‌ د خپلو خبرو په پيل کې وویل:

په لویدیځ کې د نوي والي له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنی دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهانشموله تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې په طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان  د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې د پخواني او اوسني ادب ترمنځ  پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو پخواني او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو.

د پښتو ادب څېړونکي او مورخان ددې ژبې دمعاصر ادب پيل، افغاني خاورو ته دشلمې پيړۍ په لومړيو دوو لسيزو کې داروپايي تمدن د اغیزو له رارسيدو سره همزمانه بللى دى. موږ د پښتو ادبیاتو لرغونې او منځنۍ دروې د معاصرې دورې په مقابل کې د پښتو پخواني ادبیات بولو. د پښتو پخواني ادبیات له اوسنیو ادبیاتو سره د محتوا او فورم له اړخه توپیر لري.

محتوا: پښتو پخواني ادبیات د محتوا له اړخه له اوسنیو ادبیاتو سره  په مختلفو برخو کې توپیرونه لري، په پخواني ادب کې د انسانانو ترمنځ جنسیتي، قومي، نژادي… تبعیضونه له ورایه ښکاري، په پخواني ادب کې تر ډېره مذهب او دین د شعر او ادب په محور کې وو، په پخواني ادب کې اخلاقي مفکورې د فردي ژغورنې پر اساس وې، په پخواني ادب کې له حیواناتو او ځناورو سره د انسان تشبیه کول یوه عادي خبره وه، په پخواني ادب کې انسان په دې نړۍ کې د بهترۍ هیله نه درلوده، د ډېرو مسایلو په اړه به یې صبر و قناعت کاوه، د عزت او رښتیني صبر په موخه یې د خپل نفس ځپل اړین ګڼل او دې ورته ګڼ نور موارد وو چې د پښتو پخواني ادب محتوا یې د اوسني ادب له محتوا څخه بېله کړې وه.

تر دې بحث وروسته د پښتو څانګې استاد محب الله ترابي وویل چې ځينې توکي په ادبي پنځونو کې‌ پر خپل ځای وي‌ او دا یې یو ادبي‌ دود رامنځ‌ ته کړی وي. هغه د بېلګې په توګه وویل چې که څوک د زمري‌ کلمه د مشبه به لپاره کاروي نو د ادبي دود له مخې موخه یې زړه ورتیا او واکمني ده. نو په وینا یې ډېر کله په دې ادبي دود کې بدلون نه راځي خو که ادبي دود بدل شي او پنځګر له دود بهر تشبهیات او استعارې وکاروي نو پوهېدل ورباندې ګرانېږي.

استاد یحی همای بیا وویل چې د ادبي‌ دود ماتولو ته اړتیا ده، ځکه به ادبي پنځونو کې د ادبي دود په نامه ډېر داسې موارد راځي چې هغه نور په ټولنه کې له کاره لوېدلي دي‌ او بحث ورباندې اړین نه دی.

ورپسې دوکتور اجمل ښکلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې پخوانی ادب له اوسني ادب سره په ډېرو برخو کې توپیر لري. هغه ګڼ مثالونه وړاندې کړل او په دې اړه یې پراخ بحث وکړ.

هغه وویل پخوانیو پنځوونکو ځینې باورونه درلودل چې اوس هغه باورونه له منځه تللي‌ دي. د بېلګې په توګه دوی پر فلک، پر کوه قاف او ځینو نورو داسې څېزونو باور درلود چې نن سبا هغه د خلکو له پامه لوېدلي‌ دي.

تشبیهات نور هغه موارد دي چې د پخوا په پرتله بدل شوي‌ دي. پخوا یو دود و، چې ښکلا به یا په ترکه کې وه یا د کوه قاف ښاپېرۍ کې خو اوس دا تشبهیات تر ډېره څوک نه کاروي. دوی پر دنیا ډېر تمرکز نه کاوه بلکې ټول سرو کار یې له اخروي‌ چارو سره و، خو اوسنۍ پنځونه تر ډېره پر پرمختګ او په دنیا کې پر فعالیت متمرکزه ده. استاد دا خبره هم وکړه چې پخواني پنځګر‌ د پرمختګ دومره شوقیان نه وو او د تحول په مقابل کې درېدل خو اوسني بیا پرمختګ هم ستایي او په پنځونو کې لار ورته برابروي. دوکتور ښکلي‌ دغه راز زیاته کړه، پخوانۍ ټولنه ولاړه ټولنه بلل کېده چې تر ډېره د راتلونکې لپاره پکې فعالیت نه لیدل کېده خو اوسنی بیا فعال هغه دی چې حرکت پکې موجود دی.

پخوانۍ ټولنه ماضي پالې وه تر ډېره به یې د ماضی فکر کاوه او اوسنۍ ټولنه او پنځونه بیا تر ډېره د راتلونکې خبره کوي. نوې خبرې پکې وي او راتلونکې ته هیلې لري. استاد ښکلي‌ د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د امېر شېرعلي‌ خان له دورې وروسته په ادبي‌ پنځوونو کې بدلون راغی، نوي‌ تشبهیات راغلل،‌ معاصر علوم راغلل او له نړۍ سره د پښتو ادب اړیکې پیدا شوې نو ځکه په ادب کې هم یو تحرک رامنځ‌ ته شو.

ګڼو نورو استادانو هم خپل نظرونه شریک کړ،‌ خو د پخواني‌ او اوسني‌ ادب د توپيرونو په اړه به بشپړه لیکنه استاد ضياألاسلام شیرانی ولیکي چې د همدې پاڼې له لارې به خپره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو