اوښکې لنډه کیسه

2022-05-14
د مازدیګر زیړ لمر، چنار، کلی، د ځوانانو دیرې, او د ګودر په لور د پېغلو قافلې ډیر خوند لري. عموماً لرې پرتو سیمو کې کلیوال ورڅخه ډیر خوند اخلي. ځوانان په دیرو کې او پیغلې په ګودرو کې د مقابېل اړخونو ستاینې, شعرونه او ټپې وایي.یوه ورځ ځلاند په زیړ مازدیګر له حمامه تازه راوتلی وو، ټول اوتو کړی او عطر وهلی د کلي په لور روان ؤ، ناڅاپه د

: فضل الحق نوری
د مازدیګر زیړ لمر، چنار، کلی، د ځوانانو دیرې, او د ګودر په لور د پېغلو قافلې ډیر خوند لري. عموماً لرې پرتو سیمو کې کلیوال ورڅخه ډیر خوند اخلي. ځوانان په دیرو کې او پیغلې په ګودرو کې د مقابېل اړخونو ستاینې, شعرونه او ټپې وایي.یوه ورځ ځلاند په زیړ مازدیګر له حمامه تازه راوتلی وو، ټول اوتو کړی او عطر وهلی د کلي په لور روان ؤ، ناڅاپه د پیغلو نه د لارې په سر کې مخته شو. هغه ډیر شرمګیره هلک ؤ، سترګې یې ښکته واچولې او ځای پر ځای ودرید, تر څو نجونې تیرې شي. سلما چې له نورو نجونو مشره وه، شبنم په ځلاند ورپورې وهله، شبنم تیندک وخوړ او منګی یې د ځلاند پر پښو ورولوید.نوجونو کړس وهل او شبنم ابتره ولاړه وه, په ځلاند خولې راماتې شوې, لاس یې پښو ته یوړل, خو هیڅ یې ونه ویل. شبنم د ځلاند په سترګو کې د سپیڅلیا نښې له ورایه ولیدې، خپله ورکه نړۍ یې د هغه سترګو کې وموندله او په سلما پسې یې اوچت ګامونه واخیستل. هغه یې شا کې دوې څپړې ووهله او ویې ویل:
– ای نامینده نه شې که ورباندې ورلویدلې وی، خلکو به څه ویل
سلما ورته وخندل ” ای کم عقلې, څه به یې ویل خو همدا به یې ویل چې شبنم ځلاند سره جنګ کړی او هغه یې ګړي باندې وهلی.” پیغلو به چې شبنم ته وکتل، له خندا به سرې او شنې شوې، شبنم هم څه نه ویل ځکه چې اوس اندیښمنه وه، چې مور ته څه بهانه وکړي. شبنم خالي لاس کور ته راغله، مور ورنه د منګي پوشتنه وکړه. شبنم ورته بهانه وکړه، چې ګودر باندې ولویدم رانه مات شو. ځلاند ته د سلما او شبنم چلند، راز راز سوچونه ور پیدا کړل. څو شیبې یې کرل او رېبل, له ځانه سره یې وویل:
-ایا دوی دواړو نه به یوه درسره مینه لري, که نه هسې خو ولې دوی نور څوک نه ځوروي.
ځلاند له ځانه سره مسکۍ شو:
– اه نه دا خبره شبنم پورې اړه لري.
سهار ځلاند دروازې څنګ سره د لمر زرینو وړانګو کې د طبیعت څخه خوند اخیست, یوې او بلې خواته ګرځیدو, ناڅاپه یې بام پرسر شبنم باندې سترګې ولګیدې، زړه یې شغلې کولې, په ځانګړي رمز او انداز شبنم ورنه د تیر مازدیګري بښنه وغوښته، ځلاند ورباندې نه پوهیدو, دی ور روان شو او نږدې ورغی. شبنم په خواږه انداز ورته وویل:
– مخکې له دې چی درته نور اضافی ووایم, زما ورکه دنیا ستا سترګو کې ده، خو ای کاش!….
ځلاند په وارخطا غږ پوښتنه ترې وکړه:
– هیله کوم راته روښانه ووایه, ولې کاش
شبنم په نازکو شونډو ځواب ورکړ:
-اول مې وبښه.
ده هم د زړه په زور ور غبرګه کړه:
– زه پر تا هیڅ پور نه لرم، کوم کار چې له تا نه پرون شوی، هغه څخه مې خوند اخیستی.
ځلاند یوه ګړۍ چوپ ودرېد, له لږ سوچ او فکر وروسته یې شبنم ته وکتل:
– اممم په یوه شرط باندې د بښم, هغه دا چې خپل راتلونکی ژوند به په یوه بیړۍ کې یو ځای مزل کوو.
د شبنم په اننګو باندې اوښکې وڅڅېدې، د زړه دې سوي اه تاو یې تر عرش پورې ورسید او شونډو لاندې یې غلې خپل پلار ته ښیرا وکړه. شبنم ځلاند ته نمجنې سترګې ور واړوې او ځواب یې ورکړ:
– افسوس افسوس! زه مې پلار ماشومتوب کې د فردوس زوی ساحل ته, چې اوس کابل کې اوسیږي ورکړې یم.
پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو