پردی/ اجمل پسری

2022-07-21
د مازدیګرني لمر شغلو ته یې  ببر طلایي ویښته غوړ بریښیدل. څو ګامه به یې واخیستل بیا به یې شاته مخ واړاوه، په تشه کوڅه کې څوک نه و، خو دې وروسته له څو ګامونو خامخا زما خواته کتل.لار چپ لور ته د دوکانونو په خوا ګرځیده. دا هم همدې لور ته تاو شوه. د سړک غاړې ته وزنګیده، ملا یې داسې کړوپه وه چې پینګه یې وخوړه. شین کاوبای پتلون یې لکه د وطن د

د مازدیګرني لمر شغلو ته یې  ببر طلایي ویښته غوړ بریښیدل. څو ګامه به یې واخیستل بیا به یې شاته مخ واړاوه، په تشه کوڅه کې څوک نه و، خو دې وروسته له څو ګامونو خامخا زما خواته کتل.لار چپ لور ته د دوکانونو په خوا ګرځیده. دا هم همدې لور ته تاو شوه.

د سړک غاړې ته وزنګیده، ملا یې داسې کړوپه وه چې پینګه یې وخوړه. شین کاوبای پتلون یې لکه د وطن د مستري د شاګرد توررنګه شوی و.

دا له پلې لارې سړک ته ورښکته شوه، چې زه ورورسیدم اشاره دستي سره شوه. دې ته یو موټر ودرید. موټروان د شیشې له شا په لاس اشاره ورته وکړه چې واوړي، دې ترهیدلې دورې هورې کتل. موټروان هارن وکړ، شترینګ یې په سوک وواهه، موټر یي تیز کړ. دا د سړک د منځ خواته ورمخته شوه یو موټر تیز بریک ونیو. زړه مې وکړ چې پسې ورشم له لاسه یې ونیسم، پورې یې باسم. دا لکه په وطن کې ترافیک د لارې په منځ کې دریدلې وه:

«اخ که یې لاندې کړی وای»

«څوک به یې وي؟»

«ولې به یې نه وي خو خپل وطن یې دی»

اشاره شنه شوه، له سړکه چې واوښتم زما لور ته یې په څټ وکتل، ورنژدې شوم. دا تیزه شوه بیا یې شاته مخ راواړاوه، ورغږ مې کړل:

-اې…

په تلو تلو کې یې لاندې باندې راته وکتل، ورته ومې ویل:

-څه مو راته ویل

ویې خندل، لکه چې له لهجې یې وپیژندلم چې پردی یم، زموږ کمپ له هغه پله سره نژدی دی چې بیکوره خلک ترې لاندې پنډ شوي وي. د دې د مخې غاښونه لویدلي وو، کنډاسه خوله یې داسې تیاره وایسیده لکه ماته چې د دې تیاره نصیب ښکاره شو. ورته ومې ویل:

-ښه یې

دا ګړندۍ شوه، داسې تیزه شوه چې ما ویل اوس به په خوله ولګیږي، اوس به ولګیږي. نه پوهیږم چې له پوښتنو په تیښته وه که له پردي بنیادمه. زه ورو شوم دا کړوپه کړوپه په بیړه بیړه له ما لرې کیده خو د مخکې په څیر یې شاته شاته نه راپسې کتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو