رښتینې پېښې څرنګه کیسه کېدای شي؟/ اېمل پسرلی
څو ځله داسې شوي چې یو چا کیسه لیکلې، بل یې د پېښې یا د کریکټر عمل نه مننونکی بللی خو ځواب ورته دا ویل شوی چې کټ مټ همداسې پېښه یا همداسې سړی واقعآ تېر شوی دی. خبره یې سمه وي چې یو نادره کار شاید په رښتیني ژوند کې پېښ شي خو په کیسه کې لوستونکی د هرې پېښې دلیل او منطق غواړي. هر ناممکن عمل په واقعي ژوند کې دلیل نه غواړي، اتفاق یې بولو، تصادف یې ګڼو یا یې نصیب حسابوو. په کیسه کې د اتفاق او نصیب پر ځای زمینه ورته جوړوو او تصادف د ښو کیسو نخښه نه یادوو. دلته په کیسو کې له ناممکنه د ممکن جوړولو یا د واقعي ژوند د نصیب او اتفاق د زمینه سازۍ لارې یادوو.
ماشوم وم د پېښور په یوې ټکنده غرمه کې له ترورزي سره په رکشه کې ناست وم. د جي ټي په پراخ سړک نه ګڼه ګوڼه وه نه کنده خو یو ناڅاپه رکشه راواوښته او په هغه لور چپه شوه چې زه ناست وم. ښۍ پښه مې نژدې ماته شوې وای، سر مې د پاخه سړک پر ځای د رکشې په هغه بالښت تکیه شو چې ملا ته مو ایښی و ، له رااوښتو سره بالښت له ځایه بېل شو، بخت ته ګوره چې زما سر ته تکیه شو. اوس که زه پر دې پېښه کیسه لیکم لوستونکی مې په دې نه بخښي چې واقعآ دغسې پېښه شوې او زه پکې ژوندی پاته شوی یم یا رکشه حق او ناحق چپه شوې. بلکې له ما به منطق یا داسې شواهد غواړي چې دوی ته د منلو وي چې په رښتیا همداسې څه پېښېدونکي دي. که زه دا کیسه لیکم د رکشې د شا بالښت به یادوم چې ټینګ نه و، د سفر په ترڅ کې ښورېده، بلکې جلا و. سړک به یادوم چې له کندو ډک و، د رکشې د اوښتو پر وخت به وایم چې یوه بس له کندې ټایر ژغوره زموږ په لور واوښت، د رکشې ډرایور چې ځان له بسه ساته دومره ښي لاس ته تاو شو چې رکشه راواوښته. دغه خبرې چې په رښتینې پېښه کې نه وې، په کیسه کې زما لپاره د هغې زمینې برابرولو توکي دی چې په داستاني اثر کې د یوې ناممکنې پېښې د ممکنولو لاره جوړوي.
اووه کلن وم په پېښور کې مې یوه ورځ د یوه خصوصي ښوونځي ماشومان ولیدل چې کتار ولاړ دي، ډاکټران ورته راغلي په پیچکاریو واکیسن ورکوي. ماشومان وارخطا وو، ځینو ژړل، لویانو ورته خندل، یوه نیم بیا دلاسا کول. نه پوهېږم په ما کوم پېریان راغلل ورمخته شوم ما ویل ما ته هم واکسین راکړئ. ټول حیران شول، لویانو شاباسی راکړ او نورو ماشومانو ته یې زه ورښوولم چې دغسې زړه ور واوسئ. که په دغه کریکټر زه کیسه لیکم لوستونکي ته دا کافي نه ده چې یو ماشوم دې بې له کوم دلیله پیچکارۍ ته ورمخته شي. کیسه ښایي دا ماشوم راته داسې انځور کړي چې دغه عمل یې واقعآ د منلو وړ شي. د دې انځورنې لپاره باید داسې پېښې او مثالونه په کیسه کې راشي چې لوستونکی د ده د راتلونکي نادره عمل پر امکان قانع کړي. مثلآ کیسه دا راته وښيي چې دغه ماشوم څوک ښوونځي ته نه پرېږدي، دا ماشوم د نورو ماشومانو په ګومان بې زړه دی، دا ماشوم غواړي نورو ته وښيي چې دی هم یو څوک دی. له دې ډول پېښو یا زمینه سازۍ وروسته لوستونکی دا منلی شي چې ماشوم د یو څه ثابتولو لپاره ظاهرآ نه مننونکي عمل ته لاس اچولی دی.
د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په کلونو کې یو لوستی ځوان و چې په درواغ ویلو مشهور و. یو چا یې کیسه کوله. ویل یې سړی مې ولید چې د اطلاعات او کلتور وزارت مخته په کابل کې روان دی. زه یې تر شا وم. زنګ مې وروواهه چې چیرې یې؟. ویل هغه وویل دغه اوس په کندهار کې یم. وایي نور مې پسې وپوښت چې په کندهار کې هوا څرنګه ده، حالات څرنګه دي.؟ هغه داسې په تفصیل حال وایه چې مه کوه پوښتنه. دغه رښتیانۍ پېښه که کیسه کوو په همدې بڼه به د داستاني اثر لوستونکي ته بې منطقه وي. ولې باید یو څوک بل کس ته دغه ډول بې ګټې دروغ ووایي. یا ولې باید یو کس بل انسان دغه ډول وازمویي؟ دغه دلیل باید لومړی واضح شوی وي. په رښتیني ژوند کې درواغجن سړی نه یوازې نکلچي ته معلوم دی بلکې د هغه د نکل اورېدونکي یې هم پېژني نو نور وضاحت ته اړتیا نشته چې ولې باید نکلچي دغه کار ونه کړي. خو په داستان کې چې د رښتیني ژوند غوندې د دغه درواغجن کس کرېکټر موږ نه پېژنو لومړی باید داسې راته انځور شي چې د رښتیني ژوند غوندې یې وپېژنو چې سړی پوخ درواغجن دی. په ډېرو رښتینو پېښو کې کرېکټرونه د پېښو اورېدونکو ته معلوم وي. په همدې دلیل یې نکلچي ډېر تفصیل شاید ورنه کړي، یا یې شاید داسې جزییات بیان کړي چې په داستان کې یې یادول اضافي وي.
یوه سړي کیسه راته کوله، ویل یې د کندهار په شکارپور بازار کې یوه دوکاندار ته ودرېدم ورته ویل مې یو بوتل اوبه راکړه. د دوکاندار سخاوت ته حیرانه شوم، راته ویې ویل: مړه ورشه له بمبې یې وڅښه ، ولې په بوتل پیسې ضایع کوې. ومې پوښت په کندهار کې هم خلک د پېښوریانو غوندې د ٬ مړه ، اصطلاح لري؟ ویل یې نه پوهېږم خو ده دغسې راته وویل.
که څوک د کندهار د شکارپور بازار د دغه دوکاندار په سخاوت کیسه ليکي یا باید دا ٬مړه، ونه کاروي او که دغه اصطلاح په کیسه څه ورزیاتوي، د کریکټر په راپېژندنه کې مرسته راسره کوي، بیا دې نو کیسه راته ووایي چې څرنګه په کندهار کې دغه نابلده خبره دوکاندار راته کوي. شاید کیسه راوښيي چې دغه کندهاری دوکاندار یو وخت په پېښور کې اوسېدلی.
ډاکټر صاحب درمل د جرمني یوه خاطره خپره وه، ویل یې دا کيسه نه ده، خو څنگه يې کيسه کولای شو؟ دا خاطره ږیره نومېږي، لومړی به یې ولولو بیا به پرې خبرې وکړو چې څه ډول دا رښتینې پېښه کیسه کېدای شي.
٬٬
الکس شاوخوا دېرش کلن ځوان دی، چې هم مې د ژبې ټولگيوال دی او هم په بس کې يو ځای ځو او راځو. په لومړی ورځ مو چې ځانونه معرفي کول، ده وويل چې اصلي وطن يې اوکراين دی او په ژبو کې يې اوکرايني، روسي، انگلیسي او عربي زده دي. انگلیسي خو خير خو عربي يې راته جالبه وه.
تر ټولگي وروسته مې چې د عربۍ په اړه وپوښت، هلک لس کاله وړاندې مسلمان شوی و او بيا يې د عربي د زده کولو او ديني مطالعاتو لپاره پنځه کاله په مدينه کې تېر کړي ول. کُنده مسلمان او په افغانستان کې د اسلامي نظام کلک طرفدار دی.
يوه ورځ ترې استادې د عادتونو په برخه کې وپوښتل چې موسيقي اورې؟ په ډېره تنده لهجه يې وويل چې نه، هيڅکله يې نه اورم. مانا د دې بې مانا شيانو پوښتنې مه رانه کوه.
مانه يې لومړی د دين په اړه پوښتنې شروع کړې. څو لمونځونه کوې؟ سهار تلاوت کوې که نه؟ روژې سره څنگه یې؟ څښاک مښاک خو نه کوې؟
بله ورځ يې له ږیرې راته وويل چې پرې يې ږدم. اخر چې پوی شو، چې په غوړ لوښي اوبه تېروي، ورو، ورو يې راسره خبرې کمې کړې.
الکس په اوله ورځ تصادفاً د مېز تر شا د يوې اوکراينۍ جينۍ تر څنگ کښېناست، خو په سبا يې خپله چوکۍ بدله کړه. موږ ټولو ته یې داسې وښوده چې گواکې تقوا یې هغه ته له ښځو سره د ناستې اجازه نه ورکوي.
د وخت په تېریدو الکس لږ را نرم شو، آن د ده د طبيعې خلاف پوښتنې يې هم په سړه سينه ځوابولې او کله، کله خو به چې راسره په بس کې تر څنگ ناست و، له غوږیو يې د موسيقۍ غږ ماته هم را رسېده.
د هغه شاته پراته مېز ته دوې ټولگيوالې کښېناستې. د يوې عمر زيات او حافظه کمزورې وه، نو په لومړۍ ازموينه کې زموږ له بهيره پاتې شوه، خو دوهمه ټولگيواله هم ځوانه ده، هم ښايسته او هم لايقه. دا سویتا نومېږي او کله، کله چې د دوی د ښار بس وځنډېږي، نو زموږ په بس کې هم ځي. په اولو ورځو کې الکس صرف له هلکانو سره خبرې کولې او چې استادې به کومه پوښتنه وکړه، ده به کوټلې ځواب ورکاوه. خو څو اونۍ وروسته به چې سویتا کومه خبره وکړه، الکس به پرې تبصره حتمي گڼله. که کومه پوښتنه به يې هم لرله، له سويتا به يې کوله.
د نوي سمستر په پيل سره چې د سويتا تر څنگ چوکۍ خالي شوه، الکس خپله چوکۍ د سويتا څنگ ته يووړه او اوس نو اړتيا نه وه چې د درس په منځ کې د پوښتنې يا خبرو په بهانه له مخکېني مېزه مخ را واړوي او ځان را وغځوي.
د ټولگي او چوکۍ دوستي وغځېده. سويتا اوس په خپل بس کې نه ځي، بلکې د الکس تر څنگ زموږ په بس کې ځي. سهار چې بس راځي، سويتا يوه چوکۍ د الکس لپاره ريزرف کړې وي او خپله بکسه يې په کې ایښې وي. الکس چې را وخېژي، سيده هماغې چوکۍ ته ځان رسوي او سهار سويتا ته په غاړه ورکولو پيلوي. البته څو مياشتې وړاندې داسې نه ول. الکس به چې را وخوت اول به یې ماته مکمل سلام وکړ، بيا به يې يوه نيمه د دين خبره راته وکړه او بيا به يې زموږ له يو سوريايي ملگري سره چې ما ورسره معرفي کړی و، عربي ويله.
يو نيم وخت به چې ماښام په سودا پسې ووتم، الکس او سويتا به مې ليدل چې د تودې کافي پيالې په لاسونو کې پر واټونو گرځي او د يو بل په خبرو او خندا نه مړېږي. څو ځلې يې له څنگه تېر شوم، خو حرام شه که سنت سلام يې هم کړی وي، آن نه دي پوی شوي چې زه یې تر څنگ تېر شوم.
د الکس بېچاره په پاچاهۍ کې ډزې هغه وخت وشوې، چې د دې سمسټر په پيل کې يې ښځه زموږ ټولگيواله شوه. هغه پخوا په بل مکتب کې وه، خو اوس يې د مېړه په خاطر ځان زموږ ټولگي ته را بدل کړی. د الکس ښځه محجوبه مسلمانه او ډېره لایقه ده. په اوله ورځ هغه مېز ته ناسته وه، چې پخوا به الکس کښېناسته، خو سبا ته چې راغله، خپل مېز يې د ټولگي بل سر ته کش کړ او د مېز تر شا يې دوې چوکۍ کیښودې. الکس چې د خپلې نوې چوکۍ خوا ته روان و، قدمونه يې داسې درانه اخيستل لکه غرغرې ته چې روان وي، خو چاره څۀ وه، بايد ناست وای. استاد څو ځلې الکس وپوښت خو د صنف تر پایه یې يو ځواب هم سم نه و او سويتا هم له کتابه سر پورته په نه کړ.
تر رخصتۍ وروسته سويتا په خپل پخواني بس کې لاړه او موږ د خپل کلي بس ته وختو. نن د الکس په غوږونو کې غوږۍ نه وې او تر پايه يې د بس له ښیښې بېرون کتل.
هغه بله ورځ مې چې الکس د رخصتۍ پرمهال ولېد، ږیره يې بيا پخواني کچ ته رسولې؛ په موبايل کې يې تلاوت کاوه او زه چې ور ورسېدم، د اولو ورځو غوندې په مينه را غاړې ووت. د وطن د حالاتو پوښتنه يې وکړه، د مسلمانو پر حال يې افسوس وکړ او ماته يې بيا د ږيرې پرېښولو بلنه راکړه پای.،،
په بریالیو کیسو کې کریکټر د کیسې له پیله تر پایه بدلېږي. پېښې یې بدلوي، اړتیاوې یې بدلوي. د ږیرې په خاطره کې الکس پېښو اړولی را اړولی دی. خو څه شی په دې خاطره کې کم دي چې لنډه کیسه یې نه بولو.؟
هیلې پسرلۍ دغې پوښتنې ته په ځواب کې وویل:
>>له هر ژانره توقعات بېل وي. په کیسه کې د کریکټر د بدلون سرعت او منطق له خاطرې فرق کوي. موږ چې خاطره لولو نو راوي یې پېژنو، په اړه یې مالومات لرو او تمه مو دا وي چې ریښتیا لیکي نو ځکه یې په خبرو باور کوو. مطلب د لیکوال خبرې مو ژر زړه ته لوېږي.
په کیسه کې بیا د دې لپاره چې لوستونکي د کریکټر په بدلون باور وکړي د پېښو تر منځ منطق او د پېښو سرعت مهم وي. په دې خاطره کې، الکس سخت مذهبي دی، بیا د یوې ښځې په لیدو یو څه نرمېږي او د خپلې مېرمنې په لیدو بېرته سخت دریځی کېږي… دا بدلونونه که په داستان کې وي ډېر عمیق دي او یوازې د څو صحنو په لیکلو یې په لوستونکو نه شو منلی او نه یې هم په داسې جملو چې،”د وخت په تېریدو الکس لږ را نرم شو”… مثلا، داستاني منطق باید دې ته ځواب ولري چې، ایا پخوا په اوکراین کې ښځې نه وې چې الکس د سویتا په لیدو دومره ډېر بدل شو؟ ایا دا هره ورځ چې یې له ټولګي بهر خپله مېرمن لیده ، ده ته د خپل ایمان په هکله هیڅ نه وریادېدل؟
د تولستوی، جګړه او سوله ، ناول د لوستو په وخت کې مې له ځان سره په دې فکر کاوه چې له تولستوی څه زده کولی شم… یو شی چې تولستوی پکې شهکار کوي هغه همدا د کریکټرونو بدلون دی. دی پېښې داسې لیکي چې کله چې کریکټر بدلېږي نو لوستونکی له ځان سره وايي؛ هو، هو همداسې باید شوي وی.
په خاطره کې راوي مالوم وي چې لیکوال دی خو په داستان کې لیکوال کیسې ته په پام سره د روایت بڼه خوښوي. مثلا که دا خاطره، کیسه وی ښايي غایب راوي به ښه انتخاب و. که راوي غایب وی نو الکس به په تولګي کې محدود نه وای او د ده د روحیاتو بیان به اسانه و…که دا خاطره د کیسې په ترازو وتلو راوي نه یوازې اضافه کریکټر دی چې په پلاټ کې کوم مهم رول نه لري بلکې روایت یې هم محدوده کړی دی.
زموږ ژوند له داسې پېښو ډک دی چې ګومان کوو که یې کیسه کړو نو بهترین داستانونه به وي. د رښتینو پېښو د کیسه کولو یو عیب ممکن دا وي چې د لیکوال ذهن پر ځای د دې چې د روایت په مناسبې بڼې فکر وکړي، ممکن له دې سره بوخت پاتې شي چې څه ډول حقایق هغسې بیان کړي چې پېښ شوي دي.
د کیسې theme تیم باید یو څه راټول او مشخص وي. موږ ډاکټر صاحب پېژنو، خپل وطن پېژنو، اسلام پېژنو او مذهبي منافقین هم را مالوم دي نو ځکه د دې خاطرې له لوستو نه یوازې خوند اخلو بلکې پیغام ته یې هم ژر متوجه کېږو..خو که دا لنډه کیسه وای اصلي پیغام یې څه دی؟ ایا دا د یو دوه مخي سړي کیسه ده؟ الکس منافق نه دی اسلام یې ومانه عین مدینې ته پسې لاړ، میین شو خو چې خپله مېرمن یې ولیده سړی بیرته په شا شو. ،، په خاطره کې پیغام د لیکوال د لیدلوري نتیجه وي خو په کیسه کې پلاټ، کریکټر، راوي، ریتم او د کیسې ټول نور اجزا سره یوځای کېږي او موږ ته یو کلي پیغام یا د کیسې theme راکوي.
هغوی چې غواړي داستان وليکي او خپلو تجربو ته د الهام د سرچینو په سترګه ګوري، زما په نظر په هغو پېښو دې لیکل نه کوي چې تازه پېښې شوي او ټکي په ټکي مو په یاد دي. ښايي بهتره به دا وي چې په هغو کیسو لیکل وکړو چې نیم داستان په شعور نیم په لاشعور کې وي. د تخیل په هکله دا خبره ډېره کېږي چې تخیل ازاد مرغه دی نو دغه ازاد بلبل ولې باید د واقعي پېښو په قفس کې محدود وساتو؟ <<
نو د ډاکټر صاحب درمل له دې خاطرې که لنډه کیسه لیکو، د مناسب راوي په اړه به فکر کوو، د الکس د اعمالو داستاني منطق به پیدا کوو او له لویه سره به دا معلوموو چې ولې الکس ثبات نه لري. د بیان پر ځای به ډېرې پېښې انځوروو. په دې خاطره کې یو ځای راغلي ٬٬ تر ټولگي وروسته مې چې د عربۍ په اړه وپوښت، هلک لس کاله وړاندې مسلمان شوی و او بيا يې د عربي د زده کولو او ديني مطالعاتو لپاره پنځه کاله په مدينه کې تېر کړي ول. کُنده مسلمان او په افغانستان کې د اسلامي نظام کلک طرفدار دی.،، په خاطره کې به لوستونکی له دغو معلوماتو خبرول په همدې بڼه مناسب وي خو دا ډول د داستاني اثر لپاره سم نه دی. د لنډې کیسې لیکوال شاید دغه معلومات په مکالمه کې راکړي.
ځینې خلک په دې باور دي چې کیسه کاملآ د تخیل زېږنده ده. زه یې د تخیل او رښتینو پېښو ګډوله بولم. ګڼې رښتینې پېښې او کریکټرونه چې د حافظې په مېچن کې اوړه شوي وي د تخیل په اوبو کې اغږل کېږي، د تخنیک په مټ په پېړو یا زغالو بدلېږي، د مناسب لیدلوري، مکان ، زمان او ژبې په مټ ( دا یې د تناره تاو) اشتها پارونکې ډوډۍ ترې پخېږي.
ځواب دلته پرېږدئ