د ژوند استعاري اړخونه/ مصطفی سمون
موږ استعارې په الفاظو کې استعمالوو؛ خو مانا ته مو فکر نه وي، چې د څه په اړه خبرې کوو. انساني ژوند له استعارو ډک دی، هر لوري ته ورسره مخ کېږي. دا ځکه چې استعارې زموږ له ژوند سره تړلې دي؛ نو خلاصون هم ترې سخت دی. دا داسې مفاهیم دي چې ژوند ورسره کوو.
استعاره د ډېرو له نظره د شاعرانه تخیل ابزار او د بلاغي علومو ارایش دی. د غیرې عادي ژبې موضوع ده، نه د عادي او ورځنۍ ژبې. استعاره یوازې عادي او غيرعادي ژبه نه بېلوي، یعنې کلمې ورباندې تعبیرېږي، دا د تفکر او ذهني چلن ډول نه دی. په همدې دلیل ډېر خلک فکر کوي، چې له استعارې پرته هم کولای شي د ژوند چارې پرمخ بوزي. مګر برعکس موږ وینو، چې استعارې یوازې زموږ پر ورځني ژوند نه بلکې په ژبه، تفکر او عمل باندې واکمنې دي. د عادي مفهومي نظام د ماهیت، چې زموږ تفکر او عمل ترې څرګندېږي، بنسټ استعاره ده.
د استعارې جوهر پر یوه شي پوهېدل دي او تجربه بيا پر بل شي او بل ډول باندې. مثلاً:
د پیسو وخت دی.
دلته وخت یو محدوده سرچینه ده، وخت یو ارزښتناک څیز دی. دا ټول استعاري مفاهیم دي. په دې دلیل استعارې دي، چې موږ ورځنۍ تجربې له پیسو، له محدودو سرچینو او ارزښتناکو څیزونو سره د وخت له مفاهیمو سره کاروو. دا کړنلاره د وخت د مفهوم جوړونې لازمي لار نه ده. بلکې زموږ له فرهنگ سره تړاو لري، داسې فرهنگونه شته، چې په هغه کې وخت هېڅ داسې شی نه دی.
مفهومي استعاره څه ده؟
مفهومي استعاره یوه ذهني چاره ده او دا ټولې ذهني چارې په ژبه کې نه څرگندېږي، بلکې په فرهنگ، هنر ادابو، رسومو او نښو کې رابرسېره کېږي.
استعارې د ابزارو په توگه د دوو مختلفو مفکورو ترمنځ د اړیکې عمل ترسره کوي. ژبپوهان غواړي د استعارو هغه کړنې پيدا کړي، چې د ذهن له لارې په ژبه کې څرگندېږي. هغوی شته بېلگې را اخلي، په مفهومي جوړښت، لغتونو او استعاري عبارتونو کې يې گوري او بيا د يوه لوري په توگه مفهومي ذهني استعارې تحلیلوي.
په جاپاني فرهنگ کې یوه ذهني استعاره ده، چې وایي (ښه، دروند دی!) دغه ذهني استعاره جاپانیان د ډالۍ ورکولو په مراسمو کې کاروي. په همدې اساس جاپانیان هغه ډالۍ چې زیات وزن ولري، د قدر وړ بولي.
استعاره او فرهنگي انسجام
ارزښتونو زموږ په فرهنگ کې جرړې ځغلولې دي. مثلاً: «راتلونکی به ښه وي.» په دې جمله کې د پرمختگ مفهوم پروت دی. «په راتلونکي کې به ډېر وي.» دا د ځانگړو حالاتو لپاره د کارېدونکو وسايلو د زياتېدو او د ورکړې زیاتوالی راښيي. «ستاسو مقام باید په راتلونکي کې لوړ وي.» په دې خبرې سره يو چا ته د ځای پیدا کول ښوول کېږي، چې دغسې موارد په فضایي استعارو سره همغږي دي، د هغو متضاد نه دي. دلته گورو، چې زموږ ارزښتونه خپلواک نه دي؛ نو د يوه منسجم نظام جوړول له استعاري مفهومونو پرته ناشوني دي. موږ دا ادعا نه کوو، چې ټول فرهنگي ارزښتونه له استعاري نظام سره همغږي دي. خو دومره وایو، کوم څه چې موجود او په فرهنگ کې يې جرړه شته، له استعاري نظام سره جوړجاړی لري.
استعاره او کنایه دوې بېلې پروسې دي. استعاره اصولاً د بل څیز په وسیله پر یوه څیز پوهېدل دي او عمده نقش يې پوهېدل دي؛ خو کنایه بیا ارجاعي او اشاري نقش لري. یعنې دا امکان برابروي، چې له یوه شته څيز څخه د بل پر ځای گټه واخلو؛ خو دې ته هم پام پکار دی چې کنایه یوازې او يوازې ارجاعي ابزار نه دي، بلکې پوهولو ته د اماده کولو نقش هم دنده پکې لري (لیکاف و جانسون، ۱۳۹۹: ۳۴).
څنگه زموږ مفهومي نظام ریښیز کېدای شي؟
موږ وايو، چې زموږ عادي مفهومي نظام ډېر استعاري دی، یعنې ډېری مفاهيم په نسبي ډول د نورو مفاهيمو په وسیله پوهول کېږي. دغه خبره د ریښیز مفهومي نظام په اړه مهمه پوښتنه مطرح کوي. ایا په ټولیزه توگه داسې مفاهيم شته چې له استعارې پرته ورباندې پوه شو؟ که نه موږ څنگه کولای شو، چې یو څیز درک کړو؟
د هغو مفاهيمو د ټاکنې لپاره چې مستقیم ورباندې پوهېږو، ساده مکاني مفاهيم لکه پورته مو چې ياد کړل، زموږ فضایي تجربې دي. موږ ټول د بدنونو څښتنان یو او سیده نېغ ودرېږو. تقریباً زموږ هر حرکت يوې حرکتي برنامې ته اړ دی، چې د بدن پاسنۍ او ښکتنۍ برخه مو کږوي راکږوي، اړوي را اړوي او یا مو بدن سيده او نېغ ساتي.
ژبه او استعاره
زموږ ژبه استعاري ده او بې استعارې ژبه نه لرو. یعنې له استعارې سره یوه ژبه رامنځته کېږي، اصلاً د «ژبې» نومونه په خپله یوه استعاره ده، مگر لکه څنگه مو چې وويل، په ادبیاتو کې رسمي ښودل دغسې دي، چې څیزونه، ادوات او معاني یو حقیقي نوم لري او دغه نوم کله کله د مناسبت په خاطر پر بل څیز هم اطلاقېږي، مگر استعاره یوازې یو ادبي صنعت نه دی، بلکې ژبه په خپل ذات کې استعاري ده. د دغې مانا پوهېدنه په دې خاطر ستونزمنه شوې ده، چې منطق چې د فکر قانون دی، استعاري ژبه د دقیقې او منطقي ژبې په توگه نه پېژني. ځکه په منطق او استدلال کې باید الفاظ دقیقه او معینه مانا ولري او مخاطب پر دې وپوهېږي، چې د لفظ مراد څه دی؟ الفاظ او احکام باید مصداق او بدیل ولري. معتبر احکام په منطق کې هم خبري احکام دي، چې د تصدیق او دروغ گڼلو وړ دي، منطق له خبري احکامو سره سروکار لري، خبري احکام هغه احکام دي، چې سم دي یا ناسم دي. د خبري احکامو پر وړاندې انشایي احکام راتلای شي، چې په سم صفت او نیمه ناسم نه بېلېږي. د شعر ژبه که حتا په ظاهر کې خبري ژبه هم وي، انشایي ده.
که استعاري ژبه نه وای؛ نو شعر به هم نه و، نه پوهېږو که شعر نه و، ډېر څیزونه به نه و. د شعر صورت کله په څرګند ډول انشایي وي او کله د خبر په ډول بیانېږي.
دیدی دلا که اخر پیری و زهد و علم
با من چه کرد دیده معشوقه باز من
ایا دغه حکم د وصف الحال د خبر ظاهري او که واقعي گزارش دی؟ که څوک هغه د شاعر د حال توصيف وبولي، دا به په اټکلي توگه وایي، چې حافظ دروغ ویلي دي. مگر دروغ سم تعبیر نه دی، خصوصاً هغه وخت چې دروغ په قصدي توگه وویل شي. کله چې حافظ وویل( نړۍ زړه ده او له دغه بې بنیاده فرهاد کُش څخه فریاد) دروغ یي ویلي دي. که څه هم بلاغت پوهان د شعر په اړه وایي «احسنهُ اکذبهُ» (ښکلی یې هغه دی، چې دروغ وي) مراد یې دا دی چې په ښه شعر کې استعاره برلاسې وي. شعر له استعارې پرته مانا نه لري، مگر استعاره شعر ته یوازې نه ده ځانگړې شوې، بلکې په خپل ذات کې ژبه ده. ژبه په اصل او پیل کې استعاره ده، له وچوالي او مفهومي کېدو سره استعاره ده، چې رسمي ژبه منځته راځي. ژبه له استعارې پرته مفهومي، وچه او ناقصه ده. ژبه په اصل او پیل کې استعاري ده او هنري نه ده. ژبه بايد داسې څه جوړ کړي، چې د الفاظو په مانا کې یې هیڅ شک نه وي، لومړی دغه ډول جوړښت د عملي ژبې نه دی او که وي هم پایله به یې د ژبې نابودي وي. (اردکاني،۱۳۹۳: ۱۳)
استعارې له یوې کلمې او عبارت څخه نه رغېږي، بلکې د لیکاف په تعبیر، استعاره د هستۍ پېژندنې او معرفت پېژندنې له شباهت څخه د دوو حوزو د مبدا او مقصد ترمنځ رامنځته کېږي. پر دې بنسټ استعاره له ژبې سره اړیکه نه لري، بلکې د بشر په فکر پورې اړه لري. د ژبې نقش په دې برخه کې دویم دی او شباهت لومړی نقش لري.
د عواطفو استعارې
د عواطفو علمي مطالعې خصوصاً د ژبې او عواطفو اړیکې ته په یویشتمه پېړۍ کې ځانگړې توجه وشوه. په اداراکي پوهه او ادراکي ژبپوهنه کې د عواطفو مطالعه هم نوي څېړنیز موضوعات دي.
د عواطفو د مطالعې نوي اړخونه هم په دې موضوع پورې اړه لري، چې فرهنگ زموږ پر عواطفو اغېزه کولای شي او همدارنگه د هغو کسانو عواطف او احساسات چې په یوه فرهنگ کې ژوند کوي له هغه فرهنگه اغېزمنېږي. د بېلگې په توگه د یو فرهنگ غم او ښادي له بل سره توپیر کوي. د ودې ارواپوهنې وښودله، چې عواطف د اړیکو نیولو بنسټ دی. د بشر د اړیکو پرمختللی ډول د ژبې په قالب کې چمتو کېدای شي. په همدې دلیل ویلای شو، چې عواطف د ژبې د بڼې بنسټ او پراختیا ده. همدغه ټکی د دې لامل شو، چې د ژبپوهنې په حوزه کې د عواطفو ماناپوهنه رامنځته شي، چې په مرکز کې يې د عواطفو استعارې دي.( ازیتا افراشي، ۱۳۹۷: ۴۰)
د سېمبول نقش
سېمبولونه گڼ نقشونه او دندې لري، ځینو ته لنډه اشاره کوو.
۱: سېمبول د جز په مرسته یو کل تصویروي.
۲: د سېمبول له لارې د حس او تجربې له نړۍ ورپورېخوا، یوې ناپېژندل شوې دروني نړۍ ته رسېدلای شو.
۳: سېمبول د یوې ځانگړې مانا او مدلول ځایناستی نه وي.
۴: په کلاسیکو تصویرونو کې احساس تشرېح کېږي او رومانتیک تصويرونه احساس او عاطفه راانتقالوي؛ خو سېمبول بيا احساس او عاطفه د لوستونکي او اورېدونکي له درونه راوباسي.
۵: سېمبول د خوروورو او متناقضو افکارو د تمرکز نقطه ده.
استعاره او سېمبول:
سېمبول یو مجازي تصویر دی، چې تر خپل ځان ورهاخوا پر بل څه شي هم دلالت کوي، په همدې سبب له استعارې سره مشابهت لري؛ خو سېمبول او استعاره وبله گڼ توپیرونه لري.
استعاره: د یوې کلمې ځایناستې ده.
سېمبول: د یوه فکر ځایناستې دی.
استعاره: لنډه شوې تشبېه ده.
سېمبول: د مفاهيمو او تصوراتو منشاء وي.
استعاره: له خپل ځایناستي او علاقې سره تړلې ده.
سېمبول: ازاد تصویر دی او په ازاد ډول کار کوي.
استعاره: د یوه خارجي مفهوم ځایناستې ده.
سېمبول: حسي مفاهيمو ته غاړه نهږدي.
استعاره: د دوو شیانو ترمنځ پټ شباهت دی.
سېمبول: له مفهوم سره ذاتي وحدت لري.
استعاره: د شیانو ترمنځ د شباهت په سطحه کې پاتې کېږي.
سېمبول: عمیق او ژور دی، یوازې د شباهت پر اساس نه رامنځته کېږي.
استعاره: صریحه او محدوده ده.
سېمبول: گونگ او نامحدود دی.
استعاره: یوازې یو تعبیر لري.
سېمبول: گڼ تعبیرونه لري.
استعاره: تر متن بیرون هم د تحلیل وړ ده.
سېمبول: د متن په داخل کې هویت لري.
استعاره: جزئي شیان تصویر وي.
سېمبول: کلیت تصویروي.
استعاره: د مانا شعوري پټول دي.
سېمبول: د مانا غیر شعوري پټول دي.
استعاره: تکرار یې ابتذال او مرگ دی.
سېمبول: په تکرار سره لا ژورېږي. (درمل، ۱۴۰۱: ۱۷۳)
په المان کې د ترافیکو نښې د یو گوند د ایډیال نښې دي، چې هر گوند خپل شعارونه ورسره تړلي او هر رنگ یې د یوه گوند استازولي کوي.
سور رنگ: د سوسیال دیموکراتانو په ټولنه کې د عدالت اتلان دي.
زېړ رنگ: د ازاد دیموکراتانو رنگ دی، دوی د صنعت او سوداگرۍ اتلان دي.
زرغون رنگ: زرغون گوند د چاپېریال اتلان دي.
ماخذونه
۱: اردکاني، رضا داوري، رضا نیلي پور، علیرضا قایمي نیا، انتوني جي ان جاج. (۱۳۹۳)، زبان استعاري و استعاره های مفهومي،(ترجمه:لطف الله)، چاپ دوم، تهران: انتشارات هرمس.
۲: افراشي، ازیتا.(۱۳۹۷)، استعاره و شناخت، تهران: پژهشگاه علوم انساني و مطالعات فرهنگي.
۳: درمل،ډاکټر احسان الله.(۱۴۰۱)، شعرستان، درېیم چاپ، کابل: سروش کتابپلورنځی.
۴: لیکاف، جورج و مارک جانسون. (۱۳۹۹)،استعاره هایی که با ان زندگی می کنیم،( ترجمه: جهانشاه میرزابیگي)، چاپ سوم، تهران: انتشارات اگاه.
ځواب دلته پرېږدئ