زیګموند فروید (لومړۍ برخه)/ نجیب منلی

2022-11-03
له استاد غضنفر سره مرکه

Sigmund Freud

(له استاد غضنفر سره راډیویي مرکه)

غضنفر :- یو هغه انسان چې د بشر د معاصرې پوهې فکر او هنر په جوړلو کې یې ډیره لویه برخه لرلې ده زیگموند فروید دی.

فروید څوک و او څه یې ویل؟

منلی :- زیگموند فروید داسې یو شخص دی چې د شلمې پیړۍ او د یوویشتمۍ پیړۍ د علمي او فرهنګي فعالیتونو یوه برخه هم په ده باندې سترګې نه شي پټولای ځکه چې دی له انسان سره کار لري د انسان له روان سره کار لري او په یو ابتکاري ډول ورسره کار لري، نو  دی د علم په هره برخه کې کیدای شي چې مطرح شي.

خو تبعاً روان شناس دی. ارواپوه دی او ضمناً د اعصابو ډاکتر دی، نو زیاتره کارونه یې له دغو مسایلو سره تړلي دي.

په ۱۸۵۶ میلادي کال کې په المان کې زېږیدلی دی او په ۱۹۳۹ میلادي کال کې په انګلیستان کې مړ شوی دی. دی په اوسني اتریش کې زېږیدلی دی، په هغه وخت کې اتریش مستقل و مګر له المان سره یې ډیرې نږدې اړیکې درلودې.

غضنفر :- نو دی اتریشی بللی شو!

منلی :- دی اتریشی دی. په ۱۸۸۱ میلادي کال کې یعنې د ۲۵ کالو په عمر د ویانا (Vienna) له پوهنتون څخه په تېبس  کې خپله ډاکتري اخلې.

په هغه وخت کې د تېبس  په نصاب کې فلسفه هم شامله وه نو په فلسفه کې هم لوی لاس لري.

په ۱۸۸۵ کال کې په همدغه پوهنتون کې د مرستیال استاد په حیث مقررېږي او په ۱۹۰۵ کال کې بیا د استادۍ درجې ته رسېږي. لکه چې اشاره مو ورته وکړه دی د فلسفې سره ډیره علاقه لري. د ده په معاصرو فلسفیانو کې فریدریش نیچه (Friedrich Nietzsche, 1844-1900) یو ډیر مهم فلسفي دې چې د اروپا په فکري وده کې یې خورا ډېر نقش لوبولی دی.

فريدریش نیچه په ۱۹۰۰ کال کې ومړ. فروید د ده ټول اثار په بیه واخیستل او خپل یو دوست ته یې وویل چې زه غواړم په دې اثارو کې هغه کلیمې پیدا کړم چې زما په زړه کې چې نا ویلې څه دي هغه پرې بیان کړم. تر دې حده له فلسفې سره تړلی دی چې د زړه ناویلي یې هم په فلسفي کلمو بیانېږي.

غضنفر :- البته نیچه علاوه له دې چې یو مفکر دی او یو لوی مفکر دی، باغي مفکر دی د ده د نثر طرز د لیکلو طرز او د ده بلاغت هم ډیر عالي دي.

منلی :- نیچه په خپله په ډیر څه ویلو ارزي، یو باغې فکر، یو باغي نثر، یو نوی نثر او شعر او هنر ته یو نوی نظر، دا د نیچه هغه ډیر برجسته اړخونه دي…..

غضنفر :- او حتې د انسان فطرت ته چې فروید هم ورسره سر او کار لري.

منلی :- د فروید بل لارښود یا د لارې مشال چې په فلسفه کې یې ځان ته ټاکلی دی یو بل معاصر فیلسوف دی، تیودورلیپس  (Theodore Lipps, 1851-1914 ). لیپس خپلې ځینې لیکنې لاشعور او تحت‌الشعور ته ځانګړې کړې دي او دا هغه مسایل وو چې فروید پری کار کړی دی. په ۱۸۸۵ کال کې فروید پاریس ته ولاړ.

غضنفر :- مخکې له دې چې د پاریس دوران یې یاد کړو، د اکثره نورو علومو غوندې روانشناسي هم په اتلسمه پیړۍ کې یا په نولسمه پیړۍ کې له فلسفې بیله نه ده اکثره وخت ګورو چې لوی فیلسفوفان د روانشناسۍ په باره کې مهمې خبرې کوي. اوس چې د فروید او فلسفې د رابطې خبره کېږي په حقیقت کې دا د علم د تاریخ یو تېبس یعنې جریان هم و.

منلی :- د علم د تاریخ یو تېبس یعني جریان ځکه دی چې فلسفه د انسان په ادراک باندې بحث کوي یعنې هغه څه چې موږ یې له واقعیتونو نه اخلو او په هغې باندې قضاوت کوو او روانشناسي د انسان د ادراک پر قوې بحث کوي. نو کله چې انسان غواړي چې په ادراک خبرې وکړي تېبس یعنې خبره ده چې هغه څه چې ده ته د ادراک امکان ورکوي هغه هم باید تر بحث لاندې ونیسې او له ډیر پخوا راهیسې اروا پیژندنه او فلسفه سره یو ځای وې.

په نولسمه او اتلسمه پیړۍ کې هم همدغه شان شیوې دوام درلود بیا په نولسمه پیړۍ کې علمي اروا پوهنه یا تجربوي اروا پوهنه یو څه له فلسفې نه رابیله شوه خو لا یې هم له فلسفې سره تړاو تر دې وخته نه دی شلیدلی.

بیرته راځو فروید ته. فروید په ۱۸۸۵ کال کې  پاریس ته ولاړ او هلته یې له یو ډیر ستر ډاکتر، چې همدا د رواني ناروغیو ډاکتر و، ژان-ماتن شارکو (Jean-Martin Charcot, 1828-1893) سره، د هغه په لابراتوار کې، کار کوي. شرکو په دې ډیر شهرت لري چې د مریضانو په تداوۍ کې له هیپنوز (Hypnosis) نه ډیر کار اخلي.

هیپنوز یو ډول مصنوعي خوب دی. په حقیقت کې خوب نه دی. کله کله انسان داسې حالت ته ورځي چې شعور یې مختل شي او چې شعور مختل شي نو هغه پټ شیان چې د ده په زړه کې دي هغه اسانه راوځي او بل د بهرنۍ دنیا سره یې تړاو داسې قطع شي چې کله کله په خپلو خوږو هم نه پوهېږي نو د خوب غوندې حالت دی چې سړی پکې بیخي ډوبېږي. دا خبره له ډیر پخوا نه پیژندل شوې وه، په سرکسونو کې ترې استفاده کیدله.

ځینې انسانان دا وړتیا لري چې د بل فکر مختل کړي او ویده غوندې یې کړي.

په اتلسمه پیړۍ کې د میسمیر (Mesmer) په نامه یو الماني ډاکتر د هيپنوز تجربې په دربارونو کې وکړي او دغه د هيپنوز تجربې د مسمیریزم (Mesmerism) تر نامه لاندې ډیرې مشهورې شوې. ده د مصنوعي خوب په حالت کې ډیر فوق‌العاده کارونه په خلکو کول.

دا هنر په انګلیستان کې او په المان کې په همدې نامه یاد شو. هيپنوز کلمه بیا وروسته د یونانې ژبې د یوې کلیمې په اساس جوړه شوه. په یونانی کي هوپنوس (ὕπνος , húpnos) خوب ته وایي

ډیر ژر ډاکتران هم په دې پوه شول چې د هيپنوز په حالت کې کولای شي چې ځینې شیان رواني مریضانو ته تلقین کړي یا له هغو نه څه واوري او د هغوی درد ورسره کم کړي.

په روانې مریضیو کې یوه مریضي ده چې د هیستېري په نامه یادېږي عموماً وایې چې د ښځو مریضي ده. اصلاً هوستېرا (ὑστέρα, hustéra) په یوناني کې د ښځې  د زهدان په مانا ده. یانې دا د ښځې د ښځه والي پورې تړلې مریضي ده. په دې مریضۍ کې ښځې داسې د لیونتوب حالت ته رسېږي، چيغې وهي، غالمغال کوي په ځان نه پوهېږي او کله چې دا شیبه تېره شي بیرته بیخې عادي حالت ته راګرزي.

 نو دغه هیستریک حالت…

شارکو د دې ناروغۍ تداوي تر هيپنوز لاندې کوله او ډېر پکې بریالی و.

فروید د هيپنوز په برخه کې ډیر بریالی نه و، نه یې شو کولای چې مریضان په مصنوعي خوب ویده کړي او هغوې سره کومک وکړي. بیا یې له ځان سره فکر وکړ او یو  بل شی یې پیدا کړ چې همدغه حالت ته ورته دی. یعنې هغه څه چې شعور پکې مختل وي. ده د ازادې تداعۍ میتود راپیدا کړ چې له مریض سره خبرې کوي او مریض ته وایې چې هرڅه دې چې مغزو ته راځي هغه ووایه. یعنې شعور ته اجازه نه ورکوي چې په مفاهیمو کې چاڼ وکړي. سربېره پر دې یې د ناروغ پر خوبونو کار کاوه. کله چې انسان خوب ویني هغه څه راسپړي چې د ده په دننه کې دي مګر کنټرول پرې نه لري.

غضنفر :- د ده شعور کنټرول پرې نه لري.

منلی :- فروید خپله تیوري په دغو شرایطو کې سره راجوړه کړه. دی یو ډیر متشبث ځوان و. په ۱۸۸۰ کال کې چې لا یې خپله ډاکتري نه وه اخیستې د ځوانانو یو ګروپ په ده باندې راټولیده او ده ورته خپل نظریات تشریح کول.

 بیا چې استاد شو په پوهنتون کې یې درس ورکاوه او همدغه ځوانان چې په ده راټول شوي وو -پنځه شپږ تنه یهودي ځوانان وو چې د ده نظریات ورته جالب وو، دی په خپله هم یهود و- د چهارشنبو په ورځو به یې د فروید په کور کې غونډه کوله او په دې غونډو کې به فروید ورته خپل نظریات تشریح کول. بالاخره دغه ګروپ، دا وړوکي ګروپ، چې د چهارشنبې په ورځ به یې غونډه کوله، «د چهارشنبې د سایکالوجې ټولنه»  (Psychologische Mittwoch-Gesellschaft ) په نامه یاد شو…

غضنفر :- دا نوم د جرمني ژبې دې!

منلی :- په دغې ډلې کې ویلهم شټیکل (Wilhelm Stekel)، الفرېد ادلر (Alfred Adler)، مکس کان ( Max Kahan)، رودولف رایتر ( Rudolf Reitler) له فروید سره یوځای وو. ورو ورو دا ګروپ پراخه شو او په ۱۹۰۶ کال کې ۱۶ کسانو ته ورسیده چې په دغه وخت کې ورسره کارل گوستاو یونګ  (Karl Gustave Jung)، چې یو سویسی اروا پوه دی او د شلمۍ پیړۍ په اروا پوهنه کې هغه هم ډیر مهم نقش لوبولی دی، یوځای شو. د نړۍوال سایکوانالایزس (Psychoanalysis) لومړۍ کنګره دوی دایره کړه.

 د دغه فکر شاګردان په سویس کې، په روسیه کې، په امریکا کې، په انګلستان کې سره راغونډ شول او یو نړۍوال خوزښت یې پیل کړ. په اول کې الفرېد ادلر د دغې کنګرې مشر و، خو کله چې یې له فروید سره ارتباطات خراب شول نو استعفا یې وکړه. فروید داسې یو کس و چې خپله یې کوله او د بل یې نه منله. په هرڅه کې یې ځان پرحقه ګاڼه. له همدې امله یې  خپل ټول هغه شاګردان چې ده پرې ډیره زیاته لورېینه او ډیر زیات اعتبار درلوده – ځکه چې ډیر مخکښ شاګردان یې وو – کله به چې له ده سره فکري ټکر کې راغلل نو ده به له خپلې ډلې وایستل لکه ادلر چې خپله استعفا وکړله او یونګ هم ترې بیل شو.

غضنفر :- او دوی دواړه په شلمه پیړۍ کې بیا د روانشناسي ډیر لوی استادان دي.

منلی :-  د فروید دغه مشکل چې همیشه باید په خپله مشر وی د دې باعث شو چې د شلمې پیړۍ په روان شناسۍ کې بېل بېل مکتبونه رامنځ ته شی.

غضنفر :- نه پوهېږم چې د مشر توب شوق به یې و او که دی داسې یو څوک و چې په ځان یې باور هم زیات و.

منلی :- دواړه سره تړلي دي یعنې ده د خپل نظر ردیدل نه شول منلای چې څوک راشی او د ده په نظر باندې بل نظر ورکړي که څه هم په ځینو شرایطو کې هغه دویم نظر هم ده منلی دی مګر دا پرې ښه نه لګیدل چې بل څوک راشي او دا ووایې چې دغه نظر سم نه دی.

په ۱۹۲۳ کال کې په سرطان ناروغۍ اخته شو. ده ډیر زیات سګرت څکول، ډیر زیات سیګار یې څکاوه چې همدغه تمباکو ده ته د خولې سرطان پیدا کوي.

 ۱۹۳۰ کال کې د ګویتې جایزه ورته ورکړل شوه د دې په خاطر چې ده د المان په فکر او ادبیاتو کې ډیر تشویقي او محرک رول لوبولی دی.

غضنفر :- د ده په حصه کې دا ویل کېږي چې له ادبیاتو سره یې هم ډیره جوړه وه، خو دا کومه جایزه چې ورکوي دا به له دې سره هم تعلق لري چې دی په خپلو څیړنو کې او په تحقیقاتو کې په ادبیاتو باندې تکیه کوي او ادبي اثار هم تحلیلوي د روانشناسۍ مقصدونو لپاره او په دې شکل سره  د اروا پوهنې په بنیاد باندې د ادبیاتو تحلیلونه هم رواجېږي نو په دې ارتباط به دا جایزه ورکوي.

منلی :- جایزه د دې په خاطر ورکړل شوې ده چې دی په ادبیاتو کې محرک رول لوبوي، هڅوونکی رول لوبوي.

غضنفر :- ځکه چې د ده پوهه ادبیاتو ته  نوی رنګ او نوې معنا ورکوي.

منلی :- او الماني ادبیاتو کې دا تېبس یو نوښت دی او خصوصاً بیا چې ادبیات او اروا پوهنه سره یوځای شول ادبیات او فلسفه سره یوځای شول نو دا د هغه وخت لپاره مهمه خبره وه.

په ۱۹۳۳ کال کې د جنوري په میاشت کې په جرمني کې ملي سوسیالیست ګوند یا نازي (NAZI) ګوند قدرت ته رسېږي. نازي ګوند د لومړۍ نړۍوالې جګړي پایله کې چې المان مات شو امریکا، فرانسې او انګلیستان په المان باندې داسې شرایط کیښودل چې بېخي ملا ماتونکي شرایط وو او د المان د پرمختګ مخه یې نیوله. د دې په مقابل کې یو شمیر ځوانان راپاڅېږي او هغه تړون چې په وېرسای (Versailles) کې شوی و هغه نه مني. د هغه ترڅنګه یو شمیر داسې مفکورې ورته پیداکېږي چې الماني نسل چې دوی ورته اریایي نسل وایي پر نور ټولو نسلونو باندې غوره دې او په اروپا کې چې څه مشکلات پیداکېږې دا ټول د یهودیانو له لاسه دي نو دوی یو ډیر شدید یهودي ضد دریځ نیسي.

غضنفر :-  ځکه چې یهود اریایي نه دي.

منلی :- یهود اریایي نه دي سامي قوم دی. نو په دغه وخت کې په ټولو هغو افکارو باندې چې نوي افکار دي له المانې چوکاټ نه یو څه وتلي افکار دي په هغوی باندې هم بندیز لګېږي په کتابونو باندې هم بندیز لګېږي او د دې لپاره چې ثابته کړې چې دا یو نوی فکري حرکت دی او یو نوی فرهنګې حرکت دی دوی ډېر زیات کتابونه هم سوزي.

اوتودافې (Auto-da-fé) اصطلاح په المان کې د کتاب سېزلو سیاست باندې اطلاق شوه. منځنیو پیړیو کې، هغه وخت چې کلیسا حاکمه وه او د انکیزیسیون محاکمې، د عقایدو د تفتیش محکمې،  روانې وې، کله به چې څوک ګنهګار وشمیرل شو یا به کافر و ګڼل شو هغه به یې ملکي قواوو ته تسلیماوه او هغو به په اور اعداماوه، دې ته یې اتودافې ویل یعنې د ایمان د اظهار عمل. په دې ترڅ کې د فروید ډیر کتابونه هم وسوزول شول او فروید به په ټوکو ویل چې «موږ ډیر ښه پرمختګ کړی دی: په منځنیو پیړیو کې باید زه سوی وم مګر اوس یوازې زما کتابونه سوزي!»

په هر صورت ده تر ډیره وخته کوشش وکړ چې په الماني ساحه کې پاتې شي او د وتلو کوشش یې ونه کړ. په دغه وخت کې ډیر یهودیان ووتل، له المان نه مهاجر شول، مګر دی تر ډیره وخته پاتې شو چې بالاخره په ۱۹۳۸ کال کې دی خپلو دوستانو مجبور کړ چې له المان نه ووځي ځکه چې د ده د ژوند لپاره ډیر خطرونه موجود وو.

دی ولاړ انګلستان ته او په انګلستان کې میشت شو، هلته بیا په ۱۹۳۹ز کال کې د ده مریضي ډیره شدیده شوه او داسې حالت ته ورسیده چې نور د ده د جوړیدلو تمه نه وه، نو له ډاکتر  ماکس شور ( Max Schur) سره یې – چې ملګری یې وه او ډیر وخت ورسره یو ځای پاتې شوی و – یو قرارداد وکړ. قرار داد یې دا و چې ما به ډیر ځوریدلو ته نه پرېږدې.

غضنفر :- یعنې که مې مرض ناعلاجه شو وژنې به مې؟

منلی :- همداسې یو څه وو. نو بیا يې یوه ورځ ماکس شور راوغوښت، خپل قرارداد یې وریاد کړ او ورته یې وویل «اوس زه بغیر له شکنجې بل هیڅ نه لرم، له انا سره خبرې وکړه او ما له دې درد نه خلاص کړه». انا د فروید لور وه، هغې په اول سر کې یوڅه مقاومت وکړ او بیا چې د شور او د انا ترمنځ بحثونه وشول او د ده د ژوند له پاره هیڅ امید نه و پاتې نو شور ورته د ده د درد د تسکين له پاره دومره مورفین پیچکاري کړه چې له دنیا تیر شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو