لوستونکی مهم دی | شفیق امیرزی

2023-10-26
ادبیاتو کې د لوستونکي‌

یوه خبره به مو ښايي له ډېرو لیکوالانو اورېدلي وي، چې وايي زه د خپل زړه خبرې لیکم، په خلکو کار نه لرم چې لولي یې کنه. دا خبره نوې نه ده، ډېرو پخوانیو لیکوالانو هم دا خبره کړې ده، خو دومره پخه خبره هم نه ده. د ادب تیوریو او ادبي کره کتنې لیکوالانو او په ادبیاتو کې ګڼو څېړونکو لوستونکي ته په مهمه سترګه کتلي دي. نن سبا که د ادبي نظریو پر بنسټ کره کتنې کوو، نو د کره کتنې په ډېری مکتبونو کې لوستونکی مهم دی.

پخواني لیکوالان چې دا خبره کوي هغوی ځکه ملامت نه دي چې د هغه زمانې کره کتونکو به یا پر لیکوال بحثونه او نقدونه کول او یا یې پر اثر، خو اوسنۍ یا نوې کره کتنې بیا پر لوستونکي هم تمرکز کوي. ډېری کره کتونکي او د ادبیاتو د تیوریو لیکوالان بیا په دې باور دي چې متن تر لوستلو وروسته د متن ارزښت لري. د بېلګې په توګه مشهور لیکوال ايډمانډ هوسرل وايي متن هغه وخت متن دی چې لوستونکی یې ولولي. هغه دا هم وايي چې د متن مانا په لیکوال او متن پورې نه بلکې په لوستونکي پورې اړه لري. هغه یوه خبره کوي چې مادي پديدو ته د هغه فزیکي جوړښت نه بلکې زموږ درک او ارزښتونه مانا ټاکي. فرض کړئ قلم ته رنګ، سرپوښ، څوکه او نور فزیکي جوړښت مانا نه ټاکي، بلکې زموږ درک، د قلم کارول او په ټولنه کې زموږ شته تصور قلم ته ارزښت ټاکي. نو هوسرل وايي چې پدیدو او ادبي آثارو ته لوستونکی مانا ټاکي، که د هغه دا دلیل ومنو نو ادبي زیار مو هغه وخت پایله لري چې لوستونکی یا مخاطب پيدا کړلی شي.

یوه بله خبره دا ده چې ښايي یوه ادبي پنځونه اوس لوستونکي و نه لري، خو په راتلونکې کې ستر شهکار شي، یا دا هم کېدای شي چې اوس یې لوستونکي ډېر وي خو په راتلونکې کې په نشت شمار شي. دې ته بیا یاوس د لوستونکي د تمو اوج وايي. د ده په خبره د وخت په تېرېدو ددې امکان شته چې د خلکو غوښتنې، هیلې او تمې بدلې شي او له دې سره یې له ادبیاتو هم غوښتنې او تمې بدلېږي، نو له همدې امله هغه په دې باور دی چې ښايي ځينې آثار اوس ارزښت ولري او وروسته یې ارزښت کم شي خو داسې کېدای شي چې یو اثر اوس څوک آن ګوري نه خو د وخت په تېرېدو په شهکار اثر بدل شي. دی د فلوبر د مادام بوواري بېلګه وړاندې کوي او وايي چې دا اثر یې همعصره لوستونکو نه لوست او فلوبر هم دومره مشهور لیکوال نه و، خو په مقابل کې یې هغه وخت اېزیست مشهور لیکوال و او فني ناول یې ډېر لوستونکي لرل، چې اوس خلک مادام بوواري لولي خو د اېزیست د آثارو یادونه لا څوک نه کوي.

یو بل لیکوال او کره کتونکی آیزر بیا وايي چې یوه اثر ته په مانا ورکولو او ارزښت ورکولو کې لوستونکی تر لیکوال ډېر ښکېل دی. دده په خبره دا لوستونکی دی چې یوه اثر ته مانا ورکوي او هغه ارزښتمنوي. نو د یوه ادبي اثر ارزښت د هغه د لوستونکو او مینه والو د شمېر هومره دی.

نو اوس چې لوستونکی د پنځونې لپاره مهم دی لیکوالانو ته هم په کار ده چې لوستونکي ته ارزښت ورکړي. دا ورته معلومه شي چې لوستونکي یې څه ته اړتیا لري او د دوی ادبي ذوق څه دی؟ د دوی فرهنګ کې څه دي او د دوی فولکلور څه دی؟ د لوستونکي علمي سویه یې څومره ده او دی پکې د کوم بدلون غوښتنه کوي؟ په دې توکو پوهېدنه دا لاره خلاصوي چې رښتني لیکوالان په یوه ټولنه کې پیدا شي او دوی له ولس سره د ولس په ژبه لوړ افکار او ارمانونه شریک کړي.

څه موده وړاندې مې د یوې خپرندویه ټولنې له مسوول سره خبرې کولې او د نشر د معیارونو په اړه مې ترې وپوښتل. دوی ته دا مهمه نه وه چې اثر باید د کومو معیارونو پر بنسټ لیکل شوی وي او یا دا چې ټولنه څه ته اړتیا لري، بلکې مهمه ورته دا وه چې ددې کتاب لیکوال یا ژباړن په ټولنیزو رسنیو کې څومره څارونکي لري او ددې امکان شته کنه چې دا اثر دې ژر وپلورل شي. له بده مرغه چې دا نن سبا د ټولنې حقیقت دی.

 په نورو ټولنو کې معمولا حکومتونه او د حکومتونو فرهنګي برخې په ټولنه کې د ادبیاتو او ادبي متنونو پر اړتیا څېړنې کوي. دوی دې ته پام کوي چې په ټولنه کې کوم ډول متنونو ته اړتیا ده او څه ډول کولی شي چې خپل افکار او یا اصلاحي موخې تر مخاطبینو ورسوي. نو دوی د مخاطبینو ذهني اړتیاوې مطالعه کوي او بیا د لیکلو او ادبیاتو د تولید لپاره مرکزونه په کار ګوماري. خو دلته چې لیکوالان پخپله کار کوي دوی ته دا سخته وي چې خپل مخاطب وپېژني له همدې امله په میلیونونو پښتنو کې که کوم کتاب زر ټوکه وپلورل شي موږ ورته خوشاله وو. خو که موږ مخاطب او د هغه اړتیاوې وپېژنو نو دا لرې نه ده چې هر لوستی پښتون به کتاب لولي او د لسګونو په ځای به زموږ کتابونه که زرګونه نه وي، لږ تر لږه سلګونه ټوکه پلورل کېږي.

په ډېری پرمختللو ټولنو کې آن د یوه عادي کارپنځونکي لپاره هم خپل مقابل کس مهم دی. په دې مانا چې مشتري ته ارزښت ورکوي، هغه څه غواړي؟ څه ته اړتیا لري؟ او زه باید څه ورته راوړم؟ خو دلته د سترو ادبي او علمي یا ټولنیزو فعالیتونو لپاره مخاطب مهم نه دی. سیاستوال ته مهمه نه ده چې مخاطب ترې څه اورېدل غواړي، دی خپله خبره کوي. لیکوال ته مهمه نه ده چې مخاطب ترې څه لوستل غواړي، دی خپل لیکل کوي چې آن ځینې وخت لوستونکی ځوروي. رسنۍ ته مهمه نه ده چې اورېدونکی یا لیدونکی د څه د لیدلو او اورېدلو مینه وال دی، خپلې خبرې کوي، خپل اعلانات لري او د خپلو ورکړل شوو اجنډاوو لپاره ستړي وي.

ددې ټولو مسایلو تر څنګ که مخاطب او لوستونکی د لیکوال لپاره د ارزښت وړ شي او د هغه په غوښتنو او اړتیاوو پوه شي نو لرې نه ده چې کتاب به لوستونکی او خپرندویې ټولنې به مشتري پیدا کړي. لوستونکی مهم دی او دا د لیکوال مخاطب دی چې د لیکوال ارزښت په ټولنه کې لوړوي یا ټيټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو