ځنډ/ لېمه ودان

2023-01-09
لنډه کیسه

ګړندیو ګامونو یې د روغتون په دهلېزونو کې انګازې کولې. د مالي خونې ته ودرېد. تر کوچنۍ شیشې یې کاغذ ورکړ. هغې وکوت، ویې ویل:

  • پينځه‌زره.
  • څو!؟
  • پينځه‌زره.
    سړی په شا شو، غلي یې وویل:
  • نه یې لرم.
    په بیړه روان شو، جیب ته یې لاس کړ، مبایل یې راوایست.
    شمېرې یې کتلې، ووت.
    ساعت وروسته مړاوی راستون شو. ډاکټران په دهلېز کې راټول وو. ښه شېبه ټول غلي وو. ده په وار هر یوه ته سترګې نیولې، سکوت یې زړه ودرباوه.
    له ډاکټرانو یو رامخکې شو:
  • ډېر وځنډېدې! مور ښه ده خو ماشوم… .
    بل ورغبرګه کړه:
  • که په وخت راغلی وای ماشوم هم ژغورل کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو