اوېستا او له پښتو ژبې سره يې تړاو/ دکتور اجمل ښکلی

2023-05-07
د اویستا او پښتو ژبې د تړاو په اړه د دکتور اجمل ښکلي‌ تحقیقي‌
اجمل ښکلی

لنډيز:

اوېستا د کومې ژبې نوم نه دى… په دې باب ډېر مشکل پرابلم دا دى، چې د اويستا له مذهبي متنونو څخه پرته په دغه ژبه کوم متن يا سند نه دى موندل شوى، بلکې په دې باب هېڅ داسې سند نه دى موندل شوى، چې د کوم خاص توکم يا خاصې سيمې سره د هغه ارتباط وښيي. له دغه مجبوريته د دغې ژبې له پاره څه موده پخوا د “اوېستا ژبه” يا “اويستايي ژبه” اصطلاح ونه منل شوه(شينوارى، ۱۳۶۹: ۱۲۴۱۲۵).

اوېستا خو د زرتشتي دين کتاب دى، چې لرغونې ريښه يې (Upasta) يوازې د “اساسي متن” مانا لري(شينوارى، ۱۳۶۹: ۱۲۴۱۲۵). د دې کتاب وروستۍ برخې چې د ساسانيانو پر مهال وليکل شوې، “زند” ورته ويل شوي، چې د استاد حبيبي(۱۳۸۴: ۲۰۳) او مرحوم دوست شينواري په وينا(۱۳۶۹: ۱۱۲) د (ازنتيش Azantish) له کلمې اخيستل شوې، چې د پلټونکو په عقيده يې معنا د هغې تفسير، ترجمه يا زيات دى.

د اوېستا او پښتو د خپلوۍ په اړه په شلمه پېړۍ کې بېلابېلې نظريې وړاندې شوې، چې ځينو يې خور او ځينو اوېستا د پښتو مور بللې، چې مارګنسترين او استاد زيار د نظريې پر بنسټ اوسنۍ پښتو د ساکي لمسۍ او اوېستا د ساکي خور ګڼل شوې. په دې لېکنه کې د اويستا د کتاب او اوېستا او پښتو په تړاو د وړاندې شويو نظرې په اړه لولئ:

کليدي کلمې: اوېستا، پښتو، ساکي، زرتشت

۱- سريزه:

استاد حبيبي(۱۳۸۴)  د اوېستا د کلمې په اړه د ځينو پوهانو نظرونه راخيستي:

۱ پروفيسر ګلدنر: له پروفيسور (اندراس) څخه هسې نقل کوي، چې د اوېستا کلمه له پهلوي(اوپستا) څخه مشتقه ده، چې مانا يې (اساس، بينان او اصلي متن) ده. پروفيسر بارتولومه او ويسباخ دغه کلمه په اوېستا او هخامنشي ډبرليک کې د (پناه او کومک) په ماناوو راوړې.

۲ يو بل مشهور عالم جيکسن: د نيويارک د کولميبا کالج پروفيسر هسې وايي، چې د اوېستا اصطلاح له اوېستاک (Avistak) څخه راوتلې ده، چې دا کلمه په ساساني دوره کې عموما مستعمله وه؛ مګر دا نه ده معلومه، چې اصلي مانا يې څه ده؟ ښايي چې پهلوي اوېستاک، لکه د سنسکريت ويدا غوندې د (پوهې، دانش او علم) په مانا وي يا ښايي چې مانا يې اصلي متن The Original Text وي يا قانون.

۳ اوپرت Oppert هسې ليکي: د اوېستا کلمه اساسا له ابستا Abasta پارسي کلمې څخه جوړه شوې ده، چې مانا يې قانون دى.

۴ ځينې نور پوهان دا عقيده لري، چې اوېستا د مجهول او نامفهوم مانا لري او دوې ټوټې کلمه ده، لومړۍ ټوټه(آ) يعنې “نه”؛ دويمه ټوټه “وېستا” يعنې دانسته ده، چې مرکبا “نامفهوم او مجهول او نادانسته” ورته وايي او د دې نامه وجه تسميه هم داسې بيانوي، چې: اصلي باختري اوېستا دوې نسخې وې او دغه نسخې هم د سکندر په تاړاک کې ورکې او تالا شوې، وروسته چې په پارتي او ساساني دورو کې د اوېستا د کتاب دويمه پلا ټولونه شروع شوه؛ نو يې خطي ټوټې هسې وې، چې څوک نه په پوهېدل؛ نو يې “مجهول او نامفهوم” وباله.

پخپله استاد حبيبي(۱۳۸۴) د دې کلمې شننه کړې، چې په وينا يې “او” “ښه” او “ستا” د “ستاينې” په مانا ده، چې ښه ستاينه ترې جوړېږي.

د تقي بهار په وينا(۱۳۸۹)، اوېستا له “اوپستاک” نه اخيستل شوې، چې د کلک او محکم ځاى په مانا ده، چې د محکماتو او شريعت د آيتونو مانا لري.

اوېستا د زرتشت د مذهب د متونو ټولګه ده(شپون، ۱۳۹۷: ۳۸). زرتشت څوک و؟ مرحوم دوست شينوارى(۱۳۹۳) د افغانستان تاريخ په ماخذ، زرتشت د “زرد” يعنې “زوړ” او “اوشت” د “اوښ” ترکيب ګڼي، چې مانا يې “د زړو اوښانو څښتن” کېږي.

زرتشت په اوېستايي ژبه کې “زراتوشترا” دى، چې همغه د زرينو يا ژيړو يا زرو اوښانو د څښتن مانا لري. (پارسي ويکيپيډيا).

د زرتشت د ژوند په اړه پوهان مختلف نظرونه لري. څوک يې د اوومې او څوک يې د شپږمې مز پېړۍ سړى بولي، چې په بلخ کې يې د يوه نوي دين بنسټ کېښود او خلک يې بزګرۍ ته وروبلل. په دې دين کې چې اور تقدس درلوده، اورپښتي(استاد زيار) يا آتش پرستان يې بولي.

زرتشت څو معبودان يا ارباب الانواع خلکو ته معرفي کړل، لکه “ميترا” د مېوو رب النوع، “اناهيته” د کروندو پالونکى او داسې نور. د دغو ارباب الانواعو په باره کې د سندرو مجموعه اوېستا ده(شينوارى، ۱۳۹۳: ۱۳۲). د اوېستا دې برخې ته ګاثونه يا ګاتونه وايي، چې د ويدا له ګيتونو سره همريښه ده او سندرو ته وايي.

زرتشت په يسنا کې د خپلو ملاتړو له کموالي او بېوزلۍ سر ټکوي او د ځينو غرنيو دوښمنانو نومونه اخلي، چې د استاد زيار(۱۳۹۴) په وينا ساکي پووندګر د پښتنو نيکونه دي. په دې ډول زرتشت له خپل ټاټوبي کډه کوي او ګاونډي سلطنت ته ځي، چې مشري يې  ګشتاسپ کوي. دلته نوموړى ډېر پلويان پيدا کوي. ګشتاسپ هم پرې ګروهمن کېږي، چې له دې سره يې د نېژدې تورانيانو په تېره د ارجاسب توراني غوسه راپارېږي. د استاد زيار(۱۳۹۴) په وينا، په اوېستا او شاهنامه کې راغلي توراني(لکه ضحاک تورانى) همدا پووندګر ساکان دي، چې د بلخ په شمالي سيمو کې اوسېدل او وخت پر وخت يې پر آبادو کرنيزو سيمو بريدونه کول. مرحوم دوست شينوارى(۱۳۶۹) چې اوېستا د يوه عصر زېږنده نه بولي او وايي، چې په دې کې تر کرنې مخکې د پوونده ګرۍ د پړاو هم خبرې راغلي؛ خو “د آريايي فيلالوژۍ اساسونه” دا خبره هم رااخلي، چې په دې کتاب کې د آرياني قبايلو د ژوند هغه مرحله منعکسه ده، چې ځينې ګروپونه يې د کوچ او لېږد پر ځاى ديشين شوي او په کليوالې مالدارۍ بوخت وو. ښايي مرحوم شينواري دا خبره هېره کړې وي، چې ټولو آرياني قبايلو په يو وار کرنې ته مخه نه ده کړې، بلکې پر هغه مهال چې ځينو بزګرۍ ته مخه کړې وه، لا هم پوونده قبايل وو، چې استاد زيار(۱۳۹۴) يې ساکان بولي  او دا د زرتشت سره هممهال شته وو.

د زرتشت دين(مزداييزم) هخامنشي باچاهانو منلى و او د هغوى رسمي دين و؛ خو په ۳۳۰ مز چې سکندر پر آريانا بريد وکړ، “د هندي زرتشتيانو د رواياتو له مخې د دولسو زرو غوايانو په څرمنو باندې د سرو زرو په اوبو ليکل شوې اوېستا يې وسوزوله”(شپون، ۱۳۹۷: ۴۱).

د مقدوني سکندر تر مړينې وروسته د مرحوم دوست شينواري(۱۳۶۹: ۱۱۹۱۲۰) په اند، په لومړي وار په ختيزه آرياني خاوره کې د اشکانيانو (۲۵۰مز ۲۲۶ ز) پر مهال په مساعد کړي آرامي ليکدود وليکل شوه. د اوېستا ټولولو د ساسانيانو په عصر کې دوام وکړ. تاريخي روايتونه په دې باب په خاص ډول د تنسر(Tansar) د خدمت يادونه کوي. دا سړى د ساساني کورنۍ د موسس لومړي اردشېر(۲۲۶۲۴۱( لمسى او د لومړي اردشېر شاپور (۲۴۱۲۷۲( زوى و. ده هغه کار پيل کړ، چې پلار يې پيل کړى و.

په دې توګه پر لرغونې اوېستا ځينې نورې برخې ورزياتې شوې، ځکه چې “ټولوونکو غالبا د زړو متنونو د لټون او د هغو د نقلونو هاند نه کاوه، بلکې زيار يې ايسته، چې د زړو متنو په تقليد نوي متنونه وليکي، ځکه دا خبره بې اساسه نه ده، چې وايي ديارلسمه يسنا چې د “فروردين” يا “فره وه شي” په سندرو مشهوره ده، د درېيمې پېړۍ له نيمايي نه دمخه ترتيب شوې نه ده، يعنې د لومړې شاپور په وخت کې ترتيب شوې ده. په دغه ډول دا بېخي څرګنده ده، چې د اوېستا د ټولو متنونو د لرغونوالي په باب خبرې نشي کېداى، بلکې د دغه کتاب د څو برخو د لرغونوالي په باب خبرې کېداى شي.”(شينوارى، ۱۳۶۹، ۱۲۲).

د ساسانيانو پر وخت د اوېستا پهلوي تفسير ته زند وويل شو، چې وروسته يې مکرر تفسير وشو او  پيتي زنتي يعنې مکرره تشريح يا پازند ورته وويل شو.(حبيبي، ۱۳۸۴، ۱۹۳)

۲-۱- اوېستا چېرته او کله ليکل شوې؟

د اوېستا په باب داسې پوښتنه نشته، چې کله په کوم ځاى کې او چا ليکلې ده، بلکې پوښتنه دا ده، چې د اوېستا خورا ډېره لرغونې او لومړۍ برخه کله او چېرته تاليف شوې ده؟

دې پوښتنې ته يو لنډ او اسان ځواب ورکولاى شو او هغه دا چې د اوېستا لومړۍ او لرغونې برخه همغلته تاليف شوې، چېرته چې زرتشت پيدا شوى او له کومه ځايه چې زرتشتي عقيده خپره شوې، يعنې د لرغوني باختر مرکز بلخ.(شينوارى، ۱۳۶۹: ۱۱۳).

د مرحوم شينواري(۱۳۶۹) په اند، اوېستا په بېلابېلو مرحلو کې ليکل شوې او آن ځينې برخې يې تر زرتشت مخکې چې لا آرياني قبايل پوونده وو، هم ليکل شوې، چې وروسته يې بيا هغه برخې جوړې شوې، چې د زرتشت له نامه سره تړاو لري. استاد حبيبي(۱۳۸۴: ۶۷) يې ښايي له همدې امله د ليک نېټه (۱۰۰۰ مز) بللې.

که څه هم ځينې څېړونکي په دې اند دي، چې اوېستا د ګڼو خلکو تاليف دى؛ خو په اغلب ګومان يې نسبت زرتشت ته کېږي، چې په شپږمه يا اوومه مخزېږده پېړۍ کې تېر شوى. تقي بهار(۱۳۸۹: ۱۴) يې ژوند تر ۵۸۳ مز پورې ګڼي او کالو هيننګ د ۶۲۸ او ۵۴۱ مز ترمنځ اټکل کړى دى. 

د ځينو ايراني پوهانو په باور، اوېستا په اوسني ايران کې ليکل شوې، چې هخامنشيانو او ورپسې ساسانيانو منلې ده؛ خو د ګايګر، مارګنسترين او استاد حبيبي، مرحوم دوست شينواري، استاد زيار او نورو په اند، اوېستا د اوسني افغانستان په حدودو کې په بلخ کې رامنځته شوې، چې وروسته فارس ته رسېدلې. په اوېستا کې د اوسني افغانستان د ډېرو سيمو نومونه راغلي، چې استاد حبيبي په (د پښتو ادبياتو تاريخ کې) کې رااخيستي.  مرحوم دوست شينواري په (افغانستان په اوېستا کې) په نورو دلايل ثابته کړې، چې اوېستا په بلخ کې ليکل شوې ده.

۲-۳- د اوېستا ليکدود

مرحوم دوست شينوارى وايي: “… د مقدوني سکندر له فتوحاتو وروسته چې په باختر او هلمند کې د يونانيانو قدرت ټينګ شو. په دغه سيمو کې يوناني الفبا ومنل شوه. له دغه وخته ډېرې سکې او اسناد پاتې دي، چې نه يوازې نومونه، بلکې ډېرې باختري کلمې هم پرې ليکل شوې دي. د ختيزو آرياني(باختر) ژبو ټول غږونه د يوناني الفبا په قالب کې نه ځايېدل او ضمنا هغه ژبه هم د مړيني په حالت کې وه، چې د زرتشتي مذهب ژبه وه او تلفظ يې هېرېده؛ نو ځکه د زرتشتي مذهب روحانيونو دا لازمه وګڼله، چې فونيټيک يې بايد وليکل شي او مذهبي متنونه له هېرولو وژغوري.

له دغو متنونو څخه دوى يوازې په مذهبي چارو کې نه، بلکې د خبيثه ارواحو سره په مجادله کې د يوې ښې ذريعې په حيث هم کار اخيست، نو په هر صورت د دغو متنونو د فونيټيک ساتنه لازمه ګڼله کېده، نو په کومه الفبا بايد دا کار شوى واى؟ په يوناني الفبا دا کار نه شو کېداى، دوى دا فيصله وکړه، چې هلته په ارامي الفبا چې د پارتياني ژبې لپاره مروجه وه، هغه وليکي.

دوى دغه الفبا د اوېستا د ليکلو لپاره نوره هم مساعده کړه، البته دغه کار په پرله پسې اوږده وخت کې وشو، ځکه چې د اوېستا د ليکلو لپاره د پارتياني الفبا سمول او په هغو کې د اوېستا د ژبې د غږونو لپاره د تورو زياتول ضرور وو، ځکه چې په دغه الفبا کې د دغې ژبې د زياتو غږونو لپاره توري نه وو، د زيات کوښښ نه وروسته د اوېستا د ليکلو لپاره يو نسبتا ښه غږيز سيستم جوړ شو” (شينوارى، ۱۳۶۹: ۱۱۸۱۱۹).

۲-۳- د اوېستا محتوا

اوېستا د محتوا له پلوه پر روايتونو او منظومو دعاوو او سرودونو وېشلى شو. په روايتونو کې پکې د ځمکې او اسمانونو د پيدايښت کيسه وينو، چې په څومره وخت کې اهورامزدا ځمکې او اسمانونه پيدا کړل.

د زرتشتي مذهب د منځته راتلو په وخت کې ختيزو آرياني قبايلو د زښتو ډېرو ارباب الانواعو لمانځنه کوله، چې د طبيعت د قوت د يوې يا بلې برخې سېمبول وو. دلته د جنګياليو او پادو ساتونکى ميترا(Mitra)، د مېوو پالونکى اناهيتا، د کروندو حامي تيشتريا، ستوري لا پخوا لمانځل کېدل او د خلکو په عقايدو کې يې تقدس لاره. زرتشت په خپل مذهب سره په کوښښ پيل وکړ، چې له دغو لرغونو عقيدو سره مبارزه وکړي او د هغو په مقابل کې يې د يوه دوالستيک[1] مذهب بنسټ کېښود، چې په مرکز کې يې سپېڅلي اهورامزدا ځاى درلود (شينوارى، ۱۳۶۹: ۸۱).

د مرحوم شينواري په فکر د ګاتونو او ياشتونو روحيه مضمون او موخه د پوونده وو، چې د تورا(tura) په نامه ياد شوي او ساکان دي، پرخلاف د کليوالو او ښاري خلکو ژغور و. د اوېستا روايتونه وايي، چې د دوى د ځايونو پيدا کوونکى مقدس اهورامزدا او د مخالفينود هغو پيداکوونکى انګرمن(اهريمن)دى. د زرتشت همدا مفکوره د بلخ د واکمن ګشتاسپ په ګټه وه، چې دا دين يې ومانه.

په زرتشتي دين کې اهورامزدا شپږ مرستيالان درلودل، چې هر يوه خپله دنده درلوده: واهومن رمې اداره کولې، اشه واهيشتو اور، خشاتره وريه فلزونه، سپينته ارماتي ځمکه، هورواتات اوبه او امرتات ترکردي اداره کول.

په اوېستا کې اهريمن منفي ځواک يا په اوسنۍ اصطلاح شيطان دى، چې تل بد کارونه کوي او د اهورامزدا د نېکو کارونو مخه نيسي. دى د دېوانو يو لښکر لري، چې د اهورا مزدا له قوتونو سره جنګېږي، د خلکو ترمنځ شخړې پيدا کوي، ناوړه فکرونه او نور بد اعمال پيدا کوي؛ خو اهرېمن يې مخه نيسي. دا دېوان شپږ مشران لري او دا راته وايي، چې “شپږ” په زرتشتي دين کې لکه د اور او رڼا غوندې تقدس لاره. 

له دېوانو سره ځينې ښځمن موجودات چې دروج يا دروغ بلل کېږي، په بدو کارونو کې مرسته کوي او همدا راز په دې خبيثه قوتونو کې پېريان يا د اوېستا له مخې پريکه هم شامل دي، چې پر خلکو جادو کوي او د ښکلو ښځو په بڼه څرګنديږي، چې خلک وژني يا يې له اهريمنه لرې کوي. (شينوارى، ۱۳۶۹، ۹۰۹۱(

۲-۴- اوېستا کومې برخې لري؟

د اوېستا د کتاب راپاتې څلورمه برخه پينځه برخې لري:

۱ يسنا: د لمانځنې مانا لري. د اوېستا مهمه برخه ده، چې ګاتونه پکې راغلي دي او ۷۲ څپرکي يا هات ده. ګاتونه منظوم دي او پينځه برخې لري، چې اهنود، اشتود، سپنتمد، وهوخشتر، وهيشتواشت.

۲ ويسپرد: له يسنا سره ډېر ورته والى لري او ورسره يوځاى په ديني مراسمو کې لوستل کېږي.

۳ يشت: د اهورامزدا ستاينه ده، چې د ژبې له پلوه له ګاتونو سره څو پېړۍ توپير لري.

۴ ونديداد: د قانون په مانا دى. په دې برخه کې د زرتشتيانو مذهبي احکام راغلي دي. له سبک نه يې ښکاري، چې د اشکاني مهال دي.

۵  وړه اوېستا: د لمانځه، ادعيي، سپېڅلو ورځو او نورو مراسمو او وختونو  او همدا راز زرتشتي قبا اغوستل او کمربند تړلو په مراسمو کې ويل کېږي. دا برخه د ساساني باچا دويم شاپور په وخت کې له ۳۱۰ نه تر ۳۷۹ پورې ليکل شوې ده.

۳- اوېستايي د کومې کورنۍ ژبه ده؟

تاريخي ژبپوهنې د نړۍ بېلابيلې ژبې په ۱۰۰ کورنيو وېشلې دي، چې په دې کورنيو کې هندو اروپايي ستره کورنۍ ده(زيار، ۱۳۹۴، ۶۲۳)، چې پر دوو لويو څانګو وېشنه مومي، چې يوه د اروپا آريايي ژبې دي او بله د هندوآرياني څانګه ده. په هندو آرياني کې د هند او لرغوني آريانا ژبې راځي.

دغه(آرياني) نومونه(اصطلاح) … افغاني پوهانو د “ايراني Iranian” پرځاى رادود کړې او هغه هم د ۱۹۵۷ ز  کال له پرېکړې راهيسې، چې په کابل کې د پښتو نړيوالې څېړنغونډې د برخوالو له خوا د استاد مورګنستيرن په مشرۍ شوې وه او يوازې يې افغاني ليکوالو او چارواکو ته د کارونې سپارښت شوى و، ځکه چې ختيځپوهانو يې لږ تر لږه د نولسمې پېړۍ له پاى په نومېرلې توګه د شلمې له پيل راهيسې اوښتې بڼه “ايراني” کارولې.

آرياني ژبې له يو بل سره د نزديکتونو او توپيرونو له مخې په بېلابېلو څانګو کې ځاى پرځاى کېږي؛ خو څرنګه چې دا ژبې په بېلابېلو سيمو کې ويل کېداي؛ نو په شمال ختيزو، سويل ختيزو، سويل لوديزو او شمال لويديزو څانګو وېشل کېږي. د دې څانګو په تفکيک کې يوازې جغرافيه نه، بلکې مهال هم لاس لري. مطلب دا چې دا څانګې له لومړۍ مخزېږدې زريزې نه راواخله تراوسه پورې په درو دورو وېشل کېږي. په دې دورو کې دې ژبو بدلون کړى، مړې شوې، پرځاى يې نورې ژبې راټوکېدلې، لهجې په ژبو اوښتې يا سره د مختفلو ژبو ګړدودونه يوځاى شوي او يوه نوې ژبه يې جوړه کړې يا هم يوه ژبه د څو ژبو له له پيوستونه رامنځته شوې. کومې ژبې چې مړې شوې، پر ځاى يې لوڼه دي، ګنې په ورپسې ژبو کې يې د خپلې وييزېرمې او رغښت اغېز پرېښى دى.

ايراني پوهان چې اوېستايي ژبه د فارس ژبه بولي، د آرياني ژبو په لويديځه څانګه کې يې شمېري؛ خو څرنګه چې څېړنو ښودلې، اوېستا د بلخ د شاوخوا ژبه ده؛ نو آرياني ژبو په خيتزه څانګه کې راځي، چې استاد زيار يې سويل ختيزه څانګه کې د باختري له انا، ساکي، پښتو له انا او د سوغدي له انا سره په لرغوني پېر کې راولي. (زيار، ۱۳۹۴، ۵۵۳)

د استاد زيار په (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) له مخې له ساکي او اوېستا سره د پښتو تړاو وينو:

۳- د پښتو او اوېستا د تړاو په اړه

دا له ډېر پخوا نه يوه پوښتنه وه، چې پښتانه څوک دي؟ هغه وخت لا د پښتو ژبې پر ځاى پښتنو اهميت لاره، ځکه چې سياسي هلو ځلو او بغاوتونو يې د وخت واکمن پرېشانه کړي وو او دا اړتيا وه، چې دا قوم وپېژندل شي.

نو د پخوانو تاريخونو دود تصور دا و، چې پښتانه اسراييل دي. په شلمه پېړۍ کې چې د پښتو ژبې په اړه د تاريخي څېړنو بازار تود شو؛ نو دا خبره يو ځل بيا رامنځته شوه، چې پښتانه څوک دي؟

څرنګه چې تاريخي ژبپوهنه د يوې ژبې د مورينې له معلومولو سره د هغې د ويونکو توکم هم راپېژني؛ نو د پښتو له زاويې نه د پښتنو توکم ته وکتل شول. دا ځل چې د پښتنو او پښتو په اړه کېدونکو څېړنو ته د افغانستان د ملي هويت پوښتنه مطرح وه، ځکه نو کله په دي څېړنو کې داسې هم شوي، چې واقعيتونه مسخه شوي او همدا کار ايراني څېړونکو هم کړى. زموږ څېړونکو د ځان پر وړاندې يو مخالف لاره، چې هغه فارس و. د فارس د سياسي نفوذ تر شا تراوسه مهم محرک تاريخ دى، چې دوى يې د خپلو ګټو لپاره پر مسخه کولو هم لنډ تنګ نه دي.

پر دې بنسټ ايرانيانو هڅه پيل کړه، چې د افغانستان د جغرافيې هغه تاريخي وياړونه ورخپل کړي، چې يو وخت د دوى د جغرافيې برخه نه وه. په دې تاريخي وياړونو کې اوېستايي فرهنګ هم و، چې د هخامنشيانو پر مهال ايران ته تللى و؛ خو دوى خپل ګاڼه. د دې فکر پر وړاندې په افغانستان کې هم د پښتو او اوېستا پرتله پيل شوه.

استاد حبيبي(۱۳۸۴: ۱۹۱) که څه هم اوېستا “مادر زبان دري” بولي؛ خو له پښتو سره يې هم مناسبتونه نه هېروي. په خپل “د پښتو ادبياتو تاريخ” کې سنسکريت، اوېستا او پښتو خويندې ژبې بولي، چې په وينا يې سنسکريت د هند په ارتو ورشوګانو کې خپره شوې او اوېستا په باختر کې ځوانۍ ته رسېدلې. پښتو د پښتنو او پکهت[2] سره يوځاى په خپلو غرو کې تراوسه ژوندۍ پاتې ده.

استا حبيبي د همدې خورولۍ په تناظر کې د سنسکريت، اوېستا او پښتو ترمنځ پر وييزو اړيکو غږېدلى او د بېلابېلو کلمو شکلي او مانيزو همرنګيو ته يې اشاره کړې ده؛ خو وروستيو څېړنو ثابته کړې، چې د دې درېواړو ژبو ترمنځ د خپلوۍ اړيکه شته؛ خو سره خويندې نه دي، بلکې سنسکريت خو اصلا له پښتو سره په آرياني څانګه کې نه راځي. د استاد زيار(۱۳۹۴) په اند يې غبرګژبيز غږونه يې هم له هندو آريايي ژبو په ساکي پېر کې ورخپل کړي، ځکه چې غبرګژبير غږونه د هندي ژبو ځانګړنه ده او په آرياني څانګه کې بالعموم نشته.

اوېستا ته د ډېر پام د اوښتو او د لور په توګه د دري د رامخته کولو له امله ځينو پوهانو اوېستا د پښتو مور بللې او استدلال يې کړى، چې تر دري ورته پښتو ورنېژدې ده؛ خو څرنګه چې اوېستا يو مذهبي کتاب و؛ نو دا څرګنده خبره ده، چې د عربي غوندې يې په ځايي ژبو د وييزېرمې له پلوه اغېز ښندلى دى او دا خبره کله زموږ مورخانو او فيلالوجيستانو هېره کړې ده.

د پښتو د ريښې او مورينې په اړه نظريې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې کږلېچ واخيست. دا استاد مورګنستيرن و، چې د پښتو مخه يې د اوېستا پر ځاى ساکي ته کړه او د پښتنو د ساکيوالي الواک(نظريه) يې وړاندې کړه(زيار، ۱۳۹۴، ۲۱۸۲۱۹(.

د دې نظريې پر بنسټ له يوې خوا مارګنسترين او ګڼ نور ختيځپوهان او افغان څېړونکي لکه ارواښاد حسن کاکړ او استاد زيار د لاسن او استاد حبيبي د پکهت او پکتوېس نظريه چې نوموړي له ريګويدا او هيرودته رانقل کړې، ردوي او له بلې خوا د پښتو مخ د اوېستا پر ځاى ساکي ته اوړي، چې د نوې نظريې له مخې د اوسنۍ پښتو نيا ده.

   استاد زيار په “پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې” په دې اړه خبرې کړې دي:

“پښتو (بنسټ št) چې په (ršt، xšt) پسې ځي، له ۵۰۰ مخزېږدي يوناني xt سره په خورا ندرت سمون موندلاى شي…. همدارنګه (په برن پوهنتون کې د استاد مورګنسترين لکچر(۲۰_-۱۱۱۹۶۷(  د پښتو پخوانۍ کېدونې بڼه> parsawã له يوناني parsuétai، parsioi، pãsáva، parsu(a)، pãrsa سره سمون درلوداى شي، چې د زړې پارسۍ په ډبرليکونو کې يې هم څرک لګي. مورګنستيرن د تاريخي غږپوهنې او ايتمولوجۍ پر بنسټ له اوېستا پرشتا paršta(شا) او سانسکرېت پړشټا parštha (شا، اوچت، لوړتيا سره د پښتون prstana(h) (غرني وګړي يا اوچت او جوت وګړي) نژدېوالى کېدونى ښيي. همدارنګه دغه پروفيسر د ۱۹۷۵ په ياده شوې ليکنه کې د يوناني نومور ځمکپوه او وګړپوه بتليموس پر پرسويتي د پخوا غوندې بيا ټينګار کړى، چې همدا پښتون يا پښتانه ترې راوتلاى شي؛ ځکه بتليموس ليکي، چې دغه وګړي له اراکوزيا او هېلمند څخه د سليمان غرونو او غزني کابل خوا ته پراختيا مومي. همدارنګه سکېرو د مورګنستيرن د اخځ له مخې ليکلي دي: ” دا چې پښتانه په اوسنۍ سيمه کې له کله راهيسې اوسي، مونږ نه پوهېږو. د پښتو pašto نوم ښايي له parsauh يا له parsa/u او روستاړي –aw څخه منځته راغلى وي؛ لکه په parsa کې چې د بېلابېلو منځنيو آرياني ژبو له ژبنيو نومونو سره نښلول شوى دى(سکېرو، ۳۸۴). (همدا راز د پښتو او پښتون د سم فونېتيکي او اېتمولوجيکي کېدون په اړه د مورګنستيرن د څرګندونو پايله په دې ډول لنډون مومي: د پښتو پخوانۍ بڼه parsawã او د پښتون دا parswãna ده چې د بتليموس له parsuetai سره اړخ لګوي(مورګنستيرن، پښتو اتمولوجيکه ويي پانګه ۶۱ مخ او د ۱۹۷۵ کال ليکنه). استاد په دې لړ کې د پښتون هندي انډول پټهان Pathãn د شمال لويديز پراکريټ په يوه زړه بڼه کې د پښتون له ډېرګړې ګڼې “پښتانه” څخه د پور ويي په توګه خوندي شوى بللى دى”(زيار، ۱۳۹۴: ۲۱۶۲۱۷).

استاد زيار د خپل استاد مورګنستيرن پل اخيستى او د پښتو او ساکي ترمنځ يې وييزه پرتله کړې ده. د ساکي ډېرې کلمې په نورو ژبو، ډبرليکونو، سکو او نورو پاتې وې، چې د استاد زيار په فکر يې د پښتو او ساکي ترمنځ پرتله شونې کوله. استاد د “پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې” په مټ دوه کاره کړي، يوه يې د پښتو د ريښې او مورينې د موندلو هڅه کړې او بل يې د پښتنو د نسب د معلومولو.

د پښتو او پښتنو د ساکوالي په اړه دا دويمه نظريه اوس تقريبا د پښتو اړوند تاريخي ژبپوهنې په هر اثر کې وينو،چي ساکان د ټاينبي په وينا په دويمه مز پېړۍ کې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي او استاد زيار يې په سهاک، کيس(قيس)، کسي غر آن ضحاک او اوښتې بڼه په کاس او کاسمير کې ويني، چې د جهلم په يوه ډبرليک کې يې د “څشتنه” يوه کلمه راغلې ده.

ضحاک چې له فريدون سره جنګېږي، په شاهنامه کې دېو، اژدها او ظالم واکمن دى، چې له دواړو وليو يې دوه ماران راوځي، چې هره ورځ بايد دوو انسانانو ماغزه وخوري. د شاملو او علي حصوري(چې د ضحاک په نامه کتاب لري) په اند، فردوسي له ضحاک سره انصاف نه دى کړى او د خپل فريدون پر وړاندې يې دېو بللى دى، چې د تورانو له نسله دى.

علي حصوري د شاهنامې د ضحاک اسطوره واقعيت ته راايستلې او هغه تاريخي لاملونه يې په ګوته کړي، چې په ساساني فرهنګ(منځنۍ فارسي) او معاصره شاهنامه کې د ضحاک د منفي کولو تر شا پراته دي او هغه داسې چې فريدون د کاوه آهنګر په مرسته له ضحاکه باچاهي اخلي او بيرته د جمشېد د وخت طبقاتي ټولنه راژوندۍ کوي.

ضحاک په واقعي تاريخ کې د طبقاتي ټولنې پر ضد راپاڅېدلى او پخوانۍ ګډه ټولنه يې راژوندۍ کړئ. د اوېستا د ګاتونو په برخه کې چې د زرتشت د وخت ده، هم له پوونده وو نه شکايت وينو. پوونده وو د مرحوم دوست شينواري په وينا تل پر کليوالو بريدونه کول. په زرتشتي مذهب کې ځمکې په همدې علت په دوو برخو وېشل شوې وې، چې يو د اهورامزادا ځمکې وې، چې د زرتشت مذهب يې منلى او بل د اهرېمن ځمکې وې، چې د زرتشت مذهب يې نه و منلى او دا دېوانو ځمکې وې، چې په ونديداد کې دا هغه خلک دي، چې زرتشتيان يې وژل او څاروي يې ورنه لوټل او پخپله ونديداد د دوى د مخنيوي قانون او دعا وه.

زرتشتي دين ته مزديسنا وايي، چې د اهورا مزدا د ستاينې مانا لري او پر وړاندې يې دېويسنا د دېوانو د ستاينې مانا لري، چې د زرتشتي دين د مخالفينو لپاره کارېږي.

له بله پلوه زرتشت دوى خپل دين ته وربلل او دوى له دې وېرېدل، چې دوى يې دين وربدل نه کړي او ښايي دين کرکه هم ترمنځ موجوده وه، چې د ساکانو او د لرغوني بلخ د زرتشتيانو ترمنځ تل جګړې کېدې او ښايي همدا علت وي، چې د زرتشت دين د ختيځ پر ځاى لويديځ ته ريښې وځغلولې.

په اوېستا او شاهنامه کې دوى د تورانو په نوم ياد شوي، چې د وروستيو څېړونکو په باور موخه يې همدا ساکان دي. استاد زيار د دوست شينواري څرګندونو ته اشاره کوي: “د دوست د دې څرګندونو پر بنسټ چې غور د هومه ورګه ساکو ټاټوبى و او پښتانه د همدوى له پښته دي، نو اساطيري کړ شوي “ضحاک” د پښتنو له ګډ ورنيکه “سهاک” پرته بل څوک کېداى نشي. لکه پاس چې نغوته ورته وشوه، الفنستون(۹۱۵۸) هم ضحاک په غور کې د پښتنو ټولواک ښوولى دى؛ په باميانو کې “شهر ضحاک” هم دا زبادوي چې دغه او نورې (نننۍ) هزاره مېشتې سيمې يې د واکسيمو په اوېجه(قلمرو) کې وې.”(زيار، ۱۳۹۴: ۲۸۲).

وروستي تاريخونه هم غور د لرغونيو پښتنو يو مهم مرکز بولي، چې ژبه يې د عزيز احمد پنجشيري(جغرافياى غور) په اند، د پياوړې پارسي تر سيوري لاندې ورو ورو کمزورې شوې ده او د استاد زيار په اند، له دې ځايه کسي ته تللي، چې کسى د ساک يوه اوښتې بڼه ده.

له مارګنستيرنه نېولې د استاد زيار تر “پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې” او وروستيو څېړنو پورې دا وښودله، چې پښتو د اوېستا پر ځاى ساکي ژبې ته ورنېژدې ده. استاد زيار ساکان چورلټ د پښتنو نيکونه نه ګڼي او نه پښتو چورلټه له ساکي راوتې بولي، بلکې له نظرياتو يې ښکاري، چې پښتو په زاړه پېر کې له ساکي اغېزمنه شوې او په دې ډول ساکي د منځنۍ پښتو مور او د اوسنۍ پښتو انا ده، چې دا د مرحوم دوست شينواري د دې نظر “…په هر صورت ټول تاريخي اسناد د پښتو او ساکي د خپلوۍ شاهد دي. زما په خېال معاصره پښتو د تاريخي پکتيانو، د ساکو او باختريانو(د سره کوتل د ژبې) مخلوطه ژوندۍ مجموعه ده”(شينوارى، ۱۳۹۳: ۱۲۵)

پايله:

په دې ډول د بل هر قوم غوندې پښتانه او د بلې هرې ژبې غوندې پښتو له يوې يوازنۍ مورينې نه ده زېږېدلې، بلکې څو ژبو يې په رغښت او وييزېرمه کې نقش لوبولى دى؛ خو ډېره ونډه پکې د ساکي ده، ځکه نو ورته تر اوېستا ساکي ورنېژدې ده.

که ساکي ورته تر اوېستا ورنېژدې وي، بيا يې نو له اوېستا سره څه اړيکه ده او له اوېستا سره ګنې د پرتلې وړ ده؟

دويمه پوښتنه به لومړۍ ځواب کړو او هغه داسي چې پښتو او اوېستا دواړه د هندو آرياني څانګې ژبې دي. تاريخي پرتليزه ژبپوهنه د يوې کورنۍ د لرې لرې ژبو ترمنځ لا پرتله شونې ګڼي، پښتو او اوېستا خو بيا هم سره نېژدې او ګاونډ کې پيدا شوې ژبې دي.

د استاد زيار په اند، ساکي د منځنۍ پښتو مور او اوېستا يې ترور ده. که څه هم په لور کې د مور خويونه او کړه وړه تر ترور ډېړ وي؛ خو بيا هم ترور ته ورته وي. د ترور په توګه هم د پښتو د رغښت او وييزېرمې په تاريخي شننه کې راسره اوېستا مرسته کولاى شي.

ماخذونه:

۱ زيار، مجاور احمد. ۱۳۹۴. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې. کابل: دانش خپرندويه ټولنه

۲ شينوارى، دوست محمد. ۱۳۹۳. د افغانستان ژبې او توکمونه، دويم چاپ. ننګرهار: ګودر کتاب خپرنځى

۳ شينوارى، دوست محمد. ۱۳۶۹. افغانستان په اويستا کې. کابل: د نشراتو رياست

۴ شپون، وجيهه الله. ۱۳۹۷. له اوستا سره د پښتو فعل د مقولو پرتلنه. کابل: د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

۵ بهار، محمد تقي. ۱۳۸۹. سبک شناسى، چاپ دهم. تهران: مؤسسۀ انتشارات امير کبير

۶ حبيي، عبدالحى. ۱۳۸۴: د پښتو ادبيات تاريخ، لومړى او دويم ټوک. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه


[1] غبرګوني

[2] هر ګوره استاد زيار په “پښتو او پښټانه د ژبپوهنې په رڼا کې” د پکتيوس او پکهت خبره ناسمه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو