سويلي پښتونخوا کې د شعري نقد جاج/ دوکتور اجمل ښکلی
Abstract:
Southern Pakhtunkhwa is an important cultural part of Pakhtunkhwa. This part plays an important role in the development of Pashto literature and language. But as it should be, it is not mentioned in Pashto. On the one hand, Southern Pakhtunkhwa has contributed to the creation of Pashto literature, but on the other hand, it is not far behind.
Southern Pakhtunkhwa has an important role in Criticizing Pashto Poetry. We see the traditional critique, socialist, feminist and linguistic kind of criticism. It shows the strength of critique theories.
These writings are based on new theories of criticism and have new points about Pashto poetry.
In addition to the magazine, important works on criticism in the region have been published, which is an excellent example of Darwish’s “criticism and its tolerance”. These books are based on critical thinking and new techniques. But the books also show the evolution of critical thinking in the region. These books have also taken from the new contemporary ideas and have successfully translated poetry in Pashto based on these ideas.
Keywords:
Criticism, Criticism of Poetry, New Critical Theory in Southern Pakhtunkhwa
لنډيز:
سويلي پښتونخوا د ګردې پښتونخوا مهمه فرهنګي برخه ده. دې برخې د پښتو ادب او ژبې د بډاينې لپاره مهم کارونه کړي؛ خو څرنګه چې پکار ده، هغسې يې د پښتو په څېړنو کې ياده نه ده شوې. سويلي پښتونخوا که له يوه پلوه د پښتو ادب په تخليق او څېړنه کې برخه اخيستې، له بله پلوه په کره کتنه کې هم تر نورې پښتونخوا وروسته نه ده.
دا کره کتنه له نظرياتي پلوه ګڼ لوري لري. په دې کره کتنه کې موږ دوديزه کره کتنه هم وينو او نوې فورماليستي، سوسياليستي، رغښتي، فيمينستي او ژبپوهنيزه هغه هم. د کره کتنيزو تيوريو دا رنګارنګي په دې سيمه کې د کره کتنې د کلچر پياوړتيا ښيي. په ټوله کې د دې سيمې کره کتنې ته د دې سيمې مجلو نوى لورى ورکړى دى. په معاصر مهال کې ليکنې، تکتو، خال، لمبه او حسنى هغه مجلې دي، چې د دې سيمې د ډېرو کره کتونکو ليکنې پکې چاپ شوې دي. په دې ليکنو کې موږ له متنوعو نظريو سره مخېږو. دا کره کتنې د کره کتنې پر معيار ولاړې دي او د پښتو شعر په اړه نوې خبرې لري.
پر مجلو سربېر په دې سيمه کې د کره کتنې په اړه هم مهم آثار خپاره شوي دي، چې د دروېش د “کره کتنه او د هغې زغمل يې” يوه غوره بېلګه ده. دا کتابونه د کره کتنې پر نظريو، تخنيک او آرونو څرخي؛ خو دا کتابونه په دې سيمه کې د کره کتنې په اړه د نظر ارتقا هم ښيي. دې کتابونو د نړۍ له معاصرو نظريو هم اخيسته کړې او په پښتو کې يې د دې نظريو پر بنسټ د شاعرۍ بريالۍ کره کتنې هم کړې دي.
کليدي کلمې:
کره کتنه، د شعر نقد، د سويلي پښتونخوا د کره کتنې ځاى ځايګى، د کره کتنې نوې نظريې
سريزه:
په پښتو کې د کره کتنې دود پخوانى دى. د پښتو ادب په دويمه دوره کې که هڅه هم په اوسني اهتمام نه وه، خو بيا هم کره کتنه وه. شاعرانو به په شعري ترکيبونو او مضامينو کې احتياط کاوه، ځکه چې د شعر له جاسوسانو يې وېره کېده۔
کره کتنه په معاصره دوره کې د ادبپوهنې د يوې څانګې په توګه اړينه وګڼل شوه او په دې لړ کې مهم کارونه وشول، چې هم پر ادب عملي(ليکنى او ګړنى) نقد پيل شو او هم د کره کتنې پر تيورۍ کار وشو.
په دې دواړو برخو کې که د سويلي پښتونخوا ونډې ته راشو، نو که د څومره والي له پلوه له نورې ټولې پښتونخوا سره برابر ده که نه؛ خو د څرنګوالي(ماهيت) له پلوه تر نورې پښتونخوا په هېڅ ډول کمه نه ده. موږ چې په ټوله کې کره کتونکي کم لرو او د خپل ادب د ودې د ټکنتيا يو لامل يې هم بولو؛ خو په دې کمو کره کتونکو کې د سويلي پښتونخوا داسې کره کتونکي راځي، چې د کره کتنې او ادب پر چارې او پوهې تر ډېرو برلاسي دي. په دې کره کتونکو کې د دروېش، سيماب، برکت شاه، خانزمان او… غوندې پوهان کره کتونکي دي، چې کره کتنه يې عالمانه او جدي ده.
په دې ډول په سويلي پښتونخوا کې د کره کتنې پر تيوريو هم بريالي کتابونه ليکل شوي او هم په مجلو، کتابونو او نورو خپرونو کې پر بېلابېلو ادبي اۤثارو کره کتنه شوې ده.
د کره کتنې په اړه او د شعر په برخه کې عملي ليکنۍ او ګړنۍ کره کتنه د دې سيمې خواري او وړتيا په ګوته کوي، چې بايد په نوره پښتونخوا کې ورته پاملرنه وشي او د دوى له آثارو استفاده وشي.
په شعري کره کتنه کې د سويلي پښتونخوا ونډه
١- د کره کتنې په اړه ليکل شوي کتابونه:
د کره کتنې په اړه په سويلي پښتونخوا کې ګڼل کتابونه ليکل شوي دي. لومړى به پر دې کتابونو خبرې وکړو، بيا د دې سيمې پر مجلو:
١-١- ادب، تنقيد او فکر:
د دې کتاب ليکوال پروفيسر ربنواز مايل دى. د کوټې پښتو اکيډمۍ په ۲۰۰۳ز کال کې خپور کړى. د دې کتاب له نومه داسې ښکاري، چې ګنې د ادبي کره کتنې په اړه دى؛ خو دا په اصل کې د ښاغلي پروفيسر ربنواز مايل د ليکنو ټولګه ده، چې هم پر کره کتنه خبرې لري او هم د عملي کره کتنې ګڼې بېلګې لري. دا مهم علمي اثر د ادب، ژوند، ښکلاپوهنې، ادبي روايت، د غزل د ميټافيزيکي فضا، د ادب او ابلاغ او کره کتنې پر اړتيا او څرګنتيا ګټورې خبرې لري.
د ادب په اړه د ښاغلي مايل صاحب زاويې او سرليکونه نوي دي. نوموړى شاعري د ساعت تيرۍ کار بولي. دا د شاعرۍ په اړه له دوديز فکر نه مختلفه رايه ده، په تېره د سوسياليزم پر خلاف چې له ادب نه د التزام هيله لري، د شاعرۍ په اړه پر دا ډول تصور سملاسي د بورژوايي اغېز تور لګوي؛ خو ښاغلى مايل د شعر په اړه د تفريح مفهوم پراخوي او هغه برخه هم پکې راولي، چې موږ يې جدي بولو. نوموړى شعر په غزل او نظم وېشي. موږ پوهېږو، چې د غزل په اړه له روايت نه پاتې تصور يو ډول تقدس پيدا کړى. دا فورم تر اوسه خپل ځواک ساتلى، ځکه نو کره کتونکي اړ دي، چې د دې فورم د کمال په اړه بيا بيا فکر وکړي. ښاغلى مايل د ټول ادب په اړه ډېر نوي نظرونه لري، چې د ادبي کره کتنې د لوستونکو لپاره بې ګټې نه دى؛ خو دا ډول آثار په سويلي پښتونخوا کې د کره کتنې د پوخوالي ښودانه کوي.
١-۲– پښتو ادب او نړيوال کلى:
دا د ښاغلي عارف تبسم د ليکنو ټولګه ده، چې په ۲۰۰۷ کال کې د غزنوي خپرندويې ټولنې په زيار خپره شوې ده. په دې ټولګه کې په اوسني نړيوال کلي کې د ادب او بيا پښتو ادب پر ځاى ځايګي، په نويتابه او پسنويتابه کې د پښتو ادب مقام، په نړيوال کلي کې د پښتو ژبې او د ښاغلي ربنواز مايل او سهيل جعفر په اړه غوره ليکنې لري. له دې موضوعاتو پرته د لورلايي د غزل پر نن او پرون او د سيد خير محمد عارف صاحب د شاعرۍ په اړه مهمې خبرې لري.
دا اثر پر نويتابه، پسنويتابه او نورو په اړه غوره ليکنې دي. ليکوال هڅه کړې، چې د دې نومونو په غبار کې پښتو ادب هم ومومي؛ خو فکر کوم، چې دا لا نورو څېړنو ته اړتيا لري، چې پر خپل ادب د نويتوب او په تېره پسنويتوب اغېز معلوم کړو. سملاسي په دې پوهېږو، چې نويتوب د نويو ټولنيزو موضوعاتو، ملتپالنې، سياسي خپلواکۍ او نورو په بڼه په افغانستان کې د شلمې پېړۍ له دويمې او درېيمې لسيزې راپيل شوى او په پښتونخوا کې هم د همدې پېړۍ له پيل سره سمون لري؛ خو د پسنويتوب اغېز په کيسه ييز ادب او شعر کې وينو. البته زموږ شاعرۍ او ادب روايتي رنګ هم ساتلى او هغومره له پسنويتابه نه دى اغېزمن څومره چې پرمختللي هېوادونه دي.
١-۳– قاري اساس تنقيد:
دا د ښاغلي شاهد اسرار اثر دى، چې د پسنويتابه کره کتنيزې نظريه رااخلي. موږ پوهېږو، چې کره کتنې بالعموم پر درو محورونو څرخي. دا محورونه مهالي بار هم له ځان سره لري. دوديزه کره کتنه د شعر د پوهاوي په لړ کې پر شاعر څرخېدې، د شلمې پېړۍ له لومړيو لسيزو راپيل شوې نوې کره کتنې دا دود مات کړ او د کره کتنې پام يې شعر يا ادبي متن ته واړاوه. د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي وروسته ورو ورو د ادبپوهانو پام لوستونکي ته واوښت، چې په اصل کې لوستونکى تش ذهنه نه وي، بلکې د لوست پر مهال متن ته مانا ورکوي. دې ډول کره کتنې ته لوستوال محوره کره کتنه وايي، چې ښاغلي شاهد اسرار پرې ګټورې خبرې کړې دي. البته د اثر ژبه درنه ده او کله يې ابهام پيدا کړى دى. په ټوله کې اثر درې برخې لري، چې لومړۍ برخه يې د لوستوال محوره کره کتنې پر پېژندګلوۍ، ښکارندپوهنې، مارټن هايدګر، ژان پل سارتر او د مانا په اړه د نويتابه د ځينو نورو فيلسوفانو پر نظريو څرخي. دويمه برخه يې بيا د ژبې او تفسير د اصولو په اړه د مشهورو هرمنوتيستانو شلاير ماخر او ويليم ديلتاى او ګدامر پر نظريو څرخي. درېيمه برخه يې بيا هانس رابرت او وولف ګينګ آيسر پر نظريو ده. دا برخه د دې کتاب مرکزي برخه ده، چې د کتاب کمه فيصدي جوړوي؛ خو پر لوستوال محوره کره کتنه باندې د پوهېدو لپاره د هغو دوو لومړيو برخو لوست اړين دى، چې د مانا او متن په اړه د ښکارندپوهانو او هرمنوتيستانو پر نظريو پوه شو.
لوستوال محوره کره کتنه له هرمنوتيک او ښکارندپوهنې له نظريو اغېزمنه ده. دا نظريه موږ پر خپلو متونو کمه ازمايلې ده. دا اثر په دې برخه کې ګټور دى، البته که ژبه يې اسانه شي او موضوعات يې لا سيستماتيک شي.
١-۴– پښتو ادب او تنقيدي نظريات:
دا د ښاغلي ډاکټر نصيب الله سيماب اثر دى، چې يونايټډ پريس خپور کړى. دا اثر يوازې کره کتنې ته ځانګړى دى او سړى ويلاى شي، چې د همدې ځانګړتوب له امله يوازنى کتاب دى. کتاب د تنقيد، نقد، انتقاد او کره کتنې له نومونو پيل شوى، پر کره کتنه او تخليقي ادب څرخېدلى، بيا رومانويت، نويتابه او پسنويتابه ته راغلى. تر دې وروسته په پښتو ادب کې د کره کتنې پر نظرياتو څرخېدلى. دا برخه د کره کتنې د ماهيت اړوند پوښتنې ځوابوي؛ خو تر دې وروسته بيا د کره کتنې د تخنيک اړوندې پوښتنې دي، مثلا په کره کتنې کې د پلوۍ موضوع او داسې د تاريخ په لړ کې يې د کره کتنې پر فوکلوري اړخونو هم ښه بحث کړى دى.
د ښاغلي سيماب دا اثر له نورو په دې مختلف دى، چې په دې کې پر کلاسيستي، رومانتيستي نظريو باندې هم بحث شوى دى؛ خو ګټور اړخ يې دا دى، چې په پښتو کې يې د کره کتنې پر نظرياتو ښې خبرې کړې دي. که په دې مورد کې د پښتو ادب د تاريخ له يادولو يې راتېر شو، ښاغلي سيماب په پښتو ادب کې د رومانتسيزم او سوسياليزم بريالۍ لټه کړې ده. پر دې سربېره د کره کتنې د پلويتوب په لړ کې نوموړى پر ترقي پسندو ادبياتو نيوکه کوي، چې په خپل وخت کې يې نور ادبيات مردود بلل او بايکاټ کړي يې وو. د پلويتوب په اړه چې نوموړي د روهي صاحب کوم نظر راخيستى، چې ادبيات او ټولنيز علوم د يوه غرض لپاره ايجادېږي او په دې کې ناپېيلتوب نه وي، دا خبره دقيقه ده؛ خو په کره کتنه کې له ناپپېلتيا نه تر ډېره شخصي دوستي او مخالفت مراد دى، چې آن ممکن د کره کتونکي ژبه بېځايه خوږه يا ستوغه کړي، ګنې هسې خو هېڅ کره کتونکى شعوري نا شعوري ناپېيلى نه وي.
١-۵– کره کتنه او د هغې زغمل:
د ښاغلي دروېش دراني اثر دى، چې په ۲۰۱۸ کال کې صحاف نشراتي مؤسسې خپور کړى دى. ښاغلي ليکوال په دې اثر کې د کره کتنې عمومي بحثونه هم راخيستې او د حمزه بابا او غنې خان غوندې لويو پښتو شاعرانو په اړه يې خپل نظرونه هم څرګند کړي دي. د کتاب ژبه له تمثيلونو او استعارو مالامل ده او له بېلابيلو کيسو او اساطيرو راخيستې دا کيسې دې کتاب ته ادبي رنګ ورکوي او د لوستونکي ذوق خړوبوي. له بله پلوه دا نښې راسره د ليکوال د خبرې په پوهاوي کې مرسته کوي.
ما تېر ژمى د ښاغلي دروېش دا اثر ترلاسه کړ، چې تر ډېره د ادب او کره کتنې په اړه د نوموړي خپلې تجربې په ساده او په خوږه ژبه بيانوي چې د دروېش د سبک ښېګڼه هم لري، بيانوي. د دروېش دا اثر په سويلي پښتونخوا کې د کره کتنې په لړ کې د چاپو آثارو بشپړوونکى دى. تر دې مخکې آثارو کې د نويتابه او په لويديځ کې د لوستوال محوره کره کتنې خبرې په اکاډميکه بڼه شوې؛ خو دروېش له يوه پلوه دا په ساده ژبه او تمثيلونو کې ويلې او له بله پلوه يې پر پښتو ادب تطبيق کړي دي، ځکه د دروېش دا اثر د سويلي پښتونخوا د کره کتنې بشپړوونکى بللاى شو او دا راته وايي، چې په سويلي پښتونخوا کې د ادب او کره کتنې کوم مقام دى.
ښاغلى دروېش “شعر؛ د هغه لوستونکي او کره کتونکي” کې د لوستوال محوره کره کتنې پر ماهيت ښه رڼا اچولې او زه وايم، چې که څوک په پوهنتونونو کې د کره کتنې مضمون تدريسوي، دا کتاب د محصلانو د پوهولو لپاره ښه بېلګه ده. په دې ليکنه کې دروېش وار په وار د لوستوال محوره کره کتنې غوټې پرانيزي او په دومره ښکلي ډول او ورو ورو دا غوټي پرانيزي چې لوستونکى ترې ګام په ګام خوند هم اخلي او هېڅ ډول پېچلتيا پکې هم نه احساسوي. نوموړى د وولفګانګ آيزر پر پله روان دى؛ خو لوستونکى پوهېږي، چې دروېش د کره کتنې دا نوي مفاهيم څومره ښه هضم کړي او په اړه يې څومره دقيق فکر کړى دى.
په دې ليکنې پسې بله بيا پر متن محوره کره کتنه باندې څرخي او دا يې همغسې له تمثيلي او علمي استدلاله ډکه او پړاو په پړاو له پرمختګه برخمنه ده.
په دې اثر کې يوازې د کره کتنې په اړه نظريې نه لولو، بلکې عملي کره کتنه هم پکې شته ده. دروېش د حمزه صاحب، غني خان، اجمل خټک او د قلندر مومند غوندې لويو شاعرانو باندې لويې خبرې کړې دي. د حمزه صاحب په اړه خبرې يې د شعر او تصوف په اړه له معلوماتو ډکې دي؛ خو ورسره يې په خوبۍ سره د کره کتنې د ښو ته د ښو او بدو ته د بدو ويلو انډول هم ساتلى دى او د حمزه صاحب د ښو شعرونو چې تخيل پکې لوى لاس لري، ستاينه کړې؛ خو د نوموړي کمزورۍ يې په نرمه لهجه سکونډلي هم دي. د دروېش له دې اثر نه د کره کتنې چل زده کولاى شو.
۱–۶– د حميد او شمس الدين پرتليز جاج:
پرتليز ادبيات په اوسنۍ راټوله نړۍ او نړيوال کلي کې مهم دي. هر ولس غواړي، چې نورو ته ورنېژدې شي او له نورو سره ګډ فرهنګي ټکي ومومي، چې په دې ډول د نړيوال کلي برخه شي. په پښتو کي د پرتليزو ادبياتو په تيورۍ او عملي پرتله کې آثار ډېر کم دي او په دې کمو آثارو کې يو اثر د ښاغلي ډاکټر لياقت تابان “د حميد او شمس الدين پرتليز جاج” دى. څرنګه چې د تاريخي ژبپوهنې په لړ کې دوه خپلوانې ژبې او ګړدودونه سره پرتله کېږي، داسې ادبي پنځونې هم چې ګډ اړخونه ولري، پرتله کېږي. ډاکټر تابان د پرتلې له اصولو نه د خپلې پښتو د دوو همسبکو شاعرانو د مقايسي لپاره استفاده کړې ده او څرنګه چې دا کتاب د حجم له پلوه اباد دى، داسې د مفاهيمو له پلوه هم ګټور اثر دى.
ښاغلي دا پرتله د هندي سبک او کندهاري مکتب نه پيل کړې او بيا يې د دواړو شاعرانو پر ژوند، شخصيت او آثارو خبرې کړې دي. ورپسې يې د پخواني بلاغت د علم له زاويې نه د هندي سبک پر ګډو اړخونو خبرې کړې دي، چې متلونه او ګړنې، د نورو ژبو کارونه، تصوف او نور يې ګډ اړخونه دي، چې تقريبا د دې سبک په زياترو شاعرانو کې يې وينو؛ خو تر دې مهمه خبره دا ده، چې موږ کولاى شو، چې د لويديځ د رومانتسيزم له زاويې نه هم پر هندي سبک خبرې وکړو او دلته موږ د دوو سبکونو بريالۍ پرتله وينو، چې ليکوال پرې خبرې کړې دي. په رومانتسيزم کې فردي تجربه او خيال، د حال پر ځاى ماضي او د عقل پر ځاى احساسات مهم دي. همدا ځانګړنې په هندي سبک کې په څه نا څه توپير وينو. څرنګه چې تصوف تر ډېره رواني مساله هم، نو دا امکان پيدا کېږي، چې ارواپوهنيزه کره کتنه هم پر هندي سبک تحميل کړو. په دې لړ کې ښاغلي ليکوال د ارواشننې له مخې د حميد او شمس الدين پر شاعرۍ د خبرو هڅه کړې او د فرويډ پر ارواپوهنيزه تيورۍ او ارواشننيز مېتود يې غوره خبرې کړې دي؛ خو کله يې چې دا تيوري د پښتو د دې دوو شاعرانو پر شعرونو د تطبيق هڅه کړې، دا هڅه يې بريالۍ ځکه نه ښکاري، چې بېلګې او تيوري سره نه کوشيرېږي او دواړه همغسې بېل بېل پراته دي. پوښتنه دا پيدا کېږي، چې موږ له ارواشننې نه په شاعرۍ کي څه غواړو؟ د فرويډ غوندې د شاعرانو ارواشننه او که د روان په اړه د شاعرانو ويناوې، چې څه يې ويلي. زه فکر کوم، چې دا دواړه صورته ممکن دي؛ خو ليکوال چې د رومانتسيزم او هندي سبک په پرتله کې څومره بريالى ښکاري، د ارواشننې په مورد کې بيا هغسې بريالى نه دى.
پر دې سربېره ښاغلي ليکوال د شيدا او حنان پرتليز جاج هم کړے دے؛ خو هغه اثر يې ما ترلاسه نشو کړاى؛ خو دومره پوهېږم، چې په سويلي پښتونخوا کې د پرتليزې کره کتنې ګڼې او بريالۍ بېلګې موندلاى شو، چې په نوره پښتونخوا کې لا هغسې غوړېدلې او ډېرې نه دي.
٢- مجلې:
په سويلي پښتونخوا کې څو علمي مجلې خپرېږي. دا مجلې د کره کتنې ځانګړې برخه لري او دا ښيي، چې په سويلي پښتونخوا کې کره کتنې ته ډېره پاملرنه کېږي. راځئ، د دې مجلو پاڼې واړوو، چې د شعر په اړه څه وايي:
٢-١- تکتو مجله:
تکتو د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې رسمي مجله ده. د دې مجلې په هره ګڼه کې د کره کتنې اړوند يوه يا دوه ليکنې خپرېږي؛ خو کله داسې هم وشي، چې څېړنيزې او کره کتنيزي ليکنې يې سره ګډې وي. د دې مجلې د ۲۰۱۷ کال په جون ګڼه کې “د رحمان بابا پر شاعرۍ د روښاني شاعرۍ د اثراتو جايزه” د ښاغلي عبدالرحمن کاکړ او “د سهيلي پښتونخوا پښتو غزل او د هغې ارتقايي مزل” د ډاکټر نصيب الله سيماب هغه ليکنې دي، چې څېړنيز اړخ يې پياوړى دى؛ خو د دې مجلې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ- جون په ګڼه کې ښاغلي دلاور خان کاسي او ډاکټر عبدالرحمن کاکړ “د عزيزالله ماما ايډوکيټ د پښتو شاعرۍ تنقيدي او تحقيقي جاج” اخيستى. دا ليکنه په دوديزه بڼه د عزيزالله ماما ايډوکيټ د شاعرۍ له ارتقايي بهيره پيل شوې. په دې لړ کې د شاعر د شخصيت له مخې د هغه پر شاعرۍ خبرې شوې دي. پخپله د شاعر وينا راخيستل شوې، چې چاپېريال شاعرۍ ته رنګ ورکوي. عزيزالله ماما ملتپال او ملتپالنه يې په شاعرۍ کې راښکاره شوې. د عزيزالله ماما د شاعرۍ په اړه د دواړو ښاغليو کره کتنيز نظرونه موږ ته د اروپا د نولسمې او د شلمې پېړۍ خپله کره کتنه رايادوي او هغه دا چې پر شعر د شاعر له چاپېريال، وخت او شخصيت سره په تړاو کې کره کتنه کوي. دا کره کتنه د شعر د مختلفو موضوعاتو(ملتپالنې، د خلکو بيداري او…) په اړه خو ډېرې خبرې لري؛ خو پخپله د شعر د فورماليستي اړخ په اړه څه نه وايي. د سويلي پښتونخوا په ځينو کره کتنو د دوديزې کره کتنې دا سيورى خپور ښکاري. که دوى غواړي، چې د شعر په اړه نوې او ګټورې خبرې ولري، بايد متن ته وګوري او د سپړلو لپاره يې نوې نظريې او ګوټونه وکاروي. دا به له يوه پلوه د شعر په اړه د لوستونکي د معيار له لوړولو سره مرسته وکړي او له بله پلوه به شاعري پياوړي کړې.
٢-٢- خال:
درې مياشتنۍ ادبي مجله ده، چې مسؤول مدير يې ښاغلى محمود اياز دى. دا مجله د سويلي پښتونخوا په مهمو علمي مجلو کې ده، چې د ادبياتو لوستونکي نويو خبرو ته متوجه کوي. دا مجله ګڼې برخې لري او ادب د عامو او ځانګړو لوستوالو خيال پکې ساتل شوى دى. د عام لوستونکي لپاره شاعري، ژباړې او نثري برخه لري او د خاصو لوستونکو لپاره څېړنيزې او کره کتنيزې برخې لري. يو بل امتياز يې دا دى، چې د کره کتنې يوه ځانګړې برخه هم لري او هره ګڼه کې په معياري ليکنو سينګارلې وي. په دې برخه کې د نورو هغو غوندې د ټولې پښتونخوا د کره کتونکو ليکنې راځي او دا ليکنې پخپله د کره کتنې په اړه هم وي. د دې مجلې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ، فرورۍ او مارچ په ګڼه کې د “په نوي پښتو شعر کې د تمثالونو روايت” په سرليک د ښاغلي محمود اياز ليکنه راغلې. نوموړى په ټوله کې په شعر کې د انځور پر اهميت غږېدلى او د مهمو نړيوالو شاعرانو خبرې يې په دې اړه راخيستې. په بېلګو کې يې د حميد بابا او حمزه بابا بيتونه وړاندې کړي، چې ښکلي او نوي تصويرونه لري؛ خو د دې تر څنګ يې پرتليزه کره کتنه هم ترسره کړې. خوشال يې د طبيعي انځورونو د کارونې له مخې له کولريج او دانتې سره پرتله کړى. دا په سويلي پښتونخوا کې د پرتليزې کره کتنې يوه مختصره بېلګه ده؛ خو يوه بريالۍ بېلګه ځکه ده، چې د کولريج رومانتيک او طبعيتپال سبک د خوشال په شاعرۍ کې په برياليتوب سره لټوي او ورسره نور لوستونکي په دې لړ کې پراخه کره کتنې ته هڅوي.
د خال مجلې د همدې کال د اپريل، مى او جون په ګڼه کې بيا هم د “تنقيد” په برخه کې د ګڼو کره کتونکو ليکنې چاپ شوې، چې د ښاغلي حبيب الله کاکړ، خانزمان کاکړ، خليل باور، مرحوم عمر ګل عسکر او محمود اياز ليکنې راغلې دي.
ښاغلي حبيب الله کاکړ په شاعرۍ کې د الهام پر موضوع تاريخي بحث کړى دى او د لرغوني يونان په اساطيرو او د سقراط او اپلاتون پر بحثونو سربېره يې د هند او عربو لرغوني پير ته يې پسې سر ورښکاره کړى دى.
ورپسې خانزمان د پروين ملال پر شاعرۍ کره کتنه کړې. دا کره کتنه په سويلي پښتونخوا کي د مسلکي کره کتنې ښودانه کوي. ښاغلي خانزمان کاکړ له فيمينستي ليدلوري د پروين پر شاعرۍ او پر کونډه، دويم واده او نورو نظمونو غږېدلى. فيمينستي کره کتنه د پسنويتابه يوه مهمه کره کتنه ده، چې په ادبي متونو کې د ښځو مسخه شوې څېرې ګوري. څرنګه چې په پښتو کې پروين د ښځينه وو احساساتو او حيثيت په اړه ګڼ شعرونه لري، ځکه نو د هغې پر شاعرۍ له فيمينستي پلوه کره کتنه ګټوره ده او ملموسې پايلې لري. خانزمان کاکړ له ښځې سره د پښتني ټولنې چلن او د پروين په شاعرۍ کې يې انعکاس په ښه بڼه شنلى او دا د سويلي پښتونخوا د بريالۍ کره کتنې يوه بېلګه ګڼلاى شو.
په ورپسې ليکنه کې ښاغلي خليل باور د سوسور د توپير پر نظريه علمي بحث کړى او له دې زاويې يې د رغښتي کره کتنې بنسټونه روښانه کړي دي. په يوه ډول دا د رغښتي کره کتنې په لړ کې د يوه لارښوونې دنده ترسروي.
د خال مجلې څلورمه، پينځمه ګڼه ګډې چاپ او کاظم خان شيدا ته بېلې شوې دي. د شيدا پر تصوف خبرې شوې دي، له غالب سره پرتله شوى، د شيدا د شعر کره کتنيز جاج اخيستل شوى، پر سبک يې خبرې شوې دي او نور اړخونو يې رابرسېره شوې دي. د ګردې پښتونخوا پوهانو او مشهورو کره کتونکو په دې ګڼه کې پر شيدا ليک کړى، چې په دوى کې د سويلي پښتونخوا بارکوال مياخېل، ډاکټر برکت شاه کاکړ، عبدالکريم بريالى، فاروق سمايلزى، ډاکټر نصيب الله سيماب، حافظ رحمت نيازى، ډاکټر عبدالرؤف رفيقي او ډاکټر لياقت تابان دي.
ډاکټر لياقت د شيدا پر تصوفي نظريه د دې شاعرۍ په رڼا کې ګټورې خبرې کړې دي، چې لويه برخه يې څېړنيزه ده.
ښاغلي برکت شاه کاکړ د شيدا او غالب پرتله کړې؛ خو دا پرتله د ورته والي د اثبات(Compare) لپاره نه، بلکې د توپير د اثبات(Contrast) لپاره ده. ښاغلي برکت شاه په پښتو کې هغه نظر چې د ده په وينا استاد عبدالکريم بريالى هم پاللى او کاظم خان شيدا يې د پښتو غالب بللى، ناسم ګڼلى او د رد لپاره يې دلايل وړاندې کړي. البته د ښاغلي برکت شاه دلايل د دواړو شاعرانو د سيمو په لريوالي، د تصوفي فکر پر توپير او داسې معيارونو ولاړې دي، چې د سبک توپير ته يې ډېره اشاره نه کوي. البته په دې معيارونو کې يو معيار موجه دى او هغه دا چې د کره کتونکي په اند، غالب دود ماتوونکى او د شيدا دودپالى دى. دا ځانګړنه يوازې د موضوع تر بريده د دوى په شاعرۍ کې محدوده نه ده، بلکې د دوى په سبکونو کې يې هم ځان ښودلى؛ خو کاش کره کتونکي د دوى سبکونو پر دې توپير تمرکز کړى واى او د کاظم خان شيدا هغه نوي ترکيبونه يې د غالب له نويو ترکبيونو سره پرتله کړي واى، چې د پښتو په هندي سبک کې پخوا نه وو؛ خو له دې سره سره د ښاغلي برکت شاه کاکړ دا پرتله بريالۍ ده.
د ښاغلي برکت شاه د دې کره کتنې پرخلاف د استاد عبدالکريم بريالي پرتله چې تر دې مخکې په ولس مجله کې چاپ شوې او د خال په دې ګڼه کې تکرار راغلې، د موضوعي پرتلې پر ځاى د تلميحاتو، استعارو او ابهام پر پرتله څرخي. که څه هم دا پرتله لنډه ده؛ خو نور کره کتونکي هڅوي، چې په دې لار وړاندې مزل ممکن د شيدا په اړه ګټور معلومات ولري.
د سويلي پښتونخوا د کره کتنې يوه مهمه ځانګرنه پرتله ده. د دې سيمې کره کتونکي ډېر کله له دې کره کره کتنې استفاده کوي. دا پرتله کله د دوو مختلفو ژبو د شاعرانو او کله پخپله د پښتو شاعرانو ترمنځ وي. دا په سويلي پښتونخوا کې له کره کتنې سره د علمي چلن يوه بله بېلګه ده.
بله ليکنه په دې ګڼه کې د ښاغلي فاروق سمايلزي ده، چې د شيدا پر مشکل پسندۍ يې کړې. دا د شيدا د پېچلو شاعرانه ترکيبونو په سپړلو پسي نه ګرځي، بلکې دا پېچلتيا او مشکل پسندي د شاعر د شعرونو په استناد پخپله د شاعر په روان کې ګوري، چې هغه کوم لاملونه دي، چې شيدا يې مشکل پسند کړى. له دې پلوه دا ښه ليکنه ده؛ خو لا يې صراحت ته اړتيا درلوده، چې هغه رواني موارد ډلبندي شوي واى او بيا رابرسېره شوي واى.
د خال مجلې په همدې ګڼه کې ښاغلي بارکوال مياخېل د شيدا پر طبيعي تشبيهاتو ليکنه کړې. دا د شيدا د شاعرۍ يو تشريحي نقد دى، چې علمي بنسټ يې فورماليزم دى. په افغانستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د کيسې او شعر په برخه کې زياتره له فورماليستي کره کتنې استفاده کېږي. داسې ښکاري، چې دې نقد بارکوال هم اغېزمن کړى. نوموړي په دې ليکنه کې د شيدا د ټولنيزو موضوعاتو او طبيعي تشبيهاتو ګډون ته بريالۍ کتنه کړې. د شيدا په شعر کې يې طبيعي تشبيهات، پرسنفکېشن او نور فورمي توکيو بېلګې پخپله د شاعر له شعره راخيستې دي. دا په سويلي پښتونخوا کې له کره کتنې د علمي چلن يوه بله غوره بېلګه ده.
٢-٣- ليکنې:
دا درې مياشتنۍ مجله ده، چې د ښاغلي سيد خير محمد عارف په مديريت يې د کوټې پښتو اکېډمي چاپوي. دا مجله هم د سويلي پښتونخوا د نورو مجلو غوندې له علمي پلوه پياوړې مجله ده او په هره ګڼه کې يې د ټولې پښتونخوا د مشهورو څېړونکو، ليکوالو او کره کتونکو پياوړې او نوښتګرې ليکنې راځي. دا مجله هم د تخليق، تحقيق، نقد، ډرامې، افسانې، غزل او نظم بېلابېلې برخې لري. د کره کتنې په برخه کې يې د ښاغلي باقي دراني، محمود اياز، نور محمد کاکړ، فدا محمد لېوال او نورو ليکنې راغلې. د ۲۰۱۴ په جولاى او ستمبر په ګڼه کې يې د ښاغلي باقي دراني د تخليق او د نظر زاويه په سرليک يوه ليکنه ده. په دې ليکنه کې د ادراکي ارواپوهنې او لوستوال محوره کره کتنې ترکيب وينو. د ليکوال په باور، د کره کتونکيو ترمنځ د نظر د زاويې اختلاف د پنځونې په ارزښت کې توپير پيدا کوي؛ خو ليکوال د کره کتونکو ترمنځ د نظر د يووالي لپاره د نظر د سموالي خبره کوي. د نوموړي په اند، د نظر سموالى د علم زېږنده دى او سموالى داسې يو څيز دى، چې د نظر د ليد يووالى پيدا کوي. پر دې موضوع البته خبرې کېداى شي؛ خو يوې موضوع ته موږ ځير کوي، چې په سويلي پښتونخوا کې د لوستوال محوره کره کتنې په لړ کې ګټور کارونه شوې دي.
ښاغلي محمود اياز د عارف تبسم شاعري له پوسټ ماډرن زاويې کتلې. که څه هم دا نقد ډېر اوږد نه دى؛ خو د عارف تبسم د شاعرۍ له غوښتنو سره سم دى.
د ليکنې مجلې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ نه تر مارچ ګڼه کې د جلال خليل د شاعرۍ په اړه د نور محمد کاکړ کره کتنه لولو. کره کتنه د نقد په اړه پر يوه اوږده تمهيد پيلېږي. کره کتونکى دوه ډول کره کتنې سره بېلوي، يو هغه چې ناقد سره په لاس کې فنپاره وي او هغه پکې ګوري، چې په دې کې څه دي او د کوم معيار دي او بل هغه چې لوستونکي سره مخکې له مخکې يو تصور يو معيار وي او هغه په فنپاره کې لټوي، چې په دې معيار پوره ده که نه؟(۱۴۶)؛ خو که واقعيت ته ځير شو، کره کتونکى چې کله پر يوه پنځونه نقد کوي، په هېڅ حال کې تش ذهنه نه وي، بلکې له پوهې او معلوماتو سره د يوې پنځونې مطالعه کوي او د خپلې تېرې تجربې او مطالعې پر بنسټ د هغې قدر او مانا ټاکي. له بله پلوه علمي کره کتنه هغه ده، چې کره کتونکى متن ته وګوري او له يوې تيورۍ سره ورشي او راويې سپړي. آن له عامو شيانو سره زموږ چلن تيوريک او پر پخوانۍ تجربې او مطالعې ولاړ دى، مثلا يوه داسې حشره ګورو، چې مخکې مو نه ده ليدلې. د دې د پېژندلو لپاره له پخوانۍ پوهې استفاده کوو، دا يو ځل په يوه مفهومي ټولۍ کې شاملوو او بيا يې د شننې هڅه کوو. دا د هر انسان ورځنۍ چاره ده. که علم ته راشو، همدا عمل موږ په علمي ډول کوو، مثلا يوه ادبي پنځونه لولو. د دې ادبي پنځونې په اړه چې موږ کوم قضاوت کوو، هغه مخکې له مخکې زموږ پر معلوماتو ولاړ وي. اوس که دا پنځونه د يوه نړۍ ليد يا نظريې له مخې ليکل شوې وي؛ نو د بريالۍ شننې لپاره يې پکار ده، چې د همدې ايډيالوژۍ يا نظريې زرکاڼى راواخلو، نو به راته معلومه شي، چې دا زر دي، که جست.
ښاغلي کاکړ چې د جلال خليل د شاعرۍ په اړه کومې خبرې کړې، هغه ډېرې ښې خبرې دي؛ خو زه فکر کوم، چې د جلال خليل د لوړې پايې د شاعرۍ د ارزونې او شننې لپاره لا دقيق زرکاڼي پکار دي، ځکه چې هغه له کومې زاويې موضوعاتو ته ګوري، هغه له دوده مختلفه ده.
٢-٤- لمبه
لمبه بله دوه مياشتنۍ مجله ده، چي له شالکوټ نه د ښاغلي صادق ژړک په زيار چاپېږي. دا مجله په واړه کچ چاپېږي او ليکنې يې هم محدودې وي. دې محدوديت يې پر کره کتنه هم سيورى غوړولى. د دې مجلې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ/ فرورۍ په ګڼه کې ښاغلي نعيم ازاد پر غني يو تاثراتي نقد کړى دى. ښاغلي ازاد چې د غني له شاعرۍ کوم تاثر اخسيتى، هغه يې لوستونکو ته مخ ته ايښى دى. دا تاثر د کره کتونکي خپل تصور دى او زموږ هوکړه او مخالفت ورسره اړين نه دى؛ خو دومره ويلاى شو، چې د نورې پښتونخوا غوندې په سويلي پښتونخوا کې هم د تاثراتي کره کتنې ځلاوې ليدلاى شو. دا ځلاوې ډېر کله د شاعر د شخصيت او شعر پر ځاى د خپل ځان د روان تفسير وي او کره کتونکى چې په يوه پنځونه کې د خپل ځان کوم تصوير ويني، هغه لوستونکو ته وړاندې کوي.
په همدې ګڼه کې د غني خان پر شاعرۍ د پوهېدو بله هڅه ښاغلي لياقت تابان کړې. لياقت تابان لومړى د غني د شاعرۍ يوه خاکه جوړه کړې، چې لوستونکي ته وروښيي، چې د غني پر شاعرۍ د پوهېدو لپاره د ده پر ژوند پوهېدل اړين دي. که څه هم دا د نوې او فورماليستي کره کتنې پر خلاف د نولسمې پېړۍ د کره کتنې دود ښيي؛ خو موږ په دې پوهېږو، چې د پېچلو متونو د قدر پر ځاى پر هغې د پوهېدو لپاره د هغې زمانې شرايط، ټولنيز نورمونه او د شاعر روان راسره د هغه د متن په شننه کې مرسته کولاى شي، ممکن دا مرسته ادنا وي، خو بيا هم مرسته کولاى شي او دا راته ښاغلى لياقت تابان په خپله دې کره کتنه کې ثابتوي.
څرنګه چې غني خان ښکلي هنرونه لوستي وو او د لويديځ له فرهنګ او فلسفې سره اشنا و، نو کره کتونکى يې د ښکلاپوهنې له زاويې نه تفهيم شونى ګڼي. پخپله غني خان ګڼ اړخيزه شاعري کړې او د نقد په هره پيمانه پوره خېژي؛ خو کره کتونکى د ده د نيمګړو زده کړو، نيمګړو هيلو نه دا تاثر اخلي، چې د انسان نفسيات دا دي، چې کوم شى ده ته و نه رسېږي، نو د ده ذهن د بغاوت خوا ته مايله کېږي، د مثبت پر ځاى منفي شيان خپلوي، د تعمير پر ځاى تخريب ته لاس وراچوي، د جوړ پر ځاى توړ راولي….(همدا ګڼه، ۴۱مخ). کره کتونکى د ده د شخصي ژوند دا نيمګړتيا د غني د ارزښتونو په ماتولو او نه منلو کې ويني. غني چې د خداى، جنت او ژوند په اړه د ملا له وړاندې کړي تصور نټه کوي، جرړې يې د ده په هغه ژوند کې وينو، چې همدې تصوراتو دى د خپلو هيلو له پوره کولو راګرځولى و. وايي، چې که روسو له خپلې مور غوندې راهبې سره جنسي نېژدېوالى او د دې نېژدېوالي پر وړاندې يې ټولنيزو بندېزونه نه واى تجربه کړي، دومره لويه فلسفه به يې څنګه ايجادوله. زه په دې برخه کې له ښاغلي تابان سره موافق يم، چې د يوه شخص نيمګړي ارمانونه په يوه نه يوه بڼه د ده په هنر او فلسفه کې ځان راښکاروي او د دومره لويو مفکرانو د فلسفو او نظريو ريښې د دوى په دې شخصي ژوند کې ليداى شو.
د منلو تصوراتو او باورونو پر وړاندې د غني نټه د کره کتونکي په اند، د ښکلاپوهنې د ذهنيت فلسفې ته لار باسي او دا خبره هم تر ډېره دقيقه ښکاري. په دې برخه کې چې شاعر ته څه ښکلي ښکاري او فيلسوف ته څه حق ښکاري، همغه عينې ښکلا او حقيقت بولي. د غني او روسو بېلګه بيا هم مخې ته راځي او داسې ښکلا او حق د پوسټ ماډرنيسټانو په اند، يوه شخصي مساله ده.
د دې مجلې په نورو ګڼو کې هم کره کتنې وينو؛ خو دا څو بېلګي په سويلي پښتونخوا کې د ادبي کره کتنې پوخوالى او جديت ښيي.
څرنګه چې په سويلي پښتونخوا کې معياري کتابونه چاپېږي، دغسې يې مجلې هم په علمي معيار برابرې دي. د هرې مجلې مضامين د دې سيمې د ليکوالو او چلوونکو خواري او علمي معيار ښيي. دا مجلې د تخصص له پلوه د نورې پښتونخوا له زياترو مجلو غوره دي. هره مجله يې د علم و ادب د لوستونکي تنده ماتوي. نوي موضوعات د دې مجلو مهمه ځانګړنه ده.
که متوجه شو، د سويلي پښتونخوا د علمي معيار په ټاکنه کې د دې مجلو لوى لاس دى. تر اوسه چې په نوره پښتونخوا کې د انټرنيټ سيلاب د مجلو د چاپ کلچر له ګواښ سره مخ کړى او خلک دا کلچر نور زوړ بولي، په سويلي پښتونخوا کې په اهتمام او په خپل وخت څو علمي مجلې چاپېږي. مهمه خبره دا ده، چې دا مجلې د نورې پښتونخوا د مجلو پرخلاف ډېر لوستونکي لري، ځکه چې په اهتمام چاپېږي، مضامين يې علمي او نوي وي او پر داسې موضوعاتو پکې ليکنې کېږي، چې په خواله رسنيو او ويبپاڼو کې يې په مشکله موندلاى شو.
۳– ټوليز جاج:
۳-1- د کره کتنې تيوريک بنسټ او محورونه:
په ټوله کې کره کتنه يوازې ارزونه نه ده، بلکې شننه او تشريح هم د ادبي نقد برخې دي، چې په سويلي پښتونخوا کې ورته ډېره پاملرنه شوې ده. د کره کتنې پر مهال بايد کره کتونکى متن ته وګوري، چې د کومې نظريې په کيلې خلاصېږي، ځکه هر متن د قلف کوټې غوندې وي، چې قلف يې خپله کيلي لري. کاظم خان شيدا چې ترکيبونو ته ډېره پاملرنه کوي، د شعر د شننې او معيارټاکنې لپاره يې غوره لار فورماليستي کره کتنه ده. د خال مجلې په کاظم خان شيدا نمبر کې د بارکوال مياخېل او نورو له کره کتنې ښکاري، چې دا ښاغلي کره کتونکي دې خبرې ته متوجه دي. همداسې د پرون فېض زاده ملال پر شاعرۍ له فيمينستي کره کتنې ليدلوري بريالۍ استفاده کېداى شي، چې د ښاغلي خانزمان کاکړ ليکنه يې ښه بېلګه ده.
دا ټولې بېلګې ښيي، چې له کره کتنې سره په سويلي پښتونخوا کې علمي او مسلکي چلن کېږي او پر دې بنسټ له نورې پښتونخوا که دلته کره کتنه مخکې نه ده، وروسته خو بېخي نه ده. په سويلي پښتونخوا کې موږ د تاثراتي، پرتليزې، فورماليستي، دوديزې، رغښتي، ارواپوهنيز، فيمينستي او ژبپوهنيزې کره کتنې ګڼې بېلګې ليداى شو. د ليکنې مجلې په پرله پسې ۲۸ ګڼه ښاغلي فدا محمد لېوال د خوشال پر شاعرۍ د اوسنۍ معياري پښتو له مخې کره کتنه کړې. د کره کتنې په مباحثو کې دې ډول کره کتنې ته ژبپوهنيزه کره کتنه وايي، چې ښاغلي لېوال د املا او کلمو د معيارسازۍ له پلوه کړې او د ژبپوهنيزې کره کتنې يوه بريالۍ بېلګه يې ګڼلاى شو.
پر دې بنسټ په سويلي پښتونخوا کې پنځګر محوره، متن محوره او لوستوال محوره کره کتنې وينو، چې لومړى ډول يې نسبتا پخوانى دى، دويم يې اوس هم د رغښتي کره کتنې په نامه چلښت لري او د اردو د ګوپي چند نارنګ، وزير اغا او نورو نظريو نه اغېزمنې دي، چې هغوى د شلمې پېړۍ په اوږدو کې وړاندې کړې وې؛ خو اوس د نويو نظريو په راتګ زړې برېښي؛ خو لا هم د متونو د شننې او هنري خواوو د رابرسېرولو لپاره کاريږي؛ خو اوسنى نسل د شلمې پېړۍ د وروستيو او د يويشتمې پېړۍ د لومړيو معاصره کره کتنيزو نظريو ته هم ځير دي. په دې کې لوستوال محوره کره کتنې راځي. په سويلي پښتونخوا کې له فيمينستي کره کتنې هم استفاده وينو؛ خو لويه برخه يې متن محوره کره کتنې دي، چې پر متن څرخي او يا پنځګر محوره دي، چې د متن او د متن د ايجاد شرايط او ماتن سره يې تړاو رابرسېروي.
پر دې سربېره د سويلي پښتونخوا په کره کتنو کې د نورې پښتونخوا غوندې د دوديزې کره کتنې ګڼې بېلګې هم وينو، چي کره کتونکي خپله ايډيا پر متن تحميل کړې وي او په اړه يې قضاوت کړى وي؛ خو ورسره د ماډرنې علمي کره کتنې ګڼې بېلګې هم شته دي، چې په پښتو کره کتنه کې د دې سيمې مهمه ونډه ثابتوي.
۳–۲– ژبه يې :
د سويلي پښتونخوا په کره کتنو کې ما د ژبې له پلوه دوه ډوله کره کتنې پيدا کړې. يو هغه کره کتنې وې، چې ژبه يې علمي او سيده وه، دويمې بيا له ادبي ژبې او استعارو ډکې وې. په لومړي ډول کره کتنو کې د نقد پر علمي اړخ ډېر تمرکز وينو. کره کتونکي هڅه کړې، چې د پنځونو درون ته ځان ورسوي او لوستونکي يې له ماهيت سره اشنا کړي؛ خو په دويم ډول کې بيا د کره کتنې ډېر تمرکز د خپل نقد پر ژبه وي، څرنګه چې ساده ژبه له ادبي ژبې نشو ايستلاى او نه دا ويلاى شو، چې د کره کتنې ژبه دې له ادبي خوږو ډکه نه وي؛ خو که د ادبې ژبې کارونه ډېره شې او تر زياتو تشبهياتو او استعارو ورسي، بيا داسې ښکاري، لکه کره کتونکى چې تجاهل کوي يا د پنځونې په اړه خپله ناپوهي د لوستونکى له سترګو د استعارو او تشبهياتو په غبار کې ورکول غواړي. دا ډول کره کتونکي زياتره وخت د پنځونو په اړه نوې او دقيقې خبرې نه لري،ځکه نو له يوه پلوه خبره په اوږده تمهيد پيلوي او له بله پلوه په خپلو خبرو کې د ادبي ژبې خواږه ډېروي.
۳–۳– ناپېلتيا يې:
تر کومه ځايه چې د پېيلتيا او ناپېيلتيا خبره ده. د سويلي پښتونخوا په کره کتنو کې د پلويتوب ګڼې بېلګې موندلاى شو. زياتره کره کتنې د تعمير په نامه شوې او د يوه شعر په اړه د کره کتونکي مثبت نظر ښيي. داسې بېلګې پکې ډېرې کمې موندلاى شو، چې د شعر منفي اړخونه هم پکې رابرسېره شوي وي يا له شاعر سره پکې ايډيالوژيک او شخصي مخالفت پالل شوى وي. زه فکر کوم، چې دا د سويلي پښتونخوا د کره کتنې مثبت اړخ دى، چې د ادبي پنځونو په اړه رغنده فکر عاموي او د نفي کولو کار پکې نه ترسره کېږي.
۳–۴– سيستماتيکتوب يې:
که د تخنيک له پلوه دې کره کتنو ته راشو، په سيستماتيک ډول پر مخ ځي. لومړى يوه ادعا وړاندې کوي، بيا يې د متن يا له متن سره د ماتن او شرايطو په تړاو د اثبات هڅه کېږي. د دې کره کتنو په سرليکونو کې يو ادعا پکې پرته وي، چې لاندې يې اثبات وي. دا ادعا د بېلابېلو شاعرانو د شاعرۍ په اړه نوي او په زړه پورې معلومات رانغاړي. د متن په پاى کې يوه پايله وي، چې په سيستماتيک ډول دا ښيي، چې وړاندې شوې ادعا څومره سمه او څومره ناسمه ده.
پايله:
سويلي پښتونخوا د پښتو شعر په کره کتنه کې خپله برخه لري. د دې برخه يادونه چې څنګه پکار ده، هغسې د پښتو په څېړنو کې نه ده شوې. په سويلي پښتونخوا کې شعر او کيسي ته ځانګړنې پاملرنه شوې؛ خو ورسره يې کره کتنه هم پر مخ تللې. په معاصر وخت کې دا وده موږ پر دوو ډګرونو ليداى شو، يو هغه کتابونه دي، چې د کره کتنې پر تيوريو او اصولو ليکل شوي او بل هغه مجلې دي، چې وخت په وخت پکې پر شعرونو عملي کره کتنې شوې دي. د کره کتنې پر اصولو او نظريو ليکل شوي کتابونه له نوښت ډک دي او د کره کتنې په اړه د نړۍ معاصرې نظريې لکه فورماليزم، رغښتي کره کتنه او لوستوال محوره کره کتنه رانغاړي. د دې آثارو له مخې پر پښتو شاعرۍ کره کتنه هم شوې ده.
په مجلو کې راغلې کره کتنې د پښتو شاعرۍ په اړه نوې خبرې لري. په دې کره کتنو کې له معاصرو تيوريو نه استفاده شوې او د دوديزوالي کچه يې ټيټه ده. په دې مجلو کې مهمې هغه تکتو، خال، ليکنې، لمبه او حسنى مجلې دي، چې زياتره يې اوس هم په اهتمام سره چاپېږي او د کره کتنې لپاره بېلې برخې لري.
د دې کره کتنو ژبه ساده، صريحه او هممهاله له ادبي خوږو ډکه ده. په دې کې د دروېش دراني کره کتنې هم دي، چې له تمثيلونو او استعارو سره ملې دي. دا کره کتنې د بېلابېلو شاعرانو د شعري عظمت تر شا موجود لاملونه رابرسېروي او پخپله په متونو کې پټ کمالونه راڅرګندوي. پر دې بنسټ په سويلي پښتونخوا کې پنځګر محوره، متن محوره او لوستوال محوره کره کتنې وينو، چې لومړى ډول يې نسبتا پخوانى دى، دويم يې اوس هم د رغښتي کره کتنې په نامه چلښت لري او د اردو د ګوپي چند نارنګ، وزير اغا او نورو نظريو نه اغېزمنې دي، چې هغوى د شلمې پېړۍ په اوږدو کې وړاندې کړې وې؛ خو اوس د نويو نظريو په راتګ زړې برېښي؛ خو لا هم د متونو د شننې او هنري خواوو د رابرسېرولو لپاره کاريږي؛ خو اوسنى نسل د شلمې پېړۍ د وروستيو او د يويشتمې پېړۍ د لومړيو معاصره کره کتنيزو نظريو ته هم ځير دى. په دې کې لوستوال محوره کره کتنې راځي. په سويلي پښتونخوا کې له فيمينستي کره کتنې هم استفاده وينو؛ خو لويه برخه يې متن محوره کره کتنې دي، چې پر متن څرخي او يا پنځګر محوره دي، چې د متن او د متن د ايجاد شرايط او ماتن سره يې تړاو رابرسېروي.
سرچينې:
۱– کتابونه:
۱- اسرار، شاهد. ۲۰۱۴. قارى اساس تنقيد. پښتو اکيډمي: کوټه
۲- تابان، لياقت. ۱۳۹۰. د حميد او شمس الدين پرتليز جاج. ملګري ليکوال: کوټه
۳- تبسم، عارف. ۲۰۰۷. پښتو ادب او نړيوال کلى. غزنوي خپرندويه ټولنه کوټه
۴- درانى، دروېش. ۲۰۱۸. کره کتنه او د هغې زغمل. کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه
۵ سيماب، نصيب الله. ۲۰۱۸. پښتو ادب او تنقيدي نظريات –
۶- مايل، ربنواز. ۲۰۰۳. ادب، تنقيد او فکر. پښتو اکېډمي: کوټه
۲– مجلې:
۷- کاسي، دلاور خان او کاکړ، عبدالرحمن. ۲۰۱۹. د عزيزالله ماما ايډوکيټ د پښتو شاعرۍ تحقيقي او تنقيدي جاج. تکتو(مجله). د جنورۍ- جون ګڼه. د بلوچستان پوهنتون پښتو څانګه: کوټه
۸- کاکړ، عبدالرحمن. ۲۰۱۷. د رحمن بابا پر شاعرۍ د روښاني شاعرۍ د اثراتو جايزه. تکتو: د جنورۍ- جون ګڼه. د بلوچستان پوهنتون پښتو څانګه: کوټه
۹- سيماب، نصيب الله. ۲۰۱۷. د سهيلي پښتونخوا غزل او د هغې ارتقايي مزل. تکتو: د جنورۍ- جون ګڼه. د بلوچستان پوهنتون پښتو څانګه: کوټه
۱۰- اياز، محمود. ۲۰۱۶. په نوي پښتو شعر کې د تمثالونو روايت. خال(مجله). د جنورۍ، فرورۍ، مارچ ګڼه. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۱- کاکړ، حبيب الله. ۲۰۱۶. شاعري او شاعرانه الهام د ربانيت او تخليق ترمنځ. خال(مجله) د اپريل، مى جون ګڼه. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۲- کاکړ، خانزمان. ۲۰۱۶. پروين ملال د حوادثو لور، د حوادثو شاعره. خال(مجله) د اپريل، مى جون ګڼه. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۳- باور، خليل. ۲۰۱۶. د ساسير “نظريه افتراق”. خال(مجله) د اپريل، مى جون ګڼه. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۴- تابان، لياقت. ۲۰۱۷. شيدا د تصوف د کومې نظريې پلوى دى؟. خال درې مياشتنۍ مجله. د کاظم خان شيدا نمبر. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۵- کاکړ، برکت شاه. ۲۰۱۷. کاظم خان شيدا او مرزا غالب: د روايت او جديديت دوه بېل شاعران. خال درې مياشتنۍ مجله. د کاظم خان شيدا نمبر. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۶- بريالى، عبدالکريم. ۲۰۱۷. کاظم خان شيدا د پښتو غالب. خال درې مياشتنۍ مجله. د کاظم خان شيدا نمبر. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۷- سمايلزى، فاروق شاه. ۲۰۱۷. د شيدا مشکل پسندي. خال درې مياشتنۍ مجله. د کاظم خان شيدا نمبر. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۸- مياخېل، بارکوال. ۲۰۱۷. کاظم خان شيدا؛ د طبيعي تشبيهاتو شاعر. خال درې مياشتنۍ مجله. د کاظم خان شيدا نمبر. خال پښتو ادبي تړون متحده عرب الامارت: کوټه
۱۹- درانى، باقي. ۲۰۱۴. تخليق او د نظر زاويه. ليکنې درې مياشتۍ مجله. د جولاى- ستمبر ګڼه. پښتو اکېډمي: کوټه
۲۰- کاکړ، نورمحمد. ۲۰۲۰. د جلال خليل شعر ته يوه کتنه. ليکنې درې مياشتۍ مجله. د جنوري- مارچ ګڼه. پښتو اکېډمي: کوټه
۲۱- لېوال، فدا محمد. ۲۰۲۰. د خوشحال خان خټک ديوان او اوسنۍ معياري پښتو. ليکنې درې مياشتۍ مجله. د جنوري- مارچ ګڼه. پښتو اکېډمي: کوټه
۲۲- ازاد، نعيم. ۲۰۱۴. د ارواښاد غني خان غنې خيالونه. لمبه(مجله). د جنورۍ- فرورۍ ګڼه. پښتو ادبي غورځنګ: شالکوټ
۲۳- تابان، لياقت. ۲۰۱۴. مظلوميت او د غني خان په شاعرۍ کې موضوعيت. لمبه(مجله). د جنورۍ- فرورۍ ګڼه. پښتو ادبي غورځنګ: شالکوټ
ځواب دلته پرېږدئ