شرلي جکسن/ وږمه وردک

2022-11-09
د شرلي جکسن ژوند

شرلي هارډي جکسن Shirley Hardie Jackson د شلمې پېړۍ امریکایۍ لیکواله ده چې په ۱۹۱۶ز کې، په فلیپین کې زېږېدلې؛ خو وروسته امریکا ته تللې او د کلیفورنیا ایالت په سن‌فرانسسکو ښار کې لویه شوې ده.

کورنۍ یې یو کوچنی کتاب‌پلورنځی درلود چې له هماغه یې خپل ژوند چلاوه. د شرلي له کتابونو او مطالعې سره ډېره جوړه وه. له ښوونځي تر فراغت وروسته؛ له سېراکیوز پوهنتون څخه د هنرونو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. ورپسې یې د نوښتگرې لیکوالۍ زده‌کړې په براون پوهنتون کې پای ته ورسولې.

د جکسن ځینې اثار: (چارلز) لنډه کیسه، (د وحشیانو تر منځ ژوند) د لنډو کیسو ټولگه، (نیم ژوند) ناول، (ما سره راشه) او (لاټري) لنډه کیسه.

د شرلي تر ټولو مشهور اثر د دې لنډه کیسه (لاټري) ده. دا اثر چې نن سبا د امریکا په ښوونځیو کې تدریسېږي لومړی ځل تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته، د مک کارټي په دوره کې، د ۱۹۴۸ز کال په جون کې لیکل شوی او په نیویارکر مجله کې چاپ شوی و. لاټري اثر له خپرېدو سره سم شور جوړ کړ او د امریکا خلک یې اعتراضونو ته وهڅول. په دې سره شرلي په امریکا کې په راپاروونکې لیکوالۍ تورنه شوه.

جکسن اصولاً د دودنو پر ضد وه؛ د دې د انتقادي او ټولنیزو داستانونو یوه ځانگړنه دا ده چې په ډېر ظرافت سره ناسم دودونه او عادتونه د انسان لپاره زندان بولي او په ټولنیزو اړیکو کې دودنه هغه چاره گڼي چې د انسان لاس او پښې تړي.

د (لاټري) لنډې کیسې محتوا دا ده چې د یوه کلي خلک هر کال د جون په ۲۷مه سره راټولېږي او د یوه کس د قرباني کولو مراسم ترسره کوي. د قربانۍ کس د پچې اچونې له لارې انتخابېږي. دا کیسه د شلمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې پر مهال د یوه کلي حالت انځوروي او لکه له نوم یې چې ښکاري د کلي اوسېدونکي انگریزان دي. په دې اثر کې شوی تاوتریخوالی او سمبولیکه وجه د کیسې مهمې ځانگړنې دي. شرلي جکسن په دې اړه چې څه شي دا د دې کیسې لیکلو ته اړه کړه، وایي: “ما غوښتل، په یوه کلي کې د بې‌رحمانه مراسمو انځور په وړاندې کولو سره خلکو ته د ژوندانه بې‌موخې او له انسانیت لرې تاوتریخوالی وښيم.”

د لاټري لنډې کیسې پیل داسې کېږي: “د جون اووه ویشتم په سهار اسمان صاف او لمرین و. هوا د اوړي تودوخه له ځان سره لرله؛ بوټي له غوټیو ډک وو او ځمکه شنو وښو پوښلې وه. لس بجې شاوخوا وې چې د کلي خلک ورو ورو د پوسټ دفتر او بانک ترمنځ د شته لوی میدان په لور روان وو. په ځینو ښارونو کې به خلک دومره ډېر راټول شول چې پچې اچونې به دوې ورځې وخت نیوه او ناچاره به وو چې پچه اچونه د جون له شپږ ویشتم پیل کړي؛ خو په دې کلي کې چې اوسېدونکي یې کابو درې سوه کسان وو، پچې اچونې دوه ساعته وخت نیوه. له همدې امله یې کار په لسو بجو پیلاوه او پر وخت به یې پای ته رساوه، ترڅو د کلي خلک د غرمې ډوډۍ لپاره بېرته کورونو ته لاړ شي.”

د یادې کیسې طرحه دومره ساده ده چې د ځینو په اند ښایي له هغې لازمې پېچلتیا لرې وي چې د لوستونکو د لېوالتیا جلبولو سبب کېږي. کیسه یوه عادي پچه اچونه بیانوي چې د کلي د خلکو له منځ نه یو کس د سنگسارولو لپاره انتخابېږي. په دې داستان کې جگړه، د ښه او بد ترمنځ ټاکنه، انساني هڅه، یا بل هېڅ کشمکش نشته، بلکې د مرگ او ژوند موضوع یوازې په بخت تړلې ده.

په حقیقت کې دا کیسه د هغه وخت ژوندیو مسایلو ته اشاره کوي او یو ځانگړی پیغام ځان کې لري. لیکواله غواړي خلکو ته ووایي چې مسایل، ستونزې او کړاوونه یوازې بخت او روزگار ته پرېنږدي، بلکې پر وړاندې یې ودرېږي او په‌خپله انتخاب وکړي؛ چې جکسن په خپل پیغام رسولو کې بریالۍ هم شوه او خلک یې اعتراضونو ته وپارول.

شرلي جکسن په ټوله کې ۸ ناولونه، دوې د خاطراتو ټولگې، ۴ د ماشومانو لپاره کتابونه او تر ۱۰۰ ډېرې لنډې کیسې لیکلې چې د ځینو پر بنسټ یې فلمونه او ټلویزیوني خپرونې هم جوړې شوې دي.

جکسون بالاخره په ۱۹۶۴ز کې، د ۴۸ کلونو په عمر له نړۍ لاړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو