ابن بطوطه/ استاد نجیب منلی

2022-10-04
د ابن بطوطه په اړه د استاد نجیب منلي‌او استاد غضنفر

غضنفر:- په اسلامي دنیا کې شاېد تر ابن بطوطه لوی سیلاني نه وي تیر شوی دي چې سترکه ور بني ادم و او د مختلفو کلتورونو او خلکو سره د ګزاری په چل پوهېده د قدیمی دنیا اکثره سیمو ته یې سفر وکړ او به ډیرو ځایونو کې ونازول شو ابن بطوطه د خپلو مشاهداتو یونلیک ولیکه اود دنیا د خلکو د معلوماتو په زیاتولو کې یې لویه ونډه واخیسته. په دې بحث کې د ابن بطوطه په ژوند او د ده د یونلیک په اهیمت او اغیز باندی خبري کوو.

منلی :- د نړۍ په تاریخ کې علماوو، پوهانو ډیرزیات نقش لوبولي دې. مګر کله کله د تاریخ په پرمختک کې داسی کسان چې ډیر خاص په خپل علم باندي نه دې ځلېدلی په ځینو نورو کړنو باندی ځلیږي. هغه کسان چې لوي لوي سفرونه کوي او بیا د خپلو سفرونو یادښتونه لیکي اوخپروي یې هغه هم  د بشرپه پرمختګ کې ډیر زیات نقش لري.

غضنفر:- لکه ابن بطوطه ؟

منلی:-  لکه ابن بطوطه چې په ۷۰۴ هـ ق کال کې د مراکش  یا د المغرب په طنجه کې زیږدلی دی  په ډیره ځوانۍ کې، په یوویشت کلنۍ کې، د حج د فریضي د ادا لپاره په سفر وتلی دې یعني په ۷۲۵ کال کې یې دا سفر پیل کړي دې او د شمالی افریقا له لاری او بیا د منځنی  ختیځ له لارې مکې مکرمي ته تللی دې . په ۷۲۶ کې یې حج ادا کړي دې. بیا دی خپل وطن ته نه دي راکرزېدلي او یو اوږد سفر یې پیل کړ. د عربستان ځمکی یې ټولی ولېدلې. بیا تر هغې ورسته راغی د ایران خواته دا ځمکی یې ولیدې. بل وار بیا حج ته ولاړه او تر هغې ورسته یې بل سفر او همدغسي نور ګڼ سفرونه وکړل او بلاخره دې سفرونو دی د اروپا شرقی برخی ته او د روسي تقریباً د سایبیریاڅنډو ته ورساوه او هماغسی بیاراغي فارس، افغانسان اوهند ته ولاړ. په هند کې یې نهه کاله تیر کړل او په دغه موده کې یې دومره محبوبیت هم پېدا کړي و چې د ډيلي د قاضي په حیث مقرر شو. تر هغي ورسته د هند راجا یو سفارت وروسپاره چې د چین پاچا ته ورشي اویو خبر ور وړي خودي په داسی وخت کې چین ته ورسېده چې په چین کې پاچاهي بدله شوي وه. او دي چې بیرته راگرزېده نو …

غضنفر:- پیغام یې پاچا ته ونه رساوه ؟

منلی :- پیغام یې پاچا ته ونه شو رسولای. بیرته چې راگرزېده له دې وېرې چې هندي پاچا یې مجازادت نه کړي چې ولی دې زما پیغام نه دی رسولي په اندونیزیا کې پاتي شو او هلته یې هم یو څه موده د قاضی وظیفه اجرا کړله او بیا بیرته په سفرونو بوخت شو دده د سفرونو لومړۍ لړۍ چې نهه ویشت کاله یې دوام وکړ په ۷۵۴ هـ ق کال کې پای ته وروسېدله او بیرته راغي خپل وطن ته. دلته کال، دوه، همداسی پاتي شو او بیا یې یو بل سفر وکړ  چې هسپانیې ته ولاړ او تر هسپانیې ورسته د افریقا هغي سیمي ته ولاړ چې تر هغه وخته پیژندل شوي سیمه وه، نایجیریا او د سوډان جنوبي برخې او دغه سیمې یې ټولی وکتلي او بلاخره کله چې له دې سفرونو راغی د فاس په ښار کې چې کوم پاچاه وه په مراکش کې د ده يې ده امر ورته وکړ چې خپل ټول سفرونه یو ډیر ښه لیکونکي ده املاح کړي ورته يې واوایې او هغه ولیکل دغه کتاب چې د علم بطوطه سفرونو نومیږی او س په نړۍ کې په څلویښتو ژبو ژباړل شوي دي. ډیرو تاریخ دانانو ترینه د هغه وخت د پوهې په باره کې استفاده کړی ده او دبشریت په ډیرو مهمو کتابونو کې حسابیږي. خو د دې ترڅنګه دابن بطوطه اهمیت په دي کې دی چې دي په داسی وخت کې په یو لوی سفر باندی وځي چې خلک فکر کوي. چې دنیا په اوو بحرونو او په اوو اقلیمونو باندي تقسیم شوی ده

غضنفر:ـ یعنی هغه پخوانی جغرافیایې تصور لا حاکم دي.

منلی:- هغه پخوانی جغرافیایې تصور لا حاکم دې. داسې انګېرل کېده چې د دغو اوو اقلیمونو او بحرونو شاوخوا ته د قاف غر دې چې نه پریږيدي چې اوبه هاخواته خپرې شي. دی په داسی حال کې سفر کوي چې په عام ذهن کې تر دنیا یو غر چاپیره دی او دنیا محدوده. دی سفر کوي او ډیر لېرې سفر کوي، په ډیرو لېرو مملکتو کې گرزي او بلاخره دنړۍ هغه تصویر چې د خلکو سره دې هغه بدلوي. د ده سفرونو په ۱۵ پیړۍ کې، دې د ۱۴ پيړۍ سړی دې، د نوو سفرونو له پاره د بحر له لاري زمینه مساعده کړله.  د ده د سفرونو په نتیجه کې جهان هغسې چې موږیې نن پیژنو، تقریباً په همدغه وسعت معلوم شو. تر دې د مخه داسې فکر کېده چې مسکون جهان هماغه زموږ د اسیا یوه برخه، د اروپا یوه برخه او دافریقا یوه وړوکی برخه وه نور نو په دنیا کې څوک نه وو. مګر د ابن بطوطه سفرونو دا وښودله چې په ډیره پراخه ساحه کې خلک شته، بېل بېل تمدنونه شته،بېل بېل فکرونه شته، بېل بېل مذاهب شته. نو یو نوی فکر یې دنیا ته ورکړ. د ابن بطوطه د سفر ډیره مهمه خبره دا ده چې دي له ډیرو خلکو سره اشنا کېږي. دی فرهنګونو ته یوازي په انتقادی یا پردی نظر نه کوري دوی ته د تعجب په نظر ګوری  دوی ته د  میني په نظر ګوري غواړي چي په دغو شیانو باندی پوه شي یعني یو علمی برخورد لري د خلکو سره د ټولنو سره احساساتی برخورد نلري.

غضنفر:ـ د وروسته پاته انسان په حصه کي وویل کېږي چې یو خصوصیت یې دادي چې هر څوک دده غوندې نه وي، په لباس کې، په نظر کې، حتی په څېره کې، نو دي د پردي توب ژور احساس کوي ان چې کرکه ځني کوي. نو تاسی چې د ابن بطوطه په حصه کې څه وایاست دا خو دداسي انسان خصوصیت دی چې منور یې بللای شو یعني هغه خلک چې په کلتوري لحاظ، فکري لحاظ، په ذهني لحاظ، د لباس په لحاظ، د خوراک په لحاظ او د رنک په لحاظ ده ته ورته نه دي دی ورسره تماس نیولای شي، دی ورسره تفاهم او تعامل کولاي شي او دي ورنه کرکه نه کوي.

منلی :ـ بلکل همدغسي خبره ده. دی د خلکو سره د یو انسان په حیث برخورد کوي. او جالبه خبره یې داده چې دده یواځي عربی او یو څو ټکی فارسي زده ده او دغو ډیرو کمو امکاناتو په مرسته بیا هم دی شااوخوا ۱۲۰ زره کیلومتره سفر کوي. او حتی مارکوپولو چې له ده سره په نږدي وختونو کې یې ژوند کړي، دومره ډیر سفرونه یې نه دي کړي او دومره ډیر نه دي کرزېدلی. ۱۲۰ زره کیلو متره که اوس اوګورو دری واره د ځمکی دور کېږي. مګر په هغه وخت کې چې د پیژندل شوې ځمکې ساحه د اوسنۍ ځمکې لسمه برخه هم نه وه نو ده یو ډېر پراخ سفر کړی دی، ډېر هیوادونه یې کتلي دي، ډېر خلک یې کتلي دې او د هغوی خبرې یې یو ځآی نه بل ځل ته رسولې دي. دی چې پخه کولای شي چې په ډيلي کې نهه کاله قضاوت وکړي دا په دي مانا ده چې په هغه ځای کې یې ځان په خلکو باندي منلی دي او ځان پر چا منل په دي مانا دي چې خلک یې منلي دي همدغه راز چې په اندونيزیا کې ده ته د قضاوت مقام ورکول کېږي همدغسی یو مفهوم لري دده علمیت او دده پوهه او دخلکو سره ښه برخورد دا طبعاً دده د سفر یو موفق اړخ دی. بل ښه چانس یې چې پېدا کړ هغه دا وه چې کله خپل ښار او خپل کلي ته ورسېده نو هلته د یو داسی شهزاده، یو پاچا، سره مخ شو چې هغه دغو سفرونو ته ارزښت ورکړ، دی یې دې ته مجبور کړ چې دغه سفرونه ولیکي. د ده د پاتي ژوند لپاره یې هم د معیشت امکانات برابر کړل.

غضنفر:ـ له دې نه داسی مالومېږی چې ده دغه سفر نامه هره ورځ نه لیکله او یا یې بیخي لیکله نه. نو بیا دومره ډېر مالومات دده په ذهن کې څنګه پاتي وو؟ په دې اړه مورخان څه وایي؟ ایا ده به یاداشتونه لیکل څه چل یې کاوه؟

منلی:  دده د منابعو په برخه کې د ده د روش په برخه کې  مورخان څه نه وایې مګر غالباً  چې ده به له ځان سره واړه واړه یاداشتونه لیکلي وو او کله به یې چې د سفر کیسه کوله دې یاداشتونو ته به یې رجوع کړې وي. د اشخاصو نومونه د سیمو نومونه، د سیمو خاصیتونه دا ټول چې ده په کوم شکل باندی بیان کړي دې ډیر دقیق یې بیان کړي دې. اوس هغه ځایونه چې ابن بطوطه د هغوی نوم اخیستي او د هغوی توضیح یې  کړې ده پوهان او جغرافیه پوهان هغه ځایونه پیژندلاي شي، پېدا کولای یې شي.  دا په دې مانا ده چې د ده د لېدلو قدرت ډیر زیات وه.

غضنفر :- یعني دقیق انسان وه. فارسی کې متل دي وې جهاندېده بسیار کوېد دروغ د مارکوپلو په حصه کې پوهان دغه خبره کوی چې ځیني خبری یې اضافه کړي وې. له ځانه یې هم جوړي کړي دې.دابن بطوطه په حصه کې ما داسی څه نه دي لوستي اوس ستاسو له خبرو زه دی نتیجي ته ورسېدم چې دده خبری دقیقي وې. معلومیږي چې د یو صادق سفرنامه لیکونکی هم  وه دایې هم یو امتیاز وه ؟

منلی:- یو دقیق انسان وه . دایې هم یو امتیاز وه او البته دا امکان نه لری چې دا دومره ډیر اوږ سفر یې کړي وی د هغي سفر کذارش چې ورکوي. یو څه ښکه پورته په کې نه وې. مګر په هغو غټو مسایلو کې هغه دقت چې لازم وه یو باشعوره سفر کونکي چې ده یواځي سفر د سفر لپاره نه کاوه سفریې د انسانانو د پیژندلو لپاره کاوه نود دي په خاطر د ده د لېدلو او مشاهدی قوه ډیره زیاته وه او د هغي نه یې ډیر ښه استفاده وکړي ده.

غضنفر :- ابن بطوطه بیخي ډیرو هېوادنو ته تللی دې. د افریقا په مرکزي سیمو کې گرزېدلی دی، شمالي سیمو ته یې تللی دی، شرقي سیمو ته یې تللی دی، غربی سیموته یې تللی دی، منځنی ختیځ کې گرزېدلی دې. په مرکزي اسیا کې گرزېدلی دې په روسیه کې په جنوبی روسیه کې حد اقل گرزېدلي دې، چین ته تللی دی، هند یې لېدلی دی اومالیزیا دې هم یاده کړه نو له دي سفرونو خو داسی مالومیږي چې ده بحر کې او په بر کې په وچه کې او په اوبو کې سفرونه کړي دې او غرنۍ لارې یې هم لېدلې دې، دشتې یې هم لېدلې دي او ښارونه یې هم لېدلي، سفرونه یې په کې کړي دې. دغه سړی د اتمي هجري پيړۍ سړی دې. او سفرعمدتاً په عالم اسلام کې دې. او په اومه هجري پیړي کې چنګیزیانو په اسلامی خاورو حمله وکړه او ډیرزیات قتل عامونه یې وکړل او هغه نظامونه یې ړنک کړل او سیستمونه یې ړنک کړل خو دا سړی چې سفر کوي ژوندي پاتي کېږي.او بیرته خپل کلی کور ته ځي سړی ته داسی احساس ورکوي چې په هغه زمانه کې که څه هم ډیر بد حال دې حتی د چنګیز تر حملې د مخه هم امنیت داسی نه دې لکه نن سبا چې موږ د امنیت تقاضا لرو لېکن دې سړی بیا هم مصوون سفرونه کړي دي. سره له دي چې نابلده سړی دې له دي اړخه هم دي سفر ته کتلای شو او که نه؟

منلی :ـ د شپږمي پیړۍ د وروستيو ناامني چې زموږ په سیمو کې وه بحراني ناامني وه چنګیزد یو طوفان په شکل راغي او په ډیره کمه موده کې تیر شو مګر د چنګیز پسی سم دده زوی په غربی ایران کې په شرقي عراق کې د یو نوی تمدن د بنسټ ایښودلو هڅه وکړله چنګیزهم کوم ځایونه چې تر پښو لاندی کړی دې ټول یې نه دې وران کړي. په هغو سیموکې چې دده په مقابل کې ډیر زیات مقاومت شوی دې هلته يې ډیر وراني کړي دې.

غضنفر :- چنکیز د تجارت له ودې سره ډیره علاقه وه ګمان کوم د لارو امنیت یې ښه ساته.

منلی :- د لارو امنیت یې ښه ساته او یواځي په هغو ځایونو کې چې شدېد مقاومت سره مخامخ شوی دې. وراني یې کړي دې او خصوصاً د افعانانو لپاره زموږ په تاریخ کې چې د هرات سیمي یې دومره وچي کړې وې او دومره کسان یې وژلي وو چې د چنګیز تر مړیني څو لسیزی  وروسته هم انسانانو قولبي کش کولي. نو دغه حالت د افغانانو په حافظه کې د یوې ډيري بدی ناامنۍ په شکل پاتې شوی دې. «پر سورغر نن بل راته نن اور دی په کور او کلی مغل راغی» دا دهغه وختونو ویرې دې مګر په نوره نړي کې خصوصاً په فارس کې په ماوراءالنهر کې یې دومره وراني نه دي کړي مګر برعکس د تجارت ودې  ته یې ډیره پاملرنه کړې او دغو شرایطو کې د هغه وخت دنیا زموږ د دنیا نه ډیره بدله نه وه په ځینو ځایونو کې ناامنۍ وې، په ځینو ځایونوکې شخړي وې، په ځینوکې ځایونو کې انسانانو عادي ژوند درلوده .

غضنفر:- ځیني مؤرخان وایي، ځیني صاحب نظران چې د تاریخ په حصه کې یو نظر لري وایې تر هغه وخته چې دامریکا لویه وچه کشفېده په دې سیمه کې حالات بهتره وو ځکه چې دوریښمو لاره له دی ځایه تېرېده. د وریښمو لاري دوه گټی لرلې یوه گټه یې داوه چې دغو خلکو ته یې په اقتصادی لحاظ گټه رسوله بله مهمه گټه چې د افغانستان غوندې په وچه کې ایسارو خلکو کولای شول په هغه وخت کې له پیړیو پیړیو د ورښمو د لاری په برکت هغه داوه چې مختلف خلک یې لېدل د چین خلک یې لېدل د هند خلک یې لېدل دي شي دوی یو قسم روښان فکره کول دوی یې د دنیا په مقابل کې نرمول له مختلفو ملتونواو کلتورونو سره یې د دوي د تعامل قدرت زیاتاوه خو کله چې امریکا کشف شوه نو بیا ورسته واسګودوګاما راغي او د جنوبي افریقا له لاري یې هند ته سفر وکړ  د هند لاره هم کشف شوه نو اروپایانو د هند سره او چین سره د وچي له لاری سفر بس کړ یعني د ورېښمو لاره متروکه  شوه یعني افغانستان بیا د کاروانونو لاره نه وه ویل کېږي چې له دینه وروسته بیا په دی سیمه کې جنجالونه هم ډیریږي فقرهم ډیریږي ناامني اونا کراری هم ډیریږي او ورسره د پردو خلکو په مقابل کې حساسیت هم زیاتیږي. ابن بطوطه په هغه زمانه کې تیر شوی دې چې نه واسګودوګاما هندوستان ته تللی دي او نه کولمبس امریکې ته تللی دې نو دوریښمو لاره لا شته تاسی ووایاست ایا د ې چې په منځني اسیاکې تیرېده په افغانستان کې تیرېده په ایران کې تیرېده په امن کې وه ایا د د وریښمو د لاری برکت هم په کې حسابولای شو.

منلی :- پرته له شکه چې دا خبره شته ده د بل ځپنی روحیه چې موږ په شلمه پیړۍ کې وده ورکړی ده دغه روحیه په دغه سیمه کې نااشنا وه فکر کوم د تجارت لاری دانسانانو ترمنځ د ښو اړیکو لپاره یوه وسیله ده، په  دي کې شک نشته خو د بدو اړیکو له پآره او نور دلایل  هم شته چې یواځي د ارتباطاتو مسایل په کې سړی نه شي ځانکړي کولي.

غضنفر:- ابن بطوطه مختلفو سیمو ته تللي دي اومختلفوپاچاهیو ته تللی دې بیا داسی هم شوی دې چې په هندوستان کې قاضي کیږي او پاچا دومره اعتبار ورباندي کوي چې د خپل سفیر په حیث یې چین ته لیږي دغه حالت چاته بیا یو بل مثبت تصور پېدا کوی چې اوسني دنیا ډیره زیاته ویشلي ده سره له دي چې ملګري ملتونه لرو سره له دی چې د واحد بشریت خبري کو خو په هغه دنیا کې دا ډیره سخته نه وه چې د مراکش یو سړی دې راشي او په هند کې دې. یو معتبر مقام حاصل کړي. له دې نظره څه وایې هغه دنیا له اوسنی دنیا له ځینو جهتونو یوه دنیا نه وه ؟

منلی:- په هغه دنیا کې سرحدونه داسی سرحدوه نه وه لکه اوسنی سرحدونه سرحدونه د ځینو اشخاصو د قدرت د ساحو د محدودلو لپاره وه د د انسانانو د بیلولو لپاره نه وه. نو په دغو شرایطو کې دا یوه عامه خبره وه چې د یو ځای به بل ځآی ته لاړه هلته به یې هم قدر  کېده اوهلته به یې مقام حاصلاوه او هم کېدای شول چې ډیر ستر کارونه وکړی  چې ددی نړي موازي تصور که موږ وکو نو تقریباً څلور پیړي ورسته د مغلو هندوستان دې. چې به هغي کې هم د اروپا نه راغلی خلک حتی د جاګیرداري تر کچي پوري ورسېدل په دربارونو کې ډیر مهم کسان وو ځکه چې د هغو ي وړتیاو ته ضرورت او پاچا په دې پسی نه گرزېده چې دی څوک دی، د چا زوی دې او د کوم ځای نه راغلي دې. په دي پسی گرزېده چې دی څه کولای شي، پاچاهي ته څه خدمت کولاي شي همدغه حالت په شلمه پیړي کې په امریکا کې هم ولېدل شو کله چې په لومړي نړوال جنګ کې خصوصاً په دوهم جنګ کې د اروپا هغه ډیري مفکري څیري امریکا ته لاړلي. امریکایانو دوي ته د پردي په سترکه ونه کتل بلکه سره له دي چې جنګ روان وه د خپل نظام یوه برخه يې وګرزول او جنګ یې د همدوي په مرسته وګاټه اوفکر کوم چې دغه حالات د هغو انسانانو لپاره چې د یو بل دمنلو استعداد لری او شرایط ورته مساعد دي یوه فوق العاد ه خبره نه ده حتی همدا نن هم زموږیو افغان کولای شي چې د یو بل هیواد په نمایندکې د ملګرو ملتونو په سازمان کې ودریږي او خبري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو