ناوکۍ

2022-05-14
کریسمس ته څو ورځې پاتې وې، چې یو پلورنځي ته لاړم، تر څو خپلې کوچنۍ لمسۍ ته ناوکۍ واخلم . همدا و،

عطا محمد میاخیل
کریسمس ته څو ورځې پاتې وې، چې یو پلورنځي ته لاړم، تر څو خپلې کوچنۍ لمسۍ ته ناوکۍ واخلم . همدا و، چې په یوه کوچني هلک باندې مې سترګې ولګېدې، چې یوه ناوکۍ یې په غېږ کې نیولې او هغې مېرمنې ته، چې ورسره وه وې ویل: ترور جانې … خو ښځې په ډېرې بې حوصلګۍ ځواب ورکړ: جیمي په دې پیسو ناوکۍ نه شو اخیستلای . ښځه د دې خبرې له کولو وروسته د پلورنځي بلې برخې ته لاړله . په ډېرې آرامۍ مې له هلک څخه پوښتنه وکړه: ناوکۍ د چا له پاره اخلې؟ د کینې له مخې یې وویل: د خپلې خور له پاره، مګر غواړم، چې مور ته مې ورکړم، ترڅو دا ډالۍ مې خور ته وروړي . ومې پوښتل: خور دې چېرته ده ؟ هلک ځواب راکړ خور مې خدای (ج) ته ورغلې ده، پلار مې را ته وایي: ښایي مور دې هم ډېر ژر الله (ج) ته ورشي .
هلک زیاته کړه: پلار ته مې وویل، چې له مور څخه مې وغواړي، له پلورنځي څخه زما تر بېرته را ګرځېدو پورې په تمه پاتې شي . وروسته یې خپل انځور را ښکاره کړ او وې ویل: دا انځور مې هم خپلې مور ته ورکووم، ترڅو مې هلته هېر نه کړي، زه مې له خپلې مور سره ډېره زیاته مینه لرم، خو پلار مې راته وایي، چې خور دې هلته یوازې ده، ډېره خواشینې او غمجنه ده .
هلک خپل سر ښکته کړ او د ناوکۍ په وېښتانو یې لاس را تېر کړ . لکه څنګه چې د هلک پام نه و، لاس مې خپل جیب ته ښکته کړ او یوه اندازه پیسې مې ترې را بهر کړې، له هغه څخه مې وپوښتل: غواړې چې یوځل بیا دې پیسې وشمېرم، ښایي بسنه وکړي ! هغه په ډېرې نه لېوالتیا، خپلې پیسې ماته راکړې او وې ویل: فکر نه کووم، چې پوره شي، ځکه چې ترور مې څو ځله شمېرلي دي، مګر ډېرې کمې دي .
ما د هغه د پیسو شمېرل پیل کړل، وروسته مې ورته وویل: دا پیسې، خو ډېرې زیاتې دي، هرو مرو کولای شې، چې ناوکۍ پرې واخلې !
هلک په ډېرې خوشالۍ وویل: آه خدایه ډېره زیاته مننه، چې زما دعا دې واورېده ! وروسته یې ماته مخ را واړاوه او وې ویل: زه غواړم، چې د خپلې مور له پاره هم یو سپین ګل واخلم، ځکه چې د مور مې سپین ګل ډېر خوښېږي، آیا په دې پیسو باندې، چې الله (ج) را لېږلي، کولای شم ګل پرې واخلم ؟ له سترګو مې اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، پرته له دې چې ورته وګورم، ومې ویل: هو ګرانه، هرڅومره چې وغواړې کولای شې خپلې مور ته ګلان واخلې .
څو دقیقې وروسته یې ترور بېرته را وګرځېده، ژر له هلک څخه لرې شوم او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مې ځان پټ کړ . د هغه هلک فکر مې د یوې شېبې له پاره هم له ذهنه نه لرې کېده؛ ناڅاپه یو خبر را په یاد شو، کوم چې تېره اوونۍ مې په ورځپاڼه کې لوستی و: یوې لارۍ یوه مور او یوه لور ووهله، لور ځای په ځای مړه شوه او د مور روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .
د هغې ورځې په سبا روغتون ته لاړم، ترڅو خبر تر لاسه کړم، د بدو پېښو پرستارې ماته وویل: ځوانې ښځې تېره شپه له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
هېڅ نه پوهېدم، چې دا پېښه له ماشوم سره تړاو لري او که نه . عجیب احساس مې درلوده. پرته له کوم دلیله کلیسا ته لاړم، د کلیسا د تسلیت په مراسمو کې یو تابوت ایښی و، چې د تابوت پرمخ یوه ناوکۍ، یو سپین ګل او یو انځور ایښودل شوي وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو