یوه ټپه یو دود/ لېمه ودان

2022-12-20
پښتو

شور ما شور و، پېغلې په سينګار لګیا وې، ماشومانو یوې بلې خواته منډې وهلې. يوه دنګه نجلۍ د ښځو په منځ کې کېناسته، تنګې سترګې یې د رنجو لکيو اوږدې ښکارولې. دوې زړې راغلې، په بسم الله یې د ناستې نجلۍ پېکۍ په سلایي نیم کړ، له ناستو ښځو يوې غږ کړ:

  • وربل په تورو نه ړنګېږي
    چې وخت یې راشي سلایي یې ورانوينه
    د نجلۍ په غنم رنګو غومبورو اوښکو لارې جوړې کړې.
    شننه:
    لنډۍ د پښتنو له زړونو څخه راوتلی فورم دی. د دوی د فکر، فرهنګ او کړو وړو روڼ انځور وړاندې کوي. په لنډیو کې د پخوانیو مړو دودونو څرکونه لګولی شو. یاده لنډۍ هم د یوه دود هنداره ده. په ځینو پښتنو کې دود و، پیغلو به تر هغې پېکی په منځ نه نیماوه، چې ناوې به نه وې. کله به چې پښتنه پېغله ناوې کېده؛ زړو ښځو به سلایي راواخیسته او د لومړي ځل لپاره به د نجلۍ پېکی په منځ نیم شو. یاده لنډۍ هم له همدې دود څخه زېږېدلی ده. ښايي په ځینې لرې پرتو سیمو کې تر اوسه هم دا دود شته وي، خو له ډېری پښتنو یې اوس کډې کړې دي. دې ته ورته دود په کوچیانو کې هم شته، کوچیانې پېغلې تر هغې چې واده نه شي پېکی یې د وروځو په سر غوڅ وي. کله چې واده شي نور بیا پیکي نه غوڅوي.
    که موږ پښتو لنډیو ته ځیر شو ښایي دې ته ورته نور مړه دودونه هم پکې ووينو، چې راټولول به یې پښتو ادب سینګار کړي.
    لېمه ودان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو