انسان او دروني شهود/ پوهنمل ګل رحمن رحماني

2023-04-13
انسان او دروني

 لا شعور د د انسان د عقل هغه ځمکه ده چې لا هم ورباندې له دومره پوهې او علمي پرمختګونو سره واکمن نه دی، یوازې په خوبونو کې کله کله پر دغه ټاټوبي قدم ږدي، خو څومره چې د انسان ذهني او عقلي وده مطرح کېږي، هغومره یې د لاشعور خاوره پر شعور ورګډېږي او د انسان د عقل او ادراک ځواک پیاوړی کوي او له نورو انسانانو څخه متفاوت کېږي.

                  پورتنۍ موضوع د ارواپوهنې په یوه ژور بحث بدله شوې ده چې تر ټولو کره بحثونه یې د ارواپوه کارل ګوستاویونګ په اثارو او څېړنو کې مطرح شوي دي. دده نظریات هم پخوا او هم اوس ددې برخې د څېړونکو لپاره د پاملرنې وړ دي. دلته به د شهود یا دروني شهود په اړه د نوموړي د ځينو نظریاتو ژباړه له خپل تحلیل سره لوستونکو ته وړاندې کړو.

ددې بحث لپاره اړینه ده چې لومړی شهود وپېژنو. کارل ګوستاویونګ شهود داسې تعریف کړی دی: « شهود او ادراک د ناخوداګاه لارې دي چې نوي اندونه، تصویرونه، نوي امکانات او له بندو شوو شرایطو څخه د وتلو لارې رامنځته کوي.»

په تعریف کې څو خورا  مهمو او بنسټيزو مقولو ته اشاره شوې ده چې که چېرته یې وپلټو، نو په ښه ډول کولی شو چې د یونګ اصلي موخو ته ورسېږو. لومړی باید پوه شو چې ادراک یاني څه؟ ادراک د درک له رېښې څخه اخیستل شوی دی چې د قضیو د ژور او بې واسطې فهم په مانا دی.

 ادارک یاني د داسې څه موندل چې له مخکې موجود وي، خو عقلي استنتاج ته له اړتیا پرته، په ناڅاپي ډول موږ ته روښانه او مکشوف کېږي. کولی شو ووایو چې د ادراک ټول اکشتافات په واقعیت کې شته دي؛ نو شهود هم د کشف یو ډول دی او شاید همدا دلیل وي چې کشف او شهود اصطلاح ډېر ځله یو ځای کارېږي. لکه پیل کې مو چې وویل ناخود اگاه هم زموږ د درون ستره او ژوره برخه ده، چې زموږ تر تسلط لاندې نه راځي او ارادي نه ده.

 البته دا برخه بیا په فردي او جمعي باندې وېشل شوي دي. جمعي ناخواداګاه د بشریت له پیدایښت نه تر نن پورې د ټول بشریت د تجربو حاصل دی او فردي بیا له ماشومتوب نه تر لویوالي پورې د هر انسان په فرد منحصرې تجربې او شخصي الګوګانې شاملې دي.

 د یونګي تعریف له مخې شهود د ناخوداګاه په دواړو برخو کې ښکېل دی. جمعي ناخوداګاه د اګاهي یا پوهاوي یوه پراخه سرچینه ده چې له یوه خوب، یوه مهال یا یوې ناڅاپي پېښې او پدیدې سره فرد یوه نوي مسیر ته ننباسي. فردي ناخوداګاه کې هم زموږ د ماشومتوب له وخته زموږ په دروني شهود کې رامنځته شوې پېښې، شخصي تجربې، عقدې، الګوګانې، طرحې او ډېر داسې واړه او ظریف څيزونه نقش لوبوي چې زموږ د زیاتې پاملرنې د جلب سبب ګرځي.

په دې اساس د یونګ د تعریف له مخې دا زموږ نا خوداګاه ده چې وړاندوینه یې نه شي کېدی، تل خلاقه وي او ناڅاپه په یوه ټکان سره د عمل صحنې ته راځي. دروني شهود اصلا د همدې ناخوداګاه ترجمان دی چې په غیر معمول ژبه خبرې کوي. په دې اساس باید ددې د رمز موندنې لپاره باید هغو نښو، سمبولونو او اشارو ته پام وکړو چې زموږ په خوب او خیال کې رامنځته کېږي. دا هم باید هېره نه کړئ، هر هغه څه چې ستاسې پاملرنه ور اړوي مهم دي او کولای شو چې په دې مورد کې له یادښت اخیستلو څخه مرسته واخلو او ورو ورو دغه چاره په یوه عادت بدله کړو.

موږ ولې دروني شهود ته اړتیا لرو؟

اوس مو چې دروني شهود یو څه وپېژندنه، نو ورپسې پوښتنه داده چې شهود ته ولې اړتیا لرو؟

 د ځواب لپاره به غوره دا وي چې «د شهود ځواک» کتاب د لیکوال ګري کلین دا جمله یاده کړو چې « شهود ددې لامل ګرځي چې افراد بې له کوم مجبوریت څخه په لوی لاس مسایل تحلیل کړي او مناسب تصمیمونه ونیسي.»

په دې اساس شهود ته اړ یوو، ځکه چې کله کله زموږ تحلیلونه کار نه ورکوي، یا اړتیا وي چې له اوسنۍ منطقي محدودې څخه یو څه زیات وپوهېږو. دا په دې چې زموږ هره ورځنۍ منطق چې له احساساتو، هیجاناتو، عقدو او سیورو جوړ دی، د یوې پنډې ورځې په څېر زموږ د قدرت او وسعت پر لار سیوری وکړي او زموږ دیدن محددوي. په دې اساس داسې وختونو کې د سمو او پیاوړو تصمیمونو د نیولو لپاره یو جوړ لرې لېدونکو قوي عینکو ته اړتیا لرو، چې دې ته دروني یا قلبي شهود وايي.

د شهود لپاره ولې نښانو ته اړتیا لرو؟

موږ نښانو ته اړ یوو، ځکه چې اکثره وختونه د خپلو احساساتو تر اغېز لاندې راځو، دا احساسات او عواطف که څه هم ممکن په ظاهره ډېر روښانه یا طبیعي څرګند شي، خو په حقیقت کې د دقیق فهم او ادارک خنډ ګرځي او کولای شي چې د منطق، مهربانۍ، خوښۍ، اندېښنې، غم، یا هم یو بل څه په بڼه را څرګند او د قضاوت سبب وګرځي.

په داسې حال کې چې دروني شهود د خالي ذهن قضاوت ته اړتیا نه لري. نښود او سیمبولونه کولی شي چې له شهود کانال څخه له کوم سرحد او محدودیت پرته ذهن ته ننوځي او له ځان سره ډېر اطلاعات راوړي، همدا رنګه هغه څپه چې له سمندره راځي او زرګونه صدفونه او سمندري ژوي له ځان سره ساحل ته راوړي، خو چې کله یې ساحل د ساتنې ظرفیت نه لري، د بېرته ستنېدو پر مهال یې بیا له ځان سره سمندر ته وړي.

دلته په واقعیت کې د همدې صدفونو او سمندري ژوو نښې او نښانې ارزښت لري چې د فردي او جمعي ناخوداګاه له پراخه سمندر څخه یې سرچینه اخیستې ده. ښايي دا له ځان سره موږ ته یوه مانا ولېږدوي او پوښتنې ځواب کړي.

نښې او سمبولونه د هېڅ کومې منطقي الګو پیروي نه کوي او شاید په سترګو ناسم ښکاره شي، ځکه چې دروني شهود په خپله ژبه خبرې کوي. دا اطلاعات ښايي کله کله په ماتو جملو یا غوڅو کلمو سره را څرګند شي، خو خپل مانیز وزن او قوت هغه مهال پیدا کوي چې ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

اغلې لورا  دي په خپل کتاب « د زړه ګواهي» کې لیکي: پر شهود باندې تکیه کول مېړانې او شکیبايي ته اړتیا لري او په دې ترتیب شهود داسې تعریفوي: شهود د پوښتنو د ځوابولو  لپاره د اطلاعاتو د تر لاسه کولو لنډ او نا تجربي بهیر دی. ښايي ددې جملو تفسیر په ښکاره یو څه سخت ښکاره شي، خو لیکوالې د کار د اسانوالي لپاره دا تشریح ورکړې ده.

غیر طولاني بهیر چې استنتاج او منطق ته اړتیا نه لري او کله کله پاشلې ښکاري. مثلا هغه شرکتونه او موسسات چې د خپلو اندونو د ایجاد لپاره د فکري بدلون ناستې تر سره کوي، د خپلو کارمنانو له وړتیا څخه د حد اکثر استفادې لپاره یې غیرطولاني بهیر غوره کړی دی.

 په دې ناستو کې ټول کارمنان حق لري چې هره نظریه حتی که د یوې کلمې او مبهمې مسخرې په بڼه هم تصور کړي، د کاغذ پر مخ ولیکي. د ناستې په پای کې چې څه پاتې کېږي، د نوو حقایفو یو امبار دی چې د انسان د محدود منطق له محدودیت ور هاخوا به د افق تازه څنډې را لوڅې کړي چې شاید په عادي ډول کلونه وروسته هم د چا فکر نه وی ورسېدلی، دا په حقیقت کې د شهودي کار جادو دی.

اوس پوښتنه داده چې د اطلاعاتو د کسب او تفسیر غیر تجربي بهیر څه مانا لري؟ موږ په ژوند کې په خپلو ورځنیو عادتونو او تجربو باندې له هغه هم زیات متکي یوو چې فکر یې کوو. په دې ترتیب موږ یوازې کولی شو چې له خپل ژوند څخه یوه ډېره محدوده دایره ووینو، تجربه او تحلیل یې کړو، خو شهود بیا ځواب ته د رسېدو لپاره تجربې ته اړتیا نه لري.

د شهود ټولې لارې اختصاصي او تازه دي، ځکه چې شهود زړو اطلاعاتو ته اړ نه وي. شهود کولی شي چې حتی هغو پوښتنو ته هم ځواب ووايي چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي. اغلې لورا ډي وايي چې د شهود او تجربي اطلاعاتو تر منځ کرښه هم هر وخت مشخصه نه وي او ددې پولې د تشخیص لپاره داسې دروني کار او هڅې ته اړتیا ده چې پر تسلسل، ژمنتیا، انضباط او ژور عشق ولاړ وي.

دروني شهود موږ ته څه راکوي؟

په پورتنیو تعریفونو کې مشخصه شوه چې قلبي شهود نه یوازې موږ ته اطلاعات راکوي، بلکې د همغه اطلاعاتو د ادراک او تفسیر لاره هم هواروي. څنګه مو چې د شهود په یونګي تعریف ک وویل، شهود د ناخوداګاه له بندښت څخه د تصویرونو، استنباط او اندونو د خروج لپاره لاره ده.

البته که شهودي استنباطونه تفسیر نه شي، موږ  ورڅخه استفاده نه شو کولی، ولې؟ ځکه چې د شهود ژبه لکه څنګه مو چې وویل، د نښانو ژبه ده او نښې باید د یوه اګاه فرد له لوري تفسیر شي، څو وکولی شي چې زموږ اګاهي ته ننوځي.

 په دې اساس شهودي تفسیر له ذهن لوستنې سره برابر نه دی، بلکې له یوې نښې څخه د «آهان» د تجربې له مخې  د ثانیې په کسر کې ناڅاپي موندنه ده، البته هره نښه کېدلی شي چې د یوه فرد لپاره متفاوت تفسیر ولري چې په بشپړ ډول د هغه د ژوند  په تجربه پورې اړه لري. د بېلګې په ډول ممکن د یوه فرد لپاره مور یا پلار د حقیقت څخه د ژور فهم نښه وګڼل شي او د بل لپاره بیا ګل، ونه یا حشره! په همدې ترتیب د هرې نښې ادراک هم د هر فرد په شهودي درک پورې تړلی دی.

په پایله کې ناخوداګاه له انسان سره د سمبولیکې ژبې پر بنسټ اړیکه پیدا کوي، د همدې لپاره ددې ژبې د درک او تفسیر لپاره په یوه ډول دروني شهود ته اړتیا لرو. د نښو او سیمبولونو درک او تفسیر هم د جمعي ناخواداګاه تجربې او د هر فرد تجربې او قضیو ته د هغه لیدلوري (فردي ناخواداګاه) ته اړتیا لري. هغه چې له ماشومتوبه یې په هغه کې ځای نیولی او مستقر شوی دی، خو اوس په فرد پورې منحصر فکري ځواک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو