تېښته/ ګل رحمن رحماني

2023-01-02
د تېښتو خاطرې او

ګل رحمن رحماني

د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم، د نورو ورځو په څېر سهار ښوونځي ته روان شوم، د پسرلي رنګینو هر څه ښکلي کړي وو، د ښوونځي غرنۍ لاره ښکلې ښکارېده، شنو، بوټو او ګلونو پوښلې وه، څو کلیوالو ماشومانو په چمن کې غواګانې، وري او سېرلکي څرول، په شنو واښو  کې یې مستۍکولې. د ریاضي د مضمون تروه ټنډه را یاده شوه، ټولګي کې مې زړه تنګ شو، لر لرګیني کړکۍ مې د غره خواته کتل چې کله به وځي، تفریح پیل شوه، همداسې غلی ووتم، د کلي د غره لمنې ته مې ځان ورساوه، خپل کتابونه مې په ډبره کېښودل او له هغوی سره په لوبو بوخت شوم.

+++

د اوړي ټکنده غرمه وه، مور به مې ویده کولم، اجازه یې نه راکوله چې بهر په ویالو او باغونو کې له کلیوالو هلکانو سره  وګرځم، ویل یې ماران به دې وچیچي او یا به دې لمر ووهي، تودوخه ډېره ده،  خوب درته ګټه لري، خو ماته خوب نه راته، د مچانو، مرغانو او بهر د توتو تر ونو لاندې د همزولو ماشومانو شور زوږ له خوبه یستلی وم، د مور سترګې مې پټې شوې او زه هم غلی ووتم، لویه دروازه مې په ارام پورې کړه، تر لویو ونو لاندې هلکان را ټول وو، ساعتیري یې کوله، له څو همزولو سره د سیند په خوا د لمبا په نیت روان شوم.

+++

                   ژمی و، واوره ورېدلې وه، په جومات کې مې د قرانکریم درېیمه سېپاره ویله، د جومات څنګ ته هلکان په ساعتېرۍ بوخت وو، شور زوږ یې جومات ته راته، زړه مې په هوا شو، په همدې شېبه کې ملا صاحب المارۍ ته ودرېده، کوم کتاب یې لټاوه، زه هم غلی پاڅېدم، سېپاره مې د لویې کورتۍ په جیب کې کېښوده او په واورو کې مې له نورو کلیوالو ماشومانو سره  مستي پیل کړه.

+++

په دولسم ټولګي کې وم، درسونه مو په اوج کې وو، د خپلو رسمي درسونو تر څنګ مو د کانکور لپاره د چمتو والي کورسونه هم ویل، یوه ورځ مو ټولګیوالو د ولسوالۍ په یوه بڼ کې د لویې ولسي او فرهنګي مېلې خبرې کولې، تمثیلي پارچې او د غشو لوبه هم په کې وه، زما زما څو نور ټولیګوال هم داسې وو چې ناست په ټولګي کې وو، سترګې یې د لوست په تخته ګنډلې وې، خو زړونه یې هلته په مېله کې وو. د مثلثات مضمون ښوونکی چې څنګه ووت، موږ څو ملګرو هم کتابونه را ټول او بکس ته کړل، له ټولګي او بیا له لېسې ووتو، پر بایسکیلونو مو پښې واړولې او نیم ساعت وروسته مو د مېلې په ګډونوالو کې ځان ورک کړ.

+++

د پوهنتون په وروستي ټولګې کې وم، د لیلیې د اتاق  د یوه ملګري د واده ورځ وه، کارت یې راغلی و، د هغوی سیمه هم د منظرې او نندارې ځای و، ټولګي ته لاړم، یو ساعت درس مې وویل، استاد په ټولګي کې و، ملګرو راته د ټولګي له کړکۍ اشاره وکړه، مانا یې دا وه چې ورځو، استاد ووت او ما هم د ټولګي حاضري د څنګ ملګري ته وسپارله، غلی ووتم او له ملګرو سره یو ځای د لرې ولسوالۍ په لور روان شوم.

+++

د یوې کلنۍ مشاعرې بلنلیک راغلی و، دفتر کې مې میاشتنۍ رخصتي هم یوه ورځ پاتې وه، خو یوه ورځ مخکې هم رخصت وم، نن مې بل همکار د سبا لپاره رخصت اخیستی و، حیران وم څه وکړم، مشاعرې ته مې زړه ور ختلی و، د دفتر کارونو ته مې زړه نه کېده، خو مجبور شوم، د سبا ځینې کارونه مې هم نن وکړل، ملګري ته مې هم نه شو ویلی چې سبا ته رخصتي لغوه کړي او نوبت ماته راکړي، بله لاره نه وه، مازدیګر له رخصتۍ یو ساعت وړاندې له دفتره پټ  ووتم، کور ته لاړم، جامې مې بدلې کړې، مخ په ولایت روان شوم، د مشاعرې په شپه د غزل شپه تر سره کېده، ملګري ته مې مسنیجر کې مسیج وکړ، چې خیر دی سبا دې راشي، د رخصتۍ پاڼه مې په خپل مېز اېښې، سبا ته دې هغه رییس ته وسپاري. نور مې موبایل بند کړ، ما ویل هسې نه له شا را پسې زنګ وکړي چې رخصتي نه شم لغوه کولی، له دوو ملګرو سره موټر کې کېناستم او له ښاره په تېښته بریالی شوم.

+++

د دوشنبې ورځ وه، د څانګې په تدریسي مهال وېش کې مې ټول ساعتونه ډک وو، د یوه نازولي ادیب ملګري د کتاب مخکتنه وه، ګډون او خبرو ته یې وربللی وم، زړه نا زړه پوهنتون ته لاړم، اول او دویم ساعتونه مې درس ورکړ، لس بجې غونډه پیل کېده. یوه بل استاد ته ور په غوږ شوم، وروستي تدریسي ساعتونه مې ورته پرېښودل او پرته له دې چې د څانګې مشر خبر کړم، غلی له پوهنتون څخه ووتم او د غونډې ځای ته چې ورسېدم، ویاند راته هر کلی وویل او ستیج ته یې پر کتاب د خبرو لپاره وغوښتم.

+++

په ذهن کې مې ګڼې همداسې نورې د تېښتې صحنې شته دي، هره یوه زما د ژوند په یوه جلا اړخ او مسوولیت پورې تړلې ده، خو له ټولو په تېښته روان یم، همدا نیم ساعت وروسته په ټلویزیون قطر کې د فوټبال نړیوال جام وروستۍ پایلوبه راځي، چنې لا رواني دي، چې کوم هېواد به یې ګټي، خو زه ذهننا د ارجنټاین پلوی یم، ځکه له همدې جملې سره له دې ځایه هم درڅخه وتښتېدم.  

۱۴۰۱، د مرغومي ۵ مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو