مور/ نصیر احمد احمدي

2023-02-02
لنډه کیسه

زه  له پنځه دېرشو کالونو را هيسي ژاړم، پنځه دېرش کاله! ډير وخت دی. ډير. يوه ګړی مې هم اوښکې نه دې درېدلې،اه،  څنګه يې ودروم، غمونه مې نه پرېږدي.

پوښتنه مو ونه کړه چې ولي؟

کيسې ډيرې دي، يو څو به يې راواخلم.

پنځه دېرش کاله مخکې مې ځينو اولادونو يو څو له رنګه سره کسان راوستل، ويل يې چې د شمالي  ګاونډۍ زامن دي،  ملګرتيا سره لرو، بس، غم له همدې ځايه پيل شو، د ميلمنو نيت پاک نه و، اولادونه مې دوې ډلې شول، يوې يې د ميلمنو ننګه کوله، خو بلې  چړو او  بېلچو ته لاس کړ او ما له ډيره وخته وروسته په خپله لمن د خپلو اولادونو وينه ولېده. دوی پوره لس کاله سره وخوړل، لس کاله! ډير وخت دی، په ټوله لمن کې مې له وينو پرته بل رنګ نه ښکارېده.

سره ګاونډيان په ماتو سرونو خپلې مور ته ور وتښتېدل، خو زما يې هم کور را خراب کړ، لمنه مې د خپلو بچياتو له سرو غوښو او سپينو هډوکو ډکه وه.

  خبره دلته ختمه  نه شوه، اولادونو مې په خپل مينځ کې يو بل تر ستوني ونيول، يو ځل به يوه خوا پياوړې وه، بيا به بلې خوا پردۍ چاړه د خپل ورور پر ستوني کېښوده. اخير کلی رامخته شو، ويل يې چې ستا د اولادنو جنګ موږ هم  نا ارامه کړي يو، بس، ليري ګاونډيان راغلل، زما ځيني مساپر نيکټايي کړي اولادونه يې هم له ځان سره راوستل، دليل يې دا و  چې دوی درس ويلی، پوه دي،  سوله راولي.

اه، سوله له کومه شوه، ليري ګاونډيو هم زما د اولادونو له بې اتفاقي استفاده وکړه، نيکټايي کړي اولادونه مې هم د خپلو جېبونو د ډکولو له پاره راغلي ول ، جنګ نور هم تود شو، وينه ونه درېده.

اوس شپږ ګاونډيان لرم، څلور يې يو څه ښه دي، که نور نه وي، په ظاهره خو يې مخ پرته دی، کوم تاوان يې نه رارسيږي، خو دې نورو دوو له ژونده ايستلې يم. جنوبي ګاونډۍ مې يوه تکه توره ښځه ده، تل يې ويښته د شاړشمو په تېلو غوړ وي، ډير عمر نه لري، خو په لږ وخت کې يې ژوند را تريخ کړ. دا زما له درده خوند اخلي، پوهيږې! زما اوښکو ته يې ګلان کرلي دي.

کله کله مې له جنګه ستړی يو_  نيم نيک صالح اولاد رامخته شي، زما سترګو ته دسمال ونيسي، خو توره ګاونډۍ چونډۍ ور ولګوي، نه يې پرېږدي ، وايي چې اوښکې يې مه دروه، زما ګلان وچيږي.

زه له اوله داسي خواره نه وم، خوشالي مې هم ليدلې ده ، په خپل ښايست به خيال راته، تندی، غاړه او مړوندونه مې له سرو زرو ډک ول، په ټکري، ټټر  او لمنې پورې مې د سپينو زرو روپۍ  ټومبلې وې، په خبره پوه، هوښيار او غيرتي اولادونه مې درلودل، يو مې احمد باله، د بل نوم ميرويس و، درېيم هم جمال الدين نوميده ، څلورم… غم ته يې نه پرېښودلم، ګاونډيانو سترګه ورنه کوله،  اوښکې مې چا نه وې ليدلې، خو هر څه ختم شول.

يوه ورځ مې څو اولادونه په لمنې، ټټر او ټکري پورې نښتي ول، په لاسونو کې يې بياتيانې نيولې وي، د سپينو زرو روپۍ  يې رانه شکولې.

دوی د سرو زرو غاړګی، بنګړي… ټول توري ګاونډۍ ته ور وړل، په کاغذونو او ټوپکو يې بدل کړل. ما ژړل، خو توره ګاونډۍ له خندا شنه وه، دې زما غاړګۍ په خپله توره غاړه را ځړولې وه، زما د ټکري او لمنې سپينې روپۍ يې په خپل ټکري او لمنه پورې ګنډلې.

پاتې روپۍ نيکټايي کړېو اولادونو رانه وشکولې.

غربي ګاونډۍ مې هم له مکره ډکه ده، دا هم زما له اوښکو ګټه اخلي، زما په ژبه پورې ملنډې وهي، ځينې اولادونه مې ور غواړي، د شيطانت خبرې ورته کوي، ژبه او کولتور يې ور اړوي، بېرته يې راليږي، د نورو اولادونو په مينځ کې تفرقه اچوي، غواړې چې له بيخ او بنياده مې ختمه کړي.

بس، نه پوهېږم، په ما کې څه کمی دی، خپلو اولادونو ته مې مينه ورکړه، په توده غېږه کې مې وروزل، زما په شيدو رالوی شول، خو لومړی يې زما مخ ته څپېړې ونيولې. دوی تل د نورو په خوله دي، ان د خپلو خويندو او ورورڼو هډوکي يې هم ور ورسول، په مقابل کې يې ټوپک او پاپړ ورکړل.

اوس هيڅ هم نه لرم، يواځې زړه او پښتورګي راپاتي دي، خو زما د زړه او پښتورګو په باره کې مې هم له اولادونو سره خبري رواني دي، بس، په پيسو نه سره جوړيږي.

زه ډېره زهېره شوې يم، سېکه مې ختلې ده، اه، خپلو اولادنو وخوړم، داسي څوک پکې پيدا نه شول چې له خپلې مور سره له زړه مينه ولري، اوښکې راپاکې کړي، راته ووايي چې بس دی مورکۍ، نور دي ژړا ته نه ورکوم، ته زما مور يې، ته زما ژوند يې، ته زما عزت يې، زه هم د احمد او ميرويس اولاده يم، زه د ګاونډيانو له چونډيو نه ويرېږم ، هغه لاس به مات کړم چې تاته در وغزېږي، نور به يواځې خاندي، دومره به وخاندې چې له سترګو دي اوښکې را تويې شي، د خوشالۍ اوښکي، هومره اوښکي چې په وينو لړلې لمن دي در پريمانځي او پر ځای يې  ګلان راشنه کړي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو