د ژبې د زده‌کړې ښه وخت/ پوهنمل عبدالسمیع وحدت

2022-11-22
د ژبې د زده کړې لپاره مناسب وخت کوم

ورځ تر بلې د بهرنیو ژبو زده‌کړه ارزښت پیدا کوي، د بېلابېلو ټولنو او هېوادونو ترمنځ، وټیزي، سوداګریزي، امنیتي او… اړیکې پیاوړې کېږي او دا اړیکې مو اړ باسي چې یا د هغوی ژبه زده‌کړو او یا هم داسې درېیمه مشترکه ژبه انتخاب کړو چې دواړه لوري خپلې موخې په اسانۍ پرې بیان کړلی شي؛ خو د عمر په لوړېدو سره د درېیمې مشترکې ژبې یادونه راته ورو ورو ستونزمنه کېږي.

له دې تجربې څخه دا پایله اخلو، چې که موږ وغواړو خپلو ماشومانو ته بهرنۍ ژبه ور زده‌کړو؛ نو  هماغه د ماشومتوب عمر یې د ژبې د زده‌کړې تر ټولو غوره وخت دی: ماشومان د ژبې د زده‌کړې اوچت استعداد لري؛ خو د لویانو مرسته دغه چاره ورته سوکه کوي، کورنۍ باید ماشومانو ته د محاورې ښه محیط برابر کړي، په اوس وخت کې د بهرنۍ ژبې د زده‌کړې په پار، چاپیریال موندنه ګران کار نه دی، داسې کورسونه او ښوونځي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موجود دي چې په وړکتونونو کې ماشومانو ته په مختلفو ژبو زده‌کړې ورکوي او له هغوئ سره د ژبو په یادونه کې مرسته کوي.

له وړکتون څخه وروسته په کور کې مور او پلار دي چې ماشومان ورسره د خبرو اترو دلچسپي لري، دوی دي کوښښ وکړي چې له هغوئ سره د بهرنۍ ژبې د کتابونو په لوست کې مرستندوی شي او هغه لغتونه چې په مورنۍ ژبه کې دي په بهرنۍ ژبه ورته ترجمه کړي او بیا یې ورو ورو په خبرو کې ورسره استعمال کړي.

د ژبې د زده‌کړې دا عمر خپلې ښېګڼې لري، د ماشومتوب په مهال د ماشومانو په مغز کې د ژبې د یادونې جوړښتونه تر څلور کلنۍ پورې جوړېږي او په همدې وخت د بلې بهرنۍ ژبې له زده‌کړې سره همدا جوړښتونه پیاوړي کېږي او وده کوي؛ همدا عصبي رشتې له ماشومانو سره د دویمې ژبې په یادونه کې مرسته هم کوي چې د عصبي رشتو دا چار بیا د ژوند په ورستیو او یا هم  د عمر په لوړېدو سره دومره په چټکۍ نه پراخېږي.

  هغه هلکان چې نسبت عمرونه یې د بلوغیت مرحلې ته نږدې کېږي او یا هغه مشران چې عمرونه یې لوړ وي د ژبې زده‌‌کړه ځکه ورته ستونزمنه وي چې په اسانۍ سره یې په مغز کې د ژبې د یادونې نوې عصبي رشتې نه جوړېږي.

ځینې کسان بیا وېره لري، چې ماشومان یې په عینې وخت کې له خپلې مورنۍ ژبې سره د دویمې ژبې د زده‌کړې وړتیا نه لري، دوی فکر کوي چې په یوه وخت به ورته ګرانه وي چې یو ووړ ماشوم دي دوې ژبې زده‌کړي، یا هم ښایې چې دواړه ژبې به په سمه توګه یاد نه شې کړی او دواړه به سره ګډې کړي.  

ژبپوهان او روانپوهان په دې اند دي چې د خلکو پورتنۍ وېره او شک، کوم علمي اساس نه لري، دوی وایي، ماشومان د ژبې د زده‌کړې له کورسونه سره ډېره مینه لري او د هغوی په یادولو باندې خوښېږي، دوی وایي څومره چې ماشومان ژبې یادوي، هغومره د ژبو په اړه فکر هم کوي؛ نو په دې اساس د هغو کسانو اندېښنه چې ګواګې ماشومان به یې د خپلې مورنۍ ژبې په اړه بې تفاوته شي، یا هم په سمه توګه به یې یاده نه کړی شي، ناسمه ده.

ځیني ژبپوهان لکه (Noam Chomsky) او دده د نظر پلویان په دې اند دي، چې د ماشوم لپاره د ژبې زده کړې او خبرو کولو تر ټولو غوره وخت له زوکړې (پیدایښت) وروسته بیا تر درې کلنې پورې عمر دی. چامسکي ،په دې اند دی چې ماشوم له پیدایښت سره سم د ژبې د زده کړې بنسټونه په ذهن کې لري، نو همدا ددې لامل کېږي چې له پیدايښت وروسته په لومړیو اونیو او میاشتو کې یې په څېره او شونډو کې د اعمالو پرړواندې د غبرګون (خوښۍ، غصې او ژړا) نښې لیدل کېږي، خو یو بل ژبپوه (Lenneberg) بیا د چامسکي پر خلاف نظر لري، دی وايي چې د ژبې د زده کړې لپاره له زوکړې او لومړنیو خبرو له پیل څخه بیا تر دیارلس کلنۍ پورې عمر غوره دوره ده، چې په دې کې ماشوم کولی شي ژبه زده او پرې خبرې وکړي. خو د لېنن برګ نظر نورو پوهانو ته د منلو وړ نه دی؛ ځکه چې ددوی په اند له یو کلنۍ نیولی بیا تر دریو او پنځو کلونو پورې کولی شي ماشوم ژبه په چټکۍ سره زده او پرې خبرې وکړي. په خبرو پیل (Language Acquisition) او د ژبې زده کړه (Language Learning) دوه نږدې او تقریباً سره ورته اصطلاوې دي، خو د دواړو ترمنځ د ډېرو نږدې اړیکو له کبله کله کله په تېروتنې سره یو د بل پرځای کارول کېږي. د خبرو پیل په دې مانا چې یو ماشوم له زېږون وروسته لومړی کوم غږونه (فونیمونه) تولیدوي، دغه غږونه څنګه سره یوځای او کلمې ځني جوړوي. د خبرو په پیل کې ماشوم د ژبې له ګرامري اصولو څخه په ناخبرۍ، د کلمو او وړو جملو په جوړولو پیل کوي. ښايي ماشوم په دغه وخت کې کلمې په ناسمه بڼه وکاروي، په دې مانا چې نارینه نوم ته ښځینه او ښځینه ته نارینه کلمې وکاروي او یا هم داسې جمله ووايي چې د ګرامر له مخې مهالنۍ تېروتنه ولري. یاني د ماشوم هدف کیدای شي داسې څه وي چې سبا ته یې ترسره کړي، خو په جمله کې د تېرې زمانې فعل وکاروي. لکه (زه سبا ښوونځي ته تللی وم.) بل لور ته د ژبې زده کړه په دې مانا ده چې ماشوم یا بل هر کس چې وي په دې پروسه کې د ژبې لارښوونکي اصول (ګرامر) زده کوي. یاني د ژبې زده کړه د خبرو له پیل سره دا توپير لري چې خبرې کول یواځې د ماشومتوب په پیر پورې تړاو لري، خو د ژبې زده کړه او له هغې وروسته پړاو بیا دواړه هم ماشومتوب او هم له هغې وروسته پړاو په برکې نیسي. د ژبې د ګرامري اصولو زده کړه ښايي دومره مرستندویه وي چې زده کړیال په ازموینه کې د پوښتنو ځواب په سمه او معیاري توګه ولیکي؛ خو شونې ده په دې ونه توانېږي چې ښې، رڼې او روانې خبرې یا داسې لیکنه وکړي چې له هر اړخیزو نیمګړتیاو خوندي وي. د خبرو کولو یا ژبني اخځ او زده کړې وروسته د ژبې د څرنګوالي پوښتنه رامنځته کېږي.

د ژبو په یادونه کې دا هم پوچه ادعا ده چې پیل دي په اسانو ژبو وشي، څومره چې ماشوم د یوې سختې ژبې په زده‌کړه باندې پیل وکړي، هغومره د عمر په اوږدو کې د نورو ژبو په سمه یادونه باندې برلاسی کېږي:

  ځکه د ماشوم مغز په تېزي سره د ودې په حال کې دی او د ژبې په یادونه سره یې عصبي رشتې لا نورې هم پراخېږي او ورسره وده کوي. ماشومانو ته د ژبو په  زده‌کړه کې دا مهمه نه ده چې:  ciao, nàih, hÕu, او یا  hello یاد کړي؛ خو که پيل یې په یوې داسې ژبه وشي، چې تلفظ او بڼه یې سخته وي ښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو