پر ادراکي ژبپوهنه د ګشټالټ ارواپوهنې اغېز/ پوهنوال دکتور اجمل ښکلى
لنډيز:
ګشټالټ اراوپوهنه د شلمې پېړۍ په سر کې رامنځته شوى داسې يو مکتب دى، چې د هغه وخت د دوديزې ارواپوهنې له چوکاټه راووته. دې ارواپوهنې د انسان پر حسي، په تېره د باصرې پر حس کار وکړ او دا نظر يې وړاندې کړ، چې موږ شيان چې څنګه دي، هغسې نه، بلکې چې څرنګه مو حواس غواړي او د حواسو ظرفيت وي، هغسې راښيي.
د دوى په اند، حسي تجربې پر يو لړ اصولو ولاړې دي، چې دا اصول د دوى په دنده کې نظم ښيي، مثلا د باصرې حس شيان د (ورته والي، نېژدېوالي، غزونې، بشپړتيا، څيز او چاپېريال، ګډ برخليک او پر نغاړنې) پر بنسټ د يوه کل په توګه ويني.
د ګشټالت ارواپوهنې تجربو د فرهنګ په هر ډګر اغېز وشينده، د تلويزيون له اختراع نه نيولې د ادبي کيسو تر تخنيکونو او ژبپوهنې پورې دا اغېز خپور وور و او په دې ډول د ګشټالټونه څېړنه پر يوه ګډه څانګيزه موضوع واوښته.
د ادراکي ژبپوهنې له مخې ژبه د انسان له ادراک سره همغږې ده او د ادراک رغښت پکې وينو. له بله پلوه ګشټالټ ارواپوهنه د انسان ادراک د ده د حسي تجربو زېږنده بولي، ځکه نو په ادراکي ژبپوهنه کې د ګشټالټ ارواپوهنې اغېز بې مورده نه دى.
ګشټالټ ارواپوهنې چې د بصري ادراک لپاره کوم پينځه اصول وضع کړل، هغه د ژبې په ګرامري رغښتونو او وييزو مفاهيمو کې هم وينو، چې ادراکي ژبپوهنه پرې بحث کوي. له بله پلوه د ژبې په اړه د ادراکي ژبپوهنې او ګشټالټ ارواهنې په ليدلوري او ميتودولوژۍ کې هم ګڼ ورته والي وينو. په ژبه کې د ګشټالټ ارواپوهنې اصول د مفهومي ټوليو، د مکان او زمان په سکيماوو، تمرکز او نورو مواردو کې وينو، چې لاندې پرې خبرې کوو.
آر وييونه: ګشټالټ، ادراک، ادراکي ژبپوهنه، د ګشټالټ اصول
سريزه:
د ګشټالټ اراواپوهنه د شلمې پېړۍ په لومړيو کې رامنځته شوه. دې ارواپوهنې پر انځورګرۍ، ادبياتو، نقاشۍ او ژبپوهنه اغيز وکړ.
ادراکي ژبپوهنه: يو ګډڅانګيز مېتود په بنسټ رامنځته شوې د ژبپوهنې په اړه معاصره ليدتوګه ده، چې له ګشټالټ ارواپوهنې نه يې په ځينو مواردو کې رنګ اخيستی.
اصل متن:
۱- تاريخ: لومړى به د ګشټالټ ارواپوهنې او ادراکي ژبپوهنې د تاريخ په اړه لنډې خبرې وکړو:
۱-۱- ګشټالټ ارواپوهنه:
په ۱۹۱۰ کال چک توکمى المانى ارواپوه مارکس ورتايمر په روان موټر کې ونو، کورونو او نورو شيانو ته پام شو. داسې ورته وايسېده، لکه دا هر څه چې وروسته روان وي او دى ولاړ وي. ده ته پوښتنه پيدا شوه، چې که څه هم دا ټولې ونې ولاړې دي؛ خو بيا هم ولې داسې برېښي، لکه روانې چې وي؟
نوموړي تر دې پېښې وروسته د فرانکفورت د پوهنتون د دوو ملګرو استادانو کورت کوفکا او ولفګانک کولر سره يو ځاى په دې اړه څېړنې وکړې او د ګشتالت ارواپوهنې بنسټ يې کېښود.
ګشتالت(Gestalt) په الماني کې بڼې، قالب، سکښت، جوړښت او رغښت ته وايي. دا ارواپوهنه په دې اصل ولاړه ده، چې د انسان ادراک د يوه جوړښټ په اجزاوو نه وېشي، ټوکونه بېل بېل نه رااخلي، بلکې ټول اجزا د يوه کل په بڼه ويني. يعنې د اجزاوو له اړيکو نه جوړ شوى کل درک کوي. په همدې لړ کې وايي: “کل د ټوکونو(اجزاوو) تر ټولګې لوى دى.”(EB: “Gestalt principles”: 2007)
تايمر او ملګرو يې په بصري ادراک څېړنې وکړې، چې انسان په فيزيکي نړۍ کې شيان څنګه ويني؟ نوموړي ثابته کړه، چې انسان شيان مجرد نه، بلکې د يوه کل په بڼه ويني. د دې خبرې مانا دا ده، چې د انسان ادراک سيستماتيک دى، پر تجرد نه دى ولاړ. انسان شيان ډلبندي کوي او د کټګوريو او حوزو په بڼه يې درک کوي.
ورتايمر په ۱۹۲۳ کال په خپله ليکنه (د فورم نظريه) کې د بصري ادراک لپاره څو اصول وښودل. دا اصول به لږ وروسته راواخلو.
۱-۲- ادراکي ارواپوهنه:
د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ترمنځ د زېږندې ليدتوګې نيمګړتياوې رابرسېره شوې.ليکاف چې پخوا يې د همدې ليدتوګې له مخې پر ژبې ليکل کول، د دې ليدتوګې مخالفت وکړ او بيا د لنګکر، جانسن، تالمي، ترنر، فوکونيه، کرافت د ژبې په اړه د يوې نوې نظريې له مخې وغږېدل، چې د ادراکي ژبپوهنې په نامه ياده شوه. د دوى په اند: د ژبپوهنې نظريې بايد له بېخه بدلې شي.
د 1980 لسيزې په وروستيو کې دا ژبپوهنه اروپا ته هم راغله. تر 1990 لسيزې راوروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې داسې ژبپوهان وينو، چې ځان ته ادراکي ژبپوهان وايي.
دا ژبپوهنه د ژبې په اړه د انسان د حسي ادراک له مخې غږېږي. حسي ادراکي د ناحسي ادراک پر وړاندې د انسان په بهرنيو پينځو حواسو زېږنده وي. ادراکي ژبپوهنه د ژبې په اړه له ګڼ څانګيز مېتود نه استفاده کوي، چې په دې کې ټولنپوهنه، فلسفه، ارواپوهنه، مصنوعي ځيرکي او انسانپوهنه شامل دي. دا نظريه له ادراکي ارواپوهنې مستقيمه اغېزمنه ده ؛ خو د ګشټالټ ارواپوهنې اغېز هم پکې کم نه دى. ادراکي ارواپوهنه د چلنوالې هغې پر خلاف د انسان ذهن و ادراک هم د ده د چلن په شننه کې په پام کې ساتي.
ګشټالټ ارواپوهنه د انسان پر ادراک د حسي تجربو په رڼا کې غږېږي او د ادراکي ژبپوهنې له مخې د ژبې په شننه کې هم ادراک په مرکز کې دى. راځئ، چې لومړى پر ادراک پوه شو، بيا به د ادراکي ژبپوهنې او ګشټالټ ارواپوهنې پر کلي او جزئي ګډو ټکو وغږېږو:
ادراک: د حواسو په مټ د انسان په مغزو کې د فيزيکي نړۍ انعکاس ته وايي. موږ چې بهرنۍ نړۍ څرنګه تجربه کوو، دا زموږ پر ذهن خپل سيورى پرېږدي. د بهرنۍ نړۍ دا تجربه زموږ د حسي ادراک او بهرنۍ نړۍ ترمنځ له اړيکې يا تعامل نه پيدا کېږي. له يوې خوا په بهرنۍ نړۍ کې د شيانو جوړښت او ترتيب زموږ پر ادراک ځان مني او له بله پلوه زموږ حسي ادراک بهرنۍ نړۍ چې څرنګه ده، هغسې نه، بلکې چې څرنګه د دوى وړتيا ايجابوي، هغسې يې راښيي، نو د انسان چلن بايد په همدې اړيکه کې مطالعه شي. زموږ د باصرې حس مازې څو رنګه ليداى شي، زموږ د سامعې حس نه ډېر ټيټ او نه ډېر لوړ غږونه اورېداى شي. د مېږي ښکالو موږ نه اورو او فکر کوو، چې مېږى ګونګ دى. د حواسو دا محدوديتونه د نړۍ په اړه زموږ حسي ادراک محدودوي او دا محدوديت د ادراکي ژبپوهنې په اند، زموږ په ژبه کې هم راښکاره کېږي. مېږى چې موږ وينو، نوم ورته لرو؛ خو تر مېږي واړه حشرات چې نه وينو، په ژبه کې ورته نومونه هم نه لرو. دا يې يو وړه او ساده بېلګه ده. ادراک تر دې پېچلي محدوديتونه لري او دا محدوديتونه يې د ژبې په پېچلتياوو او کږلېچونو کې راښکاره کېږي.
۳- د ګشټالټ ارواپوهنې او ادراکي ژبپوهنې کلي همرنګۍ:
۳-۱- ادراکي ژبپوهنه پر حسي تجربو او دراک غږېږي. ادراکي ژبپوهنه هم د ژبې په جوړښت کې د ادراک جوړښت ويني او پر پاسنيو مفاهيمو ژبه هم ورزياتوي.
۳-۲- د ګشتالت پلویان: د څېړنې د پیل ټکی باید عیني تجربه وي، نه حسي مشاهده. یعنې مخکې له دې چې د یو حقیقت پر حسي مشاهدو بحث وشي، لازمه ده چې د همدغه حقیقت څرګندوی عینې تجربې وکتل شي(منلى،۱۳۹۵: ۶۲). ادراکي ژبپوهنه پر ژبه د حسي تجربې او ادراک په رڼا کې غږېږي او ژبه له موقعيتي، فرهنګي او ټولنېزې قرينې سره په تړاو کې څېړي.
۳-۳- د ګشټالټ ارواپوهنه وايي: هغه اړيکې چې په واقعي نړۍ کې شته، هغو ته په «جوړښت کې ورته» اړيکې د واقعي نړۍ په ادراک کې هم شته او په اروایي فعالیتونو کې هم(منلى، ۱۳۹۵: ۶۲) او ادراکي ژبپوهنه: د ژبې اصول بايد پر ذهن له حاکمو اصولو سره همغږي وي.
۳-۴- د ګشټالټ ارواپوهنه: د شکلونو جوړښت یوه تصادفي عملیه نه ده بلکې پر یو لړ طبیعي قوانينو ولاړ دی. دا طبیعي قوانين ځان پخپله پر شعور مني(منلى، ۱۳۹۵: ۶۳) او ادراکي ژبپوهنه: بهرنۍ نړۍ له جوړښته برخمنه ده، چې دا جوړښت په ادراک کې هم وينو.
۳-۵- د ګشټالټ ارواپوهنه: ذهني تجربې د حواسو زېږنده دي. ادراکي ژبپوهنه مانا محوره ده او مانا د تجربې زېږنده او ننداريزه بولي.
۴- جزئي همرنګۍ: انسان نړۍ په حواسو څه ډول تجربه کوي. دا تجربي تصادفي او بې نظمه نه ده، بلکې د يو لړ اصولو تابع ده، چې ورتايمر، کافکا او نور ګشټالټي ارواپوهان پرې وغږېدل. دا اصول به لومړى بيان کړو، بيا به يې په ادراکي ژبپوهنه کې کارونه په ګوته کړو؛ خو لومړى بايد دا يادونه وکړو، چې انسان د دغو اصولو له مخې شيان ويني. دې ته يې د ګشتالتونو(بڼو) اصول وويل، چې انسان يې له مخې شيان د کل په بڼه ويني او کله چې بصري اطلاعات بېخي ګڼ شي؛ نو انسان يې د درک په موخه ساده کوي او په ټوليو يې وېشي. دا اصول د اجزاوو ترمنځ پر څو تړاوونو(ورته والي، نېژدېوالي، غزونې، بشپړتيا، څيز او چاپېريال، ګډ برخليک او پر نغاړنې) ولاړ دي.
۱- د تړلتيا اصل: انسان له هغو شيان يو کل جوړوي، چې سره نېژدې وي، مثلا په اسمان کې نېژدې سيوري سره تړي او د کټ، بوډۍ او د هغې د اوزې په بڼه يې ويني. د تړلتيا اصل د شيانو د څنډو پر نېژدېوالى، نښتوالي، وبله نغښتنې او راټولوالي ولاړ دى.
۲- د ورته والي اصل: انسان له ورته شيانو يو کل جوړوي او د يوه کل په بڼه يې ويني. ورته والى د کچې، بڼې او اړخونو پر مشابهت ولاړ دى، مثلا يوه ګل د پاڼو يو کل دى، چې د پاڼو د ورته والي له مخې يې موږ د يوه کل په بڼه وينو. د ګل پاڼې له يوه پلوه له يو بل سره نېژدې او له بله پلوه په څنډو او بڼه کې يو بل ته ورته دي.
۳- حدود بشپړوو: موږ هغه کل چې نيمګړى وي، بشپړوو، مثلا يوه نيمګړې دايره چې ځاى ځاى پرې شوې وي، بشپړه وينو. د ګشتالت له دې اصل نه په معاصره کيسه ليکنه او نقاشۍ کې استفاده وشوه.
۴- ګډبرخليک: هغه شيان سره تړو، چې په يوه لوري روان وي. روانې موټرې له ولاړو نه د همدې اصل پر بنسټ بېلوو او په روانو موټرو کې هم هملوري موټرې د مخالف لوري موټرو بېلوو.
۵- د څيز او چاپېر اړيکه: سپوږمۍ د اسمان پر مخ وينو. اسمان د چاپېر او سپوږمۍ د څيز په بڼه وينو، ځکه چې سپوږمۍ وړه او اسمان غټ دى. سره له دې چې سپوږمۍ تر پاس ښکارېدونکي اسمان شاته ده؛ خو موږ يې د څيز په توګه مخکې وينو.
۶- د تداوم اصل: د انسان بصري ادراک چې تر څو کوم خنډ نه وي، په يوه بل پورې اړوند خوځند اجزا د يوه کل په توګه درک کوي.
۷- د نغاړنې اصل: د دې اصل له مخې لوى ګشتالتونه(بڼې) واړه ګشتالتونه داسې وپوښي، چې د اجزاوو په بڼه يې ښکاري.
په ادراکي ژبپوهنه کې د ژبې د شننې په لړ کې له دې اصولو نه استفاده په لاندې ډول وينو:
۱- مفهومي ټولۍ: موږ په ګشټالټ ارواپوهنه کې د تړلتيا او ورته والي اصول وليدل. د ادراکي ژبپوهنې په اند، ادراک له ګډوډو، پېچلو او خپرو ورو شيانو کل جوړوي، په ژبه کې بيا ادراک مفهومي ټولۍ جوړوي: مثلا بدن، ونه، موټر او … مفهومي ټولۍ دي. د ادراکي ژبپوهنې په اند، ژبه د کلمو نه، بلکې د ټوليو يو کل دى.
الف- دا ټولۍ پر ورته والي ولاړې دي، مثلا د “ونې” مفهومي ټولۍ د بېلابېلو ونو ترمنځ د بڼې پر ورته والي ولاړه ده. په دې ورته والي کې پاڼې، تنه، ريښې، څانګې او نور راځي.
ب- مفهومي ټولۍ پر مجاورت ولاړې دي. مثلا “لوښي” يوه مفهومي ټولۍ ده. په دې کې موجوده مفهومي ټولۍ و بله ورته نه دي؛ خو له يو بل سره خوا په خوا کارېږي، ګيلاس، جيګ، پيالې او کاسې ټول د لوښي په مفهوم کې له همدې امله راځي. دلته د ګشټالټ د تړلتيا له اصل نه استفاده وينو. موږ وويل، چې د انسان بصري ادراک نيمګړي شيان بشپړوي، د “وياله کې اوبه” بهيږي” په اصل کې د “په وياله کې اوبه بهېږي” يو نيمګړى غونډ دى، خو څرنګه چي “وياله” او “اوبه” مجاور مفاهيم دي، ځکه نو موږ د “وياله بهېږي” مفهوم بشپړ درک کوو.
ج- ادراکي ژبپوهنه وايي، چې ژبه د ټوليو يوه ټولګه ده. هره کلمه په اصل کې يوه مفهومي ټولۍ ده، چې له وړو مفاهييمو جوړه ده؛ نو هره ټولۍ تر ځان د لويې ټولۍ جز دى او تر ځان د وړو ټوليو جوړ کل دى. مثلا “ګوته” يوه مفهومي ټولۍ ده، چې تر ځان د لويې ټولۍ(لاس) جز دى او “لاس” تر ځان د لويې مفهومي ټولۍ(بدن) ټوک دى. د ګشټالټ په اصولو کې مو يو اصل د نغاړنې ووايه، چې لويې بڼې وړې بڼې داسي وپوښي، چې د دواړو د همدې اړيکې په پايله کې يو ګشټالټ د بل د ټوک په بڼه وينو.
۲- د زمان سکيما: سکيما يوه طرحه؛ يو ډول انتزاع ده. دا «بڼه» یا «شکل» زموږ د ذهني جوړښتونو په چوکاټ کې ځای نیسي. دا چوکاټ مطلق فطري نه دی چې د ټولو انسانانو سره شریک وي، فرهنګي اړخ هم لري(منلى، ۱۳۹۵: ۶۶). سکيماوې له يوه فرهنګ نه بل ته توپير کوي.
د زمان سکيما د ګشټالټ د ګډ برخليک او تداوم زېږنده ده. د مهال په سکيما کې ورځې، اوونۍ، مياشتې، کلونه، پېړۍ او نورې راځي. ورځې چې ګډ برخليک لري او تداوم کوي، موږ د يوه کل په توګه وينو، همداسې مياشتې او نور هم.
د مهال په اړه د انسان درک د ګشتالت د بصري ادراک پر بنسټ په درې ډوله دى: د خپوروالي او راټولوالي په بڼه، د شېبې په بڼه، پرله پسې. لاندې په (الف) بېلګه کې خپوروالى، په (ب) بېلګه کې شېبه او په (ج) کې پرله پسې والى يا تداوم وينو:
الف: اختر دا ځل ډېر ژر راغى/اختر تېر شو.
ب: اخر هم اختر راغى.
ج: په روژې پسې اختر دى.
۳- مکان: په ادراکي ژبپوهنه کې پر مکان د ګشټالټ ارواپوهنې د چاپېر/ څيز د اړيکې له مخې غږېږي. مکان موږ د څيز او چاپېر په اړيکه کې درک کوو. په لاندې جملو کې يې وګورئ:
الف- پيشو پر څوکۍ ناسته ده
ب- څوکۍ تر پيشو لاندې ده.
لومړى جمله عادي او مفهوم لري، ځکه چې په بهرنۍ نړۍ او د انسان د حسي ادراک له مخې سمه ده؛ خو دويمه نااشنا جمله ده، ځکه چې موږ دې صحنې ته ګورو، يو ټوک د څيز او بل د چاپېريال په توګه انتخابوو، په پاسنۍ صحنه کې “پيشو” څيز او “څوکۍ” چاپېر دى؛ نو لومړۍ جمله ځکه سمه ده، چې:
۱- د څوکۍ ساکنوالى تر پيشو ډېر دى، پيشو ډېره خوځنده ده، ځکه ورته لومړى متوجه کېږو.
۲- څوکۍ لومړۍ وه، پيشو وروسته راغلې.
۳- پيشو تر څوکۍ وړه ده: د ګشټالټ ارواپوهنې پر بنسټ، انسان واړه منسجم جسمونه ژر ويني؛ نو لومړى پيشو وينو او له همدې امله په جمله کې هم لومړى پيشو راغلې ده.
۴- پيشو په څوکۍ پورې اړونده ده؛ خو څوکۍ خپلواکه ده.
۵- خبرې د پيشو په اړه دي(مهند: ۱۳۹۳).
۴- د زمان يو بل ډول درک: د ادراکي ژبپوهنې له مخې، د مکان په اړه د ګشټالټ د چاپېر او څيز او نغاړنې د اصل ځانګړنه پر زمان هم تطبيقېږي.
چاپېر په ژبه کې د ظرف او څيز د مظروف په بڼه په زمان کې ځان ښيي، مثلا، ورځې په اوونۍ، اوونۍ په مياشت او مياشت په کال کې درک کوو. د ورځو سکيما ځکه درک کوو، چې له يوه پلوه يې برخليک ګډ دى، تداوم لري او له بله پلوه تر ځان د لوى کل(اوونۍ) ټوکونه دي. په لاندې بېلګو کې وينو، چې زمان د ظرف په توګه راغلى، چې ويناوال پکې واقع شوي دي:
الف: په دې کال کې له ډېرو سختيو سره مخ شو.
ب: ملګرى مې په اختر کې وليد.
د لوښي په توګه د زمان درک په اصل کې د مکان له ظرف نه استعاره شوې دي. مطلب پاسنۍ جملې داسې دي، لکه څوک چې ووايي: “ملګرى مې په دهلېز کې وليد”.
۵- تمرکز: د ګشټالټ ارواپوهنې د څيز او چاپېر د اصل زيږنده دى. د ادراکي ژبپوهنې پر بنسټ، موږ چې يوې صحنې ته ګوروو، په ډېرو ټوکونو کې يې پر يوه ټوک تمرکز کوو، مثلا يوې خونې ته ننوځو، لومړى مو پر ځمکه پرتې پيالې ته پام کېږي، ځکه چي د ګشټال د اصل پر بنسټ وړه او منسجمه ده. پر پياله د تمرکز په پايله کې موږ پياله د څيز او خونه د چاپېر په توګه ټاکو. د ادراکي ژبپوهنه له مخې د تمرکز په پايله کې پياله جوتوو(متبارزه کوو) او د پروفايل په توګه يې ټاکو. د تمرکز دا عمليه په وينا کې هم ځان ښيي. په جمله کې چې پر کوم ټوک تمرکز وي، د هغه:
۱- ځاى بدلوو: پر کوم ټوک چې تمرکز وي، هغه د جملې سر ته راځي، مثلا: په “زه پرون پوهنتون ته تللى وم” جمله کې چې پر هر ټوک تمرکز وي، هغه د جملې سر ته بيايو. دا اصل په “سپوږمۍ تندر نيولې” او “سړى پېريانو نيولې” جملو کې د فاعل پر ځاى د جملې سر ته د مفعول په راتګ کې هم وينو. په لومړۍ جمله کې د “تندر” پر ځاى پر “سپوږمۍ” او په دويمه جمله کې د “پېريانو” پر ځاى پر “سړي” تمرکز ډېر دى.
د همدې اصل له مخې چې په پښتو کې د فاعل او مفعول ځايونه سره بدل کړو، په جمله کې ابهام پيدا شي، چې فاعل څوک دى او مفعول کوم يو دى، چې د دې ابهام د ختمولو لپاره له بهرنيو قرينو استفاده کېږي.
په پښتو کې چې پر نفي ټينګار وي، “نه” د “شم” مرستيالکړ سره تر اصلي فعل مخکې راځي: نشم درتلاى.
۲- پر يوه ټوک د تمرکز لپاره بل حذفوو: په “درس وايم” جمله کې پر “درس” تمرکز دى، چې له امله يې د “زه” نومځرى حذف شوى دى.
۳- ځايناستوو: دا د زېږندې ژبپوهنې اصل دى؛ خو په ادراکي ژبپوهنه کې هم د تمرکز په مورد کې کارېږي. پر يوه ټوک د تمرکز لپاره ممکن يو د بل ځايناستى وټاکو. په “درس مې ووايه” جمله کې چې تمرکز پر “درس” دى، د “ما” نومځرى په کمزوري نومځري(مې) اوښتى، چې خج نه اخلي.
۴- خجن کوو: پر يوه ټوک د تمرکز لپاره پر هغه خج راولو. په “زه پرون پوهنتون ته لاړم” کې چې په هر ټوک خج راشي، هغه تر نورو متمرکز دى.
د تمرکز په بحث کې چې کوم ټوک جوت شوى وي، هغه ته مخزمينه يي(Foreground elements) او کوم ټوکونه چې وروسته ټيل وهل شوي وي، هغې ته پسزمينه يي(background elements) وايي. د تمرکز دا ادراکي اصل په ژبه کې د ترکيبونو په رغښت کې هم وينو، مثلا: “ګواهي محوره پوهه” يو پېچلى ترکيب دى. په دې ترکيب کې په افقي ډول پر “پوهه” چې تمرکز دى، مخزمينه شوى او نور ټوکونو پسزمينه شوي دي. په عمودي ډول پکې (ګواه+ ي+ محور+ ه+ پوه+ ه) هغه ټوکونه دي، چې په بېلابېلو پوړونو کې د دې ترکيب په رغښت کې کې لاس لري او اوس په شاليد يا پسزمينه کې واقع دي.
پايله:
۱- ګشټالټ پر حسي ادراک خبرې کوي او ادراکي ژبپوهنه ژبني جوړښتونه د حسي ادراک زېږنده بولي، چې آن په انتزاعي مفاهيمو کې هم ځان ښيي.
۲- ګشټالټ: په بهرنۍ نړۍ کې د شيانو جوړښت د ادراک پر جوړښتونو هم اغېز لري/ ادراکي ژبپوهنه: د بهرنۍ نړۍ او ادراک د جوړښتونو اصول په ژبه کې هم راښکاره کېږي.
۳- د ګشټالټ د ورته والي، نېژدېوالي او مجاورت اصل په ادراکي ژبپوهنه کې د مفهومي ټوليو په جوړښت کې وينو.
۴- د ګشټالټ د څيز او چاپېر اړيکه او د نغاړنې اصل په ادراکي ژبپوهنه کې د زماني او مکاني سکيما په نومونه کې کارېږي.
۵- د تداوم او ګډ برخليک اصل هم د زمان په سکيما کې وينو.
۶- په ګشټالټونو کې تمرکز په ژبه کې هم راښکاره کېږي.
ماخذونه:
۱- منلى، نجيب. ۱۳۹۵. د ليک شېبي. ننګرهار: کلاسيک خپرندويه ټولنه.
۲- مهند، محمد راسخ.۱۳۹۳.اصول و مفاهيم بنيادى زبانشناسى شناختى. دانشګاه بو على: همدان
2- Lakoff, G. Lecture: Cascade Theory: Embodied Cognition and Language from a Natural Perspective. Youtube. 22 Oct 2013: https://www.youtube.com/watch?v=XWYaoAoijdQgfeature=share
3- Lakoff, G.& Johnson, M. (1980), Metaphors We Live By, Chicago: University of Chicago Press.
4- Minsky, M. 1980. A framework for representing knowledge. In D. Metzing (Ed.), Frame
5- conceptions and text understanding (pp. 1-25). New York: Gruyter.
ځواب دلته پرېږدئ