د غڼې ځاله

2022-07-20
د غڼې ځاله د احمدي صاحب عالي ناول دی، چې دلته یې په اړه پوره معلومات لوستلی شئ. د مطالعې وخت: ۳

لیکوال: نصیر احمد احمدي

د غڼې ځاله د پښتو ادب د وتلي داستان لیکونکي ښاغلي نصیر احمد احمدي تازه چاپ شوی ناول دی. نصیر احمد احمدي په ناول لیکنه کې اوس یو پېژندل شوی نوم دی او هغه د چا خبره د هېچا د تعرف محتاج نه دی. د احمدي د ټولو ناولونو ژبه روانه، عامیانه، کلیوالي، خوږه او تلوسه پکې خورا ډېره وي. مانا دا چې د خلکو په ژبه خبرې کوي او د ناولونو موضوع ګانې یې هم تر ډېره په ورځني او ټولنیز ژوند را څرخي. د غڼې ځاله یې وروستی چاپ شوی ناول دی. ناول په لومړي سر کې په ټولنه کې د ناوړه دودونو لکه شراب خوړلو، قمار بازۍ، په قمار کې د لوڼو په بایللو، له دې ناوړه چارو څخه په زېږودونکو ستونزو، په کورني تاوتریخوالي او بدګمانۍ پیلېږي. وروسته د ناول اصلي کرکټره یوه کونډه مور ده، چې د څومره ستونزو په ګاللو سره د ژوند ناخوالو ته نه تسلیمېږي، خپل همت نه بایلي، په کار او مزدورۍ نه شرمېږي، د خلکو ډول ډول خبرې پر سر اخلي، له مخکېدونکو بدسترګو کسانو سره مبارزه کوي، د اولادونو روزنې ته یې پام وي، ځان زحمت ته ورکوي، په ښه راتلونکي باور لري، ورته د رسېدو هڅه کوي، په خپل لوړ همت د ځان، اولادونو او لسګونو نورو کورنیو ژوند بدلوي.

ژوند د غڼې ځاله دی، هرو مرو سړی پکې راګېرېږي، که مو ترې د راوتلو هڅه ونه کړه بیا مو بایللې ده، خو که مو لاس او پښې وخوځول او ځان ته مو ټکان ورکړ، بریالي کېدای شي. له ستونزو پرته ژوند کول ناممکن دي او که وي هم انسان د ژوند کولو په خوند نه پوهېږي. سیند هغه شور کوي چې مخه یې ډبرو ډپ کړې وي. ژوند کول منډه غواړي، زحمت غواړي، مبارزه غواړي او د بریا خوند هغه څوک څکلی شي، چې ماتې یې خوړلې او بیا را پورته شوي وي.

د احمدي صیب یاد ناول پر همدې روحیې او انګېزې راڅرخي، هغه مو د خپل ژوند ژورو ته بیايي، ستونزې در باندې ویني، زحمت در باندې ګالي، له پېغورونو او سختو ورځو سره مو مخ کوي؛ خو بیا بېرته د وتلو لار هم درته ښيي، هغه درته وايي چې تاسې کولی شی د ژوند له سختیو(غڼې ځاله) څخه ووځی، حتمن د وتلو یوه لاره شته، دا له تاسې او ستاسې له ژوند راتاو شوې لومې حتمن شلېږي؛ خو تاسې یې د شلولو لپاره همت وکړئ، بیا بیا هڅه وکړئ او بالاخره له هغو کلکو لومو ځان خلاص کړئ.

د نصیر احمد احمدي ناولونه ډېر مینه وال لري او هر ناول یې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. د ښه هرکلي یو علت یې هم دا دی چې نوموړی د ولس په ژبه ناول لیکي او هغه څه پکې بیانوي چې د ولس غوښتنه وي. دا ناول یې هم پر همدې ځانګړنه سمبال دی. که غواړی چې د ستونزو پر وړاندې د مبارزې چل زده کړئ، دا ناول ولولئ، ډېرې ښې لارې به درته وښيي.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو