میرویس نیکه
ناول
د کتاب لیکوال وايي: «د هېواد د ویاړمن، رښتیني ملي مشر، د تورې او تدبیر اتل، میرویس خان نیکه پر ژوند او مبارزو د تاریخي ناول لیکل ماته یو خوب و چې د لوی الله په ځانګړې لورېینه زما دغه ارمان تر سره شو او دغه تاریخي ناول د درنو لوستونکیو په لاس کې دی.»
د شپاړسمې زېږدېز پېړۍ له پیله تر نږدې دوو نیمو پېړیو پورې زموږ هېواد د نن په څېر د لرې او نږدې لويو ځواکونو د خونړیو سیالیو او نامردانه تاړاکونو پر ډګر بدل و، هېواد عملاً په څو برخو وېشل شوی و، پر هره برخه پردي او د هغوی لاسپوڅي او اردلیان واکمن وو، کټ مټ د نن په څېر عام ولس اړ و چې د پردیو او د هغو د ځیره خورو د خرمستیو او وحشتونو درنه بیه ادا کړي.
شمال له میمنې تر بدخشانه، د چنګیز له نبېرې د را ولاړ شوي محمدخان شیباني او وروسته له امو تر پورې غاړې د نورو یرغلګرو تر یرغل لاندې و، له بدخشان تر بلخ او ان کندهاره د بابر د اولادې د واکمنۍ او لښکر کشیو او لوټماریو بازار تود و، له هرات تر کندهاره د ایران د صفوي ټولواکۍ د حاکمیت بیرغ رپېده.
په دې اوږده موده کې زموږ هېواد د همدې ځواکونو د سیالیو او جګړو شاهد و چې اصلي قرباني یې د وروستیو څلورو لسیزو په څېر زموږ ولس ورکوله.
په ولس کې د پردیو پر خلاف د مبارزې او له هېواده د دفاع روحیه پیاوړې وه، ډېر مبارزین را پورته شول، روښاني غورځنګ پیل شو او ستر روحاني شخصیت پیر روښان د پښتونخواه د ازادۍ او سرلوړۍ لپاره د سر، مال او کورنۍ تر قربانۍ پورې ثابت پاتې شو، زامنو یې د پلار اوچت کړی غږ ژوندی وساته، خو د پردیو اردلیانو هغوی پرېنښودل چې دغه ستر ارمان یې پوره شي، خوشال بابا، ایمل خان او نور مبارزین را اوچت شول، هغوی د پردیو تر سیوري لاندې ژوند بې ننګي بله، خو د لستوڼي مارانو او د پردیو سترو ناتارونو دغه غورځنګونه په نیمه لاره کې ناکام کړل، دغو یادو درنو مبارزینو د ولس د یووالي او خپلواکۍ ارمانونه ګورته ور سره یووړل.
ستر مبارز خوشال بابا په یوه بیت کې خپله نهیلي او د هغو اصلي لامل داسې بیانوي:
اتفـاق په پــښتانه کـې پیدا نه شو
که نه ما به د مغل ګرېوان پاره کـړ
تر دې چې له دوو پېړیو تورتم وروسته په لوی کندهار کې د نازو انا په غېږه کې میرویس خان را پورته شو. میرویس خان د صفوي ټولواکۍ پر خلاف مبارزه پیل کړه، خو د خپلو اسلافو د مبارزې د لوړو او ژورو له دقیقې مطالعې وروسته یې داسې ګامونه واخیستل چې د تورې او تدبیر انډول پکې ساتل شوی و، د خپل صف او ملګریو په انتخاب کې یې موُمنانه فراصت، له ولس سره رښتینی خلوص او له شخصي هوسونو نه پاک ژوند، هغه ته په ولس کې د سپیڅلي مشرتابه مقام ورپه برخه کړ. د پردو اردلیان په ولس کې پخپله سپک او بې اعتباره شول. د میرویس خان غږ د ژغورنې او خلاصون نغمه شو، هرګام یې د رڼا په لور و، هر ملګری یې د هېواد د غیرت شمله او د عزت تاج شو. بالاخره زموږ د ولس ژوند چې د تندر نیولي لمر په څېر سپېره له رنګ، خوند او وقاره تش و، بېرته له تیارو او بدرنګیو راووت.
دغه تاریخي ناول زموږ د هېواد د همدغو دوونیمو پېړیو د ژوند یو تصویر دی، د ډيلي او اصفهان په دربارونو کې زموږ د ولس پر خلاف څه ډول دسیسې جوړېدې، د دغو دربارونو اخلاقي او عقیدوي وضعیت پر کوم برید ولاړ و، دې ټولواکیو پوځونو زموږ په هېواد کې کوم وحشتونه تر سره کړل…. بالاخره ملي اتل میرویس خان نیکه او صادقو ملګریو یې په کوم تدبیر له هېواده د پردیو شوم سیوری لرې کړ او افغانستان بېرته د هویت او خپلواک ژوند څښتن شو.
د میرویس خانه د مبارزې انګېزه، له ولس سره د هغه خلوص، مېړانه، تدبیر او د دښمن دقیق پېژندل او له وخت سره سم پر ځای اقدام هغه څه وو چې میرویس نیکه د وخت ټولو طلسمونو ته د پای ټکی ږدي. تاسې کولی شی دا هرڅه په دغه تاریخي ناول کې په مفصل ډول ولولئ.
ځواب دلته پرېږدئ