پر ځان باور داسې ولرئ

2022-05-14
پر ځان د باور لوړولو لپاره ډېرې لارې شته. پر ځان د باور لوړول داسې څه نه دي چې په یوه شپه کې ممکن شي. د لیدلو او پړېکړي نیولو کې هم نه زیاتېږي، نو په دې برخه کې ځینې یې ځینو لارو ته اشاره

صدیقه پوپلزۍ

پر ځان د باور لوړولو لپاره ډېرې لارې شته. پر ځان د باور لوړول داسې څه نه دي چې په یوه شپه کې ممکن شي. د لیدلو او پړېکړي نیولو کې هم نه زیاتېږي، نو په دې برخه کې ځینې یې ځینو لارو ته اشاره کوو:

ځان ساتنه
له ځانه ساتنه هغه پایه او اساس دی چې پر اساس یې نورې لارې د ځان باور لوړولو لپاره ټینګې دي. پرته له خوښۍ او ځان‌ساتنې څخه هغه نېکمرغۍ ته نه شو رسېدلی چې غواړو یې.

ممکن د لوړ بخت درلودونکي اوسو، ځکه د پلار مور د مینې او مهر څخه برخمن شوي یو او اوس په لویوالي کې کولای شو له هغه څخه د عزت نفس لوړولو کې ګټه واخلو، مګر هغه کسان چې د امنیت ندرلودلو احساس سره خپل عمر یې تېر کړی، نو باید خپل ځان په همدې ډول اعیار کړي او عزت ته رسېدو لپاره باید د ځان لپاره ښه صاحب واوسي.

د لږ عزت نفس د دلایلو برخې
کوم شرایط چې په ماشومتوب کې سبب کېږي چې د بې پروایۍ او بې‌ باورۍ له احساس سره لوی شو؟

۱ – له کچې څخه ډېره نیوکه کوونکي پلار او مور
هغه کورنۍ چې له کچې څخه ډېر په اولادو نیوکه کوي او یا هم د لوړې سطحې معیارونه ورته ټاکي، امکان لري چې اولادونو ته د ګناه احساس ورکړي او په یوې بڼې ورته ووایي، چې (ته هېڅ ښه نه یې) دا هلکان چې کله لوی شي، هڅه کوي خپل پلار ته ځان ثابت کړي. د دې موقعیتونو وګړي امکان لري خپل په ځان نیوکه وکړي.

۲ – په ماشومتوب کې د یو مهم کس له لاسه ورکول
که د خپلې کورنۍ له غرو څخه یو تن د مرګ یا هم د طلاق لپاره له لاسه ورکړو، دبېلېدونکي احساس سره لویېږو. امکان لري د یوازیتوب او د امنیت نه درلودلو احساس وکړو. په داسې شرایطو کې، که په لویوالي کې هم په ژوند کې یو مهم کس له لاسه ورکړو، د ضایع او سخت نشتوالي احساس کوو. دا امکان هم شته چې د لویوالي په دوران کې یو ځانګړي کس او یا له نشه‌یي توکو سره تړښت پیدا کړو، چې د یوازیتوب احساس له منځه یوسو.

۳ – د کورنۍ سپړنه
فزیکي او د بد چلند سپړنه له دې ډول تولید څخه محرومیت ډېروي. ماشوم چې په داسې شرایطو کې لوییږي، د لویوالي په دوران کې د نشتوالي، د امنیت نه لرلو، بې اعتمادي، د ګناه احساس او د غوسې احساس کوي.
هغه ځوانان چې په ماشومتوب کې له جنسي ځورونې او یا جسمي نشتوالي سره مخ شوي، ممکن چې د ځوانۍ په دوران کې له ژوند سره په برخورد کولو کې د دښمنۍ چلند مخته کړي. دا وګړي په ځانګړې توګه د صمیمی اړیکو په درلودلو سره ستونزه پیدا کوي. په ماشومتوب کې د ډېرو بدو خبرو اورېدل هم کېدای شي، په لويوالي کې دا اغېزه پرېږدي.

۴ – په نشه‌يي توکو د پلار او مور روږدي کېدل
په وروستیو کلونو کې په دې هکله ډېر مطالب لیکل شوي. د پلار او مور روږدي کېدل په نشه‌يي توکو په کور کې د بې باورۍ فضا رامنځته کوي، په داسې ډول چې ماشوم په سختۍ سره د باور احساس او ډاډ ته احساس ته رسېږي. د مور او پلار له ستونزو څخه انکار کول د دې سبب کېږي چې ماشوم په راتلونکې کې له خپلو اړتیاوو او شرایطو څخه انکار وکړي. زیاتره داسې ماشومان د ډېر بد عزت نفس سره لوييږي.

۵ – د پلار مور ناکامي او نه پاملرنه
ځینې له کورنیو څخه د دې لپاره چې له خپل ځان، کار او یا نورو شیانو سره یې ذهن بوخت وي، په سمه توګه خپلو اولادونو ته پاملرنه نه کوي. ماشومان چې په دې ډول په خپل حال پرېښودل کېږي، نو زیاتره د بې باورۍ، یوازیتوب او بې ارزښته اوسېدلو سره لویيږي. دا کسان په لویوالي کې امکان لري هغه ډول چې اړتیا ده خپلي اړتیاوو ته پاملرنه ونه کړي.

۶ – د پلار مور له نظره رد کېدل او له پامه غورځېدل
حتا پرته له بد چلند او جسمي سپړنې څخه ځینې کورنۍ دا احساس په خپلو اولادونو کې پیدا کوي چې مینه‌ناکه نه دي. دا ماشومان چې کله چې لوییږي، خپل د شتون له حق څخه انکار کوي. نوي ځوان شوي چې په ماشومتوب کې له دې ستونزې سره مخ شوي، باید مینه کول او مینه لرل زده کړي، چې هغه څه چې مور او پلار یې له ده څخه درېغ کړي، ترلاسه کړي.

۷ – د پلار او مور ډېر حمایت
هغه ماشوم چې ډېر د پلار او مور د پام وړ وي، هېڅکله د یوازې کېدلو خطر او باور کول له کورنۍ څخه بهر نړۍ باندې نه مني. دا شخص د ځوانۍ په دوران کې د امینت نه لرلو احساس کوي او ډارېږي د یو ځای یا یو امن شخص څخه فاصله نیسي، باید زده یې کړي چې خپل په خپلو پښو ودرېږي او خپلې اړتیاوې پوره کړي.

۸ – د پلار او مور زیات نرم چلند
له کوم ماشوم سره چې پلار او مور يې ډېر نرم چلند کوي، هغوی ډېر ځانته مغروره کېږي او غواړي ټول وګړي د مور او پلار په شان له دوی سره مینه وکړي. او هېڅکله خپل کار په یوازې توګه نه شي ترسره کولای، ځکه چې په تمه وي چې بل څوک یې ورته ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو