فکري او معلوماتي ليکنې | دکتور اجمل ښکلی
هسې خو مقالي او کتابونه د موضوعاتو له مخې په توصيفي او استدلالي ويشل کېږي؛ خو د فکرى مقالو په اړه د ليکوالۍ په کتابونو کې ځانګړي څه نشته. که متوجه شو، په ځينو ليکنو کې د معلوماتو او په ځينو کې د فکر تله درنه وي، مثلا د قاف د غره په اړه که معلوماتو ورکوو؛ نو زموږ سبک بالعموم هوار او ورو وي:
١. (الف) کوه قاف په پخواني فرهنګ کې تر ټولو لوى غر ګڼل کېده، چې څوکې يې اسمان ته رسي او تر هوارې ځمکې راچاپېر دى.
که لوستونکي ته د معلوماتو پر ځاى پر فکر ورکولو تمرکز کوو:
١. (ب) پخوانو فکر کاوه، چې ځمکه هواره ده او تر دې ځمکې د قاف په نامه يو لوى غر را چاپېر دى، چې څوکې يې اسمان ته رسي.
په دويمه بېلګه کې وينو، چې ليکوال د معلوماتو پر ځاى د پخوانو پر تفکر تمرکز کړى او په همدې خاطر يې د پاراګراف پيل په ”پخوانو فکر کاوه” کړى او ورپسې نورې جملې همدا فکر تقويه کوي. په لومړۍ بېلګه کې ليکوال لوستونکي ته د قاف د غره په اړه معلوماتو ورکوي؛ خو په دويمه بېلګه کې ليکوال لوستونکي ته د معلوماتو له ورکولو سره دلچسپي نه لري، دا ورته وايي، چې انساني افکار ثابت نه دي، بلکې د فرهنګي او علمي بدلونونو تابع دي. پخواني انسان هم فکر کاوه، چې همدا واقعيت دى؛ خو وروسته ساينس ثابته کړه، چې دا مازې خيال دى.
په دا ډول ليکنو کې چې پر فکر پکې تمرکز وي، ليکوال له هرې علمي حوزې سره اړوند فکر ورکوي، ښايي د عامه ذهنيت د روښانو په اړه وي يا د ارواپوهنې، ژبپوهنې او ادبياتو يا نور په اړه.
فکري او معلوماتي ليکنې له يوې بلې بېخي بېلې نه دي. د قاف د غره په اړه لومړۍ بېلګه فکر هم لېږدوي او دويمه معلومات هم لري؛ خو خبره په تمرکز، وسيلې او حاشيه کې ده. فکري ليکنې له معلوماتو خالي نه وي؛ خودومره ده، چې د فکر د توليد په خدمت کې وي او برعکس په معلوماتي ليکنو کې فکر څنګزنې وړاندې کېږي.
دا چې فکري ليکنې له معلوماتي هغو څرنګه بېلګې کړو، دوه شيان بايد په پام کې ولرو، يو، ليکوال له ليکنې څه غواړي په بله وينا، موخه يې څه ده او دويم، څنګه يې ليکلې؟
د ليکوال پر موخه د ليکنې له سبکه پوهېداى شو. د معلوماتي او فکري ليکنو سبکونه له يو بل سره توپير لري او دا توپير د جملو او تر جملو په ټيټ کچ راښکاره کېږي، مثلا د معترضه فقرې داسې کارونه چې د اضافي معلوماتو د ورکولو لپاره نه، د پام وراړولو په موخه وي:
٢. (الف) غزل، چې د هر وخت له غوښتنو سره يې ځان عيارولاى شو، ژوندى پاتې شو.
په دې بېلګه کې لوستونکي ته لومړى فکر دا ورکوو، چې نورو شعري فورمونو دا ظرفيت نه درلوده؛ نو له منځه ولاړل؛ خو ښايي لوستونکي ترې يوه بله لرې مانا هم واخلي، چې څوک د مهال له غوښتنو سره ځان نشي عيارولاى، هغه نه پايي.
که د غزل په اړه معلوماتو ورکوي:
٢. (ب) غزل د نورو ژانرونو پر خلاف د هر مهال له غوښتنو سره ځان عيار کړ او همدا يې د ژوندي پاتې کېدو لامل شو.
په دې دويمه بېلګه کې فکر نسبتا معلوماتو ته ضمني دى.
د ”دا چې….” لرونکې فقره د هغو ليکوالو په ليکنو کې ډېره موندلاى شئ، چې د معلوماتو پر ځاى د فکر پر توليد تمرکز کوي.
د فکري ليکنو يوه ځانګړنه په ليکنه کې په لفظي ډول د هغو خواوو ښکېلول دي، چې په معلوماتي ليکنو کې يې اړتيا نه ليدل کېږي، مثلا د قاف غره په بېلګه کې ”پخوانو فکر کاوه” په بڼه د پخوانو خلکو ښکېلول يا مثلا په يوه ليکنه کې د ”د لوستونکو تصور دا دى/ لوستونکي وايي/ لوستونکي فکر کوي” غوندې فقرې راوړل مخاطب متوجه کوي، چې خبره پر بهرني واقعيت کمه؛ خو زما پر تصور او فکر ډېره څرخي؛ نو ليکوال معلومات نه راکوي، بلکې زما پر تفکر يا انګېرنه نقد لري.
د فکري ليکنو يوه بله ځانګړنه ايجاز دى. په دې خاطر چې لوستونکى متجسس او له ذهني پلوه يې فعال کړو، ځينې خبرې ترې پټوو يا هڅه کوو، چې لويه خبره په کمو الفاظو کې وکړو. د غزل په اړه د پاسنيو بېلګې له پرتلې معلومېږي، چې په فکري بېلګه کې د الفاظو سپما ډېره ده. دې ته پخوانو ايجاز وايه او مثبته ځانګړنه ګڼل کېدله؛ خو دا يوه منفي اړخ هم لري.
په معلوماتي ليکنو کې سادتوب او رواني اصل دى؛ خو په فکري ليکنو کې غوټه؛ نو په معلوماتي ليکنو کې د نثر رواني دا ايجابوي، چې خپور وي او د دې لپاره ډېرو الفاظو او ارتباطي توکيو ته اړتيا ده، چې جملې سره ونښلوي او لوستونکى په خيرىت د پاراګراف تر پاى ورسي.
که ليکوال د غزل پر تاريخي بهير معلومات ورکوي، هڅه يې دا وي، چې داسې هېڅ جز مس نه کړي، چې د دې موضوع د سم انتقال لپاره اړين دى او که پاتې شي، نو لوستونکي ته موضوع مبهمېږي؛ خو د فکري ليکنې ليکوال ځاى ځاى تشې پرېږدي، چې لوستونکى يې د ليکوال له هيلې سره سم په اړوندو جزيىاتو ډکې کړې.
د معلوماتي ليکنې يوه ښېګڼه دا ده، چې له خپلې موضوع او علمي حوزې وځي نه؛ خو فکري ليکنې د استدلال د پىاوړتيا لپاره له مختلفو ډګرونو استفاده کوي او له همدې امله په دې ډول ليکنو کې د مختلفو حوزو پيوندونه وينو. د غزل په اړه که له ( الف ٢) بېلګې دويمه مانا واخلو، په اصل کې د ادبياتو له بېلګې په ټولنيزه حوزه کې استفاده شوې ده.
په فکري ليکنو کې چې استدلال مهم وي، ذهني موضوع په عيني ډول وړاندې کېږي او داسې ښودل کېږي، چې دا يو عيني واقعيت دى. د دې لپاره پر عيني بېلګو تاکيد کېږي.
په فکري ليکنو کې د يوې موضوع هغه اړخونه برجسته کېږي، چې د ليکوال له موخې سره تړلي وي، مثلا که موخه مو د پخوانو سلاطينو عياشي وي، خبرې به مو د محل پر ښځو او د شاه پر تفريحي ماڼيو او هغو پېښو څرخي، چې د شاه عياش طبيعت ښيي او که برعکس له شاه ولي جوړوو، نو د اخلاص، سخاوت او زړه سوي بېلګې يې رااخلو.
د معلوماتي ليکنو سبک د بېديا غوندې خپور وي، ليکوال ورو ورو پر مخ ځي او ځان موخې ته رسوي؛ خو فکري ليکنې د پنجرې غوندې قيده فضا لري، چې پخپله ليکوال پکې د مارغه غوندې بندي وي. دى کله هڅه کوي، چې له دې پنجرې ووځي؛ خو خپل سبک يې د لارې خنډ وي.
زموږ د شلمې پېړۍ د مشرانو سبکونه ارام، روان او خپاره وو، ځکه د معلوماتو د وړاندې کولو خوا پکې پياوړې وه؛ خو د اوسنيو ځينو مهمو ليکوالو سبکونه چې د فکر له شوره ډک دي، مضطرب او زړه تنګوونکي دي، ځکه دوى پوهېږي، چې لوستونکى معلومات له ډېرو نورو سرچينو هم ترلاسه کولاى شي؛ خو زما رسالت د فکر توليد دى.
دواړه ډوله ليکنې توپيرونه هم لري، ورته والي هم، منفي ټکي هم او مثبت هم. کاش څوک سره دا سبکونه پرتله کړي او د بېلګو پر بنسټ دا څرګنده کړي، چې ليکنې پر دې دوو ډلو وېشلاى هم شو که نه او که يې وېشلاى شو، ځانګړنې يې کومې دي؟
ځواب دلته پرېږدئ