ډاریو فو|شفیق امیرزی

2023-05-22
د ډاریو فو ژوند او ادبي آثار

ډاریو فو ایټالیوی معاصر لیکوال دی چې نه یوازې په لیکوالۍ؛ بلکې په تیاتر، طراحۍ، لوبغاړۍ، میوزیشن، ترانه جوړونې او نقاشۍ کې هم لوی لاس لري. هغه په سیاسي فعالیتونو کې هم ښکېل و او په لیکوالۍ او هنري برخه کې خو دومره مشهور شو، چې په ۱۹۹۷کال کې یې د نوبل جایزه وګټله. د هغه لیکنې او نندارې ډېر وخت د سیاسي وضعیت په غبرګون کې لیکل کېدې او پر سیاسي مسایلو یې خلک خندول. د ایټالیا سیاسي او ټولنیز وضعیت یې نقد کاوه او پر ډېرو جدي مسایلو یې نقدي خندنۍ ډرامې جوړولې. هغه د خپل وخت له مشهورو لیکوالانو، هنرمندانو او فیلسوفانو متاثر و او د ډېرو لویو هنرپاله شخصیتونو شاګرد هم پاتې شوی و.

ډاریو فو په ۱۹۲۶کال کې د ایټالیا د  یوه صنعتي ښارګوټي سنجیانو، د لجیونو سیمې په وارزه کلي کې زیږېدلی دی. د هغه کورنۍ د فاشېزم او فاشستي افکارو ضد وه او دی هم په همدې کورنۍ کې را لوی شو. پلار یې د رېل پټلۍ کارکوونکی و او کمونیستي مفکوره یې لرله. په همدې خاطر د ډاریو فو د ژوند ډېره برخه له یوې سیمې بلې ته په کډوالۍ او تګ راتګ کې تېره شوه. چېرته به یې چې د پلار دنده وه، نو کورنۍ هم اړ وه چې ورسره لاړه شي. تر ډېره به له خپلې مورنۍ نیا سره و. کله به چې له هغه کره لاړ، نو د دوی د سترو کروندو محصولات به یې په بازارونو ورسره پلورل. د هغه نیکه ډېر چالاک سړی و، د توکو د پلور پر مهال به یې د خلکو پام ځان ته را اړاوه. ده به په زړه پورې کیسې کولې، په زړه پورې خبرې به یې کولې او له کیسو سره د ډاریو فو مینه او اړیکه له همدې ځایه پيل شوه.

مور یې پینا روتا نومېده. روشنفکره مېرمن وه او لیکوالي به یې کوله. یو کتاب یې د څونګښو ځمکه نومېږي چې په ایټالیا کې یې د هغه مهال د کارګرو او کروندګرو کورنیو ژوند انځور کړی دی. مور یې ډېره چالاکه وه او په خپله لیکوالۍ یې د دوی په کورنۍ کې شور جوړ کړی و. هغه مهال د نړۍ له مشهورو لیکوالانو لکه برتولت برشت، ویلادیمیر مایکوفسکي، ادواردو ده فیلیپو او فدریکو ګارسیا لورکا سره اشنا وه.  په ۱۹۴۰کال کې چې کله ډاریو فو تنکی ځوان و، نو میلان ښار ته وکوچېد. په دې ځای کې یې په بېرا اکاډمۍ کې زده کړې پيل کړې. د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جبري عسکرۍ خدمت ته را وبلل شو، خو له دې جبر وتښتېد او د جګړې وروستۍ میاشتې یې په یوه زړه جونګړه کې په پټه تېرې کړې. کله چې جګړه ختمه شوه، دی هم ژوند ته را وګرځېد او د میلان په پلي تیکنیک پوهنتون کې پر زده کړو بوخت شو. دی همدلته پر زده کړو بوخت و چې عصبي حمله ورباندې راغله او له همدې امله اړ شو چې پوهنتون په نیمايي کې پرېږدي. له دې وروسته یې سینما او تیاتر ته مخه کړه.

ډاریو فو د خندا عاموونکی و. ښایي تاسې ته پوښتنه پیدا شي چې څنګه عاموونکی؟ خندا خو هسې هم عامه ده او هر څوک کولی شي وخاندي. خو د ده په اړه یو څه ډېر مهم دي، چې ده تیاتر او ډرامې له انحصاره را و ایستې. تر ده وړاندې به ډرامې یوازې اشرافو کتلې، د خندنیو صحنو لپاره به یې یوازې شتمنو خندل. یوازې چارواکي به ورته ناست وو. د وخت مهم کمیډن به د شاهانو او وزیرانو په دربار کې ناست وو او یوازې دوی ته به یې مسخرې کولې، خو فو د دې هر څه مخالف و. ده ویل چې د خندا خبرې باید عامې وي او عام خلک هم باید دا خبرې واوري. ډاریو فو د شاهانو د دربار هغه ممثل و، چې تمثیل او ډرامې یې دربارونو، عامو کوڅو او عامو محفلونو ته یوړې. له همدې امله د ډاریو فو په اړه وایي چې هغه د خندا د عامولو او خندا د ملي کولو سرلاری دی. هغه د خپلو خندنیو صحنو لپاره د ملي خندا اصطلاح وکاروله. په دې مانا چې ملت باید وخاندي، پر هر هغه څه چې د خندا وړ وي، باید رابرسېره شي، هغه سیاست باید مسخره شي چې سیاستوال یې د ولس د ژغورلو لار بولي، خو په حقیقت کې یوازې تېر ایستل وي. هغه پلان باید خندنی شي او خلک ورباندې پوه شي چې ولس ته ښه ښکاره شوی، خو په اصل کې چارواکو د ځان د مړولو او لویولو لپاره کنده کېندلې ده. په دې توګه نو هغه د دې ملاتړی و، چې تمثیل او ډرامې باید عامې شي او هر څوک پر هغه څه وخاندي چې د خندا وړ وي او هر څوک باید هغه څه ته خوشاله شي چې په دربارونو کې یوازې اشراف ورته له خندا شنه وي. ده به ویل، په ډرامو او تمثیل کې باید ټول حاضر وي، هنر باید محاصره نه شي او ښې خبرې باید د افرادو په کورونو کې بندې نه شي. هغه په دې باور  و چې که ملت پر ناسم سیاست وخاندي، پوه شه چې د وخت د واکمنانو پښې رېږدي. ده ته چې کله په ۱۹۹۷کال کې د نوبل جایزه ورکول کېده، هلته یې هم پر همدې ټینګار وکړ، ده ویل هېڅ شی د واکمنو پښې دومره نه شي کمزورې کولی لکه د دوی پر دوکو، ناسمو کړنو او بې پرواییو چې عام وګړي وخاندي.

خو له دې هر څه سره چې موږ یاد کړ، ډاریو فو یوازې د خندولو سړی نه دی، که داسې وی، نو کتابونه به یې یوازې ټوکې وې؛ خو نه هغه ډېرو ژورو مسایلو او ناخوالو ته هم کتنه کړې ده. فو په یوه غشي دوې نښې ویشتې. له یوې خوا یې لیدونکي خندول او له بلې خوا یې دوی خپلو نیمګړتیاوو ته دومره متوجه کول، چې د ډرامې تر خلاصېدو وروسته به یې سر څړیکې وکړې، پوه به شول چې کیسه چېرې وه. دی دې لومړی خندوي او وروسته دې پر خپل حال ژړوي. دی په خپله وایي، له تیاتر د خندا د یوه ستر ماشین په توګه استفاده کوي، خو تر څنګ یې موخه دا ده چې لیدونکی وپاروي، د هغه کرکه وپاروي او هغه پر خپلو ناسمو کړنو غوسه کړي. دی وایي، که له دې دواړو کارونو یې یو کړی وی او بل پاتې وی، نو ارو مرو به په خپلو چارو کې ناکام و. له همدې امله وایي چې فو د انسان دوې مهمې ځانګړنې سره یو ځای کړې دي. ده خندا او غوسه سره ګډ کړي دي، سیاست او خندا یې سره یو ځای کړي دي، شعر او سیاست یې یو ځای کړي، په دې توګه یې په خپل فکر او هنر کې انسان ته ارزښت ورکړی دی.

د عامه پالنې په برخه کې ډاریو فو تر ډېره د برتولت برشت لاره تعقیب کړې ده. د ده دې مفکورې ته ډېر وخت برشتي مفکوره ویل شوې ده. دی وایي، د انساني ژوند تر ټولو پېچلي او ژور مطالب باید راپيدا شي او ورباندې بحث وشي، خو په دې شرط چې دغه مطالب د انسانانو له تاریخ، هویت او دودونو سره تړلي وي.

 د ده په اثارو کې ډېر وخت یوه ارادي یا غیر ارادي روشنفکري موجوده وي. تل یې غوښتي چې خلک له وړو فکرونو او وړو مسایلو را پورته کړي او د ژوند پر مهمو لارو یې ودروي او مهمو مسایلو ته یې متوجه کړي. له همدې امله ویلی شو چې هغه په زهرو کې ګوړې خرڅولې، خبرې یې ترخې؛ خو پخې او د درد دوا کوونکې وې.

که تاسې د فو نندارې وګوری، نو ارو مرو په هغه کې غوسه، رخه، کرکه، مینه، شوق، ناهیلي او هر څه یو ځای وینی. خو له دې ټولو د فو هدف یو دی او هغه هماغه د خلکو خندول او د حقیقت بیان دی. فو دا هر څه د ورېځو په څېر یوې او بلې خوا ته ټېله کوي څو لیدونکی او لوستونکی حقایقو ته ورسوي. د ده یوه مشهوره ډرامه د یوه انارشیست تصادفي مړینه ده. د همدې نندارې له امله فو د نوبل جایزه وګټله. دا په رېل پټلۍ کې د یوه کارګر د ژوند ترخه پېښه انځوروي. دغه کارګر د ماین اېښودلو په تور نیول کېږي. په زندان کې مړ کېږي. دې سړي له ماین اېښودنې سره هېڅ اړیکه نه لرله، بلکې د پولیسو له لوري په جعلي توګه دا صحنه جوړه شوې وه. په دې کې د رواني په نامه یو کس د نندارې مرکزي کرکټر دی. دا کس له ځانه هر څه جوړولی شي، کله قاضي شي، کله پولیس شي، کله څارنوال وي او دې ته ورته نورې څېرې. له همدې امله څو ځله د پولیسو له لوري د خلکو د تېر ایستلو په تور نیول کېږي، خو هر ځل خوشی کېږي او ابرا اخلي. رواني وايي، ټولټال یوولس ځله نیول شوی، خو هر ځل خوشی شوی دی. د هغه د خوشي کېدو لامل هم دا وي چې هغه ښه تمثیل کولی شي او په همدې خاطر هر ځل قاضي تېر ایستلی شي. هغه دومره په تمثیل کې تکړه وي چې ان ډاکتر هم تېر باسي او د هغه ټول معاینات ښيي چې دی لیونی دی. شپاړس ځله د لیونتوب په نامه بستري کېږي هم. په دې ننداره کې د خندا او غوسې صحنې دي. له یوې خوا د پولیسو ناسمې کړنې او له بلې خوا د مرکزي کرکټر له لوري د دوی تېر ایستل د پېښو منفي او مثبت اړخونه ښيي او پر دواړو لوستونکی او لیدونکی خندوي.

هغه خپل کار په ۱۹۵۲کال کې په لومړي سر کې په راډیو او ټلوېزیون کې له وړو وړو ټوټو لیکلو پيل کړ. ده د ایټالیا په ملي راډیو- ټلوېزیون کې مونولوګونه لیکل. ده په ۱۹۵۴کال کې د خپلو ډرامو له مشهورې لوبغاړې فرانکا رامې سره واده وکړ. د رامې کورنۍ له څو لسیزو راهیسې د ایټالیا په شمال کې نندارې تر سره کړې وې او په دې هنر کې یې عمرونه تېر کړي وو.  له دې واده وروسته رامې د فو د اثارو یوه کمپنۍ جوړه کړه او هلته یې د ده ځينې اثار خپاره کړل. په دې موده کې د فو په اثارو کې د امریکا پر امپریالېزم، د ایټالیا پر دروغجنو او دوه مخو اتلانو، پر تېر اېستونکو چارواکو، دوه مخو سیاستوالو او ناسمو حکومتي کړنو بحثونه کېدل. د ایټالیا سیاسي او ټولنیز وضعیت یې نقد کاوه او پر مهمو مسایلو یې د خلکو پام ځان ته را اړاوه. د هغه ډېرې نندارې او ډرامې د حکومت له لوري په فشار او زور سانسور کېدې هم، خو بیا به یې نندارې ته وړاندې کولې.

د فو تر ټولو مشهوره پنځونه د یوه انارشیست مړینه وه. دا ننداره یې په ۱۹۷۰کال کې نندارې ته وړاندې کړه، چې د نړۍ په څلوېښتو هېوادونو کې د تیاتر صحنې ته راغله. له همدې وروسته فو په ایټالیا او ډېری هېوادونو کې د یوه وتلي لیکوال څېره ځان ته خپله کړه. اثار یې د نړۍ په پنځوسو هېوادونو کې چاپ شوي دي او شاوخوا دېرشو ژبو ته ژباړل شوي دي. فو په خپلو لیکنو کې ډېر وخت د حکومت ضد دریځ خپلاوه او له دې سره ګواښونه هم ورته جوړېدل. په ځلونو په مرګ ګواښل شوی دی. وهل شوی او ډبول شوی دی او ځورول شوی دی. یو ځل یې مېرمن او یو همکار وتښتول شول، وروسته ثابته شوه چې هغه د دولت اړوند پولیس و. په ترکیه او امریکا کې یې پر اثارو بندیزونه لګول شوي وو او ویل کېدل چې د ده اثار خلک د حکومتونو پر ضد پاروي. ده به ویل که یې په اثارو کې دومره قوت وي چې خلک د فاسدو حکومتونو پر ضد وپاروي، نو دا ده ته د نوبل تر جایزې هم مهم خبر دی.

د نوبل بنسټ یې هغه مهال د لیکنو او پنځونو په اړه ویلي وو، چې هغه یو پیاوړی لیکوال دی، خلاق دی او په منځنیو پېړیو کې یې پر خلکو له شوو ظلمونو، کړاونو او شکنجو پرده پورته کړې ده. د ادبیاتو دغه پیاوړی لیکوال او طنز لیکونکی د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په ۱۳مه د نوي کلونو په عمر ومړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو