زخه/ عتیق امید
د امبولانسونو کريږو ښار لړزاوه، سرک شنو او سرو څراغو اخیستی و، د روغتون په دروازه ځای نه کېده. ساعت ته مې وکتل، له پېښي یو نیم ساعت تېرېده. ګڼ خلک ولاړ و، د ټولو سترګې لمدې وې. راپورتر د فلم ډکولو راته وویل. کمره مې سمه کړه، راپورتر تر مخ شو. یوه ښځه په ځمکه ناسته وه، ویښتان یې شکول دوو کسو تر مټ نیولې وه. راپورتر واړندې تېر شو یو بوډا ته یې مایک ونیو، کمره د بوډا ژورو سترګو ته سیخه شوه، غټې غټې اوښکې د کمرې په سکرین ښکارېدې. راپورتر پوښتنه وکړه، د بوډا ستونی بند و. خبر یې وکړه، غریو واخیست، په سلګو شو، وروسته یې وویل:
لور مې د پېښې په ځای کې وه، له چاودنې وروسته ورغلم د پېښي ځای ته یې څوک نه پرېښودل، کلا بند و. ټول ځای په وینو ککړ و، خلک له هغه ځایه راوتلي و، لور مې ولټوله، په ژوندو کې نه وه. خبر شوم چې زیات زخمیان او شهیدان یې دلته راوړي، پسې راغلم، روغتون ته دننه څوک نه پرېږدي، ښځه مې بل روغتون ته تللې، لا یې له مړي و ژوندي…
بوډا بیرته غریو ونیو. څو نورو کسانو ته ودرېدو، خبرې یې د اورېدو نه وې.
ساعت ووت، لا یې دننه څوک نه پرېښودل. څو شېبې وروسته یې خبریالانو ته د ننوتو اجازه ورکړه. راپورتر تر مخ شو، ژر ژر یې کمرې ته خبرې کولې، د وینو بوی لګېده. عاجل واټ ته مو مخه کړه، چيغي او زګېروی راته. تر اوسه یې ۸۵ زخمیان راوړي و، د یوویشتو کسانو جسدونه یې بیرته له واټ وایستل. لوی دهلیز ته ورننوتو، غږ نه اورېدل کېده. دوو کسو یوه چپرکټ ټېلواهه، شنې جامې یې په تن وې، مخامخ راغلل. چپرکټ کې څوک پروت و، پښې یې تر کټ تېرې وې. رانږدې شول، د پروت کس په پلن تندي او غټو سترګو مې سترګې ولګېدې. تېر وخت یې را یاد کړ.
*
موږ د قران سر سپاره(دقران اوله پاره) کې و، څلورمه پاڼه مو اړولې وه، ډېر خوشاله وو، په تکړه کسانو کې شمارېدو. سږ ژمی مو د الف او بې سپاره (بغدادي قاعده) هم خلاصه کړه. ملا نه وهلو په غټه سترګه راته کتل کېدل. زه خو به لا کله کله کفتان وم. زه او ملګري مې د جومات مشران طالبان و. جمیل بیا تر ټولو مخکي و، د درېیمي سپارې پاڼې یې اړولې. ده سږ جومات شروع کړی و، دا یې درېیمه میاشت وه. د ملاصاب نه ورسره لګېده، دلیل مالوم و، انګریزي یې لوسته هغه هم له اشرفي نه. اشرف په هند کې سود کاوه، انګریزي یې ورې زده کړې وه اوس یې په بازار کې بزازي وه. له سودخوره انګریزي، بس کفر و. خو جمیل یې دلیل بل ګاڼه، د ملا غلطي یې نیوله. هره ورځ یې له ملا سره غږ جګېده، ده ګوډ الف(ء) همزه باله.
نیکه یې د غزني د روضې و، زموږ د کلي مخکیني مشر چي په لوی حاجي صاحب مشهور و په کلي کې په دې خاطر ځای ورکړی و چي سیدان دي د بلا او پېري مخه نيسي. دوه ترونه یې و، د نیکه له مرګ وروسته یې ترونه بیرته غزني ته ولاړل. مور یې هم دغزني وه، دوی کور پاړسي ویله، پښتو یې سمه نشوای ویلی. د کلي مشرانو یې درناوی کاوه. ویل یې دوی سیدان دي لرې ترې ګرځئ، مړي یې غچ اخلي. باز اکا ویل چي دوی د غوث العظم له کورنۍ دي. غوث العظم ډېر مبارک سړی و لکړه په لاس په کلو ګرځېده رنځوران یې جوړول. جمیل له رنګه سور و، د کلي بچه بازانو به دانه باله. په غاړه یې توره زخه وه. بچه بازان په یوه خوله نه و، چا له سوروالي د انار دانه باله ، ځینو یې د غاړې زخې ته کتل. یو ځل پسې اوازه شوه چي د مدامین لور اینه او ږمنځ په مرییو ورته جوړ کړي دي. په نه خبره یې ځوراوه. یو مازدیګر کورته په ژړا ولاړ بېرته له پلار سره راغی. د بچبازانو ټولي ته ودرېدل، ویل یې ګوتي یې راوړلې. هغوی ویل د چینې خواته ولاړ و، جنکیانو ته یې ورکتل موږ وواهه. پلار یې کنځاوې کولې، ویل یې زما زوی وړکی دی په دغو کارو نه پوهېږي دا د تاسي خبرې دي. زوی یې د کلي له هلکانو سره نه پرېښود. یوه ورځ زموږ تر مخ په پښتو ورته غږېده خبرې یې موږ ته متوجه وې، خبرولو یې:
کي څومره وس وشي له دغه خلک لري وګرځه، دا خلک کي مړ وي اعتبار ورباندي نه وکې.
زموږ هم ورسره ورانه وه، همزولی مو و، خو له موږ تکړه وه. جګه ونه یې وه، موږ به د غوث العظم لکړه باله. عمرګل زموږ د ډلې و، په غوث العظم یې ژبه نه اوښته، وزیر عظم یې باله. عمرګل مو دوه مخی باله، دواړه غاړې یې خوړې. په پټه یې له جمیل سره پاللـه. ورته ویل یې زه دې قصدا د وزیر اعظم لکړه بولم، غوث العظم نه درته وایم. نیمګړتیا یې ترې پټوله او ځان یې ور نږدې کاوه. جمیل وچ توت ورکول. خوندور توت و، پلار یې له تاسنګ راوړه.
ښه مي په یاد دي د حوت میاشتې وروستۍ شپې وې. اول وار له جمیل سره په اخلاص غږېدو. هر یوه یې ځان خواخوږی باله. دی ډېر خوشاله و، خوله یې نه پټېده، په انډیوالي مو خوښ و. کله به یودم غلی شو، په پاړسي به وغږېد. عمرګل یې خبرې ژباړلې، ویل یې په تلو خفه دی. جومات کې یې د لاس نښې راکړې، ماته یې کاغذي نشتر راکړ، عمرګل ته یې رحیل ورکړ. نورو ملګرو ته یې توت ورکړل. مازدیګر مو په چندري کې اول نوبت ورکړ، لوبه یې نشوای کولی، مخکي مو نه راګډاوه. څو ځلې وسوځېد، بیرته مو نوبت ورکړ. عمرګل زموږ تر مخ لاس نیولی ورسره ګرځېده. ماښام ټولو د شپې ست ورته وکړ، تر ناوخته راسره ناست و، بیا ولاړ.
سبا سهار جومات ته نه ولاړو د جمیل کره ورغلو. مازدا موټر یې د دروازې مخته ولاړ و، د کور کالي یې ور پورته کول. د کلي سپینږیري هم راغلي و. شینکی للا د جمیل پلار ته غږېده:
موږ ډېر درنه خوشاله و، کاشکې پاته شوي واست له تاسي پرته به دا کلی بیخي خړ پړ وي.
د جمیل پلار هم خپه و ده به شینکی للا، شینکي لالا باله. په نیولي غږ یې وویل:
شینکي لالا ولا کي زه هم دلته ډېر خوشال و، خو سي وکو دلته مکتب بیخي کم دي د جینکیان متکب نیستي، زه په اولاد تعلیم وکم، ځکه مجبور وشم غزني ته بوزم.
له غرمې مخکي یې کډه بار کړه، جمیل ژړل ، د عمرګل له سترګو هم اوښکي تلې له موږ سره یې په غېږ خدای پاماني وکړه ، له عمرګل سره یې سلګۍ شوې. د مازدا سرته ور وخوت تر هغه یې موږ ته لاس ښوراوه چي د کلي تر ورستیو کورو پناه شو.
*
توند غږ مې واورېد، د شنو جامو سړي په خشکه وویل:
لاره پرېږده، د مړو سیل ته راغلی یې که راپور جوړولو ته.
څنګ ته شوم، سړو چپرکټ ټیله کړ. یو دم مې لاس ور واچاوه، له جسد مې کمپله کش کړه. هډور ځوان پروت و، په غاړه یې توره زخه وه.
ځواب دلته پرېږدئ