یوه نړۍ روپۍ لنډه کیسه

2022-05-14
د پارک د زړې ونې له څانګې يې پاڼه مخې ته راولېده. ښه یې وروکتل. له ځان سره یې وویل: پاڼه یوازې شوه، له خپلې څانګې بیله شوه ورټیټ شو، راوایې خیسته، په ګوتو کې یې تاووله، ورسره یې سوړ اسویلی له خولې وویست. په پارک کې د ماشومانو غږونو چرت ته نه پرېښود، سر یې پورته

د پارک د زړې ونې له څانګې يې پاڼه مخې ته راولېده. ښه یې وروکتل. له ځان سره یې وویل:
پاڼه یوازې شوه، له خپلې څانګې بیله شوه
ورټیټ شو، راوایې خیسته، په ګوتو کې یې تاووله، ورسره یې سوړ اسویلی له خولې وویست.
په پارک کې د ماشومانو غږونو چرت ته نه پرېښود، سر یې پورته کړ.
ماشومانو لوبې کولې او میندې یې ورته ناستې وې.
مسک شو. خپل بوټونه یې وڅڼدل. له جیبه یې کاغذي دسمال راووویست، ښه یې خپل بوټونه پرې پاک کړل. دا بوټونه مور ورکړي و. اته میاشتې شوې چې همدا جوړه بوټونه په پښو کوي.
د ونې پرڅانګې د مرغیو بچو ته ورغی. له هغې ورځې چې زیږیدلي دي، هر ورځ یې لیدو ته راځي. په کتو کتو یې اوښکو لارې وکړې. د خپل جاکټ پر لستوڼو یې اوښکې و چې کړې، بیرته څوکۍ ته راغی. موبایل یې راواخیست.
بېلګېټس پر خپل انستګرام لیکلي و چې:
پلار مې مړ شو، هغه ریښتونی بېلګېټس و
موبایل ترې لګیدلی پاتې شو. له ځان سره یې وویل:
د بېلګېټس پلار مړ شو؟
هغه د نړۍ مالداره سړی دی
بیلیونونه ډالره سرمایه لري
چیرې مې لوستي وو: که نوموړی یو مملکت فرض کړو، نو دی به د نړۍ په ټولو شتمنو هیوادونو کې په ۳۷ نمبر کې وي.
ولې یې پرېښوده چې پلار یې ومري؟
که عمر خرڅېدلی؛ ته وا بېلګېټس به خپل پلار ته نه وای پېرلی؟
بیا یې وویل:
که په رښتیا عمر خرڅېدلی؛ ما به هم خپلې مور ته یو څو کاله پېرلی وای.
موبایل یې جېب ته کړ، ودریده، سر یې ټیټ واچاوه، روان شو، خپلو بوټونو ته یې کتل، له پارکه ووت.
عابده سپوږمۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو