ټولنیز زغم/ مصطفی سمون

2022-12-11
په ټولنیز ژوند کې د زغم اړتیا

انساني تحمل دومره سطحي شوی، چې افراد له تدبر څخه د وېرې احساس کوي.

دا وېره په ټولیزه توګه خوله په خوله خپریږي او انساني تفکر په ګډوډۍ کې ور ګډوي، چې له دې سره برخوردونه هم سطحي کېږي او د ژوند له کلیمې سره حساسیت ښیي.

د ژوند کولو یو اړخ ټولنیز زغم دی، چې فرد به انتقاد هم مني او احترام هم. بیا د چاپېریالي اېډیال سره د تدبر له لارې برخورد کوي؛  ترڅو د ټولنې له نورو وګړو سره په ټکر کې واقع نه شي. بلکې اړیکپاله اراده غوره کړي، چې ژوند کې د ټولنیز زغم خپلواکي ترلاسه کړای شي؛ ترڅو په دروني احساس کې د بدۍ تخم له بېخه محوه کړي او ټولنې ته د ژوند روڼ انځور وړاندې کړي.

انسان ټولنیز مخلوق دی او داسې څه کولای شي، چې د ټولنې رنګ یا ځان د ټولنې په رنګ کړي. ځکه د همدې ټولنیز رنګ کېدو په درشل کې فرد له فردي ځواک څخه هم اګاه کېږي، چې زما په ټولنه کې کوم ځای دی او څومره ګټور تمامېدای شم. انسان چې څومره د ژوند په اړخونو پراخ نړۍ لید ولري همغومره یې د ټولنیز زغم په قوت کې پیاوړتيا رامنځته کېږي او انساني اړیکې یې د افرادو ترمنځ په ژور اړخ اوړي، چې له دې سره ټولنیز زغم د ژوند کولو رنګ اخلي. انساني عواطف هم په دې ډول چاپېریال کې ښه د زغم جوګه کېدای شي. ټولنه په زغم رنګېدل د ښه تحول نښه ده، چې فرد پکې بیا د ټولنیز شعور د ویښېدنې زیری له ځان سره راوړي او ټولنیز زغم د شعوري خوځښت په را بېدارۍ کې ځان ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو