د تظاهر کلچر/ دوکتور اجمل ښکلی

2022-09-26
د تظاهر

د لويو خلکو په اړه لولو، چې ساده ژوند يې لاره او له ډېرو محدودو وسايلو نه يې استفاده کوله.

په پاتې ملتونو کې چې علوم خلکو ته د ژوند په معرفي کې مهم نقش نه لري، تظاهر ته تمايل ډير وي، ځکه د داسې ولس اړتياوې او غوښتنې همغږې نه وي.

تظاهر پر ځان د مينتوب خواهش ښيي. ارواپوهنه ځانمينتوب ته نارسيزم وايي.هر کس څه نا څه پر ځان مين وي. د دې مينتوب ګټه دا وي، چي فرد د ځان پر اهميت پوهوي او د کمترۍ له احساسه يې ژغوري؛ خو که دا تر معقوله حده واوړي او فرد ته نور خلک تر ځان سپک ښکاره شي، نو هغه کس په رواني ناروغۍ اخته کوي او له ټولنې يي لري.

نارسيزم په ټولنيزه بڼه هم وي.ځينو ټولنې خپلو تاريخونو او شاعرۍ پر ځان دومره مينې کړې وي، چې نور ملتونه ورته حقير ښکاري. دې نرګسيت ته تهذيبي يا فرهنګي نارسيزم وايي، چې ټولنه د واقعيتونو له منلو نه وباسي او پر ځان يې غره کوي. د فردي نرګيست غوندې څه نا څه ټولنيز نرګيست هم غوره دی، چې ملتونو ته د پرمختګ حوصله ورکوي؛ خو که دا نرګسيت د نورو ولسونو سپک ګڼلو ته ورسېږي؛ نو دا ملت بيا له نورو ملتونو وشلېږي. موږ پوهېږو، چې اوسنۍ نړۍ د اړيکو نړۍ ده.

معقول نرګيست دې ته وايي، چې د وياړ لپاره رښتيا هم څه وي. که فرد کوم کمال او هنر ولري، پر ځان د معقول مينتوب حق لري. همداسې که ټولنه پياوړی اقتصاد ولري يا هوسا وي؛ نو پر ځان د مينتوب حق لري؛ خو که يو ملت بېګا ته ډوډۍ ونه لري، پر خپل تاريخ څنګه وياړلی شي.

نرګسيت په مجرده توګه مانا نه لري. فرد بايد د چا په سترګو کې ځان وګوري، چې لوی دی. نرګىستځپلې ټولنه له بلې ټولنې سره په پرتله کې پر ځان مينږي.

دا نرګسيت په عمل کې په تظاهر اوړي.په قبايلي ټولنه کې، چې کورنۍ مهم واحد دی، يوه کورنۍ له بلې سره سيالي کوي او په دې سيالۍ کې بايد تر بلې کورنۍ د ځان د غوره ښودلو په هوس کې تظاهر ته لاس واچوي. د بل په سترګو کې د خپل ستروالي کتل د نرګسيت عملي هڅه ده.

په قبايلي ټولنو کې د خپلې بقا لپاره بلې قبيلې يا بلې کورنۍ ته زور ښودل مهم وي، ځکه نو په داسې ټولنو کې د تظاهر کلچر ډېر وی.

د تظاهر بل علت د شهرت هوس دی. د شهرت هيله د انسان په فطرت کې شامله ده؛ خو که د دې هيلې د ترلاسي هڅه د پيسوپه بېخرته لګولو يا په نورو مصنوعي کارونو وشي؛ نو بيا ورته منفي تظاهر وايي.

ځانښودانه يا تظاهر د انسان طبيعي غوښتنه ده. لباس يواځې د ځان د پټولو يا له ګرمۍ او يخنۍ نه د بچولو لپاره نه اغوندي، بلکې ځان هم پرې ښايي. همداسې په نورو چارو کې هم انسان له تظاهره ماورا کېدای نه شي.

خو که دا تظاهر له اړتيا نه لرې شي او پخپله په يوه شديده اړتيا واوړي؛ نو په داسې حالت کې فرد او ټولنه له پښو پرېباسي، ځکه چې داسې تظاهر د فرد بېوزلۍ او وس ته نه ګوري.

واده يوه طبيعي چاره ده؛ خو زموږ ودونه له تظاهره ډک دي. بايد په ښه هوټل کې واده وکړو، ښه مينيو ورکړو، ډېر لباسونه وګنډو، مشهور سندرغاړی راولو. په کليو کې بيا هغه سړی تکړه دی، چې ډېر خلک راوبولي.

نورو ملتونو درک کړې، چې دروند واده دواړه کورنۍ بېوزلې کوي، ځکه نو د زلمي او ناوې له کورنۍ پرته پکې څوک نه رابلي.

په خپلو مړيو پسې زموږ خيراتونه هم د تظاهر لپاره وي. داسې خيراتونه او صدقې يواځې زموږ د تظاهر تنده ماتولى شى؛ خو روحاني اطمينان نه شي راکولى. د عبادتونو د ثواب يوه مانا دا هم کېږي، چې موږ ورسره روحاني اطمينان احساسوو. علي شريعتي پر (حج) باندې کتاب ليکلى. وايي، چې حج اوس د عبادت په توګه نه دى. موږ حجونه هم د تظاهر لپاره کوو، ګنې د حج موخه دا ده، چې په انسان کې انسانيت پيدا شي او خداى ته وروګرځي.

نظافت اړتيا ده؛ خو د ډېرو او ګرانبيه لباسونو هوس زموږ د تظاهر کلچر ښيي. خپلوانو او انډيوالانو ته د غوړو ډوډيو ورکړه هم زموږ د ځانښودانې نمايندګي کوي.

موږ علم هم د تظاهر لپاره ترلاسه کوو، کتابونه او شاعري هم د ځانښودانې لپاره کوو. په کاروبارونو کې مو هم يواځې د ښه ژوند هيله نه وي، تظاهر هم وي. د پارلمان د وکالت، وزارت او استادۍ په ګډون په هر کار کې د تظاهر نيت لرو.

ماڼۍ او کورونه د تظاهر لپاره جوړوو، نوي ماډل ګاډي د تظاهر لپاره اخلو، د کور په سامانونو تظاهر کوو، ان په عبادتونو او اولادونو تظاهر کوو.

موږ ته ښايي چې د تظاهر پر دې کلچر فکر وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو