تر کیسه لیکلو وړاندې فکري بهیر/ ایمل پسرلی

2023-01-26
د کیسه لیکلو

یو کال مې له استاد شپون څخه وپوښتل چې کیسه څه ډول لیکي. راته ویې ویل په کیسه فکر کوم، تر ورځو ورځو یې په خپل زړه او ذهن کې راسره شاربم بیا یې لیکم. زما ورېره هیله د استاد شپون د لمسۍ په عمر ده، دا هم کیسې لیکي، دې یو وخت راته وویل د کیسې هره کلمه فکر غواړي، که څوک فکر ونه کړي ښه کیسه نه شي لیکلی. ما خپله د کیسه لیکلو په لومړیو کلونو کې دا فکر کاوه چې که په یوه ناسته کې کیسه ونه لیکم بیا نه لیکل کېږي. هغه وخت لکه د شعر په اړه د شاعرانو خبره کیسه راته الهامي ښکارېده. یو څه مې ذهن ته راغلل، یو احساس دی، یو فکر دی، یو نظر او کریکټر دی که په دغه شېبه یې ونه لیکم نور نو پردی کېږي. همداسې راسره وشول چې که مې کیسه په هغه احساس شوې شېبه کې ونه لیکله نو بیا به رانه پاته وه. په ورځنیو یادښتونو کې مې ډېرې کیسې یادې کړي چې لیکلو ته مې یې وخت نه دی موندلی او راڅخه پاته شوې دي. حل لاره یې څه ده؟ تر کیسه لیکلو وړاندې د فکري بهیر لیکل یې غوره لار بولم. فکري بهیر چې په انګریزۍ کې یې  thinking process بولي په حقیقت کې د کیسې اډانه یا خاکه ده. په هغې کې له ځان سره دا لیکې چې پلاټ کې یې څه دي، کریکټر یې څوک دی، لیدلوری یې کوم غوره دی، زمان او مکان یې څه ډول دی او پیغام یا تيم به یې څه وي.

ما خپله  د ژوند لومړنۍ ۳۱۱ کیسو ته دغه فکري بهیر په لیکلې بڼه نه دی کړی. همدا دلیل دی چې خورا ډېرې نورې کیسې راڅخه پاته شوې دي. په لومړیو کلونو کې ډ‌ېر نه خو وروسته وروسته مې تل دا فکري بهیر په زړه او ‌‌ذهن کې راسره پاللی دی. د استاد شپون غوندې مې تر څو ورځو کیسه راسره په ذهن کې پخه کړې ده. د کیسه لیکنې د ورکشاپ لپاره چې مې له محصلینو سره پر فکري بهیر خبرې وکړې، او د هغه په بنیاد مې د کیسې لیکل ترې وغوښتل، دوی څه ونه ویل، فکري بهیر یې ولیکه خو نه پوهېږم ولې مې زړه وایي چې که یې عملآ ور ونه ښیم ، ښه به نه وي پوه شوي. نو د دوی لپاره مې د ٬ بټوې، په نامه کیسه ولیکله. کیسه مې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه ولیکله.  خو د فکري بهیر نوټونه مې تر هغه یوه ورځ وړاندې راسره لیکلي وو. تر لیکلو وروسته مې هم ۲۴ ساعته پرې له ځان سره فکر وکړ چې کیسه دې څه ډول ولیکل شي.

دا هم د دغې کیسې د فکري بهیر نوټ:

٬٬ اورګاډي کې ناره چې بټوه لاړه

د لودسپیکر اعلان

د خلکو تصویر

د اصلی کریکتر تشویش

جیب باندې لاس

بټوه کتل

بټوه د شا له جیبه ایستل مخکیني د کوت جیب ته

دفتر کې کوټ ځړول په کوتبند

غرمه د ډوډۍ پر وخت د بټوې نشتوالی

بانکي کارډ موبایل ته انتقالول

بانکي کارډ کور پرېښودل

د موبایل د ورکېدا اندېښنه

له موبایله د کارډ ایستل

نغدې پیسې ګرځول

د ورکېدو اندېښنه ، د ناروغۍ ډار د کارډ غوښتنه کفې کې

د کفې له زړې ښځې مشوره

توکل او پام پکار دی څه چې ورک نه وي د ورکېدو له ډاره یې ژوند مه ورکوه

کریکتر ته نوم  مفتون،  پناه، رازق ته ورته یا مانا لرونکي نومونه

مکان لندن

زمان اوسنی ژمی د کورونا له ختمېدو کال وروسته

لید لوری یې دریم ګړی

پیام او تیم : ژوند په تشویش ممکن نه دی یو څه جرئت او احتیاط کافي دی.،،

کله چې مې کیسه لیکله دا نوټ راسره و. ګومان کوم دوه یا درې ځله مې د لیکلو پر وخت نوټ ته پام وکړ.  کیسه ټوله هغسې نه وه چې نوټ غوښتله، د کیسه لیکلو پر وخت فکر او د نوټ له لیکلو وروسته وخت کې پر کیسې فکر نور اړخونه راته مهم ښکاره کړل، نو هغو ته په پام مې کیسه ولیکله. وروسته مې په لومړني ایډیټ کې هم ځینې شیان بدل کړل. د بدلونونو په منطق به وروسته وغږېږو، لومړی به د بټوې کیسه ولولو:

٬٬ بټوه

–           بټوه، بټوه.

هډور، دنګ سړي د پتلانه شاتني جېب ته لاس نیولی و. غږ یې لوړېده.

–           بټوه مې، بټوه مې.

دواړه لاسونه یې سر ته ونیول. د اورګاډي په تمځي کې د ډېرو سترګې ورواوښتې خو هېڅوک ورته ونه درېدل. د هر چا بیړه وه. شاهدالله هم ونه درېد. د تمځي د ټکټ ماشین ته یې کارډ ونیوه، ور پرانیستل شو. کارډ یې په بټوه کې کېښود، د پتلانه شاتني جېب ته یې کړ، د اورګاډي په لور چابک شو. د ناستې څوکۍ یې ونه موندله. لاس یې پاس په راځړېدلي دستک ونیو. د اورګاډي له خوځېدو سره پر لوډسپیکر اعلان وشو:

–           د لندن مځکې لاندې اورګاډو ګرانو مشتریانو، په دې ساحه کې ګنډکپان ډېر دي لطفآ له خپلو جېبونو سره پام کوئ.

شاهد پاس نیولی لاس راکښته کړ. د پتلانه شاتنی جیب یې لمس کړ. بټوه یې پر ځای وه. نورو سپرلیو ته یې وکتل.  خپل ورون یې وګراوه. د اورګاډي  له خوځېدو سره وښورېد. بېرته یې لاس پاس تکیه کړ. په زړه کې ورتېره شوه.

–           که زما بټوه چا ووهله، څه به کوم.؟ د بانک کارډ دی، نغدې پیسې دي، د ماشومانو عکسونه، د موټر چلولو لایسنس چې بل به پکې څه وي؟

د بانک کارد اسانه و. پخوا یې له یوه همکاره اورېدلي و که کارډ ورک شو بانک ته زنګ ووهه په هغه شېبه یې ختموي، د غله په درد نور نه خوري. شاهدالله عمومآ په بټوه کې ډېرې پیسې نه اېښودې. چورت یې وواهه چې نن به ورسره څومره پیسې وي. بټوه یې نه شوای را ایستلی. وریاد شول چې پرون یې له ماشینه پنځوس پونډه ایستلې وې. شاید شل یې لګولې وي، پاتې یې باید په بټوه کې وي. د ماشومانو عکسونه یې پخواني دي. د هغه وخت چې لا ډېر واړه وو. حتمآ به ورسره په کور کې بل ځای هم وي. د موټر چلولو لایسنس هم باید بېرته نوی واخیستلی شي.

اورګاډی ودرېد. ځینې سپرلۍ کښته شوې، یوه څوکۍ خالي شوه. شاهدالله پرې کښېناست، له کښېناستو سره سم وښورېد. غوښتل یې پوه شي چې بټوه پر ځای ده. موسکی شو. ولاړو خلکو ته یې وکتل. دومره سره نژدې ولاړ وو چې تر منځ یې رڼا نه شوای تېرېدلی.د اورګاډي له ښورېدو سره ولاړ خلک  ښورېدل، په یو بل لګېدل. شاهدالله ښی لاس د پښې تر ورانه لاندې کړ. بټوه یې بیا لمس کړه. له ځان سره یې وویل:

–           اې بابا، دومره څه خو نشته، که ورک هم شول نو څه، د بانک کارډ او لایسنس مهم دی هغه بیا راکوي.

سترګې یې پټې کړې. د بانک دفتر ته یې په خیال کې زنګ وواهه. چا تیلې فون نه اخیست. د بټوې له ورکېدو وخت اوښتی و، اندېښمن و چې د بانک له لورې د ده د کارډ تر فسخه کېدو پورې غل خپل کار ونه کړي. د اورګاډي په څوکۍ کې وښورېد. پوه شو چې بټوه پر ځای ده. په خیال کې یې د لایسنس دفتر ته زنګ وواهه. اوږدې خبرې یې وکړې، ورته ویې ویل چې ان لاین فورمه ډکه کړي. یو څه وخت پرې لګېږي چې بل لایسنس ورلېږي.

اورګاډی ناڅاپي ودرېد. ولاړ خلک لکه چا چې پورې وهلي وي، په یوه بل ورړنګ شول. لکه څپه چې راغلې وي. د ډرایور غږ له سپیکره راووت:

–           لطفآ د اورګاډي پر دروازه فشار مه اچوئ.

شاهدالله سترګې پټې کړې. وراره یې سترګو ته ودرېد. څو ورځې وړاندې یې له کابله زنګ وروهلی و پیسې یې غوښتې. یو پوڼد تر سلو افغانیو پورته دی. دېرش پونډه اقلآ درې زره افغانۍ کېږي. د یوه افغان مامور د یوې میاشتې معاش. په ښي لاس یې د ښۍ پښې ورون وګراوه. بټوه یې هم لمس کړه.

له تمځایه د وتلو پر وخت یې چې کارډ پر ماشین کېښود بیا یې بټوه  د پتلانه په شاتني جېب کې کېنښوده. د کوټ مخکیني جیب کې یې واچوله او زنځیر یې پرې راکش کړ. فکر یې وکړ چې تر دې خوندي ځای نه شي موندلی. 

په دفتر کې یې کوټ  راوځړاوه. په کارونو بوخت شو. یو ساعت وروسته د دفتر دننه کفې ته ورغی. انا ورته موسکۍ شوه. انا تقاعد ته نژدې  ښځه ده، دا څویم کال دی چې په همدې کفې کې کار کوي. له مامورینو سره دومره روږدې شوې چې ډېر په نامه پېژني. د خلکو په ذوق بلده ده. پوهېږي چې څوک څه شی چښي، شاهدالله توره امریکانو کافي غواړي. بې شيدو او بې بورې. انا له هر مشتري سره موسکۍ وي. له هرې موسکا سره یې د اوږده سپین مخ ګونځي لا ژورې شي. شاهدالله یې له لیرې لیدلی و. تر هغو چې دی ورته درېده، انا په کاغذي ګیلاس کې توره امریکانو کافي ورته ایښې وه. شاهدالله ته د انا دغه کار خوند ورکاوه. څو وارې یې ورته ویلي و.

–           ستا دا کار ځکه خوند راکوي چې یو نظم دی، یو ډاډ دی ، یو سیستم دی. لکه هر څه چې پر ځای وي.

انا د دخل په تکمو ګوتې ووهلې، د بانک د حساب پر ماشین د درو پونډو عدد ښکاره شو. شاهدالله د پتلانه شاتني جېب ته لاس کړ. بټوه نه وه. لکه برق چې نیولی وي. وښورېد، وارخطا شو. په خالي جېب یې لاس ننویوست. انا ورته وویل:

–           بټوه دې هېره کړې ده، ځه سبا یې بیا راکړه، خیر دی.

–           اووو نه نه د کوټ په جېب کې مې پراېښې ده.

–           د کوټ په جیب کې؟

–           هو، نن مې وویل د کوټ جېب به خوندي وي.

–           کوټ خو راځړوې، درڅخه لیرې وي، فکر نه کوم تر جیب دې کوټ خوندي وي.

شاهدالله له کوټه بټوه ورواخیسته. ویې لیده. هر څه پر ځای و. د دفتر ملګري رابرټ ته یې وویل:

–           له بټوې په عذاب شوی یم.

رابرټ د کمپیوټر له شیشې سترګې وانه ړولې. ځواب یې ورکړ:

–           خو مه یې ګرځوه.

–           نو پیسې او کارډ او لایسنس باندې څه وکړم.

–           موبایل خدای څه ته درکړی دی.

لکه جنګ بایللی سرتېری چې د خپل ډار او ماتې  پټولو ته په نه زړه خاندي. موسکی شو.

ماښام یې بټوه په کور کې پرېښوده. موبایل ته یې د بانکي کارډ حساب ورکړ. د موټر لایسنس یې د موبایل په کاور کې کېښود. د اولادونو له عکسونو یې د موبایل په کامره عکس واخیست. نغدې پیسې یې د پتلانه په جېب کې کېښودې. ارام ویده شو.

سهار یې د تمځي پر ماشین موبایل ولګاوه. ور پرانیستل شو. په اورګاډي کې یې ورځپاڼه پرانیسته. د لندن ترانسپورت پولیسو خبرداری و چې له بټوو او موبایلونو سره احتیاط کوئ. غله یې تښتوي. شاهدالله ښی لاس د کوټ په مخکیني جېب کېښود. موبایل پر ځای و. ورځپاڼه یې شاته د څوکۍ او کړکۍ ترمنځ پرېښوده. پر موبایل یې د شطرنج لوبه پیل کړه.

د دفتر په کفې کې یې انا ته د پرون او نن پیسې ورکړې. انا یوازې وه. ورسره ودرېد.

–           پرون په تمځي کې له یوه سړي چا بټوه ووهله.

–           غلاوې بیخې ډېرې شوې دي، اقتصاد خراب شوی دی، د بدبختې کورونا دغه لا بل میراث دی.

–           نن مې په ورځپاڼه کې لوستل چې موبایلونه هم ډېر غلا کېږي.

–           موبایلونه خو یې لا پخوا هم نه پرېښودل.

–           سړی نه پوهېږي بانکي کارډ او د موټر لایسنس چیرې وساتي.

د کفې په رادیو کې مسته سندره پیل شوه. انا لکه نڅېږي چې ځای پر ځای وښورېده. د شاهدالله په زړه کې ورتېره شوه:

–           څومره بې غمه انسان ده. دنیا دې اور واخلي دا خپله مستي نه پرېږدي.

انا د شاهدالله سترګو ته وکتل:

–           څه چې نه وي ورک ، د ورکېدو له ډاره یې ژوند مه ورکوه.

د ماخوستن اته بجې او ۳۳ دقیقې

د جنوري ۲۵ مه ۲۰۲۳

سوت رایسلیپ. ،،

د فکري بهیر په نوټ کې مې راسره لیکلي و چې په اورګاډي کې به د بټوې ناره وي. هغه وخت مې فکر کاوه چې یوازې د اصلي کریکټر نه بلکې د نورو سپرلیو اندېښنه هم تصویر کړم. خو د لیکلو پر وخت راته د نورو سپرلیو اندېښنه اضافي ښکاره شوه. غوره مې دا وبلله چې د ټکټ په ځای کې د بټوې ورکېدو چیغه ګډه کړم. د سپرلیو بې تفاوتي د کیسې له اصلي موضوع سره مرسته کوي. هر انسان د خپل ژوند له اندېښنو سره بوخت دی بل ته نه وخت لري او نه هم په هغه څه سرګروي چې دی یا دا نه وي ورسره مخامخ شوې.  د پلاټ د غوټو په برخه کې مې د نوټ یوه بله خبره هم بدله کړه. هلته مې د غرمې د ډوډۍ ویلي و خو غوره مې کافي وبلله. هغه هم امریکانو توره کافي. د کیسې مکان لندن دی، د کفې کارکوونکې پولنډۍ ده، کافي د امریکانو په نامه ده یعنې ځایي څښاک نه دي. پولنډۍ لکه د کیسې اصلي کریکټر شاهد الله له خپل وطنه ورک دي. امریکانو کافي هم په بل ځای کې ده. د کیسې عمومي موضوع ورکېدل رایادوي.

د نغدو پیسو یادونه راته بې مانا شوه. د فکري بهیر د لیکلو پر وخت مې راسره ویلي و چې اصلي کریکټر به نغدې پیسې د رستورانت کارکوونکې ته نیسي او هغوی به ورته وایي چې له کورونا وروسته موږ یوازې په کارډ پیسې غواړو. په دې توګه به د زمان یادونه کېده چې له کورونا وروسته زمانه ده، خو دغه یادونه په یو بل ډول وشوه ، د نغدو پیسو اړتیا پېښه نه شوه.

د کریکټرونو لپاره نومونو باندې مې ډېر فکر وکړ. د لیکلو پر وخت مې اصلي کریکټر ذبیح الله ونوماوه. یعنې دا سړی د تشویش قرباني دی. خو له لیکلو یو ساعت وروسته چې مې کیسه اصلاح کوله دغه منطق راته قوي ښکاره نه شو. شاهد الله مې غوره وباله. شاهد الله د افغانانو عام نوم دی. بل دا سړی د یوې پېښې شاهد دی. ورک نه دی. حاضر دی. خو د یو څه د ورکېدو اندېښنه ځکه لري چې د دغه ډول پېښې شاهد و.

د کفې کاریګرې ته مې د کیسه لیکلو پر وخت شیلا نوم غوره کړ. فکر مې نه و پرې کړی چې ولې شیلا. وروسته مې انا غوره کړ. په پولنډي ښځو کې د انا نوم بېخي ډېر دی، انا په پښتو کې د مور او پلار مور ده چې عمومآ د عاقلې ښځې په مانا هم کارېږي. کومه وړه ماشومه چې هوښیارې خبرې کوي خلک وايي سمه انا ده. په کیسه کې دا ښځه پخه خبره کوي.

د کیسې مکان لندن دی. د یادولو لپاره یې لار دغه وه چې د لندن د مځکې لاندې اورګاډي په اعلان کې ویل شوي دي.  خو ولې په لندن کې د اورګاډي تمځی؟ ظاهرآ خو تمځی او د لندن اورګاډی له ګڼې ګوڼې ډک وي، د ګنډکپۍ خبرې هم پکې شته. خو اورګاډی د سفر او تګ په مانا دی، ژوند دی چې روان دی، نه درېږي.

 لیدلوری یې دریم یا ټولپوه دی. د کیسې پیام  او تیم هم ښکاره دی چې  ژوند په اندېښنه نه کېږي.

شاید یو څوک راولاړ شي او په ښو دلایلو راته ووایي چې دا زما یاد کړی منطق سم نه دی. زما لپاره مهمه دا ده چې که څه لیکم باید فکر پرې وکړم. هره کلمه او هره پېښه، هر مکان او هر نوم باید یو دلیل ولري. دا که دلیل کمزوری و جلا بحث دی. د استاد شپون خبره کیسه باید له ځان سره وشاربو.  پر کیسې تر لیکلو وړاندې فکر ، د لیکلو پر وخت فکر او د اصلاح پر وخت فکر ناممکنه ده چې کیسه ښه نه کړي. د هیلې خبره دقیقه ده چې که څوک د کیسې په هر اړخ فکر ونه کړي ښه کیسه نه شي لیکلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو