صحنه/ اسدالله غضنفر
هره کیسه د صحنو مجموعه ده. د كيسې د ليكلو له هنر سره د بلدتيا يوه تر ګردو ښه لاره دا ده چې د صحنې د ليكلو له باريكيو سره بلد شو. صحنه (setting) د داستاني عمل (action ) زمان او مكان ته وايي. يوازې هغه څه چې واقع كېږي داستاني عمل نه دى ، بلكې د كركټرونو مكالمې ، د كركټرونو په زړۀ كې چې څه ورګرځي او ټول هغه څه چې كيسه پرمخ بيايي ، په داستاني عمل كې شامل دي .
صحنه موږ په افغانستان كې په عاميانه ژبه كې تياتر ته وايو. زما په خيال بهتره ده چې داستاني صحنو ته بل نوم ولرو. څو كاله پخوا مې دا خبره استاد شپون ته ورياده كړه او هغوى ورته د ( ځايزمان ) نوم مناسب وبالۀ. د صحنې اصلي اجزا زمان او مكان دي . كله چې په كيسه كې زمان يا مكان يا دواړه بدل شي نو وايو چې نوې صحنه پيل شوه .
خو د كيسې زمان او مكان هم د واقعي زمان و مكان غوندې تش لوښي نه دي ، بلكې يو څه پكې وي او په شريكه ځايزمان ( صحنه ) جوړوي.
راځئ يوه صحنه سره ولولو :
« زه په اصل كې راغلى همدې غرمې ته وم. غوښتل مې له څودېرش كاله ښاري ژونده وروسته يو ځل بيا د كلي د اوړي په سره غرمه كې چې نور ويدۀ وي ، په پټه د باغ ننداره وكړم. د پخو ناكو بوى او د چوپتيا په منځ كې د مچانو د بوڼا اواز د ماشومتوب وختونو ته ستون كړم. ډېر نرى باد هم نه و. څانګې ، پاڼې او تر ونو لاندې سيوري او د لمر د رڼا ټاپي داسې ښكارېدل لكه عكس ته چې ګورې ، لكه زمانه چې درېدلې وي، لكه ماشومتوب چې راغلى وي. دغه وخت د قدمونو اواز واورېدل شو. زوى مې راپسې راوتلى و. راته ويې ويل : ولې ژاړې ؟ خبره مې ورنه پټه نه كړه، ورته ومې ويل : په ماشومتوب پسې ژاړم. هغه له لمنې راكښ كړم، په ژړغونې غږ يې راته زارۍ وكړي : راځه ځووو….»
دلته په زمان ( د اوړي سره غرمه ) او مكان ( د كلي باغ ) سربېره ، كركټرونه ( راوي او زوى يې ) ، ليدلورى ( متكلم ليدلورى ) ، د رڼا او سيوري منظره، هدف ( دا سړى د څه لپاره باغ ته راغلى دى ؟ ) او حواسو ته مخاطبې تجربې ( د ناكو بوى ، د مچانو بونګا …) هم لرو. دا ضرور نه ده چې په هره صحنه كې دې په زمان او مكان سربېره دا نور پنځه واړه عناصر خامخا موجود وي خو كامياب ليكوال پوهېږي چې صحنه يې كومو عناصرو ته اړتيا لري او كوم عناصر يې اثرناكه كولى شي.
يوه ښه صحنه له مخكينۍ او ورپسې صحنې سره طبيعي ارتباط لري. د صحنې جملې په يو بل پسې په منطقي ډول راغلې وي ، حسي كلمو ته پكې تمايل موجود وي او كليشه شوي تركيبونه ، عبارتونه او تصويرونه پكې نه وي.
په پاسنۍ صحنه كې اول د ناكو د بوى او بيا د چوپتيا په منځ كې د مچانو د اواز خبره شوې ده ، ځكه د ناكو بوى سمدستي توجه جلبوي او د مچانو بوڼا هغه وخت اورو چې نور اوازونه غلي وي. منظور دا چې په دې صحنه كې جملې په يو بل پسې په منطقي ډول راغلې دي. د صحنې كلمې تر ډېره حده حواسو ته مخاطبې دي . مثلا ، د ماشوم د زاريو د غږ د اورېدلو لپاره په ( ځو ) پسې دوه نور ( واونه ) هم شته . كه ليكوال د چوپتيا د ذكر په وخت ليكلي واى چې : هر لور ته سكوت خپور و، نو هنر به يې نه و كړى ، ځكه زموږ په نثرونو كې سكوتونه په كافي اندازه خپارۀ شوي دي .
د يوې كيسې يا ناول په اړه ممكن ووايو چې پېښې يې د داوودخان د جموريت د زمانې له كابل سره تعلق لري. دا په حقيقت كې د كيسې يا ناول عمومي ځايزمان ته اشاره ده. په دې ليكنه كې چې ومولوسته د وړو ځايمزمانونو په اړه خبرې شوې دي. د انګرېزانو متل دى چې د پيني ( سل پيني يو پونډ كېږي ) په خرڅولو كې احتياط كوه ، د پونډ په لګولو كې زړۀ ور اوسه ! د عمومي ځايزمان تر انتخاب د وړو ځايزمانونو ترتيب او انتخاب ډېر زحمت غواړي.
ځواب دلته پرېږدئ