بخمل/ نصیر احمد احمدي

2022-11-19
لنډه کیسه

ښي او كېڼ بوټ مې تازه سره پېژندلي وو، چې نيكه ته چا د كركانو (مړزانو) د نيولو لپاره يو ښايسته سپى راوست، سپى بخمل نومېده، كله چې مې په لومړي ځل د بخمل پر سور وزمه څټ لاس راوكيښ، هغه خپله لكۍ وښوروله او په مينه يې راوكتل. د سپي د څټ پېچلې وړۍ داسې پستې وې، لكه زما د كولنګي چرګ د غاړې مړې بڼكې.

له بخمل سره مې مينه ورو- ورو غزېدله، كله چې به مې غواوې د څړ لپاره، كلي ته څېرمه د خوړ وښو ته بېولې، بخمل به هم راسره و، ما او بخمل به په دې سورور خوړ كې د يوازېنۍ ولاړې بېدې سيوري ته يو بل رغړول. ما ته هغه وخت د بېدې ګڼ او يو په بل كې ننوتې څانګې داسې ښكارېدې، لكه زموږ د دهقان د لېونۍ لور څپولې څڼې.

كله چې به كوم څاروى د بلې برخې وښو ته  ور واوښت، نو بخمل به يې مخې ته ودرېد او تر هغو به يې څاروي ته غپل، چې پر خپله برخه وښو به يې خوله ټيټه كړه.

د سپي په دا ډول نخرو به ما ته په همزولو كې ځان داسې اېسېده، لكه په رايت كې پاچا.

هغه ورځ مې د زړه په البم كې لا تر اوسه د يوه روښانه تصوير په څېر ټومبلې، چې نيكه په لومړي ځل له ځان سره د كركانو ښكار ته بوتلم. جګ او هډور نيكه ترمخ او زه ورپسې، د شنو كروندو په منځ كې پر نريو پولو روان وو. د هغه پر كينه اوږه څادر او تر څادر له پاسه د كركانو جال، ماته ملا پروت و. جال داسې تك سپين و، لكه د نيكه د ږيرې له اوږدو وېښتو نه يې چې اوبدلى وي. بخمل به په منډه نژدې ولاړې رشقې بوى كړې. د سپي له هرګام سره به نيكه چغه كړه:

“شاباس… دلته، هلته… ها.. هله بچو!…”

او له دې سره به يې سپى د لاس په اشاره د پټي هغې برخې ته متوجه كاوه، چې تر دې ګړى يې رشقه د بخمل پراخ ټټر نه وه څيرلې.

د سپي له درېدا سره به د نيكه تندى وغوړېد، شېبه وروسته به كرك او بخمل دواړه يو ځاى تر جال لاندې شول، كرك به ټوپونه وهل، خو سپى به غلى ولاړ و او په برياليو سترګو به يې موږ ته كتل، يوازې اوږده ژبه به يې راايستلې وه او له بې واره ساهراكښلو سره به يې تشي داسې كښته پورته كېدل، لكه د پښ بنۍ.

ټكنده غرمه وه، چې وروستى جال مو د بابو د كلي په كرونده كې د يوه پالېز د ژۍ پر جوړنګانو اوار كړ، نيكه لا په جال كې نښتى كرك نه و خلاص كړى، چې يوه كاوړي(غوسه ناك) غږ مې د غوږ پرده وتخنوله.

“ها آى! هندواڼې مو چختاړې كړې.”

شا ته مو وكتل. د پالېز په منځ كې د چنار له لښتو له جوړې شوې څالې څخه يو تور هلك راووت. كله چې رانژدې شو، غږ يې امرانه بڼه ونيوله:

“ژر له دې ځايه ورك شئ!”

باور مې نه كېده چې نيكه ته دې يوه خام، چپ سترګي او پيت پوزې هلك دا بې ادبه خبره كړې وي.

د هغه تر مخ خو لا د كلي برېتورو، ان د دې جرئت نه درلود، چې په زوټه(زوره) وخاندي…

خو نيكه په ورين تندي وپوښتل:

“دا د حاجي نيازي پالېز دى؟”

د هلك چوخۍ سترګې لا پسې تنګې شوې:

_دومره ځان شناخته شناخته مه كوه، ژر پولې ته وخېژئ!”

نيكه د خپلې سدرۍ جېب ته لاس كړ، ما ويل چې اوس به د حلالو شويو كركانو په وينو رنګ چاقو د هلك پر تېره ژبه ور تېروي، خو په حيرانتيا سره مې د نيكه په ګوتو كې د چاقو پرځاى يو نوټ وليد.

نيكه د پيسو په بدل كې له هلك نه يوه هندواڼه وغوښته، خو هغه ويل چې دى پالېزوان دى. د هندواڼو د خرڅولو اجازه نه لري.

موږ پولې ته وختو او هلك د شپېلكي په وهلو سره څالې ته مخه كړه.

نيكه د پټي په وروستي كونج كې له ژور لښتي نه څو لپې رڼې اوبه خپل مخ ته واچولې، كله چې ولاړېده، په خپله ګوته يې پولې ته نژدې په جوړنګ پورې نښتې يوه لويه ملنګۍ هندواڼه وټنګوله. ورو يې وويل:

“بخمله!”

سپي په مهربانه سترګو، كله نيكه او كله هم هندواڼې ته كتل….

موږ تر پالېز څو پټي لاندې د لښتي پر ژۍ د ولاړ توت سيوري ته كښېناستو، د پالېز په هغه كونج كې چې نيكه په خپله ګوته هندواڼه ټنګولې وه، لمر د بخمل د ملا وړۍ برېښولې. شېبه وروسته پر پوله يوه هندواڼه او ورپسې د سپي تور وربوز ښكاره شو. په وېره مې څالې ته وكتل، باد د څالې په وچو پاڼو كې د پالېزوان ځوړنده سپېره سدرۍ زنګوله…

كله چې مې د پولې خوا ته مغزى كوږ كړ، خوله مې وازه  شوه، نه بخمل و، نه هم پر پوله پرته هندواڼه.

نيكه ته مې وكتل، د هغه تر چنګكي سپينو برېتو لاندې پر خړو شونډو يوه بريالۍ موسكا خوره وه….

نژدې چونګى مې تر غوږ شو، كله چې مې غړۍ اوږده كړه، نو بخمل په خپل شونډك د لښتي په روانو اوبو كې يوه لويه هندواڼه ټېل وهله.

له خوشحالۍ مې لښتي ته ورټوپ كړل، د بخمل تر لندې غاړې مې لاسونه تاو شول او بې اختياره مې د هغه پر اوږده غوږ شونډې كښېښودې.

بخمل د كورنۍ پر ټولو غړو ګران و، خو له هغه سره د نيكه مينه تر نورو اوښتې وه. تر دې بريده چې سپي به له نيكه سره په يوه كوټه كې شپې سبا كولې.

د مني په يوه خړه ورځ چې نيكه په كور كې نه و، زموږ د كلا دروازې ته يو پردى سړى ودرېد. زما پلار ته يې څه وويل، شېبه وروسته مې پلار له سپي سره يوځاى له كوره ووت.

لمر، لويديځ لوري ته د غزېدلي غره پر هسكه څوكه خپله ژېړه زنه ايښې وه چې غواوې مې له څړ نه كور ته راوستلې. د نيكه له كوټې څخه د خندا يو دپ اواز اورېدل كېده، په بيړه په كوټه ورننوتم. له نيكه نه راتاوو د كور نارينه وو وازې خولې نيولې وې، نيكه په خوند ويل:

“….سوډر مې په نيمه وپوهاوه چې رسوايي مه جوړوه، كلوشې مې خپلې دي، خو چا ته وايې- دېوال ته…”

زما سلام ته څوك متوجه نه شول، وره ته نژدې كښېناستم، د بخمل پر ملا مې، چې ما ته نژدې پروت و، لاس راوكيښ.

نيكه خپل غږ په زوره كړ:

“… اخر خبره برملا شوه. سركوزي د خلكو ترمخ چغه كړه:

ولسوال صاحب! رحم وكړه، په رڼا ورځ يې وشكولم.

ولسوال په كاوړ وويل:

وشرمېږئ! خبره څه ده چې په دا سپينو خلو د ماشومانو غوندې پېرې كوئ؟

غله په بېشرمۍ وويل:

د خپلو كلوشو دعوه ګير مې وموند. دا….

زما يوې جانانه څپېړې د هغه په ستوني كې خبره ور وچرموړله. په دې كار سره ولسوال داسې سور شو، لكه سور جغندر.

هغه په پوښتونكو سترګو ما ته وكتل، ما وويل:

صيب! زه د اب او عزت سړى يم، د ژرندې د كارېز سلامت شواروز خورم. كلوشې مې خپلې دي. غاړې مې بندې كه مې دروغ ويلي وي. زما سپى هم زما كلوشې پېژني. اجازه راكړئ، زه به په سپي پسې څوك ولېږم.

وروستۍ خبره د ولسوال او حاضرينو خوښه شوه، د سپي تر راوستو مخكې زما په غوښتنه حاضرينو خپلې پښې لوڅې كړې، په دېرش څلوېښت جوړه كلوشو او بوټونو كې زما كلوشې هم ګډې شوې.

د سپي تر راوستو پورې پوره يو ساعت ووت. په دې شپېتو دقيقو كې به ولسوال شپېته ځله راته برګ شوى وي.

“كه دې دروغ ويلي وو، يوازې خداى به دې پرده كوي”.

بخمل يې راوست، كله چې رانژدې شو، لكۍ يې وښوروله، ما خپلې لوڅې پښې د هغه سترګو ته ونيولې، ورو مې وويل: بخمله زما كلوشې! او له دې سره مې پر غولي د رنګارنګ كلوشو او بوټونو پرتې كوټې ته اشاره وكړه.

بخمل په خپل وربوز د كوټې په توشپلو پيل وكړ….

شېبه لا نه وه وتلې چې په خوله كې نيولې يوه كلوشه يې زما پښو ته كښېښودله. د سپي په دې كار خلكو له تعجب څخه په وازو خولو توبې ايستلې.

بخمل دويمه كلوشه هم د خپلې جوړې په څېر په اسانۍ سره وموندله.

ولسوال په چغه د غله د بندي كولو امر وكړ.

غله د رحم غوښتنه كوله، خو دوو عسكرو تر وليو نيولى له هغه ځايه ليرې كړ، ولسوال په ناز د سپي پر څټ لاس راكيښ. د هغه په سترګو كې زما نه بخښنه له ورايه ښكارېده. په ميدان يو جوړ زاړه پلاستيكي بوټ پاتې شول. ولسوال بوټ بنديخانې ته ولېږل”.

نيكه په پياله كې د چايو وروستى غوړپ تر ستوني تېر كړ. لونګۍ يې پر سر سمه كړه، ګړۍ ته يې وكتل، لكه چې د ماښام د لمانځه وخت و. وره ته نژدې پراته سپي ته يې په مينه سترګې ورواړولې، ورو يې وويل:

“بخمله! نن دې وګټلم.”

د نيكه له وتو سره سم مې د خپل تره له زوى څخه د كيسې پيل وپوښت. هغه دومره وويل چې دى نه پوهېږي، چې په حكومت كې به د څه شي مركه وه. خو له هغه ځايه د راوتو په وخت د نيكه نوې كلوشې بل يوه په پښو كړې وې.

شپې او ورځې تېرېدې، بخمل زموږ د كور په توده غېږ كې نازولى ژوند درلود. خو بدبخت موجودات نيمګړي اسرات لري. د بخمل په اسراتمن ژوند كې بدمرغۍ هغه وخت د ځنګله د اور غوندې غزونه وكړه، چې پر سپي د كلا د لويې دروازې درنه دړه راړنګه شوه. د لويې دړې ژۍ د بخمل شاتنۍ كيڼه پښه نيولې وه.

كه څه هم جانو شكسته بند د سپي تر پښې غوړې ريتاړې تاو كړې، خو كله چې پښه جوړه شوه، تر خپلې معمولې بڼې لنډه وه، د بخمل كيڼه پښه پرځمكه نه لګېده، هغه د پخوا په څېر منډې نه شواى وهلاى او نه يې هم په نيمګړي ځان كې هغه د كركانو د نيولو پخوانۍ سېكه پاتې وه.

كله چې نيكه وپوهېده چې نور نو له سپي كومه ګټه نه شي اخيستلای، په هغه يې د خپلې كوټې ور وتاړه، بانه يې دا وه چې سپى ناولى حيوان دى. په خونه كې د هغه شتوالى د بېلابېلو ناروغيو لامل ګرځي.

نيكه كله هم پخوا دا خبره نه وه كړې. زه نه پوهېدم چې د انسان زړه ولې دومره ژر بدلون مومي. ما بخمل ته د څارويو د ګوډل (غوجلې) په يوه كونج كې پروړه اواره كړه. پر پروړه غزېدلي سپي ته نژدې ولاړو څارويو په مهربانه سترګو كتل.

وايي چې اوبه د سر له خوا خړېږي. كله چې د كورنۍ غړي وپوهېدل چې نيكه له بخمل سره هغه پخوانۍ مينه نه ښيي، نو دوى هم د سپي په وړاندې بې تفاوته شول. دا خبره د تور قصاب غوږونو ته هم ورسېده، ځكه يې نور بخمل ته په بازار كې له خپلې قصابۍ، وازګې، بړزې او د غوښنو هډوكو رالېږل بې ګټې ګڼل.

تر دې چې په كور كې د ښوروا په پاتې شوې لنده ډوډۍ، چې پخوا به د بخمل برخه وه، اوس چرګانو ټونګې وهلې، خواركي سپي به د خوړو د موندلو په هيله ټوله ورځ د كلي پر ډېرانونو بوى كيښ. اوس نو د كورنۍ غړو هغه ته داسې په كركه كتل، لكه بدمرغه چې د وبا په ناروغۍ ككړ وي.

يو ماښام نيكه د كور په چوتره كې پر پراته سپي د ډبرې وار وكړ، بخمل كوړنج وهل او زانګې وانګې له هغه ځايه وتښتېد. نيكه د كور ښځينه وو ته ډونګېده، چې ولې يې دا بويين سپى د ناستې له ځايه نه و شړلى.

په هغه ماخوستن مې په پټه خپله برخه غوښه په پاستي كې ونغښته، د باندې ووتم، د ګوډلې وره ته لوى كولپ ور لوېدلى و، يخني د وره په لخك كې پروت سپى لړزاوه. د سپي تر مخ مې پر ځمكه پاستى وغوړاوه، ورو مې وويل:

وخوره! خو بخمل ډوډۍ ته خوله ورټيټه نه كړه. په درد او غم ماړه بنيادمان چندان د خوړو اشتها نه لري. زما په فكر بخمل هم، دا وخت همدا ډول يو احساس درلود. ما يې پر سر لاس راتېر كړ، ګوتو مې يوه سريښناكه مايع لمس كړه، پر زړه مې فشار راغى، د بخمل ككرۍ په وينو لنده وه او له اوښكو ډكې سترګې يې د سپوږمۍ رڼا ته ځلېدلې.

سپى داسې سونګېده، لكه يو ماشوم چې له ډېرې ژړا وروسته سلګۍ وهي. په هغه شپه مې بخمل د اخر مني په خړه سپوږمۍ كې سړې هوا ته پرېښود.

سهار ناوخته د نيكه په غږ له خوبه راغوځار شوم، غږ نه و، اسماني ټكه وه، ده په دالان كې د كوروالو ته په لوړ غږ ويل چې:

“بخمل مې په خوړ زيندۍ كړ”.

داسې شوم لكه په سينه كې مې چې څه شى سوځي. بې اختياره مې له خولې ووتل:

“خوني!”

په منډه له كوره ووتم. په خوړ كې د يوازېنۍ بربنډې بېدې پر يوه پنډ ښاخ پورې يو نايلوني پړى غوټه و، د پړي په بل سر د سپي غاړې ته ول ورلوېدلى و او پر سپېره غولي د ونې د بې پاڼو لښتو په نريو سيورو كې، د بخمل غزېدلى سيورى داسې ښورېده، لكه څوك چې په ولاړه ونه پورې ټال خوري.

پای

 ١٣٨٢ لمريز کال د سرطان مياشت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو