آئورا/ عاقب عمر

2022-11-30
د آئوراکتاب

«کارلوس فوئنتس» په ۱۹۲۸م کال کې په پاناما کې وزېږېد. د فوئنتس پلار په مکسیکو یو مشهور ډيپلیمات و او دا دنده ده خپله هم تر ډېره وخته په څو هېوادونو کې پر مخ یوړه. همدا علت دی چې د ده په داستانونو کې سیاست يو ځانکړی او اساسي مضمون دی. فوئنتس په لاتینه امریکا کې له هغه ډلې ليکوالو دی چې له ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ یمو کلنو تر منځ یې نوی سبک رامنځته کړ چې له هغې ډلې ګابریل ګارسیا مارکېز، ماریو بارګاس یوسا او خولیو کور تاسار وو. د کارلوس فوئنتس تر ټولو مشهور ناول آئورا دی چې پارسي ژبې ته عبدالله کوثري ژباړلی او پښتو ژباړه او لنډيز یې پوهنمل مصطفی صفا، په نړیوال ادبیات دویم چاپ کې راوړی دی.

«آئورا» یو کوچنی خو په عین حال کې یو ډېر قوي ناول دی. د لیکوال د قلم زور هغه وخت درمعلومېږي چې د ناول له پیل مو د مینې پر یوې نرۍ لاره برابروي او سوکه سوکه مو ژورې او کراړې لارې ته سیخوي. داسې اثر دی چې لوستونکی له وېرې، نفرت، مینې، شهوت، تاوتریخوالي، تاریخ، ډار، ګوتیک او تل‎پاتې‎والي سره مخ کوي چې دا هر یو یوه ځانګړې ژبه لري. آئورا د ریالېزم، جادویي ریالېزم او سوریالېزم له پولو راتېرېږي او د دې هر یوه لپاره یو مثال هم راوړل کېدای شي. ناول د ریالېزم په فضا کې شروع کېږي لکه: (په ورځپاڼه کې خبرتیا لولې. داسې فرصت هره ورځ نه وي. لولې یې او بیا یې لولې. ته وا، له تا پرته بل هېڅوک نه ښيي. حتی پام دې نه دی چې د سيګرټ ايرې دې د چایو په هغه کې لوېږي…)۱

«فلیپه مونتر» چې په فرانسه کې یې د تاریخ زده‎کړې پای ته رسولې، د دې خبرتیا له لوستلو وروسته د بوډۍ ښځې (کونسئوئلو) د کور پر خوا ور روانېږي چې د ښار په مرکز کې او د زاړه ښار په دونسلس کې موقعیت لري. په همدې پاڼو کې لیکوال د خپلو لیکلو لاره بېلوي او لوستونکی وهم او خیال «فانتزي» ته اماده کې کوي: (ور خلاصوې. د رڼا خورې ورې وړانګې دې په بڼو کې تاوېږي. داسې لکه له یوې ورېښمينې ټوټې دې چې ورته کتلي وي. په هغه څه چې دې سترګې لیګي، یوازې د رڼا تاو شوي د ورېښمینو مزو ته ورته وړانګې دي…)  

په آئورا کې له دې وروسته جادویي ریالېزم هم رابرسېره کېږي. دا ناول په ۱۹۶۲ کال کې خپور شوی یعنې هغه وخت چې په لاتینه امریکه او نوره نړۍ کې جاودیي ریالېزم خپل اوج ته رسېدلی و. په دې کلنو کې لاتیني هېوادونه تر استعمار لاندې وو چې په پایله کې دوی خپلو اثارو ته دا ډول سبک غوره کړ. آئورا هم له دې ډلې دی. خپله د آئورا حالت له ځوانې شل کلنې پېغلې په بوډۍ ښځې کونسئوئلو بدلېدل، تېر مهال یا راتلونکي مهال کې پاتې کېدل، خپله د دې ډول یوه ښه بېلګه ده: (په وچه سینه یې لاس راکاږې، د سپوږمۍ وړانګې په کوټه کې راخورې شوې او له نوره ډکه ده. د دېوال له چاکونو چې موږکانو غارونه په‎کې کړي، نقره‎یي ډوله رڼا رالوېدلې؛ د آئورا پر ګونځې مخ باندې رڼا خپره ده. رڼا ته یې مخ داسې ښکارېږي لکه مات شوی چې وي یا د خاطرو زېړې شوې پاڼې یا قات شوي عکسونه…) په یوه وخت کې، په پخلنځي کې آئورا د سېرلي د غوښې ټوټه کول او په همدې وخت کې د بوډۍ ښځې هلته راښکاره کېدل چې د سېرلي پوستکی جلا کوي، د جادویي رایالېزم یوه بله بېلګه ده. دا په داسې حال کې ده چې کله فيلپه مونترو د دوی د کورنۍ عکسونه ګوري، نو پوهېږي چې جنرال یورنته (د زړې ښځې خاوند) ته ورته دی. دروغ له واقعیت سره یو ځای کول د آئورا ځانګړی سبک دی چې فوئنتس رامنځته کړی او لوستونکی ورسره اخلي. دا سبک له اسطورو، افسانو او بومي ځانګړنو نه سرچینه اخلي. فوئنتس د وهم او خیال لپاره له سوریالېزم څخه هم کار اخیستی لکه: (د تیارو په لوړو-ژورو، په خاموشو خیالونو او سکوت کې هغه خولې وینې چې د ژورې تیارې لخوا خلاصېږي او ستا پر لوري راځي، وینې یې او ستا پر خوا راغځېږي…) د دې سبک بله نمونه د آئورا د حالت بدلېدل دي چې له ځوانۍ زړبودۍ ته ځي او هغه هم په یوه وخت کې او خپله د (وخت) ماتېدل د سوریالېزم د سبک او آئورا بله ځانګړنه ده.

[ټول داستاني اثار د بیان له دريو زوایو څخه وړاندې کېږي: متکلم یا لومړی شخص (زه/موږ)، مخاطب یا دویم شخص (ته/تاسې)، غایب یا درېیم شخص (هغه/هغوی). د نړۍ زیاتره داستاني اثار معمولاً د لومړي شخص یا درېیم شخص له زاویې وړاندې شوي دي. خو «آئورا» د دویم شخص یا مخاطب د لید له زوایې وړاندې شوی دی. په دې زوایه کې راوي کیسه بل چا ته په خطاب کې بیانوي، لکه له پېښې سره چې هغه مخامخ شوي وي او اوس راوي کیسه ورته کوي. بل په دغه زاویه کې راوي د (تا، ته) له ضمیرونو څخه په کار اخیستنه د ناول کیسه بیانو. د دغې زاویې پر اساس ډېر لږ ناولونه او داستاني اثار بیان شوي دي. له دې ډلې یو هم آئورا ناول دی چې په دې لید بیان شوی لکه: (په ورځپاڼه کې خبرتیا لولې. داسې فرصت هره ورځ نه وي. لولې یې او بیا یې لولې. ته وا، له تا پرته بل هېڅوک نه ښیي. حتی پام دې نه دی چې د سګرټ ایرې دې د چایو په هغه پیاله کې لوېږي، چې په دې ارزانه او چټل رسټورانټ کې دې راغوښتی دی. یو ځل بیا یې لولې: «د کار موندنې خبرتیا؛ ځوان، جدي، منظم او په فرانسوي ژبه بشپړ واکمن تاریخپوه… په میاشت کې څلور زره پېسو بشپړ خواړه، د کار او خوب لپاره ځانګړې آرامه او خونه»، یوازې ستا ځای خالي دی. دغې خبرتیا باید دوې نورې کلمې هم درلودی، دوې کلمې په غټو توریو: «فلیپه مونترو»…

خپل کوچنی بکس را اخلې، پاڅېږې. په دې اندېښنه کې لوېږې چې هسې نه، ستا په څېر کوم بل ځوان تاریخپوه دا خبرتیا لیدلې وي، تر تا مخکې شوی وي او اوس یې دا دنده تر لاسه کړې وي. د واټ په لورګامونه اخلې. هڅه کوې دا اندېښنه له ذهنه وباسې. د سورلۍ بس ته په انتظار ولاړ یې. نېټې او تاریخونه تکراروې چې د زدهکوونکو د پوښتنو پر وخت دې باید د ژبې پر سر وي، ترڅو دې خوبولي زده‎کوونکي درناوی ولري. بس رانږدې کېږي او ته د خپلو تورو بوټو څوکو ته ځیر یې. باید چمتو وې. لاس جیب ته وړې. په سکو پسې ګوتې وهې او بالاخره دېرش سنتیاوه راباسې. باید چمتو وې. بس ورو کېږي، خو درېږي نه. دستګیر ته لاس اچوې. ورخېژې، په ټېله ټمبه سره لاره مومې. دېرش سنتیاوه بس والا ته ورکوې. د بس په منځ کې د ولاړو مسافرو منځ کې ځای ځایوې. سر خوا ته دستګیر په لاس کې ټینګوې. کوچینی بکس دې پر ځان پورې کلک رانیسې…]۲

۱-۲: پوهنمل مصطفی صفا، (۱۴۰۱) د ادب‎تیوري لکچرنوټ. د پښتو ادبیاتو څانګه، غزني پوهنتون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو