د کال کیسه (طنز)/ همایون بهادري
وایي د نړۍ په ټولو هېوادونه کې ټول تېر شوي کلونه، به د محشر په ورځ پېتاوي ته کتار ناست وي. شین چای او ګوړه به ورته اېښي وي. ټول به د خپل ځان غورې کا. مثلاً د زمبابوې دوزره اولسم کال به وایي چې زه هم بد نه وم، که هر څو د یوې هګۍ ارزښت لس مېلیون زمبابوي پسې و، خو دومره نه وم بد لکه د پاکستان د دوویشت چې د قرضونو له لاسه ان په امریکا کې یې د سفارت ماڼۍ خرڅلاو ته اړ شول.
په دې کتار کې به د پاکستان اړوند دوه صفر دوه دوه، کال په برېتو لاس تېر کا، پوزه به کش کا او په ډک ستوني به ووایي: که هر څنګه وم، که مې پاکستان باندې قرضونه د فیصل جومات تر منارو هم لوړو وو، بیا مې هم پښتون د ژوند کولو ته نه دی پرېښی. هر ورځ مې یې په مرۍ چاړه ور پڅه کړې ده. هر ورځ څه چې هر ساعت مې داسې بېښه وکړې چې تېره مې پرې هېره کړې ده. کنه یې نه منئ تاسې د پاکستان له یوویشت او نورو کلونو هم پوښتلی شئ. د شنوچایو یو مزېدار غړپ یې وکا او پېتاوي ته یې واړوي.
د هېوادونو د کالو په کتار کې به د افغانستان اکثریت کالونه به سپره مېره او وچې شونډې ناست وي؛ خو بیا به یې هم څېره کې یو ګرد وهلی غرور ښکاري.
مګر په دې منځ کې به یو کال پړمخې پروت وي، لاسونه به یې تر شا کلک تړلي وي. شونډو به یې وینې وروچې شوې وي. ببر له خاورو ډک سر. څیرې ګېروان، په څټ شوي جېبونه. له ډېرې ناهیلۍ به یې اوښکې په سترګو کې وچې شوې وي.
په دې کې به درویشت په دورغجنه مسکا رامخې ته شي، دوویشت به له څټ راونیسي او را پورته به یې کړي، ورته وایي چې ولې په داسې بد حال پروت یې؟
دوه ویشت به د زړه په زور یوه خبره وکړي او بیرته به پړمخې څملي وایي به: ما د افغانستان غرور مات کړی.
په دې سره د دوه صفر دوه درې کال هم سترګې له اوښکو ډکې شوې، تر شونډو لاندې یې وویل: زه هم ښه نه یم، ان اوس مې زړه سستي کوي.
ځواب دلته پرېږدئ