د ادبیاتو او ټولنپوهنې پخلا کوونکې لیکواله | ګل رحمن رحماني

2024-02-25
په ۲۰۲۲ کې د ادبیاتو نوبل

د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ادبیاتو نوبل جایزه فرانسوي لیکوالې ارنو ارني ته ورکړل شوه، په  سویډن کې د نوبل کمېټې په دې اړه  نوموړې ته په   ځانګړي  ستاینلیک کې لیکلي دي چې دا جایزه یې اغلې ارني  ته   « د هغه زوړتیا او رښتیني دقت  په سبب ورکړې ده چې په وسیله  یې د شخصي حافظې رېښې،  پردیتوبونه او جمعي یا ټولیز  محدودیتونه کشفوي».  

            دا په څه تېره څه کم یوه لسیزه کې پنځمه مېرمن ده چې د نوبل ادبیاتو جایزه ګټي. دا وروستۍ لسیزه ځکه غوره ګڼل شوې چې پر دې سربېره څلورو نورو ښځینه ادیبانو هم دغه جایزې خپلې کړې دي. کاناډايۍ الیس مونرو په ۲۰۱۳م، د بېلاروس لیکوالې سویتلا الکیسه یویچ په ۲۰۱۵ زېږدیز، پولنډۍ اولګا توکارچوک په ۲۰۱۸ زېږدیز او امریکايۍ لوييز ګلیک په ۲۰۲۰ زېږدیز کال د نوبل جایزې ګټونکې ګڼل شوي دي.  ۸۲ کلنه ارنو د نړۍ په کچه اولسمه مېرمن ده چې د نوبل جایزې ګټلو ویاړ ور په برخه کېږي.

اغلې ارنو د ۱۹۴۰ لمریز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د فرانسې د لیل بون ښار په یوه بېوزلې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي، په ۱۹۸۴ زېږدیز کال یې د خپل ژوند لیک لیکلو ته مخه کړه او په «موقف » نامه یې خپور کړ چې وروسته د رنودو جایزه یې وګټله.

کره کتونکي په دې نظر دي چې اصلا همدا کتاب و چې د لوستونکي پام ور واوښت او هغه  د یوې نوښتګرې لیکوالې په توګه  د لوستونکو زړونو کې ثبت شوه. نوموړې هڅه کړې وه چې خپل ژوند لیک په واقعي ډول ولیکي، ددې لپاره یې د خپل ماشومتوب خاطرې، د خپل مور او پلار د چایخونې او بقالۍ یادونه راوړي وو، هغې هڅه وکړه چې د خپل ټولنیز موقف د بدلون لپاره کار وکړي، ښايي د همدې کتاب اغېز به وي چې وروستي ناولونه یې هم تر ډېره پورې د ژوند لیکونو پر سبک ولاړ دي.

ژوند لیک لیکل  د لیکوالو او ادبي شخصیتونو د ذوق او شوق وړ ژانر دی، په ځانګړي  ډول هغوی چې له داستاني ادبیاتو  سره سروکار لري، دوی کولی شي چې خپل غوره ژوند لیکونه ولیکي او لوستونکی ورڅخه د خواږه داستان خوند واخلي. په پښتو ادبیاتو کې هم ګڼو لیکوالو دا هڅه کړې ده چې له دې ډلې د خان عبدالغفار خان زما جهد و جهد، د عبدالباري جهاني، محمد زبیر شفیقي، کریم خرم او امیرزي سنګین کتابونه یادولی شو.

د ارني  ګڼ داستانونه هم د ژوند لیکونو سبک لري چې له نورو سره غوره توپیر یې له ټولنپوهنې سره ژورې اړیکې دي او کوښښ یې کړی چې د کرکټرونو پر ټولنیزو موقفونو او د موقفونو پر بدلون تمرکز ولري. د هغې د «کلونه»، شرم، موقف، یوه ښځه، پېښې رامنځته کېږي او نور اثار یادولی شو.

            نوموړې د فرانسې د کارګرې طبقې یوه اړونده کورنۍ کې ستره شوې او د معاصرو ادبیاتو په برخه کې یې لوړې زده کړې کړې دي. دا په مسلکي لحاظ هم یوه ادیبه ده، تدریس او لیکنې یې کړې دي او له نوبل جایزې پرته یې اثارو ته ګڼې نورې جایزې هم ورکړل شوې دي چې له دې ډلې یې «موقف»  اثر ته د رنودو جایزه یادولی شو.

په همدې ډول د هغې «کلونه» ناول په ۲۰۰۸ زېز دیز کال خپور شو چې مارګریت دوراس  او فرانسوا موریاک جایزې یې وګټلې. «پېښه رامنځته کېږي» یې یو بل اثر دی چې د یوې منځنۍ کارګرې کورنۍ د یوې نجلۍ کیسه کوي چې د سقط جنین له جنجال سره مخ ده او دا موضوع په ۶۰ مېلادي کلونو کې دود وه، د همدې رومان پر بنسټ په ۲۰۲۱ زېږدیز کال یو فلم هم تولید او د فرانسې په سینماګانو کې وړاندې شو چې محتوا یې د هغې سبک یاني د کرکټرونو د ټولنیزو موقفونو بدلون او ستونزې بیانوي.

 ارنو په خپل مشهور کتاب موقف کې د خپلې مور، پلار او ماشومتوب کیسې کوي، هغه هڅې یې راوړې چې  د غوره ژوند لپاره له ناروغۍ او مرګ سره مبارزه وکړي. ددې اثر  په یوه برخه کې راغلي دي: غواړم د خپل پلار په اړه هر څه ووایم او ولیکم، د هغه د ژوند په باره کې، هغه واټنونه وکاږم چې زما د تنکۍ ځوانۍ له پیله زما او د هغه تر منځ  پیدا شوي دي، دا یو داسې واټن دی چې هېڅ نوم نه لري، بیخي د یوې ځانګړې مینې په ډول.

ارنو په یوه مرکه کې ویلي وو چې زه هغه  لیکواله نه یم چې پر احساسي مسایلو تمرکز وکړم، بلکې غوره ګڼم چې مسایلو ته د جنسیت او ټولنیز موقف له لارې ور ننوځم او لوستونکی خپل کړم.

د نوموړې  مشهور اثر « کلونه» چې دا یې له فرانسې پرته د نړۍ په نورو هېوادونو کې مشهوره کړه، تر ډېره  پر  خاطرو، خوبونو، واقعیتونو او مراقبو ولاړ دی  او هغه دروان یا زمان بیانوي چې موږ په  کې ژوند کړی او کوو یې.

له نوموړي څخه  وپوښتل شو چې تاسې په «کلونه» کتاب کې  د لیکنې لپاره له یو، یوه، کله هم  هغه او هغوی څخه استفاده کړه، خو هېڅکله دې هم  «زه» ضمیر نه دی کارولی چې دا کار د شخصي  ژوند لیک لپاره  ډېر معمول کار نه دی.  ارنو په ځواب کې وايي:

 کله چې خپل ژوند ته فکر کوم، له ماشومتوب نه تر اوسه پورې د خپل ژوند داستان  ته کتنه ده، خو نه شم کولی چې دا له هغه دنیا جلا کړم چې ژوند په کې کوم، زما داستان  اصلا د هغه څه ترکیب دی چې پر موږ تېر شوي او  ز ما پر نوي نسل راغلي دي. د خپل ژوند لیک د لیکنې طرز  او سنت کې توري او کلمې زموږ په اړه خبرې کوي او پېښې په دویم برید کې دي.

 ما دا په حقیقت کې ځای پر ځای کړې دي، دا کتاب د پېښو کیسه ده، ټول هغه پرمختګونه رانغاړي چې د ۶۰ کلن ژوند په اوږدو کې يې د یوه فردي ژوند نه بدلون کړی دی، خو دې بدلون له «موږ» او «هغوی» نه جریان موندلی دی. زما د کتاب پېښې پر ټولو پورې تعلق لري ، زیات پر تاریخ او ټولنپوهنه پورې تړاو لري.

هغه وايي: نه غواړم یو څه په مستقیم ډول روایت کړم، طبیعي ده چې  زما  کلونه اثر د فردي ژوند له زړه نه یوه کیسه ده، زما ژوند زما د ژوند د خاطراتو له زړه نه راوتلی دی، زه دغه ټولیز داستان د خپلو احساساتو او خاطراتو له لارې یاد ته راوړم، په دې کتاب کې اصلي شخصیت زمان  دی، هغه هم تېرېدونکی زمان چې هر څه یې  له ځان سره وړل، زموږ ژوند هم په دې تلونکې کې شامل و.

زه داسې لیکواله نه یم چې پر احساساتي مسایلو ډېر تمرکز وکړم،  دا موضوع مې په «کلونه» کتاب کې هم  روښانه کړې ده، دا کتاب د شخصي مسایلو په اړه  خبرې هم نه دي، موږ کولی شو چې شخصیت  د عکسونو د توصیف له لارې څرګندېږي، زه له هرې لسیزې پر یوه عکس تمرکز کوم ، بیا د جامو، نور، او هغه شېبه کې پر خپل ځای  پنځولو کار کوم، کوښښ مې دا وي چې د عکسونو په باب احساساتي خبرې ونه کړم.

زه د مور او پلار یو اولاد وم، خور مې زما له زېږون وړاندې مړه شوې وه، ما یوه پیاوړې مور درلوده، با شخصیته او د مطالعې شوقې وه، زه که  څه هم ډېره وهڅول شوم، خو زما او کورنۍ تر منځ مې بیا هم ډېر واټن و، اصلا همدا ستر واټن زما د لومړي کتاب «کلونه» موضوع وګرځېده چې ۴۰ کاله وړاندې مې لیکلی دی.

            له هغې پوښتل شوې چې ستاسې په «کلونه» کتاب کې د شپږو لسیزو روایت شوی دی، داسې کومه دوره  شته چې تاسې دې ورته ډېره پاملرنه کړې وي؟

دا په ځواب کې وايي چې د ټولیزې تجربې له مخې  له ۱۹۶۸ وړاندې دوره تر ۱۹۸۰ پورې احتمالا تر ټولو جالبه دوره ده، زما له شخصي نظره هغه دوره چې زما ژوند کې تر ټولو زیاته اغېزناکه ده، د ۴۵ او ۶۵ کلونو تر منځ وه، همدا مهال مې د یوې ازادې ښځې حس درک کړ، دا زما لپاره د سترې ازادۍ دوره وه او د ژوند په باب مې ډېر ښه حس درلود. ارنو د کتابونو د عاشقې لیکوالې په نامه هم شهرت لري چې مطالعه یې خپل عادت ګرځولې. هغې د خپلې خوښې د کتابونو  او لیکوالو په اړه ویلي دي: د جرماني ګریر  د حرم سرای ښځه کتاب لوستنې د لیکلو لار را وښوده، د ژان پل سارټر او ویرجینیا وولف اثارو را ویښه کړم، هڅه مې وکړه چې د دوی په څېر یې ولیکم،  اوس په دې نظر یم  چې : زما لپاره داستان او محتوا ډېر مهم نه دي، زما لپاره د لیکلو سبک ډېر اهمیت لري. 

  ارنو چې  د  خپل ژوند د ورځنیو پېښو د لیکلو په سبب په  فرانسه کې د مشهورې او سترې لیکوالې په توګه مطرح شوې شوې ده،  په ۲۰۱۹ کال کې ګارډین ته خبرو کې ویلي وو: دا د یوه رومان لیکوال کار دی چې حقیقت  ووايي.
            د سویډن نوبل اکاډمۍ  ویېبپاڼې ته ددغه اکاډمۍ غړي الن متسون  په خپلو څرګندونو کې ویلي دي: د ادبي جایزې لپاره د داورانو پلاوی یواز ې د یو څه په اړه نظر ورکوي چې هغه « ادبي وړتیا» ده، موږ هېڅ وخت د یو چا شخصي ژوند ته نه ګورو، یوازې فوق العاده ادبیات راته مهم دي او لټوو یې، نوبل جایزه باید هغه څوک وګټي چې عالي ادیبات لیکلی شي، داسې اثر چې کله یې لوستونکی لولي، نو یو  ډول ځواک او پرمختګ په کې حس کړي او دا شی د هغه په ټولو کتابونو کې موجود وي، نن سبا دنیا له ډېرو غوره او عالي انسانانو ډکه ده، خو د نوبل ګټلو لپاره له دې پرته کوم بل څه امتیاز نه دی،  ددې وضاحت ډېر ګران دی، دا ډول اثر باید تاسې له سره وزېږوي ، همدې ته ځینې  یوازې الهي ورکړه وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو