پښه/ شفیق امیرزی

2022-10-10
لنډه کیسه

د مایک تر شا یې د سترګو پټولو هڅه وکړه. سر یې ټيټ کړ پر ګنجي سر او خړه ککره یې څو وېښته کاږه واږه پراته وو. په زړه کې مې څړیکه تېره شوه، دواړه سلګیو اخیستي وو. خپرونه ژوندۍ خپرېده، د ویلو لپاره راسره هېڅ نه و. ملګري مې نرۍ ساز جګ کړ، زموږ دواړو سلګۍ پکې ورکې شوې.

د ښې لاس دواړه ګوتې مې سترګو ته ور وړې، اوښکې مې پاکې کړې، څرخکې څوکۍ مې تاو کړه، مخ مې ديواله ته واړاوه. هغه لا هم هڅه کوله سترګې د مایک تر شا پټې کړي. د مظلوم وجود، وچې اوږې یې تر ورمېږ پورته ښکارېدې. لا یې هم سینه کې اسويلي و او اوږې یې پورته پورته کېدې. خپرونه کې اوږد غمګین میوزیک لا هم خپرېده. تخنیک کې ناست ملګري په خپل لستوڼي اوښکې پاکې کړې.

څو شېبې وروسته یې سر پورته کړ، ده هم د ښي لاس دواړه ګوتې سترګو ته ور وړې، اوښکې یې پاکې کړې، د خبرو له پيل سره یې غمګین میوزیک ټيټ شو.

– زه، زه خو ډیر نیکمرغه یم باور وکړه!

په غريو نیولي غږ مې ورته وویل:

– ولې؟

– ځکه ژوندی خو یم.

سترګو ته یې ځير شوم، سترګې یې په مایک کې خښې کړې، بېرته یې ماته پورته وکتل، وجود مې زېږ شو پوښتنه مې وکړه:

– آه! تا داسې فکر کړی و چې ژوندی به پاتې کېږې؟

اوښکې یې پاکې کړې، په چپ لاس یې امسا راپورته کړه. ځان یې په څوکۍ کې را سم کړ. سا نیولی او له غریوه ډک غږ یې له خولې ووت.

– نه. هېڅ مې باور نه کاوه چې زه دې ژوندی پاتې شم

– ستونزه دې ډيره وه؟

– هو، وه به، خو د سترګو پر وړاندې مې د ملګرو جنازې تېرېدې.

پلاستیکي پښه یې ور ټوله کړه، لاندې باندې یې ورته وکتل، تخنیک ملګري مې میوزیک پورته کړ، بېرته یې خبرو ته ادامه ورکړه.

– نیمه شپه وه، چې جګړه کې ولګېدم، روغتون کې مې وینه ضایع کړې وه، د مرګ او ژوند تر منځ وم.

– نو پښه دې؟

– ډاکټرانو ویل، چې که پښه دې پرې نه کړو، د مرګ خطر دی.

سترګې یې له اوښکو سرې وې، د نوې ځوانۍ رژېدلی غړی یې نور په وجود کې نه و. اوږد اسوېلی یې و ایست.

– شکر ژوندی خو یم.

نری غمجن میوزیک د خپرونې تر شا لوړ شو. نور په موږ کې د خبرو توان پاتې نه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو