پوهه/ مصطفی سمون

2023-01-02
پوهه او انسان

پوهه انسان ته له دریو اړخونو گټوره تمامېدای شي، یو په فردي لحاظ چې د ده شخصیت جوړوي، بل په کورني لحاظ چې دی ایډیال کېږي نورو ته او بل په ټولنیز لحاظ چې دی بېلگه معرفي کېږي د ټولنې په سطح. که موږ څوک چاته معرفي کوو، چې دا ښه شخصیت لري، د ښه ایډیال څښتن دی او بېلگه انسان دی دا د ده د علمي وړتیا او فکري مسیر له ټاکلو وروسته برملا کېږي، چې دا بیا په فردي، کورني او ټولنیز ژوند او فکر خپل اغېز پرېباسي. له دې سره د ټولنې د وگړو ترمنځ یوه معنوي اړیکه د پوهې له لارې پرانیستل کېږي، چې هر فرد خپله هیله او احساس ته د عمل جامې ور اغوندي، تل هڅه کوي، چې د علمي او اکاډیمیکو ځایونو سره ځان، کورنۍ او ټولنه وصل کړي، ترڅو د نوښت او بدلون نښې په شعوري او لاشعوري توگه راښکاره کړي او ټولنه د علم په گاڼو سنبال کړي او له هرې پدیدې سره د ښه درک او پوهې له لارې برخورد وکړي؛ ترڅو د انسانانو ترمنځ د وصل خوا ټینگه شي او له هره اړخه د یو شي په اړه له سطحي او خپل لیده د قضاوت څخه کار وا نخلي، بلکې له هر اړخیز لید وروسته خپل قضاوت د ټولنیزو افکارو په رڼا کې د استدلال له مزي سره وصل کړي؛ ترڅو د هرې مسلې د حل لپاره همدا د منطق او استدلال لار تعقیب شي او د پوهې رڼا هر لوري خوره شي.

 انسان هر کله د نوې خبرې او نوې کړنې تږی وي، په چاپېریال کې د نوي لیدلوري د پیداکولو  هڅه کوي؛ ترڅو د ژوند پاڼه د داسې اشخاصو تابع کړي،چې د ټولنیزو افکارو په رغاوي کې یې مهم رول لوبولی وي او هر انسان ته یې د انساني ارزښتونو او پراخ لیدۍ، زغم او ستونزو سره د مبارزې او په خپل ځان د بسیا کېدو هیلې او عمل لارښوونې په تجربوي او علمي لحاظ ښودلې وي. دا بیا په ټولنه کې د پوهې ارزښت او انسانانو ترمنځ د نږدېوالي او افکارو په تبادل کې مهمې لارې پرانیستلی شي.

انسان د هرې ښېگڼې او ښې خبرې او ښه برخورد له لاسه له ځینو کړنو لاس اخلي، چې ځینې پایلې یې د مثبت فکري مسیر په خوراوي کې مهم رول لري او انسانانو ته د موجوده او راتلونکو ستونزو سره د مقابلې لار په سړه سینه او علمي منطق سره ښیي، چې دا بیا د ټولنې په عمومي افکارو او شته فرصتونو څخه د گټې اخیستنې مسیرونه برملا کوي. نن چې انسان څه پېژني او ځان هر شي ته نږدې ښیي همدا پوهه ده، چې د هر مسلک په رڼا کې هر څوک ځانته یوه منطقي او مسلکي تگلاره ټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو