انسان د مانا په لټون

2022-07-20
د کتاب ژباړن وايي: د دې کتاب ستاینه مې لومړی ځل د سټیفن کووې «د اغېزناکو خلکو ۷ عادتونه» کتاب د ژباړې پر وخت لوستې وه. سټیفن، ډاکټر ویکتور فرېنکل فعال (Proactive) انسان معرفي کړی و او د دې کتاب لوستل یې د هر چا لپاره اړین بللي وو. ما چې د هغه کتاب ژباړه خلاصه کړه، دا کتاب مې پیدا کړ؛ خو له بده مرغه متن یې زما تر تمې ډېر سخت و. په هغه وخت کې مې

د کتاب ژباړن وايي: د دې کتاب ستاینه مې لومړی ځل د سټیفن کووې «د اغېزناکو خلکو ۷ عادتونه» کتاب د ژباړې پر وخت لوستې وه. سټیفن، ډاکټر ویکتور فرېنکل فعال (Proactive) انسان معرفي کړی و او د دې کتاب لوستل یې د هر چا لپاره اړین بللي وو. ما چې د هغه کتاب ژباړه خلاصه کړه، دا کتاب مې پیدا کړ؛ خو له بده مرغه متن یې زما تر تمې ډېر سخت و. په هغه وخت کې مې د دې ورو ژباړه پيل کړه، بیا چې زه پر ځینو نورو کارونو بوخت شوم، د دې کتاب کار رانه ځنډنی شو. له ښه مرغه اوس مې بیا وخت ورکړ او کتاب مې بشپړ کړ.

د کتاب د نوم موضوع جالبه ده. د کتاب انګلیسي نوم، فارسي ته ټکي په ټکي (انسان در جستجوی معنا) ژباړل شوی دی؛ خو په انګلیسي ژبه کې Meaning د موخې په مانا ډېر کارېدلی دی. ما چې ژباړه کوله، د شکتي ګاویان خبره رایادېده چې په خپل یوه کتاب کې یې خدای ته د لس دوولسو ژبو نومونه کارولي او لوستونکي ته وایي، ته چې ترې هره مانا اخلې، همغه سمه ده. ما هم په دې کتاب کې Meaning کله مانا لیکلی، کله مې ارزښت لیکلی او کله مې موخه لیکلې… . هدف مې یوازې دا و چې کتاب عام او د لوست جوګه شي.

ښايي دا پوښتنه هم وشي چې نوم یې ولې «انسان د مانا په لټون» شو؟ سره له دې چې دلته Meaning په دې مفهوم نه دی راغلی. دلته یوه وړه بېلګه راوړم. ما د ترکۍ لیکوالې ایلیف شافاک کتاب (The forty rules of love) وژباړه او (د مینې څلوېښت اصول) په نوم چاپ شو. همدا کتاب په فارسي کې یوه ژباړن د «ملت عشق» په نوم ژباړلی دی. دواړه همدا یو کتاب دی؛ خو وروسته ډېرو خلکو لیکلي وو چې دا د ملت عشق کتاب باید پښتو ته وژباړل شي، ځکه دوی نه وو خبر چې اصلي نوم یې څه و. یوه کس ته مې چې وویل دا کتاب په پښتو کې (د مینې څلوېښت اصول) په نوم چاپ دی، بېرته یې پر ما نیوکه کوله چې تا د کتاب اصلي نوم ولې بدل کړی دی؟ «دی خبر نه و چې اصلي نوم یې څه دی.» ډېرو ژباړونکو د «ملت عشق» د ژباړلو تکل هم کړی و؛ خو ځينو لوستونکو پوه کړي وو چې دا کتاب په اصلي نوم پښتو ته ژباړل شوی دی.

دلته هم له ما سره همدا وېره وه چې هسې نه زه کتاب «انسان د هدف په لټون» یا «انسان د موخې په لټون» یا حتی «انسان د ارزښت په لټون» چاپ کړم او خلک بیا داسې فکر وکړي چې دا ګنې هغه (انسان در جستجوی معنا) کتاب نه دی. بیا به د همدې یوې کلمې له امله خلک د پښتو پر ځای فارسي کتاب لولي، ځینې به یې د بیا ژباړلو هوډ کوي او ځینې به ما ملامتوي چې د کتاب سم دم نوم مې بدل کړی دی.

که له ما پوښتنه وشي چې په ټولو کتابونو کې دې د کوم یوه ژباړه سخته وه، زه به ورته «همدا» کتاب ښيم او که څوک راته ووایي چې په خپلو کتابونو کې راته دې تر ټولو ډېر مهم کتابونه وښيه، یو به په کې «همدا کتاب» ښیم.

انسان د مانا په لټون د ويکټور فرينکل اثر دی، چې د نوموړي د ژوند دردوونکې خاطرې بيانوي او هم په بې زغمه ستونزو کې پر ښکېلېدو سربېره د هيلو، انسانيت او ازادۍ په لټه کې پاتې کېږي.

دا کتاب له دویمې جگړې وروسته په ۱۹۴۶ کال ليکل شوی. د نړۍ لسگونو ژبو ته ژباړل شوی او پښتو ژبې ته هم تازه ژباړل شوی او د کتاب بازار ته وړاندې شوی. د ياد کتاب پښتو بڼه ۱۵۲ مخونه لري او په داستاني توگه ټوله کيسه بيانوي. مینه‌وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو