د سکون زولنې/ مصطفی سمون

2023-01-31

موږ د وجود په ټولو غړیو کې منظم حرکات وینو، چې د ژوند چارې پرې په مخ بیایي؛ خو کله مو دې ته فکر نه دی کړی که د وجود له یوه نعمته بې برخه وو؛ نو څه به مو کولای؟
انساني ژوند له تدبره او فکري پراختیا څخه برخمن دی، دې زاویې ته یې هم د کتو لارې پکار دي؛ ترڅو د ژوند هر اړخیز انځور خپلې مخې ته کېږدو او بیا د عمل جامه ور واغوندو.
فرد د فردي سکون په لټه کې دی؛ خو دې سکون ته له کومې زوایې ګوري دې اړخ ته توجو کول پکار ده.
موږ په ټوله کې د سکون د زولنو بندیوان یو؛ خو دې ته فکر نه کوو، چې دغو زولنو له موږه څومره اړخونه پناه کړي دي.
انساني درد مو باید په ویښه کې حس کړی وي؛ ترڅو د هغه فرد انځور سترګو ته راوستی شو، چې د بدني غړو له یوه څخه بې برخې وي. دا خبره هغه وخت سړی ښه حس کولای شي، چې ته د ژوند له کوم اړخ څخه ځورېږې؛ خو مخې ته به دې داسې انسان راشي، چې د سترګو، لاس او پښې څخه بې برخې وي.هغه کس چې له دې برخلیک سره مخ وي، موږ یې یوازې په ظاهري جوړښت کې درد حس کوو. مګر په دې نه پوهېږو چې څومره دروني ځور تېره وي. همدا لاملونه دي، چې انساني پوهاوی تر ډېره د لید تر زاویو پورې محدود دی، باید د فکر او لید زوایې مو پراخې کړو؛ ترڅو د همدردۍ، انسانپالنې او دروني اګاهۍ پیلامه په خوځښت راشي او معنوي ارزښتونو ته د ژوند کولو تګلاره وټاکلی شو، چې خپله او هم نور له شته ستونزو سره مبارزې ته وهڅوو نه دا چې د سکون په زولنو کې همداسې پاتې وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو