په داستان کې کشمکش | دوکتور اجمل ښکلی

2024-02-08
په کیسه کې د کشمکش

په دې ليکنه کې په کيسه کې پر کشمکش، ډولونو او وړاندې کولو يې غږېږو.

پخپله د کشمکش نومونه زموږ په ژبه کې د لاس و ګرېوان او جګړې منفي مانا لري. په انګليسي کې ورته conflict وايي. کشمکش د انګليسي هغې پوره مانا نه رانغاړي؛ نو په پښتو کې ورته سيالي ويلی شو. سيالي په اوسنۍ ليکنۍ پښتو کې د “مسابقي” او “رقابت” مانا لري. په مسابقه کې هم د دوو لوريو ترمنځ يو کشمش وي.

کيسه پوهان وايي، چې کشمکش د کرکټر د موخې يا غوښتنې په ترلاسي کې له خنډ نه پيدا کېږي. ادم خان غواړي، چې دورخانۍ ترلاسه کړي؛ خو پايو خان او پښتني دودونه يې مخه نيسي. د پايو خان او ادم خان له سيالۍ نه کشمکش پيدا کېږي او دا کشمکش په دې ولسي حماسه کې وينو. بله بېلګه يې د “غڼې ځاله” کې د مرکزي کرکټر او د ټولنې ترمنځ دی. مرکزي کرکټر يوه ښځه ده، چې د خپل ژوند د ښه کولو هوډ يې کړی؛ خو ټولنه يې د مخنيوي هڅه کوي، چې له دې نه د ټولنې او کرکټر ترمنځ بريالی کشمکش پيدا شوی.

کشمکش کيسه لوستونکي ته دلچسپه کوي. بې کشمکشه کيسه به نقل وي؛ خو ډسکورس ورته نشو ويلی، ځکه ډسکورس هله رامنځته کېږي، چې دوه لوري له يو بل سره په سيالۍ کې پرېوځي. له کشمکش ډکې کيسې د لوستونکي لپاره ډېرې د کار خبرې لري. په بله وينا، داسې ويلی شو، چې کشمکش ژبه له بيان او د ليکوال له لاس نه راباسي او کرکټرونو ته يې په لاس ورکوي، چې خپله کيسه د خپل عمل (act) په قلم رسم کړي.

بېلابېلو کيسه پوهانو د کيسې مهم ټوکونه بېلابېل ښودلي دي؛ خو ټولو پکې کشمکش هرومرو ياد کړی دی، ځکه چې کيسه کرکټرونه پر مخ وړي او له دې سره کرکټرايزېشن اهميت پيدا کوي؛ خو کرکټر يوه موخه لري او له دې موخې نه کيسه جوړېږي. د کرکټر د دې موخې پر وړاندې يو خنډ وي، دا خنډا کرکټر متحرک ساتي، چې پر وړاندې يې تدابير وسنجوي او مخه يې ونيسي. ځکه وايي، چې له کشمکش نه ډکه کيسه ژوندۍ او بې کشمکشه کيسه مړه کيسه ده.

کشمکش د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې پيدا کوي او دا پوښتنې لوستونکی هڅوي، چې کيسه تر پای ولولي، چې ځوابونه ومومي. په کيمياګر ناول کې لولو، چې يو سړی له اروپا راروانېږي، د افريقا له لويو شګلنو صحراوو راتېرېږي، له ګڼو خنډونو سره مخېږي، چې ځان خزانه ومومي. لوستونکي ته پوښتنه پيدا کېږي، چې له دومره سيلو او لويو خنډونو سره سره به مرکزي کرکټر هغه خزانه ومومي که نه؟ د غڼې په ځاله کې لوستونکي ته پوښتنه پيدا کېږي، چې طاهره به خپلې هيلې ته له دومره خنډونو سره ورسېږي که نه؟

کشمکش له پيغام او د کيسې له موضوع سره مستقيمه اړيکه لري او له دې امله لوستونکي ته فکر ورکوي، چې يوه ښځه چې مېړه يې مړ دی او د ژوندي پاتېدا لپاره بايد کار وکړي؛ خو ټولنه يې ژوند او کار ته نه پريږدي. موږ چې ټولنيز دودونه مو مطلق معيارونه بللي، دا ډول له کشمکشه ډکې کيسې مو متوجه کوي، چې ټولنيز دودونه څومره له جبره او له جهالته ډک دي.

ارستو په خپل اثر “بوطيقا” کې د تراژيدۍ دوه ډوله پلاټه په ګوته کړي او د ساده پلاټ پر وړاندې يې پېچلي پلاټ غوره بللی، ځکه چې په دې ډول پلاټ کې د کرکټر په چلن او فکر کې بدلون راځي، ناپوه کرکټر پوهه ترلاسه کوي او سخت زړی هغه په نرم زړي بدلېږي. د ارستو دا خبره په شلمه پېړۍ کې هم ډېرو کيسه پوهانو مهمه وبلله. د کرکټر په خوی او چلن کې بدلون له کشکمش نه پيدا کېږي. همغسې لکه دوه څيزونه چې سره ټکر شي او د دواړو په بڼو کې بدلون راشي.

کشمکش کيسه پوهانو په بېلابېلو ډولونو وېشلی، چې شپږ ډول يې عام دی:

۱. کرکټر د کرکټر پر وړاندې: دا ډول کشمکش په کيسو، په تېره په حماسو کې عام دی، په ايلياد، شاهنامه، انيد او داسې نور د دې کشمکش غوره بېلګې دي. په ايلياد کې اشيل له هکتور سره تن په تن جګړه کوي، چې هکتور پکې وژل کېږي. په “خونکار” ناوليټ کې د خونکار او ښځې ترمنځ. په دې ډول کشمکش کې د کرکټرونو ترمنځ جسماني توازن ته پام کېږي. که يو لوری پر بل ډېر پياوری وي، ښه کشمکش نه رامنځته کېږي.

د دې ډول کشمکش يو ډول هغه و، چې دوه کرکټرونه لکه په حماسي آثار کې چې وينو، له يو بل سره تن په تن جګړه کوي؛ خو په معاصرو کيسو کې تن په تن جګړه ډېره کمه وينو، پر ځای يې د تدبير ښودنه ډېره وي. په جنايي کيسو کې د پوليس او مجرم ترمنځ کشمکش يې يو ډول دی. پوليس هڅه کوي، چې د جرم په لامل او عامل پوه شي او مجرم هڅه کوي، چې پوليس ګمراه کړي.

د کرکټرونو ترمنځ کشمکش په واقعي ژوند کې هم د همکارانو، استاد او شاګرد، رييس او مامور او د کورنيو د غړيو په بڼه وينو، چې د اوسنيو کيسو موضوع ګرځي.

۲. کرکټر د خپل ځان پر وړاندې: دا ډول کشمکش په کيسو کې هغومره عام نه دی؛ خو بيا هم په ځينو کيسو کې يو کرکټر د خپلې انا او غوښتنې پر وړاندې ولاړ وينو، چې له دې نه په کرکټر کې ذهني کشمکش پيدا کېږي او دا ذهني کشمکش په رواني کيسو کې ډېر تر سترګو کېږي.

۳. کرکټر د طبيعت پر وړاندې: د همينګوی “بوډا او سمندر”(The old man and the sea) کې يو بوډا سړی وينو، چې په يوه لوی کب پسې له څپو ډک سمندر منځ ته ورځي. دلته د بوډا او سمندر ترمنځ له يوه پلوه او د بوډا او نهنګ ترمنځ له بله پلوه يو لوی کشمکش پيدا کېږي. په پښتو کې يې ښايي د “د څمڅې ياران” يوه بېلګه وبولو، چې مرکزي کرکټر غواړي خلک له غارونو کورونو ته راوباسي.

دا ډول کشمکش په هغو کيسو کې ډېر وينو، چې پر طبيعي ناورينو ليکل شوی وي. د باليوډ په ډېرو فلمونو کې له طبيعت او د طبيعت له موجوداتو سره انساني کرکټرونه په کشمکش کې وينو.

۴. کرکټر د ماورالطبيعت پر وړاندې: دا ډول کيسې په خپلو ولسي نکلونو کې هم موندلی شو، لکه د شاهزاده سيف الملوک په کيسه کې د ښاپېريو پر سر له دېوانو سره کشمکش. د ښاپېريو ترلاسی د پخوانۍ نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د يوه موتيف په بڼه ليدلی شو، چې ښاپېرۍ د ښکلا او دېو پکې د بدرنګۍ او وحشت لرغونبېلګه(آرکې ټايپ) ده. د ګويته د فوست داستان او ملټن “ورک جنت” د دې کشمکش بريالي ډولونه دي.

۵. کرکټر د ټيکنالوژۍ پر وړاندې: په دې کې زياتره هغه ساينسفکشن کيسي راځي، چې پر نوې ټيکنالوژۍ څرخې او د انسان او مصنوعي ځيرکۍ ترمنځ پکې کشمکش وړاندې کېږي. دا ډول کيسې له نوې ټيکنالوژۍ نه د انسان وېره تمثيلوي.

۶. کرکټر د ټولنې پر وړاندې: د فرد او ټولنې ترمنځ کشمکش په کيسه کې د کرکټر او ټولنې په تمثيل کې وړاندې کېږي. زياتره رياليستي کيسې دا ډول کشمکش لري. په پښتو کې د احمدي رڼا، زرو، بوډا او د لېوانو پلونه او د غڼې ځاله دا ډوله کشمکشونه انځوروي. په دې ډول کشمکش کې يو يا څو کرکټرونه د ټولنې له ناسمو دودونو سره په کشمکش کې وينو. د احمدې په لومړيو ناولونو کې ټولنه پر کرکټر برلاسې وينو؛ خو په غڼې ځاله کې د کشمکش دا اړيکه برعکس شوې او کرکټر پر ټولنه برلاسی شوی دی.

د کشمکش دا شپږ واړه ډولونه د دروني او بهرني کشمکش په دوو ډولونو کې رالنډولی شو. رواني کيسې لکه د هملټ ډرامې د کرکټر غونډې د ګناه، تکبر، پښېمانۍ او د عزت نفس د نشت له احساس نه پيدا کېږي، په همدې ډول کې راځي؛ خو د کرکټر، طبيعت، ماورالطبيعت، ټولنې او ټيکنالوژۍ پر وړاندې کشمکش په بهرني کشمکش کې شمېرلی شو.

د کشمکش دا دوه لوی (دروني او بهرنی) ډولونه د يو بل د ايجاد لامل ګرځي، مثلا يو کرکټر له ذهني کشمکش سره مخ دی. دا ذهني کشمکش دی يو عمل ته هڅوي، چې دا عمل د بل کرکټر، ټولنې، ټيکنالوژۍ او… غبرګون راپاروي او په دې ډول په بهرني کشمکش بدلېږي. برعکس بهرنی کشمکش په يوه کرکټر کې ذهني کشمکش پيدا کوي، چې څه وکړي او ولې يې وکړي؟

دا ښيي، چې په يوه کيسه کې هممهاله څو کشمکشه کې وينو، مثلا کرکټر د بل کرکټر، ځان، طبيعت او ټولنې پر وړاندې ښايي په يوه کيسه کې هممهاله ووينو؛ خو بيا هم پکې تمرکز پر يوه يا دوه ډولونو وي.

که کشمکش لومړي شپږ ډولونو ته څومره والي له پلوه وګورو، په پښتو کيسو کې ډېر پېښېدونکی کشمکش لومړی او شپږم ډول دی، چې د کرکټر د کرکټر او ټولنې پر وړاندې درېږي او ترمنځ يې کشمکش پيا کېږي.

خو پوښتنه دا ده، چې کشمکش به څنګه رامنځته کوو؟ دې پوښتنې ته کيسه پوهانو لاندې ځوابونه ويلي دي:

۱. د دې پوښتنې لومړی ځواب دا دی، چې ليکوال بايد خپل کرکټرونه مخکې له مخکې ښه وپېژني او که شونې وي، د خپلو کرکټرونو، په تېره د منځني هغه د قوت او کمزورۍ ټکي فهرست کړي، مثلا له نورو کرکټرونو سره يې د اختلاف ټکی کوم دی؟ ماډرن مبارز، ملتپال، مذهبي دی. په ځينو مسايلو کې حساس دی، مبارزه يې خوښېږي، ضدي دی، لوستی دی.

۲. د کرکټر د ايجاد بله لار دا ده، چې د کرکټر لپاره يوه موخه، هيله او ليدلوری وټاکئ او دا پوښتنه ځواب کړئ، چې اصلي او ناشعوره موخې يې کومې دي؟ او د خپلې موخې په ترلاسي او هيلې ته په رسېدو کې له کوم ډول خنډ سره مخېدای شي. د خنډ ډول بايد معلوم وي. درېيم دا چې له دې سره په کشمکش کې بايد کوم لوري ښکېل وي، د کلي خان، بېسواده، مېړه او که بل. دا بايد توصيف شي.

۳. د کشمکش د ايجاد بله لار لوستونکي ته انګېزه ورکول دي، مثلا يو سړی له خپل يوه ورک دوښمن سره مخېږي، له دې سره کشمکش پيدا کېږي او دا کشمکش لوستونکي ته انګېزه ورکوي، چې مخکې به څه کېږي. دوښمن به دی وژني، که دی به پرې برلاسی کېږي او څرنګه به پرې برلاسی کېږي. بله بېلګه يې مثلا يو کس د خپلې کورنۍ د غړيو د خوښۍ پر خلاف واده کوي يا يو ښوونکی په يوه وروسته پاتې کلي کې د کمو بچو د زېږولو په اړه د پوهاوي يو کورس جوړوي.

۴. د مخالفو او سيالو کرکټرونو په ايجادولو هم په کيسه کې کشمکش پيدا کولی شو. هغه کرکټرونه چې په وراشه(مکالمه) کې له يو بل سره همغږي وي، ښه مکالمه نشي پيدا کولی، همداسې همغږي کرکټرونه يا يې چې د اختلاف کچه کمه وي، د هغو له تعامل ښه کيسه نه پيدا کېږي؛ خو که سيال کرکټرونه وټاکو، له کشمکش نه يې د ښې کيسي د رامنځته کېدو چانس ډېر وي. زموږ د زلميو د کيسو يوه نيمګړتيا دا ده، چې په کيسه کې پر کشمکش فکر نه کوي او کرکټرونه يې هم لکه مړه، چې له دې سره کيسه د روايت په يوه هوار سرک بدل شي، چې خنډ او کږلېچ پکې نه وي.

۵. څرنګه چې کشمکش د کرکټرونو له ټکر يا تفاعل نه پيدا کېږي، نو ښه ده، چې د کرکټر له موخې سره يو رواني تړاو ورکړل شي او کرکټر ته يوه اندېښنه پيدا شي، د زرو په ناول کې وينو، چې هلک پر نجلۍ مين دی او د مين سترګې د پښتنو خبره ړندې وي، همدا مينه يې ټولنې او ځينو کرکټرونو سره په کشمکش کې ښکېل کړي.

رواني تړاو ممکن بل ډول هم ولري، يو کس له خپل پټي، له خپلو بچو يا زده کړو سره رواني تړاو لري او ممکن دا اندېښنه ولري، چې خپلې زده کړې به پوره نه کړای شي، نو بايد يوه حللاره ورته ومومي.

۶. پاس مو له موخې سره د رواني کرکټر د تړاو او اندېښنې خبره وکړه. دا دروني کشمکش چې کرکټر ورته اندېښمن وي، دا بايد بيان نشي، وښودل شي، مثلا داسې مه وايئ، چې جبار غوسه و، بلکې و يې ښيئ، چې رنګ يې سور و، کوټه کې ګرد تاوېده، سر يې ځوړند نيولی و، نوکان يې ژوول. د کرکټرونو په حرکتونو کې د هغه ذهني کشمکش په ښه ډول ښودلی شو.

۷. کشمکش که له يوه پلوه د کرکټر او مخالف لوري په عمل کې ښودل کېږي، بله لار يې وراشه ده، چې د دوو کرکټرونو کشمکش پکې رابهر کېږي. د مکالمې په اړه مې د غضنفر صاحب په ليکنه کې لوستي وو، چي ښه مکالمه هغه ده، چې د دواړو لوريو ترمنځ پکې اختلاف وي.

په کيسه کې د تلوسې د پيدا کولو او د کيسې د په زړه پورې کولو يوه لار دا ده، چې کيسه په يوه دروني کشمکش پيل شي، مثلا يو سړی په خونه کې ګرد تاوېږي، نوکان چيچي. دا حرکتونه ښيي، چې يو څه شوي. څه شوي، چا کړي؟ دا لوستونکي ته تلوسي پيدا کوي او د راروان بهرني کشمکش ښوادنه کوي.

د کيسه پوهانو په اند، ښه کشمکش هغه دی، چې دواړه لوري د ځواک او نورو اړخونو له پلوه سره توازن ولري. که د استاد او شاګرد ترمنځ کشمکش انځورېږي، هله ورته ښه کشمکش ويلی شو، چې شاګرد هم له استاد سره په سياسي نفوذ او نورو کې برابر وي، ګنې ښه کشمکش نه دی. زموږ د کيسو يوه خامي دا ده، چې دې توازن ته پام نه کوي. د مرحوم احمدي په کيسو کې د ټولنې پر وړاندې مظلوم کرکټرونه وينو.

پر دې سربېره کشمکش بايد په تدريجي ډول د ناورين پر لوري لاړ شي. که کشمکش ناڅاپه لوړ څوکې ته يووړل شي، د کيسې خوند ختم شي، ځکه دا کشمکش لوستونکی له ځان سره بيايي، څومره چې کشمکش پياوړی کېږي، کيسه په زړه پورې کېږي. دا ښيي، چې کشکمش بايد د کيسې په اوږدو کې و نه درېږي، بلکې پرمخ لاړ شي او په پای کې هوار شي؛ خو په کرکټر کې بدلون راولي.

د ښه کشمکش يوه نښه دا ده، چې لوستونکي ته بېخي نه هوارېدونکی هم نه ښکاري؛ خو ډاډه هم نه وي، چې هوار به شي کنه او څنګه به هوار شي، کوم لوری به سوبمن او کوم مغلوب وي.

موږ داسې ګڼ ناولونه لرو، چې په ښو موضوعاتو څرخې؛ خو کشمکش پکې کمزوری دی، نو لوستونکی هم نشي موندلی. تر جوجو د غڼې ځاله ځکه لوستونکي خوښوي، چې په جوجو کې کشکمش په نشت حساب دی؛ خو په غڼې ځاله کې د کونډې ژوند له کشمکشونو او ناورينونو ډک دی.

د نړۍ هغه ناولونه ډېر مشهور شوي، چې کشمکش پکې عالي وي. زموږ زلمکي کيسه ليکوال بايد دې لور ته پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو